ازادي راډيويي مجله؛ د افغان سېنما وضعيت او تاريخ
د افغانستان د سېنما وضعيت، د شعر نقد څنګه کېږي؟ د ارګ د يوې ماڼۍ په اړه مالومات، غزني کې د خطاطۍ، نقاشۍ او انځورګرۍ د مرکز د پرانيستنې په اړه مالومات او ځينې شعرونه مو د دې اوونۍ خپرونه کې را اخيستي دي. ازادي راډيويي مجله چې احمد شيبر يې چمتو کوي پر ادبي، فرهنګي او کلتوري موضوعاتو مالومات پهکې راټوليږي. دا خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: