Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Август
2022

Новости за 06.08.2022

مثلث؛ د الظواهري وژل او پر سیمې د دې پیښې اغیزې

Pa.azadiradio.com 

د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د اګست په ۳۱ د کابل په شیرپور سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د برید پرمهال ووژل شو. تر دې پیښې وروسته په کابل کې مظاهرې وشوې او مظاهره چیانو د امریکا او پاکستان پرضد شعارونه ورکړل. د الظواهري د وژلو پیښه به د سیمې سیاست پر کومه خوا یوسي؟ دلته په دې اړه بحث لیدلی شئ

ګوټیرش: نړۍ د اټومي جګړې ګواښ سره مخامخ ده

Pa.azadiradio.com 

له ننه ۷۷ کاله پخوا په نړۍ کې لومړی ځل اټومي بمب د جاپان په هیروشیما ټاپو وغورځول شو. د ۱۹۴۵ کال د اګسټ په شپږمه لومړنی اټومي بم د امریکا لخوا به هیروشیما وغورځول شو. دغه بېساري برید ۱۴۰ زره کسان ووژل. په مړو کسانو کې هغه کسان هم شامل دي، چې له اټومي چاودنې وروسته یې د اټومي راډیو اکتیف وړانګو د خپرېدو په نتیجه کې ژوند له لاسه ورکړ. د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دغې ویرجنې پېښې د یاد په مناسبت غونډې کې د خبرو په مهال وویل، چې دا دوهم ځل دی چې هیروشیما ته سفر کوي . انټونیو ګوټیرش زیاته کړه،... Читать дальше...

پر غزه د اسراییلو د بریدونو دوام؛ تراوسه ۱۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

په غزه کې د اسراییلو د پوځ هوايي او توغندويي حملو نن د دوهمې ورځې لپاره هم دوام درلود. اسراییلو نن شنبې یوځل بیا د غزې پر تړانګه حملې وکړې او فلسطینیانو هم د ځوابي حملو په ترڅ کې د اسراییلو پر ښارونو راکټونه وتوغول. دا تاوتریخوالی وروسته له پیل شو، چې د اسلامي جهاد ډلې پرضد د اسراییل عملیاتو د ګډ سرحد په اوږدو کې یو کلن امن پای ته ورساوه. د جمعې په ورځ اسراییلو د اسلامي جهاد ډلې یو جګپوړی قوماندان د غزې په یوه لوړه ودانۍ کې په یوه ناڅاپي حمله کې وویشت او په ځواب کې فلسطینیانو د اسراییلو پر ښارونو توغندویي حملې پیل کړې. Читать дальше...



د عاشورا مراسم؛ نن بیا د کابل لویدیځ کې چاودنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د کابل امنیه قومانداني وايي، د دې ښار د شپږمې ناحیې اړوند پل سوخته سیمه کې د نننۍ چاودنې په پایله کې ۲ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي. د کابل د امنیه قوماندانۍ له‌خوا رسنیو ته استول شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چاودنه په يوه ګلدان کې د ځای پرځای شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله شوې. سرچینه زیاتوي، په پېښه کې د یوه ټپي وضعیت نازک دی. دا په تېرو دوو ورځو کې په پلازمېنه کابل کې پرله‌پسې دوهمه چاودنه ده چې قربانیان یې ملکي وګړي دي.   په هغو ویډیويي تصاویرو کې چې پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي... Читать дальше...

د کابل لوېدیځ کې چاودنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پلازمېنې کابل په لوېدیځ کې چې اکثره شیعه مېشته دي نن یوه بله بمي چاودنه شوې. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پېښې عیني شاهدانو ویلي، وېره ده چې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي وي. تر اوسه د پېښې نور جزییات نه دي په ډاګه شوي او نه هم کومې ډلې د پېښې مسوولیت منلی دی. پرون مازیګر د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د محرم د مراسمو پر مهال د شیعه ګانو د ماتم کوونکو په منځ کې د چاودنې له امله د طالبانو په وینا لږ تر لږه ۸ تنه ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول. د اسلامي دولت ډلې/ داعش د جمعې د ورځې د چاودنې مسوولیت منلی دی.

نن د افغانستان او تاجکستان د فوټبال لوبډلې سیالي لري

Pa.azadiradio.com 

افغانستان نن د اسيا د ۱۹ کلنو کم عمره فوټبال سياليو کې له تاجکستان سره لوبه کوي. د افغانستان فوټبال فدراسيون په يوې خبر پانه کې ليکلي، چې دغه سيالۍ د افغانستان په وخت ۸:۳۰ بجې پيلېږي. افغان لوبغاړو تېره ورځ له قرغزستان سره په لوبه کې ۰ - ۱ ماتې وخوړه. د معلوماتو له مخې افغانستان له تاجکستان وروسته ايران او بيا ازبکستان سره لوبې لري. دغه سيالۍ د تاجکستان په کوربتوب ترسره کېږي.

هرات کې د پاورلېفټېنګ سيالۍ ترسره شوې

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د پاورلېفټېنګ سيالۍ ترسره شوې. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش رياست په يوې خبر پاڼه کې ويلي، چې د دغه سياليو ١٧پړاو د ميرويس صادق په جمنازيوم کې ترسره شوې. د دې رياست د معلوماتو له مخې، په دغو سياليو کې د ١٠ ورزشي کلپونو نه ٥٠ تنو ورزشکارانو ګډون درلود چې د يوې ورځې لپاره وې. د دې سياليو په پاى کې ٩ تنه په ملي سياليو کې د لوبېدو په موخه وټاکل شول. د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.

ترکیې ته د افغانستان د المپیک کمېټې د پلاوي سفر

Pa.azadiradio.com 

د المپیک ملي کمېټې او ورزش د مشرتابه پلاوی د اسلامي هېوادونو لوبو کې د ګډون په موخه نن ترکیې ته سفر وکړ. دغې ادارې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د پلاوي په تشکیل کې د ملي المپیک کمېټې د رییس په شمول د یادې ادارې څو نور چارواکي شامل دي. په خبر کې راغلي، چې له افغانستان څخه په دغو لوبو کې د لامبو وهلو، ځغاستې، معلولينو، تکواندو، کراټې او پهلواني ٢٢ورزشکاران په کې ګډون وکړي. د ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د ترکیې په کوربتوب د دې هېواد په قونيه ښار کې د اسلامي هېوادونو پنځم پړاو... Читать дальше...



د عاشورا مراسم؛ خلک: طالبان د امنیت ټینګښت توان نه لري

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې له پرونۍ چاودنې وروسته، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د عاشورا د مراسمو پر مهال امنیت نشتون ته اندېښمن دي. علي جان د کابل په لوېدیځ کې اوسېږي، هغه سیمه چېرته چې ډېری شیعه ګان اوسېږي. هر کال د کابل په دې سیمه کې د عاشورا مراسم په ځانګړي پروګرامونو ترسره کېږي. خو علي جان وايي، سږ کال د بل هر وخت په پرتله د هغو خلکو امنیت ته ډېر اندېښمن دی چې غواړي په دې مراسمو کې ګډون وکړي. عاشورا ته دوه ورځې پاتې او علي جان له اندېښنو سره سره، طالبان تورنوي چې د خلکو د امنیت د خوندیتوب توان نه‌لري. Читать дальше...

پر الظواهري د برید نوی اړخ؛ طالبان: د امریکا برید هر څه له منځه وړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي، په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په وروستي برید کې داسې باروت کارول شوي چې هرڅه یې له منځه وړي دي. نن شنبه د اګسټ ۶ نېڼه د القاعدې ډلې پر مشر ایمن الظواهري برید اوومه ورځ ده، خو د طالبانو د حکومت چارواکو د نوموړي د مرګ خبر چې د امریکا ولسمشر جو بایډن یې اعلان کړی نه رد او نه تایید کړی دی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد چې په دې اړه ورستي معلومات د اګست په پینځمه نېټه له ازادي راډیو سره شریک کړل ویلي، تر اوسه د ایمن الظواهري په استوګنځای کې د څېړنو په ترڅ کې کوم جسد نه دی موندلی. Читать дальше...

وسله والو د ننګرهار په مومندره کې یو قومي مشر وژلی

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله والو د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې یو قومي مشر لومړی له کوره ویستی او وروسته یې په ډزو وژلی دی. د سیمې اوسېدونکي ملک عباد نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، چې پېښه تېره شپه شااوخوا ۸نیمې بجې شوې خو جسد یې نن سهار وختي د دوی لاسته ورغلی دی. د ملک عباد په خبره، وژل شوی قومي مشر ملک جمیل نومېږي چې د قران حافظ او د مومندرې ولسوالۍ د هزارناو سیمې اوسېدونکی دی. د ملک عباد د معلوماتو له مخې، دوی چې غوښتل یې جسد یې د تورخم- جلال اباد لویې لارې ته د احتجاج په توګه انتقال کړي، د سیمې د امنیتي... Читать дальше...

رسنۍ: تراوسه شاوخوا ۱۷۵۰۰ افغانان جرمني ته کډه شوي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د کډوالو فدرال اداره وايي، شاوخوا ۱۷۵۰۰ افغانان په افغانستان کې د پخواني نظام تر سقوط وروسته جرمني ته کډه شوي دي. جرمنۍ ویلټ ورځپاڼې د دې ادارې د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې وايي، جرمني د ۲۳۶۱۴ تنه افغانانو او د هغو د کورنیو د غړو د منلو ژمنه کړې وه. د ورځپاڼې د راپور له مخې تراوسه ۱۷۵۵۶ افغانان او د هغوی د کورنۍ غړي دې هېواد ته ننوتي دي. د چارواکو په وینا ۵۱۴۱ تنه افغانانو چې په افغانستان کې یې د جرمني له پوځ سره په ملکي برخو کې یا د ژباړونکو په توګه کار کاوه ویزې ترلاسه کړي چې له دې ډلې ۳۷۵۶ کسان په جرمني کې استوګن دي.

چارواکي: زابل کې د شري ناروغۍ له امله ۴ تنه مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ د کوچیانو په یوه ګرځنده کلي کې د شري ناروغي خپره شوې او تراوسه پورې لږترلږه ۴ تنه ورڅخه مړه شوي دي. د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ريیس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، چې ساحې ته یې روغتیايي ټیمونه استولي دي. په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په یو شمېر جنوبي او جنوب لوېدیځو ولایتونو کې د شري ناروغي ډېره خپره شوې وه خو وروسته یې تر ډېره مخه ونیول شوه.

ایراني چارواکي: د اوبو یو څاڅکی ترکیې او افغانستان ته نه بخښوو

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، ایران به د خپلو اوبو د حق حتی یو څاڅکی ګاونډیو هېوادونو؛ ترکیې او افغانستان ته ونه بخښي. حسین امیرعبدالهیان دا خبره د خپل هېواد پارلمان ته وکړه. ده وویل، ایران او ترکیې د ارس سیند په اوبو کې د دوو خواوو د ونډې پر سر د اختلاف د حل کولو لپاره ګډه کمېټه جوړه کړې ده. ایراني چارواکو په وروستیو کې د طالبانو له حکومت سره هم د هلمند سیند او د کمال خان بند د اوبو د پرېښودو په اړه خبرې کړي دي.

د روسيې پوځ د اوکراین ختیځ کې عملیات پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې مسکو او کییف په اوکراین کې د زاپوریژیا پر اټومي بټۍ د حملو پړه پر یوبل اچوي، د روسيې پوځ د اوکراین د ختیځې دونېڅک سیمې په اړوندو ښارونو کې عملیات پیل کړي دي. د اوکراین د وسله والو ځواکونو ستردرستیز نن سهار خبر ورکړ چې پر ختیځو یاکوفلیفکا، ویرشین، کودیم او زایڅیفي ښارونو د روسيې د پوځ حملې یې په بریالیتوب سره په شا تمبولي دي. دا ادعا خپلواکو سرچینو نه ده تایید کړې. د اوکراین په جنوب کې د پوځ د سیمه ایزې قرارګاه مشر ویتالي کیم نن پر خپله ټلګرام پاڼه اعلان وکړ، چې په میکولایف... Читать дальше...

د اماراتو له زندانه ۱۲ افغانان خوشې او افغانستان ته ستانه شول

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي، چې د متحده عربي اماراتو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته ۱۲ افغانان نن بېرته افغانستان ته ستانه شول. د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي په دې وروستیو کې متحده عربي اماراتو ته سفر کړی او د دغه هېواد له چارواکو یې غوښتي، چې افغان بندیان خوشې کړي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې لسګونه افغان اتباع د متحده عربي اماراتو په زندانونو کې بندیان دي. دا نه دي ویل شوي، چې دغه افغانان د کوم جرم په تور بندیان شوي وو. متحده... Читать дальше...

سعودي کې د یو ایراني وګړي خلاصون لپاره ایران له عراقه مرسته غوښتې

Pa.azadiradio.com 

ایران له عراقه غوښتي، چې د سعودي عربستان له زندانه د یوه ایراني تبعه په خلاصون کې مرسته وکړي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه ایراني تبعه د روان کال په جولای میاشت کې د حج د مراسمو پر مهال نیول شوی و. نور جزییات نه دي ورکړل شوي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالحیان د جمعې په ورځ له خپل عراقي سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې له عراق څخه وغوښتل چې په دې اړه جدي اقدام وکړي. عراق د دوو سیمه ییزو سیالانو ایران او سعودي عربستان ترمنځ د خبرو اترو د څو پړاوونو کوربه دی. تهران او ریاض په ۲۰۱۶ کال کې خپلې اړیکې پرې کړي.

په کندهار او هلمند کې صرافانو او پولي شرکتونو لپاره نوې طرحه جوړه شوې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک په کندهار او هلمند ولايتونو کې صرافانو او پولي شرکتونو ته د جواز اخيستلو په برخه کې د يوې نوې طرحې د جوړېدو خبره کوي. دغه بانک په خپل ټويټر ليکلي، چې د بانک لومړي مرستيال نور احمد اغا د يادو ولايتونو له صرافانو او پولي شرکتونو له استازو سره په کتنه کې د يادې طرحې پر تطبيق ټينګار کړی. د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، د يادې طرحې په تطبيق سره به صرافان او د پولي شرکتونو مالکان وکولای شي خپل جوازونه او نور هغه اړوند اسناد چې په پولي راکړه ورکړه... Читать дальше...

افغانستان ته د بې کيفيته نفتي توکو د واردولو مخه نیول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د بې کيفيته او غير معياري تېلو او ګازو د وارداتو مخه نیسي. د دغې خونې چارواکو تېره ورځ ناوخته په کابل کې د تېلو او ګازو واردونکو ټولنې له استازو سره په ناسته کې ټينګار کړی، چې د نورم او سټنډرډ ادارې په همکارۍ سره به له دې وروسته د بې کيفيته تېلو او ګازو د واردولو مخه نيسي. دغې خونې د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي، دواړو خواو هوکړه وکړه چې د خلکو اړتياو ته په کتو سره به باکيفيته نفتي مواد افغانستان ته واردېږي او په دې برخه کې به د غير قانوني کړونو مخه نیول کېږي. Читать дальше...


Музыкальные новости
The Beatles

Звезда «Гладиатора 2» Пол Мескал может сыграть одного из участников The Beatles





Rss.plus
Фильм

Тариф – БОЛЬШОЕ КИНО для съемки Фильма.




29 мая в истории Асбеста

Застрявшего в оконной решётке упитанного кота спасли в Москве

Выставка сирени, древовидных и ранних пионов 2024

Команда из Домодедова вышла в финал Школьной лиги Международного инженерного чемпионата




امریکا: په افغانستان کې به د ترهګرۍ پر وړاندې روښانه او مناسب دریځ ولرو

Pa.azadiradio.com 

سپینه ماڼۍ وایي، امریکا به د هر ډول ترهګرۍ د ګواښ پر وړاندې هوښیار او مناسب دریځ ولري. په افغانستان کې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهر تر وژل کېدو وروسته د دې هېواد په اړه د امریکا دریځ لا ځیر او پام یې ورزیات شوی دی. د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر، چې د جمعې په ورځ ناوخته یې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې ټینګار وکړ، چې امریکا به په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې روښانه او مناسب دریځ ولري. نوموړې وویل: "موږ دا تېره اونۍ ولیدل چې اوس هم کولی شو ډاډ ترلاسه کړو چې په افغانستان کې د ترهګرو لپاره... Читать дальше...

طالبان: د امریکا له لوري نښه شوې سیمه کې هېڅ جسد نه دی موندل شوی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په وروستي برید کې داسې مواد کارول شوي چې هرڅه یې له منځه وړي دي. د امریکا ولسمشر جوبایډن د اګست په لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې د جولای د ۳۱ مې په سهار د امریکا په برید کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې په خپل استوګنځي کې وژل شوی دی. د امریکايي چارواکو په وینا په دې حمله کې له هیل فایر ډوله توغندي څخه کار اخیستل شوی دی. خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د آزادۍ راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې په یوه پیغام کې لیکلي دي،... Читать дальше...

تاجکستان او ازبکستان د افغانستان سرحد ته نژدې ګډ پوځي تمرینات پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان د دفاع وزارت د افغانستان سرحد ته نژدې د تاجکستان له پوځي ځواکونو سره د ګډو پوځي تطبیقاتو خبر ورکړی. انټرفکس خبري آژانس پرون د ازبکستان په جنوب لویدیځ کې د ځانګړو پوځي ځواکونو د قوماندان زیناب الدین ایمانوف له قوله خبر ورکړ چې وايي، پوځي تطبیقات ترمز ښار ته نژدې پیل شوي دي. د راپور له مخې د دې پوځي تمرینونو د پرانیستو په مراسمو کې د تاجکستان د وسله والو ځواکونو د ستردرستیز مرستیال شرف خدای بیردي هم حاضر و. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ازبکستان د افغانستان سرحد ته نژدې... Читать дальше...

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ایرلنډ پر لور خوځېدلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله پرون جمعه د ایرلنډ پر لور وخوځېده څو د دې هېواد په کوربه توب د لوبو په لړۍ کې ګډون وکړي. ټاکل شوې، چې دواړه لوبډلې به په دې لړۍ کې پنځه شل اووریزې لوبې وکړي. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په دې اړه بېګا آزادۍ راډیو ته وویل: "د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له کابله د ایرلنډ پر لور سفر وکړ. د دې سفر موخه د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو نړیوالو لوبو ترسره کول دي. افغان لوبډله د دې سیالیو لپاره پوره چمتووالی لري او انشاالله چې پایله به یې ښه وي." ... Читать дальше...

امریکا او روسیې د بندیانو تبادلې ته لېوالتیا ښودلې

Pa.azadiradio.com 

متحدوایالاتو او روسیې ظاهراً په خپلو کې د بندیانو تبادلې ته لېوالتیا ښودلې. له دې مخکې روسیې د امریکا د باسکټبال ستورې بریتني ګرینر د مخدر موادو د قاچاق په تور په نهه کاله بند محکومه کړه. د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي دي، چې دا حکم د منلو وړ نه دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف پرون د اګست په پنځمه وویل، روسیه چمتو ده چې له امریکا سره د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې وکړي. د دې څرګندونو په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین ویلي دي، چې متحدایالتونه به د بندیانو د تبادلې... Читать дальше...

په ایران کې سېلابونه تاریخي آثار ګواښي

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د سېلابونو له پراخېدو وروسته د یزد ښار تاریخي میراثونو ته د احتمالي زیان په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د تاریخي آثارو یوه کارپوه کاوه منصوري پرون ایسنا خبري آژانس ته وویل، چې روانو سېلابونو د امیر چخماق په نوم د یزد د تاریخي آثارو ټولګې ته سخت ګواښ پېښ کړی. د ایراني چارواکو په وینا په یزد کې سېلابونو ۲۴۰ تاریخي کورونو ته زیان اړولی دی. له دې مخکې ایراني چارواکو ویلي وو، چې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو د راوتو له کبله ۹۰ کسان مړه شوي او اته نور تري تم دي.



Москва

На Мальдивы – без лишних трат


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

Маленький Душанбе под крылышком щедрой балерины: загородный особняк Анастасии Волочковой наводнили особенные таджики




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Сделано в СССР. Первое историческое ралли в Москве стартует 2 июня

ЦСКА разорвал дистанцию // Армейцы увеличили преимущество в финальной серии Единой лиги ВТБ

ТАСС: Паралимпийский комитет России провел урок и мастер-классы для участников СВО


Елена Рыбакина

Елене Рыбакиной поставили неожиданный «диагноз»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Частичный скелет ранее неизвестного динозавра-теропода найден в Сибири



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России