Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Август
2022

Новости за 24.08.2022

ترکیه کې بې‌برخلیکه افغان پناه غوښتونکي

Pa.azadiradio.com 

ترکیه کې بې‌برخلیکه افغان پناه غوښتونکي په ترکیه کې ځیني افغان پناه غوښتونکي وايي، بې‌برخلیکه دي او دلته له پاتې کېدو پرته بله چاره نه‌لري. پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ترکیې سلګونه افغان پناه غوښتونکي له خپلې خاورې ایستلي دي. نور حال په دې وېډیو کې وګورئ:

په کندهار کې د ښځو زندان فعال دی

Pa.azadiradio.com 

د ښځینه بندیانو بلاک د کندهار په مرکزي محبس کې دی چې د یو شمېر معتادو مېرمنو په ګډون ۳۸ تنې زندانیانې لري. نور جزئیات په دې راپور کې.

کابل کې د 'ښځې' په نوم کتابتون پرانیستل شو

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د افغانستان د خود جوشه ښځو غورځنګ د ښځې یا زن په نوم کتابتون پرانیست. د 'زن' په نوم کتابتون چې څه باندې دوه زره ټوکه بېلابېل کتابونه لري، د چهارشنبې په ورځ د کابل په پل سرخ سیمه کې پرانیستل شو. دغه کتابتون د افغان خود جـوشه ښځو د غورځنګ په نوښت پرانیستل شو، چې ښځې او نجونې کولای شي په وړيا توګه ترې ګټه واخلي. د افغان معترضه ښځو د خود جوش غورځنګ مشرې جولیا پارسي د دغه کتابتون او کتاب پلورنځي د پرانیستلو د هدف په اړه ازادي راډيو ته وویل : "موږ دلته دوه موخې لرو، لومړی دا چې دا کتاب... Читать дальше...



د کندهار سېلاب ځپلي د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د شاولي کوټ او معروف ولسوالیو سېلاب ځپلي د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه کوي. په دغه سیمو کې تېره ورځ او نن سهار د شدیدو اورښتونو له امله راوتلو سېلابونو ۶ کسان مړه او په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، باغونه او د اوسېدو کورونه تخریب کړي. نور حال د صادق رښتیني په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

د طالبانو حکومت: نږدې يوه مياشت کې د سېلابونو له امله ۱۸۲ کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وايي، تېره نږدې یوه میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د راوتو سېلابونو په پایله کې ۱۸۲ تنه مړه او ۲۵۰ ټپیان شوي دي. د دې وزارت ویاند محمد نسیم حقاني نن رسنیو ته استول شوي ویډیويي پیغام کې ویلي، تر ټولو زیاته مرګ‌ژوبله په لوګر، نورستان، ننګرهار، پروان، غزني میدان وردګ، زابل او کندهار ولایتونو کې خلکو ته اوښتې ده. د حقاني په خبره، ټولو سېلاب ځپلو سیمو ته مرستې رسېدلي، خو هغه ډول چې اړینه ده، کافي نه‌دي. دا په داسې حال کې ده چې د هوا پېژندنې... Читать дальше...

بشري حقونو د څار سازمان له پاکستان د 'شکنجه د جرم ګڼلو' د قانون د تصويب غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان د پاکستان له پارلمانه غوښتي چې د هغه قانون د تصویب کارونه دې چټک کړي چې شکنجه – جرم ګڼي. د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د جنوبي اسیا په دغه هېواد کې په پراخه کچه شکنجه کېږي. سره له دې چې د پاکستان اساسي قانون د تورنو کسانو د اقرار د ترلاسه کولو لپاره د شکنجې کارول منع کړي او پاکستان د شکنجې پر وړاندې نړیوال منشور لاسلیک کړی، خو د دغه هېواد پارلمان نه دی تصویب کړی. د توقیف پر مهال د خلکو د شکنجه کولو او وژلو د مخنیوي قانون مسوده د پاکستان ملي اسامبلۍ یا ولسي جرګې تصویب... Читать дальше...

د سېلابونو له امله کندهار کې شپږ کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په معروف ولسوالۍ کې نن سهار د سختو اورښتونو له کبله سېلابونو شپږ کسان مړه کي او یو شمېر کورونه او حکومتي تاسیسات یې له منځه وړي دي. د کندهار د معروف ولسوالۍ د طالبانو امنیه قومندان ملا طاهر ادریس وایي، د سېلابونو له امله دغه ځاني او مالي تلفات د معروف ولسوالۍ په مرکز کې رامنځ ته شوي. د نوموړي په وینا سېلابونو د ملکي خلکو لسګونه کورونه او د معروف ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ او محبس ودانۍ هم تخریب کړي. د يادونې ده چې له تېرو څو اوونيو راهيسې پرله‌پسې سېلابونو د افغانستان په ډېری ولايتونو... Читать дальше...

طالبان: زابل کې پاکستان سره پر ډېورنډ کرښه د 'باديني لار' د ناروغانو پر مخ پرانيستل شوه

Pa.azadiradio.com 

په زابل کې د طالبانو د حکومت سیمه‌یز چارواکي وایي، ‏د دې ولایت په شملزو ولسوالۍ کې له پاکستان سره پر ډېورند کرښه د بادیني لار د عاجلو ناروغانو پر مخ پرانيستل شوه. په زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست مولوي رحمت الله حماد وايي، دغه لار په رسمي ډول نه‌ده پرانیستل شوې خو هغه کسان چې عاجل ناروغان لري پاکستان ته د اوښتو اجازه لري. د نوموړي په خبره دا کار د سیمې د خلکو په غوښتنه شوی دی. د زابل د شملزو لاره د پخواني افغان حکومت پر مهال جوړه شوې وه خو پرانیستل شوې نه وه خو دا لومړی ځل دی چې یوازي د عاجلو ناروغان لپاره پرانیستل شوې ده.



اي ایف جي: طالبان دې ژر تر ژره امريکايي خبريال او د هغه همکار خوشې کړي

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو نړیوال فدراسیون له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره امریکايي ازاد خبریال او د نوموړي افغان همکار خوشې کړي. دغه فدراسیون په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د خبریال او فلم جوړونکي ایور شیرر او د نوموړي افغان همکار فیض الله فیض نیول د طالبانو له لوري د بیان ازادۍ ته په نه پاملرنې دلالت کوي. ازاد خبریال او فلم جوړونکی ایورشیرر او ورسره یو بل افغان پروډیوسر همکار يې فیض‌الله فیض د اګسټ په ۱۷مه، د کابل په شېرپور سیمه کې، هغه مهال ونیول چې دواړو ویډیو اخیسته. د خبریالانو نړیوال فدراسیون یا [IFJ]... Читать дальше...

موندنې: طالبانو پنجشېر کې ملکي وګړي د وسلو لرلو په تور نيولي او ځورولي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر تازه ویډیوګانې ښيي چې طالبانو په پنجشېر ولايت کې ملکي وګړي د وسلو د لرلو په تور نیولي دي. په دې ویډیو ګانو کې ليدل کېږي چې طالب وسله‌‌وال نیولو شویو کسانو ته سپکې سپورې وايي او ملنډې پرې وهي. دې ویډیوګانو پراخ بحثونه را پارولي او په ټولنیزو رسنیو کې تبصره کوونکو طالب وسله‌وال له دې امله چې نړیوال بشردوستانه قوانین یې نقض کړي، غندلي دي. خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت بیا وايي، هغه کسان چې له دوی سره د شوي چلند په اړه شکایت لري، د بندیانو کمېسیون ته دې مراجعه وکړي. هغه ويډيوګانې چې... Читать дальше...

نن اوکراين له پخواني شوروي اتحاد د خپلواکۍ د اخيستو ۳۱مه کليزه نمانځي

Pa.azadiradio.com 

نن له پخواني شوروي اتحاد څخه د اوکراین د خپلواکۍ د اخیستو کلیزه ده، خو بل لور ته نن پر اوکراین د روسیې د یرغل شپږ میاشتې پوره شوې. د امریکا متحد ایالتونو خبرداری ورکړی دی چې ښایي روسیه نن پر اوکراین پراخ بریدونه وکړي، د اوکراین ولسمشر هم ورته اندېښه څرګنده کړې ده. اوکراین نن د ماسکو تر واک لاندې شوروي اتحاد څخه د خپلواکۍ یو دېرشمه کلیزه په داسې حال کې نمانځي چې له شپږو میاشتو راهیسې د روسیې غیر موجه مداخله په دغه هېواد کې روانه ده. د دې مداخلې له امله د جګړو په ترڅ کې په لسګونو زره کسان وژل... Читать дальше...

امريکايي جنرالان: د امريکايي پوځيانو له وتلو وروسته افغانستان خوندي نه‌دی

Pa.azadiradio.com 

دوه پخواني امریکایي جنرالان وایي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته دغه هېواد خوندي نه‌دی. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مخکني مشران جنرال فرانک مکنزي او جنرال جوزف وټل وایي، وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشرانو له افغانستانه د خپلو ځواکونو پرېکړه وکړه د افغانستان د سقوط تر څنګ یې د امریکا پر ضد هم ګواښونه زیات کړي دي. خو طالبان وایي دا تصور "غلط" دی او دوی به هېڅ چا ته له دغه هېواد د بل پر ضد د ګواښ پېښولو اجازه ور نه‌کړي. له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ کاله پورې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ «سنټکام»... Читать дальше...

تحریک طالبان پاکستان څنګه بېرته په خېبر پښتونخوا کې فعاله شوی؟

Pa.azadiradio.com 

د تحریک طالبان پاکستان پوځي فعالیتونه په خېبر پښتونخوا کې د دې سربېره زیات شوي چې له دې ډلې سره اسلام‌اباد د سولې خبرې پيل کړې دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین یو له هغو سیاستوالو څخه دی چې د پاکستان پر پوځ شک کوي او وایي چې پوځ قصداً د پښتنو په سیمو کې جګړو ته لمن وهي.

امريکا افغانستان کې د مذهبي ازادۍ شرايط خراب بللي؛ طالبان يې ردوي

Pa.azadiradio.com 

امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په افغانستان کې مذهبي ازاديو وضعیت په شدت خراب شوی دی. د دې کمېسیون له قوله، طالبان هغه ډول واکمني کوي، کومه ډول یې چې وړاندې تجربه کړې ده. د دې کمېسیون په راپور کې د مذهبي او قومي لږکیو امنیت ته هم اشاره شوې او زیاتوي، د پرله‌پسې ژمنو سره سره، طالبان نه‌دي توانېدلي مذهبي او قومي لږکي خوندي وساتي. د امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون په یوه راپور کې لیکلي، په افغانستان کې مذهبي ازاديو وضعیت د تېر په پرتله ډېره خرابه شوې ده. Читать дальше...

امريکا له اوکراين سره د درې ميليارده ډالرو په اندازه پوځي مرسته اعلانوي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د امریکا متحده ایالات له اوکراین سره د شاوخوا درې ملیارډالرو په اندازه نوې امنیتي مرسته اعلان کړي. یوه امریکایي چارواکي ویلي چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن اداره ښایي نن د اوکراین د خپلواکۍ له کلیزې سره په یوه وخت دغه مرسته اعلان کړي. دا به پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل د پیل راهیسې په شپږو میاشتو کې تر ټولو لویه مرسته وي چې اوکراین سره کېږي. دغه امریکایي چارواکي چې د خپل هویت پټ ساتلو په شرط یې خبرې کولې، په دې اړه چې امریکا څه ډول وسلې اوپوځي تجهیزات اوکراین ته ورکوي، نور جزیات ور نه‌کړل. Читать дальше...

امريکا: افغانستان کې د مذهبي ازادۍ شرايط خراب شوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون وایي، په تېر یوه کال کې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي په دې هېواد کې د مذهبي ازادۍ شرایط ډېر خراب شوي دي. د کانګرس له دواړو ګوندونو څخه جوړ دغه کمېسیون پرون په یوه راپور کې وویل، د سني افراطیانو له خوا د اسلام د یوه تندلاري تفسیر پلي کول د ډېری افغانانو د مذهب یا عقیدې ازادي تر پښو لاندې کوي. په دغه راپور کې چې د طالبانو د یوې کلنې واکمنۍ د کلیزې نهه ورځې وروسته خپور شوی، دې ته هم اشاره شوې چې طالبانو ژمنه کړې چې ټولې قومي او مذهبي ډلې به خوندي کوي. Читать дальше...

د افغانستان پر وضعيت د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن ایکزا مینر ورځپاڼه: واشنګټن ایکزا مینر ورځپاڼه، د خپلو افغان متحدانو د ژغورلو لپاره د امریکا د ناکامۍ په منځ کې ناهیلۍ زیاتې شوي، تر سرلیک لاندې په یوه مطلب خپور کړی. په دې مطلب کې راغلي، درې افغان ترجمانان چې پخوا یې په افغانستان کې له نړیوالو ځواکونو سره کار کړی و، په روان ۲۰۲۲ کال له امریکا متحدو ایالتونو افغانستان ته لاړل چې له دې هېواده د خپلو کورنیو په ایستلو کې مرسته وکړي. د ورځپاڼې په لیکنه دغو ترجمانانو د افغانانو له دوامداره ځپل کېدو ویره درلوده او هم له افغانستانه د افغانانو د ایستلو پڅ بهیر ته اندېښمن و. Читать дальше...

کاناډا د روسيې پر ۶۲ نورو وګړو بنديزونه ولګول

Pa.azadiradio.com 

کاناډا د روسیې پر ۶۲ نورو وګړو بندیزونه ولګول، چې په هغوی کې د روسیې یو دفاعي شرکت هم شامل دی. د کاناډا د حکومت په وینا، دغه بندیزونه تر ډېره پر اوکراین د روسیې د غیر موجه یرغل له کبله لګول شوي دي. د کاناډا صدر اعظم جستین ترودو پرون سې شنبه وویل، چې دغه بندیزونه د روسیې د ۲۷ سیمو پر والیانو او د هغوی د کورنیو پر غړو لګول شوي. دا مهال په ټوله کې د روسیې ۱۵۰۰ وګړي او شرکتونه د کاناډا د بندیزونو په فهرست کې شامل دي.

ايراني رسنۍ: د سپاه پاسداران يو مخکښ قوماندان په سوريه کې وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د ایران رسنیو راپور ورکړی، چې د سپاه پاسداران انقلاب یو مخکښ قوماندان، جنرال ابوالفضل علیجاني په سوریه کې وژل شوی دی. دفاع پرس خبرژ اژانس پرون دغه قوماندان د «حرم مدافع» بللی، چې په سوریه او عراق کې یې د ایران په استازیتوب کار کاوه. د ایران حکومت وايي د دوی ځینې ځواکونه په سوریه کې د سلفیانو د تهاجم په وړاندې د مبارزې لپاره د شیعه ګانو د دویم او درېیم امام د خور زینب د حرم د دفاع لپاره ګمارل شوي دي. اژانس د دې پېښې د ځای او څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي علیجاني په مرکزي... Читать дальше...

د اسلامي همکارۍ سازمان د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي همکارۍ سازمان، له خپلو ټولو غړو هېوادونو غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د ژوند ژغورنې عاجلې مرستې وکړي. دغه سازمان پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان ختیځې، جنوبي او مرکزي برخې د سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله زیانمنې شوي، کورونه او اساسي بنسټونه یې ویجاړ کړي او په زرګونو کسان عاجلو مرستوته اړتیا لري. د طالبانو د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په وروستیو سېلابونو کې په ټوله کې تر ۱۷۰ زیات کسان مړه شوي دي. د هوا پېژندنې ادارې پرون وویل چې، په... Читать дальше...

د ماشومانو د ملاتړ مؤسسه: افغانستان کې د ماشومانو وضعيت ناوړه حالت ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ملاتړ موسسې یا (Save The Children) په افغانستان کې د بشري بحران له کبله د ماشومانو وضعیت ناوړه وباله. دغه اداره وايي، په افغانستان کې ۸۰ فیصده ماشومان هره شپه د کافي خوړو نه درلودلو له کبله وږي ویده کېږي. تر دې مخکې هم د ماشومانو اړوندو بنسټونو په افغانستان کې د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښوولې وه. د ماشومانو د ملاتړ موسسه یا (Save The Children) وايي، په افغانستان کې په ځانګړي ډول له یوه کال راهیسې د ماشومانو وضعیت لا خراب شوی دی. د دې موسسې د غذايي خوندیتوب د پروژو همږغي کوونکي،... Читать дальше...

ترکيه کې افغان کډوال: برخليک مو نه‌دی مالوم

Pa.azadiradio.com 

په ترکیه کې ځینې افغان پناه غوښتونکي وايي، په بې برخلیک حالت کې ژوند کوي او له هغه هېواده له وتلو پرته بله چاره نه‌لري. پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ترکیې په سلګونو افغان پناه غوښتونکي له خپلې خاورې ایستلي دي. بل لوري ته جاپان چې د نړۍ په بل سر کې پروت دی، نږدې ۱۰۰ افغانانو ته په هغه هېواد کې د استوګنې اسناد ورکړي دي. په ترکیه کې د افغان پناه غوښتونکي محب لپاره ژوند خپل واقعي مفهوم بایللی دی. هغه په افغانستان کې خبریال و، چې کال مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا... Читать дальше...

د بښنې نړيوال سازمان د طالبانو د اقداماتو پر خلاف د عدالت غوښتنې کمپاين پيل کړی

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د طالبانو د اقداماتو پر خلاف د عدالت غوښتنې کمپاین پیل کړی او له خلکو یې غوښتنه کړې چې لاسلیک یې کړي. د دې سازمان په خبره، طالبانو په خپله یو کلنه واکمنۍ کې، د بشري حقونو د ملاتړ مهم بنسټونه منحل کړي او د افغانانو حقونه یې تر پښو لاندې کړې دي. طالبانو لا د بښنې نړیوال سازمان د دې اقدام په باب کوم عکس العمل نه دی ښوولی. پر افغانستان د طالبانو د ولکې د بیا ټینګولو د کال تر پوره کېدو وروسته، د بښنې نړیوال سازمان وايي، د افغانانو اساسي حقونه تر پښو لاندې شوي دي. Читать дальше...



Москва

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин назвал победителей конкурса «Педагоги года Москвы»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Песня

Продвижение Музыки. Раскрутка Музыки. Продвижение Песни. Раскрутка Песни.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете


Елена Рыбакина

В России отреагировали на "скрытую баранку" и достижение Рыбакиной на Ролан Гаррос



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России