جنرال مکنزي: له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل 'تېروتنه' وه
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان جنرال فرانک کنټ مکنزي وایي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل "تېروتنه" وه. ښاغلي مکنزي له پولیتیکو مجلې سره په مرکه کې ویلي امریکا باید د افغانستان د سقوط د مخنیوي لپاره د خپلو ځواکونو یوه کوچنۍ برخه افغانستان کې ساتلي وای. نوموړي دغه شان د دوحې د خبرو اترو پيل د افغانستان د سقوط يو مهم لامل وباله. جنرال فرانک مکینزي وايي، په وروستۍ شېبه کې چې له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ولاړ، ملا عبدالغني برادر ترې وغوښتل چې کابل ته د طالبانو تر راتګ مخکې امریکا دې د دغه ښار امنیت په غاړه واخلي ... Читать дальше...