Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Август
2022

Новости за 21.08.2022

افغانستان کې د هند پوهنتونونو محصلان د دې هېواد ویزې غواړي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغان محصلان چې په بېلابېلو برخو کې د هند بورسیې لري وایي، د سیاسي بدلونونو له امله زده کړو پاتې دي. مومن ذاهد د سمنګان ولایت اوسېدونکی او د هند چنای ښار په یو انسټیټیوټ کې د ساینس او ټکنالوژۍ برحاله محصل دی. دی وایي، دی چې تېر کال د کابل له سقوط یوه اونۍ مخکې افغانستان ته راغلی، په سبا یې د هند له سفارت څخه ایمیل تر لاسه کړ چې هند ته یې د بېرته ستنېدو ویزه لغوه شوې ده. نوموړی زیاتوي: "یو کال کېږي له خپلو درسونو شا ته پاتې یم. زه د کابل له سقوط یوه اونۍ مخکې افغانستان ته راغلی یم او... Читать дальше...

یو شمېر ښځینه سوداګرې: د طالبانو د ملاتړ نه شتون له امله مو فعالیتونه درولي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر ښځینه سوداګرې وايي، په تیر یو کال کې د طالبانو د حکومت د نه ملاتړ او د سوداګرۍ لپاره د ښه فرصتونو د نه شتون له امله اړ شوي چې خپل سوداګریز فعالیتونه ودروي. مریم جامي احمدي ۱۸ کاله وړاندې هرات کې په ۵۰ زره افغانیو د کرنې په برخه کې سوداګري پیل کړه. نوموړې وايي، د بانو په نوم د کرنیزو محصولاتو یوه لویه کار خونه درلوده، چې شاوخوا ۴۵ مېرمنې په کې په دنده بوختې وي او کار یې هم ښه پرمخ روان و. خو احمدي وايي، چې د طالبانو په بیا ځلي واکمنېدو سره یې خپله کارخونه وتړله او خپله هم له افغانستانه ووته. Читать дальше...

طالبانو له ۱۰۰ زرو ډېرو معلولینو، یتیمانو او کونډو ته د شپږو میاشتو حقوق ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت وايي، په تېر یوه کال کې دوی شاوخوا ۱ لکو ۲۷ زره معلولینو، یتیمانو او کونډو ته له ثبت وروسته د تېرو شپږو میاشتو حقوق ورکړي. په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت په تېر یو کال کې له یو لک زیاتو معلولینو، یتیمانو او کونډو ته د دوی د حقوقو د ورکړې خبره کوي، خو یو شمېر معلولینو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی د تېر یو کال حقوق نه دي ترلاسه کړي. دغه معلول چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، په تېر حکومت کې پوځي بریدمن و. Читать дальше...



افغان سینماګران: سینماوې تړل شوي او د پروډکشنونو کارونه په ټپه درېدلي

Pa.azadiradio.com 

افغان سینماګران وايي، د طالبانو په یو کلنه واکمنۍ کې ټولې سینماوې تړل شوې او هغه پروډکشنونه او سینماګران چې په شخصي لګښت یې فلمونه جوړول، اوس د ډېرو کارونه په ټپه درېدلي دي. سلیم شاهین چې د افغانستان د سینما لوبغاړی دی وايي، د طالبانو په واکمنۍ کې یې هم په پټه فلمونه جوړول. نوموړی چې اوس جرمني ته تللی، وايي سینماوې وتړل شوې او د طالبانو له لوري ټولو سینماګرانو ته وویل شول چې نجونې او ښځینه لوبغاړې باید په فلمونو کې نه وي. شاهین وايي، دې محدودېتونو د فلم جوړولو او خپلې کورنۍ ته د یوې مړۍ ډوډۍ ګټلو لارې پرې وتړلې، ځکه اړ شو چې وطن پرېږدي. Читать дальше...

چارواکي: لوګر کې سېلابونو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

لوګر کې د طالبانو چارواکي وايي، په دې ولایت کې له تېرې ورځې د سېلاب د راوتو له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. د دې ولایت د والي ویاند عمر منصور مجاهد خبریالانو ته ویلي چې سېلابونو په خوښۍ ولسوالۍ کې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي. مجاهد وویل: " نږدې شل تنه شهیدان شوي چې دوه تنه یې ماشومان دي. وژل شویو کې دوه مېرمنې هم شاملې دي، شاوخوا درې زره کورونه بشپړ او یا نیم ویجاړ شوي دي، زرګونه جریبه ځمکه هم خرابه شوې. دوه زره څاروي هم له منځه تللي دي." د خوښۍ ولسوالۍ اوسېدونکو... Читать дальше...

طالبانو د پنجشېر او اندراب لپاره نوی عمومي نظامي مسوول وټاکه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو مشر په یوه فرمان کې د پنجشېر او اندراب لپاره نوی عمومي نظامي مسوول ټاکلی. په هغه فرمان چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملاهبت‌الله له قوله خپور کړی راغلي، چې ملا عبدالقیوم ذاکر د دې دندې لپاره نوی مسوول ګماري. ملا عبدالقیوم ذاکر د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال و او د طالبانو په لیکو د یوه جنګي قوماندان په توګه مشهور دی. طالبان وروسته تر دې پنجشېر او اندراب لپاره نوی نظامي مسوول ټاکي چې وروستیو کې هلته د مقاومت ملي جبهې ادعا وکړه چې ۴۰ وسله‌وال طالبان یې اسیران کړي او بېرته یې خوشې کړي دي. Читать дальше...

د افغانستان کرکټ یوه لوبغاړي په اسټرالیا کې د مرستې راټولولو خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي قیس احمد په افغانستان کې د وروستیو سېلاب ځپلو لپاره په اسټرالیا کې د مرستو راټولولو خبر ورکړی. قیس احمد په خپله رسمي فېسبوک پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او زیاتوي، د اګسټ په ۲۲ مه اسټرالیا ته ځي او هلته سېلاب ځپلو افغانانو ته د مرستو راټولولو خېمه ودروي. هغه زیاته کړې، د مرستو راټولولو بهیر به د اګسټ ۲۸ مې روان وي. له دې وړاندې یو افغان لوبغاړي راشد خان په پکتیکا او خوست کې د زلزله ځپلو لپاره څه د پاڅه سل زره پونډه مرسته راټوله کړې وه.



البانیا د جاسوسۍ په تور د اوکراین او روسیې ۳ وګړي نیولي

Pa.azadiradio.com 

البانیا دوه روسان او یو اوکراینی د جاسوسۍ په تور نیولي دي. د البانیا دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې هېواد دوه سرتېري هغه مهال ټپیان شول چې غوښتل یې د ګرامش کارخانې د عکس اخیستلو څخه د درېیو بهرنیانو مخه ونیسي. د معلوماتو له مخې په دغو بهرنیانو کې دوه نارینه او یوه ښځه وه. ګرامش کارخانه د البانیا له پلازمېنې تیرانا څخه اتیا کیلومتره لیرې پرته ده. په اعلامیه کې راغلي چې بهرنیانو د دې کارخانې پر ساتونکو بې حسه کوونکې سپرې وشیندله. دواړه ساتونکي د تیرانا روغتون ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي. Читать дальше...

افغانستان کې سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

Pa.azadiradio.com 

په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونه راوتلي چې ډېر شمېر خلکو ته يې مالي تلفاتو تر څنګ ځاني زیانونه هم اړولي. د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي نجیب د سېلابونو له امله د خپل کور د ویجاړېدو او بد وضعیت کیسه کوي. هغه وايي، سېلابونو یې ټول هستي له منځه وړې او د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي. نوموړي وویل: "خلک تباه شول، خوښۍ کې زښت زیات سېلاب راغلی، هر څه له منځه ولاړل، ځمګې کورونه تخریب شول، بارانونه هم شدیداً دوام لري، د خلکو وضعیت ډېر بد دی." د لوګر ولایت... Читать дальше...

د هند د مرستو لسمه جوپه کابل ته رسېدلې

Pa.azadiradio.com 

هند له افغانستان سره په روغتیایي برخه کې مرسته وکړه. د هندي رسنیو په وینا د طبي مرستو لسمه جوپه د شنبې په ورځ په کابل کې د اندراګاندي روغتون ته وسپارل شوه. وروسته تر دې چې طالبانو کابل نیولی دی، هند تر اوسه تر دېرش ټنه ډېره دوا له افغانستان سره مرسته کړې ده. هند څو اونۍ مخکې کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیست او ویل کېږي افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي.

ترکیه افغانستان ته ستنېدونکو کډوالو سره مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

ترکیه وایي، له هغو افغانانو سره به نقدي مرسته وکړي چې بېرته له ترکیې افغانستان ته ستنېږي. د ترکیې سرې میاشتې پرون وویل، له هر هغه افغان سره چې د اقتصادي ستونزو لپاره ترکیې ته تللی دی او اوس بېرته خپل هېواد ته ستنېږي، نقدي مرسته کوي، خو د ترکیې سرې میاشتې د دې مرستو اندازه نه ده اعلان کړې. ترکیې په وروستیو کې یو شمېر افغانان بېرته افغانستان ته لېږلي دي او د شاوخوا درې نیم سوه افغانانو په ارتباط یې ویلي دي چې ډېر ژر به افغانستان ته ستانه کړي.

طالبانو د عوایدو زیاتېدو خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې تېره اونۍ د دوی د کانونو او پټرولیم وزارت تر څلور سوه میلیونه افغانیو ډېر عواید راغونډ کړې دي. د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد په ټویټر کې لیکلي دي چې تر څلور سوه دوه میلیونه ډېرې افغانۍ او تر درې میلیونه او درې لکه ډېر ډالر یې په یوه اونۍ کې بسپنه کړې دي. طالبان په داسې وخت کې د کانونو د عوایدو د زیاتېدو خبر ورکوي چې په افغانستان کې په غیرمسلکي ډول د کانونو پر استخراج سخت انتقادونه کېږي.

د هلمند خلکو لپاره د کار بدل کې د غنمو د وېش پروګرام پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړ چې د کرنې، اوبه لګونې او مالدارۍ وزارت دوه زره دوه سوه ټنه غنم هلمند ته واستول چې د کار په مقابل کې یې خلکو ته ورکړي. دا له افغانستان سره د هند مرسته شوي غنم دي. هند ژمنه کړې ده چې پنځوس زره میټریک ټنه غنم به له افغانستان سره مرسته وکړي، د دې غنمو یوه برخه افغانستان ته انتقال شوې ده.

ګوتیرش: له اوکراینه د غله دانې د صادراتو برخه کې موافقه ترلاسه شوې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، له اوکراین څخه د غله دانې د صادراتو په برخه کې یې موافقه ترلاسه کړې ده. انتونیو ګوتیرش د شنبې په ورځ په استانبول کې خبرې کنفرانس ته وویل: "همدا پرون زه د اودیسه په بندر کې وم، په یوې بېړۍ کې مې د غنمو بارول ولیدل، ډېر اغېز یې راباندې وکړ چې لیده مې ټوله کښتۍ په غنمو ډکېږي. دا په نړۍ کې د ډېرو کسانو لپاره یوه هیله وه." د ګوتیرش په وینا د اکراین، روسیې او ترکیې پلاوي، همداراز د ملګرو ملتو څارونکي د تورسمندرګي له لارې په بېړیو کې د اوکرایني غله دانو د لېږد څارنه کوي.

د ایران اصلاح غوښتونکو د مصطفی تاج زاده خوشې کېدو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د ایران د اصلاح غوښتونکو مخکښ ایتلاف د پېژندل شوي سیاستوال مصطفی تاج زاده د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. تاج زاده تېره میاشت د ایران د ملي امنیت د کمزوري کولو د هڅې په تور ونیول شو. د ایران د اصلاح غوښتونکو د ایتلاف مشر بهزاد نبوي په یوه پرانیستي لیک کې د ایران قضایه قوې ته لیکلي دي چې د تاج زاده دوسیه دې د یوې بې پرې څارنوال له لورې په یوه علني محاکمه کې وڅېړل شي. پنځه شپېته کلن مصطفی تاج زاده پروسږ کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان کاندیداوه. دی پخوا د کورنیو چارو وزارت مرستیال و او د ایران د مشر ایت اله علي خامنه اي له سختو منتقدانو څخه دی.

د اوکراین له دوهمې اټومي بټۍ دېرش کیلومتره لرې روسي ځواکونو ډزې کړي

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي وایي، د میکولاف پر سیمه د اوکراین له دوهمې اټومي بټۍ څخه یوازې دېرش کیلومتره لرې د روسیې ځواکونو په ډزو کې یو شمېر کسان ټپیان شوې دي. د میکولایف والي ویتالي کیم د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د روسیي ځواکونو د ډزو پرمهال د وزنسنسک په ښارګوټي کې یوه پنځه پوړه ودانۍ او یو شمېر کورونو ته سخت زیان اوښتی دی، د ده په وینا بالکونونه چپه شوي او کړکۍ یې ماتې شوې دي. د ویتالي کیم په وینا، په دې پېښه کې د څلورو ماشومانو په ګډون دولس ملکیان ټپیان شوې دي. وزنسنسک ښارګوټي د پیفدن نوکراینسک له... Читать дальше...

په ۲۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو د ورېدو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ورښتونو او سېلابونو لړۍ د شمال لور ته غځېدلې ده او ټاکل شوې ده چې نن یکشنبې او سبا دوشنبې د افغانستان په یو شمېر شمالي، مرکزي، ختیځو او جنوبي ولایتونو کې سخت ورښتونه وشي او سېلابونه راشي. په افغانستان کې د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا په ۲۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو د ورېدو او د سېلابونو د بهېدو اټکل کړی دی. د ورښتونو دا جوپه له وړمې ورځې راهیسې پيل شوې ده. د طالبانو د حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزارت د نشراتو رییس مولوي محمد نسیم حقاني تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...

د افغانستان د ناوړه وضعیت مخنیوي په موخه د کلیو پراختیا پروګرام پلی کېږي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو یو جګپوړی چارواکی وایي، دغه سازمان به د افغانستان د کلیو  پراختیا پروګرام پلی کړی، څو په دغه هېواد کې د ناوړه بشري وضعیت مخه ونیول شي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي، په بشري برخه کې به د ملګرو ملتونو ماموریت تر ډېره  د کلیو پراختیا او بزګرانو ته د کارونو د موندلو برخو ته ځانګړی شي. په دې اړه رامز الاکبروف وایي: "افغانستان یو بېوزله هېواد دی، د پراختیا کچه په دې کلیوال هېواد کې ټیټه ده. هغه څه چې موږ باید پاملرنه ورته وکړو هغه دا دی چې د کلیو د پراختیا په برخه... Читать дальше...



Москва

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Кадетское движение объединяет смелых, умных ребят



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Оззи Осборн

Лучшие сольные песни Оззи Осборна (Ozzy Osbourne)




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

На ВДНХ пройдет Удмуртский национальный праздник Гербер

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России


Елена Рыбакина

Елене Рыбакиной поставили неожиданный «диагноз»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Подмосковное УФАС оштрафовало ООО «Охана-Волковский» за непредставление сведений



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России