Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Август
2022

Новости за 31.08.2022

د میخایل ګورباچوف ژوند په انځورونو کې

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې د بې اتفاقۍ یوه موضوع د میخایل ګورباچوف له لوري د پخواني شوروي اتحاد پر ړنګېدو څارنه ده. د میخایل ګورباچوف پلویان د هغه کارونه او کړنې ستايي، خو مخالفان یې د شوروي ړنګېدل ناورین بولي . پر نوي یا مډرن تاریخ د هغه اغېزه زیاته وه.

ګورباچوف، هغه سړی چې د تاریخ لوری یې بدل کړ

Pa.azadiradio.com 

د پخواني شوروي اتحاد رهبر میخایل ګورباچوف چې له افغانستان څخه یې د شوروي ځواکونو په ایستلو کې مهم رول درلود، د ۹۱ کلونو په عمر ومړ. ګورباچوف د شلمې پیړۍ یو اغیزناک شخصیت ګڼل کیږي، ځکه نوموړي د سړي جګړې په پای ته رسولو کې مهمه ونډه لرله. په دې راپور کې مو د پخواني شوروي ددې وروستي مشر ژوند ته لنډه کتنه کړې.

کابل کې چاودنې ۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په کنټرول کې د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، نن له غرمې وروسته د کابل ښار د اولسمې حوزې اړوند سرکوتل سیمه کې چاودنه شوې چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. هغه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه کرولا ډوله موټر چاودېدونکي توکي لېږدول. خو هغه دا ونه ویل چې دغه چاودېدونکي توکي چا او چېرته لېږدول. ځدراڼ دغه راز ویلي، سیمې ته د څېړنو په موخه پلاوی رسېدلی. یو شمېر رسني وايي، چاودنه د طالبانو په هغه موټریز کاروان شوې چې له باګرام څخه کابل ته په لاره وو. Читать дальше...



د کابل یو شمېر اوسېدونکي: د طالبانو د خوشحالۍ ‌ډزو وېرولي وو

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت لري، چې تېره شپه یې د طالبانو د خوشحالۍ د هوايي ډزو له امله خوب نه دی کړی. تېره شپه د طالبانو له خوا په بېلابېلو وسلو هوايي ډزو او د وزیر محمد اکبرخان مېنې په غونډې د الله اکبر نارو د ښار وضعیت بدل کړی و. طالبانو د سنبلې ۹مه شپه چې دوی یې "د امریکایانو د اشغال پای" بولي په او لوبې او ډزو سره ونماځله. د طالبانو دا حرکت د کابل ښار د یو شمېر اوسېدونکو له غبرګونونو سره مخ شوی دی. دوی د نمانځنې دا ډول ناسم بللی وايي، نور د ډزو له غږونو ستړي دي. د کابل ښار اوسېدونکی احمد وايي... Читать дальше...

ارزګان کې دوه طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو سيمه‌ييز چارواکي وايي، د خاص ارزګان ولسوالۍ په نکروز سیمه کې نن یوه تن دوه طالبان وژلي دي. د ارزګان د اطلاعات او فرهنګ رئیس قاري اغا ولي قریشي ازادي راډیو ته ادعا وکړه، دا کس چې دوه طالبان یې وژلي او دوه ملکیان یې ټپيان کړې دي، په عقلي او عصبي ناروغۍ اخته دی. د قاري قریشي په وینا، طالبان په سیمه کې د دې کس د نیولو هڅه کوي خو تر اوسه یې دا سړی نه دی نیولی. يو شمېر ځايي اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې په سیمه کې د سپکو او درنو وسلو ډزې روانې دي او دا کس چې طالبان یې ویشتلي دي، درې ورځې مخکې طالبانو توقیف کړی و.

پر 'قاري سعيد خوستي' په زوره د نکاح ادعا؛ د خلکو غبرګونونه يې پارولي

Pa.azadiradio.com 

په ټولنیزو رسنیو کې د الهې په نوم د یوې مېرمنې ویډیو په پراخه کچه غبرګونونه راپارولي دي. په دې ویډيو کې ادعا شوې چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند قاري سعید خوستي ورسره په زور نکاح کړې او دا يې په جنسي لحاظ زورولې او سخته شکنجه کړې ده. د بشر حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسولې هیدربار دغه ویډيو ټکان ورکونکې بللې ده. خو سعید خوستي پر خپل ټویټر لیکلي دي، چې د الهې په نوم له یوې مېرمنې سره يې شپږ میاشتې مخکې د هغې په غوښتنه واده وکړ، چې وروسته یې په خبره، د ځینو ستونزو له امله نکاح لغوه شوه. Читать дальше...

کندهار کې يو ځوان د خپل کلي ماشومانو ته وړیا زده‌کړې ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د عبدالنافع افتاب په نوم دغه ځوان وایي، موخه یې له خپل کلي څخه د بېسوادۍ له منځه وړل او له عصري زده کړو د بې برخو ماشومانو روزل دي. په دې سیمه کې ماشومان نږدي ښوونځی نه‌لري. نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

د امريکا ولسمشر د 'ميخاييل ګورباچوف' پر مړينه خواشيني ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د پخواني شوروي اتحاد د وروستني مشر میخاییل ګورباچوف په مړینه د امریکا د ولسمشر جو بایډن په شمول د نړۍ مشرانو خواشیني ښکاره کړه. ښاغلي ګورباچوف تېره شپه له یوې اوږدې ناروغۍ وروسته د مسکو په یوه روغتون کې د ۹۱ کلونو په عمر سا پرې کړه. ګورباچوف له ۱۹۸۵ تر ۱۹۹۱ پورې د شوروي اتحاد مشر و او په دې موده کې یې ډېره هڅه وکړه چې اصلاحات راوړي، پرانیستې سیاسي فضا رامنځته کړي، له واشنګټن سره د مسکو اړیکې ښې کړي او له افغانستانه د شوروي سور پوځ وباسي. ګورباچوف همدا راز د ختیځې اروپا په کمونيستي هېوادونو کې په ولسي پاڅونو کې د لاسوهنې مخه ونیوله. Читать дальше...



زابل کې د سېلابونو له امله ۳۲ کسان مړه شوي او ۸ ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکې وايي، د سېلابونو له امله په مرکز قلات او شاوخوا ولسوالیو کې دوه زره هکټاره کرهنیزه ځمکه او په لسګونه باغونه او فصلونه هم تخریب شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم وروستيو سېلابونه ګڼ مالي او ځاني زيانونه اړولي دي. په دې اړه نور د صادق رښتيني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

د اټومي انرژۍ د څارونکو يوه ډله اوکراين ته روانه شوه

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د مفتشانو یوه ډله نن د اوکراین په جنوب کې د زاپوریژیا د جګړه ځپلو اټومي تاسیساتو پر لور روانه شوه. دا په داسې حال کې ده چې په دې اټومي بټۍ کې د احتمالي پېښې له کبله نړیوالې اندېښنې په زیاتېدو دي. د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي پرون په کییف کې خبریالانو ته وویل، دی هیله من دی چې د اروپا د تر ټولو لویې اټومي بټۍ د څارنې لپاره به په اوکراین کې یو دایمي ماموریت رامنځ ته شي. روسیې پر اوکراین له یرغل یوازې دوه اوونۍ وروسته د روان کال د... Читать дальше...

نن له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو لومړۍ کليزه ده

Pa.azadiradio.com 

نن د اګست ۳۱مه له افغانستانه د متحدوایالتونو او نورو هېوادونو د سرتېرو د وتلو لومړۍ کلیزه ده. ولسمشر جو بایډن چې له افغانستانه د پوځي ځواکونو په وتلو کې د ګډوډۍ له کبله تر سختو انتقادونو لاندې دی په یوه لنډ بیان کې يې د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر ته نژدې په یوه انتحاري حمله کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو خپګان وښود. د امريکا دفاع وزیر لویډ اسټین د امریکا پوځي ځواکونو ته په یو پیغام کې په افغانستان کې د وژل شویو ۲۴۶۱ امریکایي سرتېرو یاد ته درناوی وکړ. دا يادونې ده چې نن د اګست ۳۱مه طالبانو... Читать дальше...

د بښنې نړيوال سازمان: تېر يو کال کې ايراني او ترکي ځواکونو ۱۴ افغان کډوال وژلي

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په تېر یو کال کې يې د ایراني او ترکي ځواکونو له لوري د لږ تر لږه ۱۴ افغان کډوالو د وژلو اسناد ترلاسه کړي دي. دغه سازمان په یو تازه خپور کړي راپور کې ویلي دي، چې ۱۱ افغان کډوال د ایراني ځواکونو او درې نور د ترکیې ځواکونو له لوري وژل شوي دي. د بښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې، دغو دواړه هېوادونه د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف خپلو هېوادونو ته د افغان کډوالو د داخلېدو مخه نیسي. د لغمان ولایت د قرغیو اوسېدونکي میرویس د ترکیې په یو زندان کې تر دوه نیمې میاشتې بند وروسته څو اوونۍ مخکې ته افغانستان ته راستون کړل شو. Читать дальше...

د تېر حکومت امنيتي ځواکونه: افغانستان کې له ويرې ډک ژوند تېروو

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر هغه افغان پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونه چې له امریکایي ځواکونو سره یې په بېلابېلو ولایتونو کې تر لسیزې زیاته موده په ګډه دندې ترسره کړي، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو او د طالبانو په واکمنېدو لا هم افغانستان کې مېشت دي او ادعا کوي چې، له وېرې ډک ژوند تېروي. دوی وایي، په هېواد کې دننه یې د امنیتي ګواښونو تر څنګ بدو اقتصادي حالاتو او بې‌کارۍ هم ژوند تریخ کړی دی. له دغو سرتېرو يې يو شمېر ازادي راډیو سره خپل هغه اسناد شریک کړي چې ښیي په امنیتي او دفاعي برخو کې تخصص او کلونه تجربه... Читать дальше...

نړيوالې ورځپاڼې: مقاومت د طالبانو پر وړاندې جدي ننګونه ده

Pa.azadiradio.com 

لانګ ور ژورنال: د لانګ ور ژورنال خپرونې له افغانستان څخه یو کال مخکې د امریکايي ځواکونو وتلو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، د افغانستان څخه په اله ګوله د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان په شمال کې مقاومت د طالبانو په وړاندې په یوه جدي ننګونه بدل شوی دی. خپرونه وايي، کله چې د ۲۰۲۱ م کال د اګست په ۳۰مه نېټه امریکايي ځواکونو له افغانستان څخه خپل وتل بشپړ کړل، طالبان پر ټول افغانستان د واک د ټینګولو او د دوی په وړاندې د مقاومتونو د ځپلو لپاره لاس په کار شول. خو وړاندې لیکي چې د ۲۰۲۲ م... Читать дальше...

د پخواني شوروي اتحاد وروستی ولسمشر ميخايل ګربا چوپ د ۹۱ کلونو په عمر مړ شو

Pa.azadiradio.com 

د روسیې رسنۍ خبر ورکوي چې د پخواني شوروي اتحاد د وخت وروستی ولسمشر میخایل ګربا چوپ د ۹۱ کلونو په عمر مړ شو. د راپورونو له مخې ګربا چوپ چې د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو کې یې د ګلازنوست او پیریسترویکه په نوم د اصلاحاتو لړۍ پیل کړې وه، هڅه یې کوله چې شوروي اتحاد ژوندی وساتي. نوموړی د اوږدې ناروغۍ له امله د مسکو په یوه روغتون کې ساه ورکړه. میخایل ګربا چوپ هغه ولسمشر و چې له افغانستانه یې د ۱۹۸۹ کال په فبرورۍ میاشت کې د پخواني شوروي ټول ځواکونه و ایستل او پر دې هېواد یې د شوروي څه باندې نهه کلن اشغال پای ته ورساوه. Читать дальше...

د کرېکټ په اسيام جام کې افغانستان بنګله‌دېش ته هم ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د شل اوریزو اسیا جام سیالیو په ترڅ کې پرون دوهمه لوبه هم چې له بنګله‌دېش سره وه، په اوو ویکټو وګټله. بنګله‌دېش لوبډلې د ټولو شلو اورونو له بشپړېدو او اوو لوبغاړو له سوځېدو سره د افغانستان لوبډلې ته د ۱۲۷ منډو هدف ټاکلی و چې افغان لوبډلې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکلی هدف په داسې حال کې ترلاسه کړ چې لا یې نهه توپونه درلودل. د دغې لوبې په ګټلو سره افغانستان د خپل بي ګروپ سر ته وخوت. افغانستان له دې مخکې خپله لومړنۍ لوبه له سرېلانکا څخه په اتو وېکټو ګټلې وه. افغانستان په مخکې درې نورې لوبې هم لري. Читать дальше...

سمنګان کې سلګونه ښځو ته د کرنې برخه کې روزنه ورکړل شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره یا فاو وایي چې، په سمنګان کې یې ۲۷۵۰ ښځو د سبزیجاتو تخمونه او د کرني اړوند روزنه ترلاسه کړه. دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې ښځې د خوړو په تولید او تغذیه کې مهم رول لري. فاو ويلي، هڅه کوي چې د کلیوالي مېرمنو وړتیاوې زیاتې کړي او د کورني مصرف لپاره سبزیجات وکري او اضافي یې هم وپلوري چې عاید ترلاسه کړي. تر دې مخکې هم د بېلابېلو بنسټونو له لوري ښځو ته کرنې، لاسي صنايع او کورني اقتصاد پياوړتيا برخې کې د مرستو ترڅنګ روزنه هم ورکول شوې ده.

د طالبانو حکومت: تېر يو کال کې مو صادرات او عوايد زيات شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو او د مالیې وزارتونه په تېر یوه کال کې بهر ته په صادراتو او په کور دننه د عوایدو په راټولېدو کې د زیاتوالي خبر ورکوي. د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي پرون سې شنبې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو د بهیرپه ترڅ کې وویل، افغانستان په تېر يوه کال کې د نړۍ لسو هېوادونو ته د څه باندې يو ميليارډ او ٣٦٤ ميليون ډالرو په ارزښت توکي او مواد صادرکړي دي. د هغه په خبره تر ټولو ډېر صادرات چین او پاکستان ته شوي چې لویه برخه یې غالۍ او وچه مېوه جوړوي. Читать дальше...

غزني کې طالبانو دوه کسان د غلا په تور په دورو وهلي

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایي چې، دوه کسه یې د غلا په تور په دورو وهلي دي. د غزني د امنیې قومندانۍ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، پردغو دوو تنو چې د غزني د جغتو ولسوالۍ ابتدایه محکمې د شرعي حدودو دغه حکم صادر کړی و، هر یو یې په عام محضر کې په دېرش، دېرش دورو ووهل شول. د خبرپاڼې له مخې دغو کسانو څو میاشتې وړاندې یو موټر او یو شمېر موبایل ټیلفونونه غلا کړي و. له دې مخکې طالبانو په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د شرعي حدودو سزاوې عملې کړي دي.

ملګرو ملتونو د پاکستان سېلاب ځپلو لپاره د ۱۶۰ ميليون ډالرو مرستې غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي په پاکستان کې له سېلاب ځپلو سره د ۱۶۰ ملیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده او ويلي دي دغه هېواد کې سېلابونو ناورين رامنځته کړی. د دې سازمان د رسمي شمېرو له مخې په پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۱۰۰ تنه مړه شوي او ۳۳ ملیون وګړو ته هم زیانونه اوښتي دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په پاکستان کې وروستي سېلابونه یوه غمیزه بللې چې په خبره یې وروستیو کلونو کې یې ساری نه‌دی لیدل شوی. ښاغلي ګوتیریش پرون سې شنبې په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، نړۍ مسؤلیت لري چې د اړتیا... Читать дальше...

د بشري حقونو سازمان: د ژمي په رارسېدو افغانستان له جدي بشري بحران سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په افغانستان کې را روان ژمي ته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې، دا هېواد د تېر کال په دوبي کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته له تر ټولو ناوړه بشري بحران سره مخامخ دی. د طالبانو حکومت بیا په بهر کې د افغانستان د مرکزي بانک د ملیارډونو ډالرو د شتمنیو کنګل کېدل په افغانستان کې د روان بشري بحران اصلي عامل بولي. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، په افغانستان کې بشري وضعیت په تېر یوه کال کې ډېر خراب شوی دی. Читать дальше...

طالبان نن له افغانستانه 'د ټولو نړيوالو ځواکونو' د وتلو ورځ نمانځي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت نن چهارشنبې عمومي رخصتي اعلان کړې او له دې هېواده د ټولو نړیوالو ځواکونو د وتلو په مناسبت يې ځانګړي مراسم په پام کې نیولي. مخکې له دې چې د ۲۰۲۱ کال په دېرشمه ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، طالبان دوه اوونۍ مخکي کابل ته ننوتل او د نړیوالو ملاتړی پخوانی جمهوري نظام ړنګ شو. له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره په دې هېواد کې د امریکا نژدې شل کلنه جګړه هم پای ته ورسېده. له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر په اړه په افغانستان او امریکا کې د ننه له مختلفو لورو ډېر انتقادونه هم شوي دي. Читать дальше...



Москва

POMPEYA и O! МАРГО выступят на фестивале «НЕБО»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: фонд музея "Царицыно" собрал 61 тыс. произведений искусства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Алсу

Mash: на виллу певицы Алсу в Крыму за 800 миллионов рублей нашелся покупатель




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

Вышел второй подкаст онлайн-лектория «Иннагрика» о возможностях аграрной генетики для молодых исследователей

Больше всего работников с креативными идеями работает в ритейле и спорте


Виктория Азаренко

Андреева назвала важнейшей в карьере победу над Азаренко на "Ролан Гаррос-2024"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Очень дорого: во сколько обходится владение электромобилем в крупных городах



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России