Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Август
2022

Новости за 23.08.2022

کندهار کې د لبنياتو د توليد يوه ستره فابريکه د تړلو له ګواښ سره مخ ده

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د لبنياتو د توليد يوه فابريکه چې زرګونو کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې او توليدات يې د هېواد ټولو ولایتونو ته استول کېږي د تړلو له ګواښ سره مخ ده. ددې فابریکې مسؤلين وایي، د خامو موادو د پر وخت نه رسېدو او برېښنا د نشت له امله یې توليدات کم کړي او که حالت همداسې دوام وکړي، نو د فابريکې د تړلو امکان يې لېرې نه دی. په دې اړه د صادق رښتيني راپور د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

د شمسي نظام د تر ټولو 'لويې سيارې' نوي اخيستل شوي انځورونه خپاره شول

Pa.azadiradio.com 

ساینسپوهانو د شمسي منظومې د تر ټولو لویې سیارې، مشتري نوي اخیستل شوي انځورونه چې، جیمز وېب فضایي ټیلیسکوپ په جولای میاشت کې اخیستي، خپاره کړي دي. په دغو انځورونو کې د مشتري د شمالي او جنوبي قطبونو بېسارې وړانګې او تاویدونکې قطبي دوړې لیدل کېږي. د مشتري دغه لویه سره طوفاني برخه دومره لویه ده چې د ځمکې کره یې سلامته په نس کې ځاییږي. په تېره بيا یوه ډراماتیک تصویر ته یې د ساینسپوهانو پام اوښتی، په تصوير کې د سيارې شاوخوا کې کمزورې کړۍ ليدل کېږي او همدارنګه د کهکشانونو د روښانه شالید په حاشیه کې دوه کوچینۍ سپوږمۍ چورلي. Читать дальше...

د کډوالو عالي کمېشنري د خوست او پکتيکا زلزله‌ځپلو لپاره ۲۳۰۰ سرپناوې جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزله‌ځپلو لپاره څه باندې دوه زره سرپناوې جوړوي. د افغانستان لپاره د (UNHCR) استازي په پکتیکا کې تېره میاشت د زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدو پر مهال ویلي، چې دوی د دغو سرپناوو د جوړولو لپاره څوارلس میلیونه ډالره بېل کړي دي. په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزله‌ځپلو سیمو اوسیدونکي له مرستندویه ادارو او د طالبانو له حکومته غواړي، چې د هوا له سړېدو مخکې دې دوی ته سرپناه جوړه او د لا ډېرو انساني تلفاتو مخه دې ونیسي. د... Читать дальше...



د طالبانو پاسپورټ ریاست کې د اداري فساد له شتونه د افغانانو شکایت

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغانان د پاسپورټ په پروسه کې د فساد پر موجودیت د نیوکې ترڅنګ وايي، له میاشتو انتظار وروسته لا هم د پاسپورټ په اخیستلو نه دي توانېدلي. یو کس چې په پلازمېنه کابل کې ژوند کوي وايي، له یوې میاشتې انتظار وروسته لا هم نه دی توانېدلی چې د خپل ناروغ لپاره پاسپورټ واخلي. دا کس چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، ډېره هڅه يې وکړه چې د خپلې کورنۍ د یوه ناروغ غړي لپاره پاسپورټ واخلي، خو تر دې دمه نه دی توانېدلی. هغه زیاته کړه: "یوه نیمه میاشت کېږي چې زه ناروغ لرم، خو پاسپورټ نه شم اخیستی. Читать дальше...

اوکراین: روسیې د اټومي تاسیساتو پر درلودونکې سیمې زاپوریژیا بریدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

اوکراین وایي، روسیې د زاپوریژیا پر سیمې چې د اروپا تر ټولو لوی اټومي تاسیسات په کې دي، بریدونه کړي دي. په سیمه کې له وروستیو نښتو سره د یوې اټومي ویجاړونکې پېښې په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي. د امریکا متحدو ایالتونو خبرداری ورکړی چې مسکو په پام کې لري چې د اوکراین د خپلواکۍ د ورځې له نمانځلو سره هممهاله پر بنسټیزو او دولتي تاسیساتو حملې وکړي. د اوکراین د وسله والو ځواکونو د درستیزوالۍ دفتر نن سې شنبې وویل چې روسي ځواکونو د اوکراین پر ښارونو توغندویي او د توپونو بریدونو ته دوام ورکړ او په هغو... Читать дальше...

افغان سېلاب ځپلي: سېلابونو مو هر څه وړي او بېړنۍ مرستې غواړو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بېلابېلو سیمو یو شمېر سېلاب ځپلې کورنۍ وايي، سیلابونو يې هر څه وړي او حاکم نظام باید ورسره د ژوند د لومړنیو توکو مرستې وکړي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې سېلابونو پراخه ویجاړۍ رامنځته کړي، او مرګ ژوبله يې اړولې ده، یو شمېر سېلاب ځپلي وايي، تر دې دمه ورسره د حکومت او بهرنیو مرستندویه موسسو له لوري هېڅ ډول مرستې نه دي شوي. دوی وايي، سېلابونو يې هر څه وړي دي حکومت او مرستندویه موسسې دې ورسره لږ ترلږه د ژوند د لومړنیو توکو مرسته وکړي. د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ اوسېدونکي ذبیح الله ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...

ملګري ملتونه د طالب مشرانو د سفرونو معافیت د پرېکړې په اړه اختلاف لري

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۳ طالبانو مشرانو د سفرونو د معافیت د پرېکړې په اړه اختلاف لري. تمه وه چې د دوشنبې په ورځ امنیت شورا د دې ۱۳ طالب مشرانو د سفرونو د معافیت په اړه خپله وروستۍ پرېکړه وکړي، خو د هغوی ترمنځ وېشلو دریځونو دا پرېکړه ځنډولې. فرانسې خبري اژانس د یو شمېر ډیپلوماټانو له قوله لیکي، ځینې لویدیځ هېوادونه دې ته لېوال دي چې په دې نوملړ کې کموالی راشي. خو چین او روسیه بیا بل دریځ لري. چین چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره‌يي مشري کوي، له روسیې سره یوځای غواړي چې دا ټول ۱۳ طالب... Читать дальше...

امریکایي چارواکی: روسیه به ژر پر اوکراین نوي بریدونه پيل کړي

Pa.azadiradio.com 

یوه امریکایي چارواکي خبرداری ورکړی چې روسیه به ژر د اوکراین پر ملکي بنسټونو او حکومتي ودانیو نوي بریدونه پيل کړي. بل لورته کییف دا اونۍ د عمومي خپلواکۍ د ورځې د نمانځنې مخه هم د روسې له خوا د بریدونو د لوړ ګواښ له کبله ونیوله. د بریدونو دا وېره داسې مهال ښودل کېږي چې سبا د سپټمبر په ۲۴مه، پر اوکراین د روسیې یرغل شپږ میاشتنی کېږي.



د طالب چارواکو پر سفرونو بنديز په اړه لا هم امنيت شورا خپلمنځي اختلافات لري

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي پرون هم د طالب مشرانو پر سفر د بندیز په دریځ کې سره ویشلي و. دا خبره د فرانسې دولتي تلوېزیون "فرانس۲۴ " د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله کړې ده. د طالبانو پر ۱۳ مشرانو د سولې د خبرو په هدف د سفر بندیز معاف شوی و، خو دغه معافیت تېره جمعه پای ته ورسېد. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرونۍ غونډې نور جزییات لا رسنیز شوي نه دي. تر دې وړاندې ویل شوي چې پر طالب مشرانو د سفر د بندیز په مسئله کې روسیه او چین له اروپایي او امریکایي مشرانو سره یوه خوله نه دي. طالبانو هم ویلي... Читать дальше...

د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د هواپېژندنې اداره په شمال ختیځو ۱۹ ولایتونو کې د ورښتونو او د ناڅاپي سېلابونو خبرداری ورکوي. دغې ادارې په بدخشان، تخار نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، کابل، میدان وردک، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، ارزګان او زابل ولایتونو کې د احتمالي ورښتونو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی. د ورښتونو اندازه د لسو او څلویښتو ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده. د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې په هرات، فراه او نیمروز کې له خاورو او دوړو سره د تندو بادونو وړاند وینه شوې ده. Читать дальше...

په پکتیا کې د ښوونځیو لپاره نوي سلګونه ښوونکي ګومارل کېږي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د ښوونکو د ۶۰۷ نویو بستونو لپاره د ازموینو بهیر پیل شوی. د ازموینې د لويې ادارې تخنیکي مشر لطف الرحمان حقمل پرون دوشنبې ازادي راډیو ته وویل چې ۱۰۲ بستونه د ښځینه ښوونکو لپاره ځانګړې شوي چې د ده په وینا ورته په لسګونو ښځو نوم لیکنه کړې ده. د چارواکو په وینا په ټوله کې په دغو آزموینو کې نږدې اولس سوه کسانو نوم لیکنه کړې ده. په پکتیا کې د نویو ښوونکو د ګومارلو لپاره دغه اقدام داسي مهال کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له منځنیو او ثانوي زده کړو محرومي دي.

د افغانستان برښنا شرکت: کابل کې د صنعتي پارک برښنا زیاته شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان برښنا شرکت وایي، د کابل د صنعتي پارک د برښنا د کمښت د ستونزې د هوارولو په هدف یې د دې پارک برښنا ۱۲ ساعتو ته پورته کړې ده. برښنا شرکت په یوه ټوېټ کې ویلي چې دغه پرېکړه د دې شرکت د مشرتابه پلاوي د صنعي پارکونو له استازیو سره په کتنه کې کړې ده. د راپورونو له مخې د کابل صنعتي پارک په تېر جمهوري نظام کې په ۲۴ ساعتونو کې شل ساعته برښنا درلوده، خو له سیاسي بدلون وروسته هغه د ورځې لس ساعتونو ته را کمه شوې وه. د یادونې ده چې د افغانستان په اکثرو سیمو کې صنعتي پارکونه د برښنا له کمښت سره مخامخ دي.

په پاسپورټ ریاست کې د افغانستان بانک څانګه پرانیستل شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک اومه ښاري څانګه د پاسپورټ ریاست په انګړ کې پرانیستل شوه. د پاسپورټ ریاست چارواکي وایي چې دغه اقدام د هغو کسانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په هدف شوی چې د پاسپورټ اخیستو لپاره دې ریاست ته مراجعه کوي. د پاسپورټ د ادارې ریس مولوي عبدالحکیم حمدي وویل: "د دغې څانګې په پرانیستلو سره به له دې نه وروسته ټول هېوادوال په ډېر آرام په ډېر سکون کولای شي چي هماغلته ځای پر ځای تعرفه واخلي او بل طرف ته یې جمع کړي." چارواکي دغه راز وایي چې د مراجعینو د نوبت مراعاتولو په هدف به د نمرو اخیستو اتومات ماشینونه هم فعاله کړي. Читать дальше...

لانګ وار ژورنال: طالبان په پنجشېر او اندراب کې له ننګونو سره مخامخ دي

Pa.azadiradio.com 

مېل: د بریتانیا مېل ورځپاڼې په دې اړه لیکنه خپره کړې چې د امریکا متحدایالتونه په افغانستان کې له شل میلیونو افغانانو سره، چې له لوږې سره مخامخ دي، د مرستې لپاره د افغانستان بانک د میلیاردونو ډالره کنګل شویو پیسو د ازادولو په اړه خبرې کوي. ورځپاڼه د درېیو سرچینو په قول وايي، د امریکا د ولسمشر جو بایډن حکومت به په متحدو ایالتونو کې د افغانستان د میلیاردونو ډالرو د ازادېدو په اړه له دې سره سره خبرې وکړي چې د کابل په زړه کې د ایمن الظواهري وژل کېدو وښوده چې القاعده په افغانستان کې حضور لري او په... Читать дальше...



Москва

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин назвал победителей конкурса «Педагоги года Москвы»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Элджей

Глава Совета отцов прокомментировал скандал с концертом Элджея в Новосибирске




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Волонтеры Президентской академии в Санкт-Петербурге вносят свой вклад в развитие и повышение доступности спорта для граждан

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)


Елена Рыбакина

Рыбакина, Путинцева и Бублик стартуют на Ролан Гаррос. Кто в соперниках и чего ждать?



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

НА ДЕТСКОМ ФЕСТИВАЛЕ ИСКУССТВ «НЕБО» СОСТОИТСЯ 5 ПРЕМЬЕР И ПОКАЖУТ НОВИНКИ ОТ ВЕДУЩИХ МОСКОВСКИХ ТЕАТРОВ



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России