Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Август
2022

Новости за 11.08.2022

د ناروې کډوالو شورا: د طالبانو په واکمنۍ کې تر ټولو ډېر عام افغانان زيانمن شوي

Pa.azadiradio.com 

د ناروې د کډوالو شورا وایي، د طالبانو د واکمنۍ په یوه کال کې عامو افغانانو د سولې لپاره لویه بیه پرې کړې ده. دغې شورا نن د طالبانو د یو کلنۍ په مناسبت راپور کې ویلي، افغانستان کې د لوږې کچه ټکان ورکونکې ده او په خبره یې د طالبانو د حکومت او نړیوالو د نه همکارۍ له کبله میلیونونه افغانان ناهیلي شوي دي. په راپور کې د دغې شورا د افغانستان د مشر نیل ټرنر په حواله راغلي، د طالبانو د حکومت دا دي کال پوره شوه، خو لا هم د افغانستان بهرنۍ شتمني کنګل ده، مرکزي بانک بشپړ فعاله نه دی او د پراختیا ښکاره څرک نه ښکاري. Читать дальше...

مشهور دیني عالم شیخ رحیم الله حقاني په یوه چاودنه کې ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي پر خپل ټویټر د نوموړي مړینه تأیید کړې ده او لیکلي يې دي چې ښاغلی حقاني د ده په ټکو د دښمن په ناځوانمردانه حمله کې وژل شوی دی. ویل کېږي چې په نوموړي په خپله دیني مدرسه کې حمله شوې ده. تر دې دمه لا د پېښې دقیقه سیمه نه ده ښودل شوې. که څه هم طالبانو حکومت د دغه حملې د څرنګوالي او په کې د نورې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو ویل شوي چې په نوموړي انتحاري حمله شوې چې له امله يې شپږ نور کسان هم وژل شوي دي. پېښه نن له غرمې وروسته رامنځته شوې ده. شیخ... Читать дальше...

د افغانستان او ايرلنډ کرېکټ دويمه شل اوريزه لوبه نن ترسره کېږي؛ څوک به يې وګټي؟

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د افغانستان او ایرلنډ د کرېکټ لوبډلو ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه نن ترسره شي. دا لوبه د افغانستان پر وخت ماښام نږدې اوه بجې پیلیږي. د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان لوبغاړي دغې لوبې ته پوره چمتوالی لري او تمه ده چې ښه پایله ترلاسه شي. ایرلنډ له دې وړاندې افغان لوبډلې ته په لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړې ده. د کرېکټ یو شمېر افغان څارونکي هیله لري چې ملي لوبغاړو به د تېرې لوبې له ماتې زده کړه کړې وي او نن به له مسولیت ډکه سیالي ترسره کړي. د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې ملي لوبډلې د خپلې دویم لوبې لپاره پوره چمتوالی نیولې. Читать дальше...



د ښوونې نړيوال سازمان: د نجونو د ښوونځيو بندېدو دوام د افغانستان راتلونکی ګواښي

Pa.azadiradio.com 

د ښوونې نړېوال سازمان ایجکو ((Educo) وايي، په افغانستان کې د نجونو په وړاندې د ښوونځیو بند پاتې کېدل د دوی او د افغانستان راتلونکی خرابوي. دغه سازمان په خپل هغه راپور کې چې د طالبانو د واکمنۍ د لومړۍ کالیزې په مناسبت خپور کړی ویلي، د افغان نجونو په وړاندې د ښوونځیو تړل کېدل نه یوازې دا چې یوه سخته ماتې ده بلکې دغې چارې جبري ودونو او له دوی څخه ناوړې استفادې ته لاره هواره کړې. ددغه راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د نجونو تر څنګ د هلکانو حالت هم ښه نه دی او د وروستيو شمېرو له مخې شاخوا ۴ میلیونو نجونو او هلکانو له زده کړو لاس اخیستی. Читать дальше...

د نړۍ اقتصاد پوهان: امريکا دې د افغانستان بانک شتمني ازاده کړي

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ څه باندې اویا پېژندل شویو اقتصاد پوهانو او په اقتصاد کې د نوبل جایزې یوه ګټونکې د امریکا له ولسمشر غوښتي چې د افغانستان بانک څه باندې نهه میلیارد ډالره شتمني ازاده کړي. دغو اقتصاد پوهانو جمهور رئیس بایډن ته په یوه لیک کې لیکلي چې دغو مالي شتمنیو ته د نه لاسرسي له امله د افغانستان بانک د مالي چارو پر مخ بیولو کې له جدي ستونزو سره مخ دی. دا لیک د نړۍ د څه باندې اویا اقتصاد پوهانو چې ډېری یې په امریکا، جرمني، برېتانیا او هند کې مېشت دي او د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکی جوزف ستیګلیتز... Читать дальше...

ملا برادر: افغانستان نږدې راتلونکي کې له اقتصادي پلوه پر ځان بسيا کېدلی شي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا لومړی مرستیال وایي، افغانستان نږدې راتلونکې کې له اقتصادي پلوه په ځان بسیا کېدلی شي. ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې نن په کابل کې د اوبو او انرژۍ په سکټور کې د پانګونې د جذب په نوم کنفرانس ته وکړې. برادر ویلي، هره ورځ د کانونو د کېندنې او بندونو جوړولو په برخه کې کارونه زیاتیږي. طالبان دغه ډاډ داسې مهال ورکوي چې په افغانستان کې اوسنی اقتصادي ناورین بې ساری بلل شوی او ویل کېږي چې پنځه لکه کسان بې دندې شوي دي. پر طالبانو دا نیوکه هم کېږي چې د کانونو په کېندنه کې بېړه کوي او له پوره تخنیکي دقته کار نه اخلي.

د خبريالانو نړيواله اداره: تېر کال مو له افغانستانه ۱۹۶ خبريالان ايستلي

Pa.azadiradio.com 

د بې پولې خبریالانو نړیواله اداره وایي په تېر یو کال کې یې له افغانستانه ۱۹۶ افغان خبریالان ايستلي دي. دغې ادارې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د تېر کال راهیسې یې دغه شمېر خبریالان فرانسې، جرمني او هسپانیا ته انتقال کړي او په دې هېوادونو کې یې د مېشتېدو زمینه ورته برابره کړې. پر افغانستان د طالبانو له نږدې یو کال واکمنۍ پوره کېدو سره لا هم یو شمېر افغان خبریالان په دغه هېواد کې د امنیتي ګواښوونو او معلوماتو ته د نه لاسرسي له امله شکایتونه کوي. دوی چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې... Читать дальше...

د چين او تايوان کړکېچ؛ تايوان نن پوځي تطبيقات ترسره کړل

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د چین او تایوان ترمنځ کړکېچ په زیاتېدو دی، تایوان نن پوځي تطبیقات ترسره کړل. د تایوان پوځ وايي چې دا تطبیقات د کلنیو پوځي تمرینونو یوه برخه ده او پخوا پلان شوي وو. تایوان ته د امریکا د استازو جرګې د مشرې نانسي پلوسي له سفر وروسته چین هم په سیمه کې پوځي تمرينات کړي وو. تایوان ننني پوځي تطبیقات په داسې حال کې ترسره کړل چې ګاونډي چین یوه ورځ مخکې د تایوان په تنګي کې پراخ پوځي تطبیقات پای ته ورسول. د تایوان په تطبیقاتو کې چې نن سهار د دې ټاپو په جنوبي څنډه کې وشول او یو ساعت وخت یې ونیو سلګونه سرتېرو او توپونو برخه درلوده.



چارواکي: د اوکراين په ختيځ کې سخته جګړه روانه ده

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې روسیې د اوکراین په دونباس کې د ټولو صنعتي سیمو د نیولو لپاره پوځي هڅې ګړندۍ کړي، چارواکو نن سهار وویل چې د اوکراین په ختیځ کې د پیسکي ښار په شاوخوا سخته جګړه روانه ده. په دونیڅک کې د مسکو ملاتړې ادارې یوه چارواکي وویل چې پیسکي چې د دونیڅک د مرکز په شمال لویدیځ لس کیلومترۍ کې د جګړې لومړۍ کرښه کې پروت دی، د روسیې او بیلتونپالو ځواکونو پرې ولکه ټینګه کړې. خو اوکرایني چارواکو دغه ادعا رد کړې او ویلي يې دي چې دې ښار کې سخته جګړه روانه ده. د رویټرز د راپور له مخې مسکو پر دونباس... Читать дальше...

اشرف غني: زما له وتلو مخکې د جمهوري نظام ستنې د ړنګېدو په حال کې وې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني وایي، مخکې له دې چې له کابله ووځي او طالبان کابل ته ننوځي، د جمهوري نظام ستنې د ده په وینا د یو شمېر لورو له خوا چې پردې نظام یې معامله کړې وه، د نړېدو په حال کې وې. ښاغلي غني دغه څرګندونې له اې بي ان افغان خپروندې شبکې سره په یوه نوې مرکه کې کړي دي. ښاغلي غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ګډون د یو شمېر وتلو افغان څېرو نومونه اخیستي او هغوی یې تورن کړي چې د جمهوري نظام د کمزوري کولو لپاره یې کار کاوه. اشرف غني په... Читать дальше...

جو بايډن د اوړي رخصتۍ تېرولو لپاره کارولينا ته تللی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون جنوبي کارولینا ته ورسېد چې د اوړي رخصتۍ له خپلې کورنۍ سره تېره کړي. اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي، سپینې ماڼۍ د بایډن د اوړي د رخصتیو د مهالوېش په اړه نور جزیات نه دي ورکړي. تېر کال د بایډن د اوړي رخصتي د کورونا وبا او له افغانستانه د دوی د ټولو ځواکونو د راوتلو لپاره ګډه وډه شوې وه. جو بايډن چې له تېرو څو ورځو راهيسې کورونا هم و، تازه يې د کورونا ټسټ منفي راغلی دی.

امريکا د سپاه پاسدارن يو غړی د جان بولټن د وژلو پر توطيې تورن کړی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا عدلیې وزارت ویلي، د ایران د سپا پاسداران انقلاب یو غړی د متحده ایالتونو د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن د وژلو په توطې تورن شوی دی. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، شهرام پور صفي چې په مهدي رضایي مشهور و، د سپاه پاسداران په استازیتوب په امریکا کې خلک د وژنو لپاره استخدامول. دغه ایرانی وګړی تورن شوی چې غوښتل یې په واشنګټن یا مریلنډ کې د ښاغلي بولټن د وژنې په بدل کې خلکو ته درې لکه ډالره ورکړي. ویل شوي چې شهرام پور صفي په غالب ګمان دا کار د دې لپاره کاوه چې د ایران د سپاه پاسداران... Читать дальше...

۳۰۰ افغانان له پاکستان اسپانيا ته ولېږدول شول

Pa.azadiradio.com 

د هغو افغانانو الوتکه چې افغانستان کې یې له اسپانوي ځواکونو سره کار کړی و، پرون له اسلام اباده د مادرېد خواته روانه شوه. فرانس پریس اژانس ویلي، دغې الوتکه کې درې سوه کسان سپاره و چې د اسپانیا د ماموریت کارکوونکي او د کورنۍ غړي یې په‌کې شامل دي. دا خبر د اسپانیا بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ورکړی دی. دغو افغانانو په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د اسپانیا له ځواکونو او یا سفارت سره کار کړی چې اوس یې د فرانس پریس په وینا ژوند له خطر سره مخامخ و. د يادونې ده چې په بېلابېلو هېوادونو... Читать дальше...

د افغانستان او ايرلنډ کرېکټ لوبډلې نن دويمه شل اوريزه لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د افغانستان او ایرلنډ د کرېکټ ټیمونه نن خپله دویمه شل اوریزه لوبه ترسره کړي. د کرېکټ د انلاین معلوماتو د ویبپاڼې له مخې دا لوبه د کابل په وخت ۷ بجې د بلفاست په سټورمونت (Stormont) سټدیوم کې ترسره کېږي. د دغې لوبلړۍ لومړنۍ لوبه وړمه ورځ په لږ توپیر ایرلند وګټله. په دغې سیالۍ کې ټولټال ۵ شل اوریزې لوبې پلان شوي دي چې پر خپل وخت به ترسره شي. د افغان کرېکټ بورډ مسؤلينو وړاندې ويلي وو، افغان لوبډله ايرلنډ سره لوبو ته پوره چمتووالی لري.

د طالبانو اقتصادي کمېسيون د بې کيفيته تېلو د واردولو د مخنيوي غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت اقتصادي کمېسیون افغانستان ته د بې کیفیته تېلو د وارداتو د مخنیوي غوښتنه کړې ده. دغه کمېسیون په خپله پرونۍ غونډه کې چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ جوړه شوې وه، نه دي ویلي چې د بې کیفیته تېلو شتون څومره لویه ستونزه ده. تر دې وړاندې عامو افغانانو د تېلو د ټیټ کیفیت او بې سارې لوړې بیې په اړه ازادي راډیو ته شکایتونه کړي دي. د طالبانو د حکومت د اقتصادي کمېسیون په دې غونډه کې له افغانستانه بهر ته د زړو اوسپنو د لېږد پر بندیز او ټاپي پروژې هم بحثونه شوي دي.

يونان کې له ډوبې شوې بېړۍ د يو شمېر افغانانو په ګډون ۲۹ تنه ژغورل شوي

Pa.azadiradio.com 

په یونان کې د کډوالو د یوې بېړۍ له ډوبېدو وروسته د يو شمېر افغانانو په ګډون ۲۹ تنه ژغورل شوي، خو لسګونه کسان لا هم تري تم دي. د یونان چارواکو د کارتاپوس ټاپو په ختیځ سمندرګي کې پرون د ژغورنې پراخ عملیات پيل کړل. اسوشتید پریس ویلي، د کډواله ډوبه شوې بېړۍ کې اتیا تنه سپاره و او د ایټالیا پر لور روانه وه. د یونان د سمندر غاړې ساتونکو ویلي، پرون یې وکولای شوای چې ۲۹ تنه وژغوري چې ټول یې نارینه و. دوه تنه ژغورل شوي د هلي کاپټرې په مټ له سمندره ایستل شوي او ۲۷ نور د هغو ټانکرونو په وسیله را ایستل شوي چې له همدې سمندري لارې تېرېدل. Читать дальше...

نېشنل انټرسټ: څنګه افغانان له افغانستان سره مرسته کولای شي؟

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ: دوه اونۍ ګډوډي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش – دا د افغانستان په اړه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د تازه لیکنې سرلیک دی. ورځپاڼې تېر کال اوړي کې د طالبانو بیا واک ته رسېدو ته پام کړی او وايي دې پېښې ټوله نړۍ حیرانه کړه. لیکنه وړاندې وايي، ډلې ډلې افغانانو د کابل پر هوايي ډګر ګڼه ګوڼه ورجوړه کړه، او د اګست د میاشتې په وروستیو کې دغلته ځانمرګو چاودنو نږدې ۲۰۰ کسان ووژل. د ورځپاڼې په وینا له دې چاودنې څو ورځې وروسته ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او... Читать дальше...

محمد اشرف غني: د اساسي قانون له مخې اوس هم ولسمشر يم

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني، له کابله تر وتلو نږدې کال وروسته په لومړنۍ انځوریزه مرکه کې وویل، د اساسي قانون له مخې لا هم ولسمشر دی. ښاغلي غني له افغان خپرندوی شبکې سره په یوه ځانګړې مرکه کې د جمهوریت د سقوط پړه پر امریکایي چارواکو او د خپل حکومت پر یو شمېر شریکانو او سیاستوالو واچوله. د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د تېر کال په اګست کې له کابله د ده له وتلو مخکې د جمهوریت د سقوط پر سر معاملې شوې وې. ښاغلی غني وایي، دی هغه مهال وتلو ته اړ شو چې پوه شو دفاع وزارت،... Читать дальше...

تاجکستان د امريکا د پوځ په ملاتړ پوځي تمرينات پيل کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ په ملاتړ په تاجکستان کې یولس ورځني پوځي تمرینونه پيل شوي دي. د " سیمه ییزې همکارۍ ۲۲" په نوم دا مانورې پرون د اګست په لسمه په دوشنبې کې پیل او د همدې میاشتې تر شلمې نېټې دوام کوي. د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د امریکا سفارت پیل شوې پوځي مانورې " لویې" بللي او ویلي یې دي چې پر امریکا سربېره د مرکزي او جنوبي اسیا د شپږو هېوادونو پوځیان په‌کې برخه لري. سفارت په یوه اعلامیه کې تاجکستان، قزاقستان، قرغیزستان، منګولیا، ازبکستان او پاکستان هغه هېوادونه یاد کړي چې دغو مانورو کې ګډون لري. Читать дальше...



Москва

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин назвал победителей конкурса «Педагоги года Москвы»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Ирина Серегина

Сотрудники Росгвардии проверили готовность детских оздоровительных лагерей к работе в г.о. Клин




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

На ВДНХ пройдет Удмуртский национальный праздник Гербер

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете


Ролан Гаррос

Белорусские теннисистки проведут стартовые встречи открытого чемпионата Франции



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Мода

Стильные образы на лето, в которых вы покорите окружающих



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России