Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Август
2022

Новости за 05.08.2022

منصور احمد خان: پاکستانی خبريال انس مالک خوندي ځای کې دی

Pa.azadiradio.com 

له هغې وروسته چې په کابل کې د یو پاکستاني خبریال د ورکېدو خبرونه لاس په لاس شول په کابل کې د پاکستان سفیر منصور خان په خپل ټویټر ولیکل چې له نوموړي سره په اړیکه کې دی او هغه خوندي ځای کې دی.   ښاغلي منصور خان لیکلي چې له انس مالک سره یې په ټیلفون خبرې کړي او هغه اوس مهال خوندي دی.   یو شمېر پاکستاني خبریالانو په ټویټر لیکلي و چې (اویان ورځپانۍ) خبریال انس مالک د پنجشنبې ورځې راهیسې لا درکه شوی او هیڅوک یې په اړه معلومات نه لري.  دغه خبریال له هغې وروسته چې امریکا په کابل کې د القاعده شبکې مشر... Читать дальше...

يو شمېر مېرمنې: د امنيتي ستونزو له امله ټولنيزو رسنيو کې خپل اعتراضونه پيلوو

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر معترضې مېرمنې وايي، سره له دې چې هڅه کوي په عام محضر کې د واټونو په سر خپل اعتراضونه بیا پیل کړي خو اوس یوازې په خوندي، پوښلو ځایونو او ټولنیزو رسنیو کې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي. دغه مېرمنې امنیتي ستونزې ددغه ډول اعتراضونو اصلي لامل یادوي. په کابل کې د طالبانو د حاکمیت کال لس ورځې وروسته پوره کېږي، هغه نېټه چې له هغې وروسته په افغان مېرمنو او نجونو فردي او ټولنیز محدویتونه ولګول شول. خو د طالبانو حکومت ویلي چې د افغان مېرمنو حقوق د اسلامي اصولو په رڼا کې ورکوي چې تر اوسه یې په اړه روښانه تعریف نه دی ورکړی. Читать дальше...

د امريکا د وروستي بريد په غبرګون کې يو شمېر ولايتونو کې لاريونونه وشول

Pa.azadiradio.com 

د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته نن د کابل په شمول په ننګرهار، خوست، پکتیا، مزار شریف، زابل او څو نورو ولایتونو کې زرګونو کسانو په کابل کې د امریکا د وروستي برید پر ضد لاریونونو کې ګډون وکړ. راپورونه وايي په ځینو سیمو کې طالب مشرانو او د جوماتونو ملا امامانو له خلکو غوښتي وو چې د جمعې له لمانځه وروسته دې په دې مظاهرو کې برخه واخلي. مظاهره چیانو پر افغانستان د امریکا د بې پیلوټه الوتکې وروستی برید وغانده او د امریکا پر ضد یې شعارونه ورکول. په ځینو مظاهرو کې د پاکستان د... Читать дальше...



د الظواهري په شتون د طالبانو بې خبرۍ ته د امريکا غبرګون: طالبان نه دي بدل شوي

Pa.azadiradio.com 

وروسته له دې چې طالبانو په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري له شتونه بې خبري وښود د امریکا د کانګرس یو غړی وايي، د طالبانو حکومت د امریکا استخباراتو ته سپکاوی کړی دی. د امریکا د کانګرس غړی لینډسي ګراهام پر خپل ټویټر لیکلي چې د طالبانو دا ځواب نه یوازې چې د امریکا د استخباراتو ته سپکاوی دی بلکې دا هم ښيي چې طالبان نه دي بدل شوي. وروسته له هغه چې امریکا په افغانستان کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د وژلو اعلان وکړ  د طالبانو حکومت څلور ورځې ځنډ سره ددې اعلان په غبرګون اعلامیه ورکړه. ... Читать дальше...

امريکا له افغانستان د القاعده ډلې د احتمالي بريدونو په اړه اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د اف. بی. ای مشر په افغانستان کې د القاعده مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته له دغه هېواده پر امریکا د دې ډلې د احتمالي بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې. د FBI مشر کریسټوفر وري چې د پنجشنبې په ورځ يې د کانګرس د قضایي کمېټې ناسته کې خبرې کولې، وویل له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره هغه اندېښنه لري چې د استخباراتي معلوماتو د راټولولو سرچینې به له لاسه ورکړي او په دې سره به لویه استخباراتي خلا رامنځته شي. نوموړي ويلي: "په ځانګړې توګه اوس چې موږ له افغانستانه وتلي يو نو زه د منابعو... Читать дальше...

ازادي راډيويي مجله؛ افغانستان کې د کتابونو د چاپ چارې ټکنۍ شوي

Pa.azadiradio.com 

په نړيوالو ميراثونو کې د ثبتېدو لپاره يونسکو ته د بابر بڼ وړانديز، افغانستان کې د کتاب د چاپ چارو ټکني کېدل او لاملونه يې، د ډاکټر محمد تنها د ساينسي مقالو پر نثر له نوموړي سره خبرې، شعر او يو شمېر نور ادبي او فرهنګي موضوعات د دې اوونۍ په خپرونه کې درته وړاندې کېږي. ازادي راډيويي مجله چې اوونيزه خپرونه ده، پر ادبي او فرهنګي موضوعاتو په‌کې مطالب راټوليږي. دا خپرونه چې د ازادي راډيو همکار احمد شيبر يې جوړوي د لاندې غږيز فايل په کليک کولو يې اورېدلی شئ:

د ايران - ترکيې په پوله افغان کډوالو سره ناوړه چلند غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

د ایران او ترکیې په پوله کې له یوه ډله افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او تاوتریخوالي ویډیوګانو ګڼ غبرګونونه پارولي. لږ تر لږه دوه ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې په‌کې ګڼ افغان پناه غوښتونکي په یوه واړه ځای کې لوېدلي او وهل ټکول کېږي. پناه غوښتونکي چې لاسونه او پښې یې په ځنځیرونو تړلي وايي چې که کورنۍ یې پيسې ور ونه لیږي دا خلک یې وژني. که څه هم ځینو رسنیو ویلي چې د ترکیې پولیسو دا افغان پناه غوښتونکي نیولي خو لا خپلواکو سرچینو دا خبره نه ده تأیید کړې. مخکې تر دې بیا د ترکیې د سرحدي پولیسو په... Читать дальше...

د بښنې نړيوال سازمان: اوکرايني ځواکونه د عملياتو پر مهال ملکيان په خطر کې اچوي

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان اوکرایني ځواکونه تورن کړي چې د استوګنې په ودانیو، ښوونځیو او روغتونونو کې په مېشتېدو سره ملکي وګړي په خطر کې اچوي. د بښنې نړیوال سازمان دغه تور د کییف له تُند غبرګون سره مخ شوی دی. د بښنې د نړیوال سازمان عمومي منشي، اګنیس کالامارد، وویل چې "د دې ډلې څېړونکو" د اوکراین د ځواکونو یو لړ کړنې مستند کړي چې په ګڼ مېشته سیمو کې د عملیاتو پر مهال ملکي وګړي له خطر سره مخ کوي. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي بېګا په خپله ویډیويي وینا کې وویل، حتی په فرضي ډول هم داسې کوم شرط نه‌شته چې د روسیې د برید دې پرې توجیه شي. Читать дальше...



کونړ کې د معتادینو د درملنې يوازينی مرکز د بودجې د نشتوالي له امله تړل شوی دی

Pa.azadiradio.com 

په کونړ ولایت کې د معتادینو د درملنې داخل بستر مرکز ناروغانو خدمتونه د بودجې د نشتوالې له امله درېدلي دي. د دې مرکز چارواکو ازادۍ راډيو ته وويل چې، له يوولسو مياشتو راهيسې د دې مرکز امکانات بند شوي او له څو میاشتو راهيسې په دې مرکز کې هيڅ معتاد نه دی بستري شوی. جان محمد لس کاله مخکې خپله شخصي ځمکه دولت ته وړیا ورکړه چې د معتادینو د درملنې مرکز په‌کې جوړ کړي او د دې لسو کالو په بهير کې په هرو (۴۵) ورځو کې د شلو معتادینو درملنه په‌کې کېدل او دا معتادین خپلو کورنیو ته روغ رمټ سپارل کېدل. خو نږدې... Читать дальше...

په هند کې د افغانستان اړوند نشه‌يي موادو د قاچاقو يوه شبکه له منځه وړل شوې

Pa.azadiradio.com 

په هند کې د افغانستان اړوند نشه‌يي موادو د قاچاقو يوه شبکه کشف او له منځه يوړل شوه. د نشه‌يي موادو د قاچاقو دا شبکه چې سرچينه يې په افغانستان کې بلل شوې، د نشه‌يي موادو د قاچاقو لړۍ یې له پاکستان څخه تېرېږي او بيا هند ته رسېږي، په هند کې د ځينو قاچاق کوونکو په نيولو سره له منځه ولاړه. د هند د نشه‌يي موادو د کنټرول ادارې راپور ښيي چې له سيمې، په تېره بيا ميانمار او افغانستان څخه دې هېواد ته د نشه‌يي موادو قاچاق ډېر شوی دی. د هندو (The Hindu) نومې يوې هندۍ ورځپاڼې د نشه‌يي موادو د قاچاقو يوې شبکې د ويجاړېدو په اړه راپور خپور کړی دی. Читать дальше...

د اوکراين پوځ: پر 'پيسکي کلي' مو د روسيې بريدونه په شا تمبولي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پوځ پرون (پنجشنبې) وویل چې روسي ځواکونو لږ تر لږه دوه ځلې پر پیسکي کلي حمله کړې خو بریدونه یې تمبول شوي دي. د اوکراین پوځ په دې سیمه کې، چې دونیڅک ښار ته نږدې ده، د خپلو مخالفو وسله والو پر ضد له اتو کلونو راهیسې کلکې مورچې جوړې کړي دي. د روسیې دفاع وزارت هم پرون تأیید کړه چې ځواکونو یې پر پیسکي سیمې یریدونه پیل کړي دي. د اوکراين په بېلابېلو سيمو کې د روسي او اوکرايني ځواکونو ترمنځ لا هم شديده جګړه روانه ده. د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي تېره ورځ ويلي و، اوکراين کې د جګړې لومړۍ کرښې دوزخ ته ورته دي. Читать дальше...

زابل: يوې ترافيکي پېښه کې ۵ کسان ژوبل شوي

Pa.azadiradio.com 

د عامې روغتيا رياست ځايي مسؤلين وايي، په زابل کې پرون مازدیګر په یوه ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۵ تنه ټپیان شول. په زابل ولایت کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي ازادي راډیو ته وویل چې د زابل د مرکز کلات د «کاکړانو چینې» په سیمه کې د دوو موټرو د ټکر په نتیجه کې ټپیان شوي کسان د کلات روغتون ته وروړل شوي دي. د لارو خرابوالی، له ترافیکي قوانینو سره نه بلدتیا او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په افغانستان کې د ترافیکي پېښو د ډېروالي عمده علتونه ګڼل کېږي. په دې وروستيو کې د... Читать дальше...

د افغانستان برېښنا شرکت: د ګاونډيو هېوادونو برېښنا پورونه مو ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان برېښنا شرکت، چې د طالبانو تر واک لاندې فعالیت کوي، وايي چې د وارداتي برېښنا له درکه یې د ګاونډیو هیوادونو پورونه ورکړي دي. د دغه شرکت د سوداګري چارو رئیس مولوي عبدالرحمان ویلي چې افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته ۱۳۸ میلیون ډالره پور ادا کړی دی. ده ونه ویل چې ټولټال برېښنا شرکت د ګاونډیو هېوادونو څومره پوروړی دی. خو د دغه شرکت مالي او اداري رئيس د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د تاجکستان نیمايي پور یې بېرته ورکړی دی. افغانستان له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران... Читать дальше...

ايران: سېلابونو له امله د ۵ افغانانو په ګډون ۲۳ بې درکه شويو کسانو مړي موندل شوي

Pa.azadiradio.com 

ایراني رسنۍ وايي، د دغه هېواد د پلازمېنې په شمال کې په سېل کې د ۲۳ تنو بې درکه شویو کسانو مړي یې موندلي چې د هغو په منځ کې ۵ تنه افغانان دي. د تهران د امام زاده داوود په سیمه کې تېره اوونۍ لسګونه تنه سېل یووړل. ایراني رسنیو د تهران ولایت د پولیس چارواکو په قول ویلي چې تر اوسه پورې یې د ۲۳ تنو مړي موندلي او د ډي این اې ازمېښت له مخې ورته څرګنده شوې چې د هغو په منځ کې ۵ تنه افغانان دي او خپلو کورنیو ته یې سپارلي دي. د ځینو راپورونو له مخې، د تهران په شمال کې د تېرې اوونۍ په سیلونو کې لږ تر لږه ۲۰۰ تنه مړه شوي یا بې درکه شوي دي.

هرات کې طالبانو هغه کس نيولی چې خپله مور يې پلورلې

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د طالبانو د حکومت امنیه قومانداني وايي، یو تن یې په دې تور نیولی چې خپله مور یې په څلور نیم لکه افغانۍ پلورلې وه. دې قوماندانۍ پرون (پنجشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نیول شوي کس د دوو نورو کسانو په همکارۍ نکاح شوې ښځه پلورلې وه. په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې نیول شویو کسانو پر خپلو تورونو اعتراف کړی دی. د طالبانو له واک ته رسېدو او د بې روزګارۍ او لوږې له زیاتېدو وروسته په ځلونو د ماشومانو په تېره بیا د کم عمره نجونو د پلورلو خبرونه خپاره شوي خو دا لومړی ځل دی چې د یو چا له لوري د خپلې مور د پلورلو ادعا کېږي.

انتوني بلېنکن د قطر د بهرنيو چارو له وزير سره پر افغانستان خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن، چې کمبودیا ته تللی، په دغه هېواد کې د قطر له باندینو چارو وزیر محمدبن عبدالرحمان آل ثاني سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې. د قطر د باندنیو چارو وزیر په یوه ټویټ کې لیکلي چې د کمبودیا د کنفرانس په څنډه کې یې له خپل امریکايي ساري سره د افغانستان د حالاتو او د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې کړي دي. د امریکا او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو دا خبرې وروسته له دې کړي چې د شنبې په ورځ (جولای ۳۰) د امریکا بې پېلوټه الوتکو په کابل کې د القاعده شبکې پر مشر ایمن الظواهري برید وکړ اونوموړی یې وواژه.

د بشري حقونو د څار سازمان: بهرني هېوادونه دې طالبانو سره په بانکي مسلو کې فوري موافقې ته ورسېږي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان له بېلابېلو هېوادونو وغوښتل چې له افغان طالبانو سره په بانکي مسلو کې فوري موافقې ته ورسېږي. دې سازمان د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، په افغانستان کې د بشري بحران مخه په اغېزمن ډول نه شي نیول کېدای مګر دا چې د امریکا متحد ایالتونه او نور هېوادونه پر بانکي سکتور محدودیتونه نرم کړي چې مشروع اقتصادي فعالیت او بشري مرستو ته لار هواره شي. د بشري حقونو د څار سازمان په خپله اعلامیه کې د سوال او ځواب په بڼه په افغانستان کې اقتصادي بحران او پر هغه د لاسبري کېدو د ګامونو یادونه کړې ده. Читать дальше...

د الظواهري وژنې ته د طالبان پر غبرګون د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه د طالبانو چوپتیا ماتېدو ته د انډیپنډنټ په ګډون ګڼو ورځپاڼو او خپرونو پام اړولی. د طالبانو حکومت د پنجشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا وکړه چې افغانستان ته د الظواهري له راتګ او په کابل کې له اوسېدو هیڅ خبر نه لري. انډيپنډنټ ورځپاڼه: انډیپنډنټ ورځپاڼه په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر سهیل شاهین له قوله لیکي چې ویلي یې دي، طالبان په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید په اړه څېړنه کوي. ... Читать дальше...

د الظواهري په وژلو کې امريکا سره پاکستان مرسته کړې ده؟

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پلازمېنې کابل په زړه کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدو ګڼې پوښتنې پارولي دي. د دغو پوښتنو په منځ کې یوه هم دا ده چې ایا د نوموړي په وژلو کې له امریکا سره پاکستان مرسته کړې او که نه ده؟ پاکستان د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمې له تروریستي حملو وروسته اعلان وکړ چې د تروریزم پر ضد د امریکا متحد دی او په تېرو دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې مېشتو امریکايي او ناټو ځواکونو ته اجازه ورکړې وه چې د دغه هېواد له ځمکې او هوا څخه په استفادې خپلو ځواکونو ته اکمالات او یا حملې وکړي. د پاکستان... Читать дальше...



Москва

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: фонд музея "Царицыно" собрал 61 тыс. произведений искусства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Денис Мацуев

В Уфе продолжается музыкальный фестиваль "Денис Мацуев представляет: Диалог поколений"




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Вышел второй подкаст онлайн-лектория «Иннагрика» о возможностях аграрной генетики для молодых исследователей


Надежда Петрова

Теннисистка Петрова: Хачанов совершил недопустимую ошибку на "Ролан Гаррос"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Вышел второй подкаст онлайн-лектория «Иннагрика» о возможностях аграрной генетики для молодых исследователей



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России