Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Август
2022

Новости за 15.08.2022

رينا اميري: افغانان پراخ بنسټه حکومت غواړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وایي، نړۍ دې د افغانانو د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړولو د غوښتنې ملاتړ وکړي. رینا امیري نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، افغانان داسې پراخ بنسټه حکومت غواړي چې د ټولو خلکو حقونو ته درناوی ولري. میرمن امیري وایي، اوسمهال ګڼ شمېر افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې له عامه نظره څنډې ته شوي او "د تاوتریخوالي تر سیوري" لاندې ژوند کوي. امیري د افغانستان راتلونکې لار اوږده او له ننګونو ډکه بللې، خو زیاته کړې ده چې امریکا د افغانانو ترڅنګ دریږي.

کابل کې معترضې مېرمنې: نړۍ‌واله ټولنه دې طالبان په رسميت نه‌پېژني

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بیا واکمنۍ له یو کلنۍ سره سم په کابل کې یو شمېر افغان مېرمنو له ښځو سره د طالبانو د کړنو په وړاندې په سر پټو ځایونو کې اعتراض کړی. دې مېرمنو د طالبانو حکومت له لوري د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په نقض نیوکه کړې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغان مېرمنو ستونزو ته رسېدنه وکړي. دا مېرمنې چې ځانونه د افغانستان د ښځو یووالي ټولنې، له بېنوا ښځو د ملاتړ غورځنګ او د مبارزو او مخکښو ښځو د غورځنګ غړې ګڼي، د طالبانو د بیا واکمنۍ له یو کلن کېدو سره یې اعتراض کړی. د افغانستان... Читать дальше...

رئيس الوزرا: ټول ملت بايد د اسلامي نظام د پايښت لپاره همکاري وکړي

Pa.azadiradio.com 

نن د زمري ۲۴مه پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو او د پخواني جمهوري نظام د پرځېدو له لومړۍ کلیزې سره برابره ده. د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حس اخند د کابل د نیولو په مناسبت یوه پیغام کې ټول ولس ته د دغې بریا مبارکي ورکړې. نوموړي ویلي چې ټول ملت باید د دغې سترې بریا قدردانی وکړي او د اسلامي نظام د پایښت لپاره لا زیاته همکاري وکړي. په دغه پیغام کې دغه راز له نړیوالو غوښتل شوي چې باید له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې پياوړې کړي او زیاتوي: "موږ د هيڅ هېواد لپاره تهدید نه یوو، نور هېوادونه... Читать дальше...



طالبانو د خپل بري په لومړۍ کليزه کې له نړيوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت په افغانستان په خپل یو کلن کېدو سره، یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه. په هغو مراسمو کې چې نن په کابل کې د همدې ورځې په مناسبت جوړ شوي و، طالب چارواکو وویل، دوی په خپلو ژمنو ولاړ دي او د افغانستان خاوره به د نړۍ د هېڅ هېواد په زیان نه کارول کېږي. خو داسې مهال چې د مقاومت ملي جبهې نن په پنجشېر کې له طالبانو د یو شمېر سیمو د نیولو ادعا وکړه، د طالبانو د دفاع وزارت بیا خبرداری ورکوي چې په کور دننه به د دوی پر ضد را پورته شوې ډلې وځپي. په داسې حال کې، چې طالبانو تېر... Читать дальше...

يونېسف: د نجونو د ښوونځيو له بندېدو وروسته د افغانستان اقتصاد ته ۵۰۰ ميليون ډالره زيان اوښتی

Pa.azadiradio.com 

ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان وجهي صندوق (یونېسف) وايي، له هغې وروسته چې په افغانستان کې له شپږم ټولکي پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې وتړل شوې د افغانستان اقتصاد په تېرو دولسو میاشتو کې ۵۰۰ میلیونه ډالره زیان کړی دی. د یونېسف په تازه راپور کې چې نن خپور شوی راغلي، که په افغانستان کې نجونو بیا ځلي ښوونځيو ته پرېښودل شي او له لوړو زده کړو وروسته ورته د کار زمینه برابره شي د افغانستان اقتصاد ته به په کلنۍ ډول له پنځه میلیاردو ډالرو زیات عواید راشي. سیمین غوښتل سږ کال خپل ښوونځی... Читать дальше...

په خوست کې د ازادۍ راډ‌یو پخوانی خبریال امیر بهیر د ناڅاپي ناروغی له کبله ومړ

Pa.azadiradio.com 

امیر بهیر شاوخوا ۶۳ کاله عمر درلود او ۱۲ کاله یې له ازادي راډیو سره کار وکړ. نوموړي اوس مهال د خوست د لوړو زده کړو په یو شمیر موسسو کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد وو. امیر بهیر د څو کلونو لپاره په خوست کې د خبریالانو د یوې خپلواکې ټولنې مشر وو او د رسنیزو بنسټونو او خبریالانو د حقوقو په دفاع کې يې مهمه ونډه درلوده. د امیر بهیر مړی نن د دوشنبې په ورځ په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د ځايي خلکو سربېره د دې سیمې یو شمېر روڼ اندو، د رسنیو استازو او د مدني ټولنو فعالانو برخه اخیستې وه.

اشرف غني: د دوحې تړون افغانستان کې د ناورين پيل و

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان مخکېني ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني له CCN ټلوېزیون سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، د طالبانو له حاکميت سره هم باید نړۍواله ټولنه افغانستان یوازې پرې‌نږدي او په دې هېواد کې دې خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو سره د بشري بحران مخه ونیسي. نوموړي د خپل حکومت په پرځېدو کې د دوحې تړون د ناورین پیل بللی چې په وینا یې د سولې پروسه یې تخریب کړه او د امریکا حکومت په دې تېروتنه کې چې طالبان بدل شوي، له هر ‌‌ډول ممکنه فشار څخه کار واخیست چې پنځه زره طالب بندیان ازاد او د دوحې تړون نورې برخې عملي کړي. Читать дальше...

د خوړو نړيوال پروګرام: روان کال مو ۲۱ ميليون زيان‌ګالو افغانانو سره مرستې کړي

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو، اف، پي وایي، روان کال یې په افغانستان کې له ۲۱ ميلیون زیاتو زیانګالو خلکو سره مرستې کړي دي. خو ډبیلو اف پي نن په یوه ټویټ کې ویلي چې له دغو مرستو سره سره لوږه نه‌ده کمه شوې او اوس هم په ميلیونونو کسان هره شپه وږي بیدیږي. د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د خوراکي مرستو د دوام لپاره ۹۶۰ ميلیون امریکایي ډالرو ته اړتیا لري چې په ژمي کې د اتلس ميلیونه کسانو لاس‌نیوی وکړي. بل پلو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرڼې اداره یا فاو وایي، په تېرو دولسو میاشتو کې یې... Читать дальше...



ملګري ملتونه: د افغان نجونو او ښځو له وړتيا ګټه نه‌ده اخيستل شوې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د جنسیتي مساواتو او د ښځو د پیاوړتیا د چارو ادرې ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو له وړتیاووهیڅ استفاده نه‌ده شوی. دغې اداري نن په یوه ټویټ کې ویلي، تر هغو به افغانستان تلپاتې سولې او ثبات ته ونه رسیږي ترڅو د دې هېواد په ورځني ژوند کې د ښځو پر مساوي ګډون بندیز لیرې شوی نه وي. له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، پر ښځو او نجونو د زده کړې او کار په برخو کې محدویتونه لګول شوي دي. ډېرو ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي او له شپږم ټولګي پورته نجونې هم له زده کړو محرومې شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون: د طالبانو د واکمنۍ تېر يو کال د افغانانو لپاره دردناک و

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ د یوه کال په پوره کېدو سره سم، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چې طالبانو ملغا کړی د دوی اوسنی رژیم، د بشري حقونو په نقض، د ملکي خلکو په وژلو، د بیان ازادۍ په محدویت، د خلکو په اجباري کډوالۍ او د اقتصادي نظام په پاشل کېدو تورنوي. دې کمېسیون په خپل کلني راپور کې چې نن یې خپور کړی لیکلي، د جمهوري نظام په سقوط او د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې د ډیموکراټیک نظام شېرازه وپاشل شوه. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چې طالبانو ملغا کړی او له افغانستانه... Читать дальше...

اروپايي ټولنه: طالبانو د خپلې واکمنۍ په يو کال کې د ښځو له حقونو سرغړونه کړې

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنه وایي، طالبانو د خپلې واکمنۍ په یوه کلنه دوره کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه په کلکه سرغړونې کړي دي. نن دوشنبې د زمري ۲۴مه، د اګست ۱۵ په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره شوه خو تر اوسه یې حکومت د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی. د اروپایي ټولنې یوې ویاندې نبیلا مسرالي پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د کلیزې په ترڅ کې پرون یکشنبې په یوه بیان کې وویل، طالبان د یوه ټول شموله سیاسي نظام په رامنځته کولو کې پاتې راغلي او په دې توګه یې د افغانانو هیلې له خاورو سره یو کړي دي. Читать дальше...

له روسيې د نړۍ د ۴۲ هېوادونو غوښتنه: له زاپوريژيا اټومي تاسيساتو مو ځواکونه وباسئ

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ دوه څلوېښت هېوادونو له روسیې غوښتي چې خپل وسله وال ځواکونه د اوکراین له زاپوریژیا اټومي تاسیساتو وباسي. دغو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې، چې پرون د اروپایي ټولنې پر ویبپاڼه خپره شوې ویلي، زاپوریژیا اټومي تاسیساتو کې د روسي پوځیانو حضور د اټومي خوندیتابه د ژمنو مخه نیسي. زاپوریژیا باندې، چې د اروپا په کچه لوی اټومي برښنا کوټ دی، څه موده وړاندې بمباري هم وشوه چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې جدي اندېښنې یې وپارولې. هغه مهال که څه هم د راډیو اکتیف وړانګې خپرې نه شوې، خو اټومي تاسیساتو ته نژدې پوځي فعالیت له اور سره لوبې کول وبلل شول. Читать дальше...

افغانستان کې د سېلابونو دوام؛ بېلابېلو ولايتونو کې ۴۰ تنه مړه شوي او سل ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

له پرون راهیسې په پروان، ننګرهار، کاپیسا، ارزګان او یو شمېر نورو ولایتونو کې سېلابونو لږ تر لږه ۴۰ تنه مړه کړي او سل نور یې ټپيان کړي. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وايي، دا شمېرې ابتدايي دي او ښايې زیاتوالی په‌کې راشي. دا سېلابونه له تېرې شپې راهیسې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې  راوتلي چې د مرګ ‌‌ژوبلې په ګډون یې کورونه نړولي، کرنیزې ځمکې یې تخریب کړې او تر خوا یې نور مالي زیانونه هم اړولي دي. پروان، ننګرهار، کاپیسا او ارزګان هغه ولایتونه دي چې تر اوسه یې ازادي راډیو... Читать дальше...

امريکا: شکاګو کې په ډزو درې کسان ټپيان شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو د شکاګو ښار د شمال په یوه تفریحي پارک کې د یکشنبې ناوخته په ډزو درې کسان ټپیان شول. د تفريحي پاک یوه ویاند ویلي، ډزې له یوه موټر شوي چې موټر تر پېښې وروسته له ساحې وتلی دی. د دې پېښې په باب نور جزییات نه دي ورکړل شوي. له درېیو ټپیانو دوه تنه روغتون ته لېږدول شوي دي. دوه ورځې وړاندې د امريکا په نيويارک کې هم ايران الاصله ليکوال سلمان رشدي باندې بريد وشو چې نوموړی په‌کې سخت ژوبل شوی دی. ښاغلی رشدي اوس په يوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د اوکراين په غله‌جاتو بار يوه کښتۍ ايتوپيا ته روانه شوه

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو له خوا یوه اجاره شوې کښتۍ چې د اوکراین غله جات په‌کې بار وو، د تور سمندرګي له بندره د ایټوپیا پر لوري روانه شوه. دا له هغو هېوادونو سره چې له سختې قحطۍ سره مخامخ دي د مرستې لپاره د خپل ډول له مخې د غله جاتو لومړۍ بسته ده. د اودیسه والي ماکسیم مارچنکو ویلي، دغه کښتۍ چې د لایبریا بیرغ ورباندې رپيږي د ادیسه د ختیځ له یوژنه بندر څخه پرون روانه شوه. دغه غله جات به جیبوتي ته ولېږدول شي، چې هلته به تخلیه او د خوړو نړیوال پروګرام تر څارنې لاندې به ګاونډي هېواد ایټوپیا ته ولېږدول شي. Читать дальше...

ارزګان کې سېلابونو د سر او مال زيانونه اړولي

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې د طالبانو چارواکي وايي، په دې ولایت کې سېلابونو د سر او مال زیانونه اړولي دي. د ارزګان ولایت د والي ویاند مولوي علي جان پوهنیار نن ازادۍ راډيو ته وویل چې دغه سېلابونه پر خاص ارزګان او چنارتو ولسوالیو راغلي او په خاص ارزګان ولسوالۍ کې یې یو ماشوم مړ کړی دی. نوموړی وايي، په چنارتو ولسوالۍ کې سېلابونو د مسافرو درې موټر وړي او سلګونه جریبه زراعتي ځمکه او لسګونه کورونه یې تخریب کړي، خو ځاني زیان چا ته نه دی رسېدلی. له څو ورځو د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

هره ورځ؛ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یو کال تر ټولو مهمې پېښې

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واک یو کال - د تېر کال مهمې پېښې د طالبانو تر واک لاندې تېر یو کال د افغانستان او افغانانو لپاره له ډراماتیکو بدلونونو ډک وو. د لوږې او بې‌وزلۍ تر زیاتېدو رانیولې د نجونو د ښوونځیو تر تړل کېدو، طبیعي ناورینونو، د ښځو تر اعتراضونو او د افغانستان له نویو واکمنو سره د نړیوالې ټولنې په چلند کې تر لوړو ژورو. په تېر یو کال کې ډېر بدلونونه رامنځ ته شول، دلته د دغه کال ځینې مهمې پېښې او بدلونونه په ترتیب راټول شوي دي. ۱۴۰۰ کال د زمري ۲۴-۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۵مه بیا... Читать дальше...

پاکستان کې ناروغان د درملو له کمښت سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان په تېره بیا خیبرپښتنوخوا کې د ځینو مهمو درملو د کموالي له کبله د ناروغانو کړاوونه زیات شوي دي. د درملو کاروباریان وايي، د ډالر په وړاندې د پاکستاني روپیو د ارزښت د کمېدو له کبله د وارداتي درملو بیه لوړه شوې او له بلې خوا پاکستان د اسعارو د سپمولو لپاره د یو شمېر کمپنیو د درملو واردات محدود کړي دي. د درملتونونو خاوندان وايي چې د ۴۰ سلنې درملو له کموالي سره مخامخ دي او هغه چې موندل کېږي، بیه یې ډېره لوړه ده. که څه هم پاکستان د درملو د توليد خپلې فابريکې هم لري، خو ډېری مهم درمل له... Читать дальше...


Музыкальные новости
Джиган

Джиган о съемках в шоу «Выжить в Дубае»: «Когда голоден, ты автоматически злой»





Rss.plus
Желдорреммаш

Спортсмены Улан-Удэнского ЛВРЗ стали победителями региональной спартакиады




Котлеты из женщин. Маньяк-людоед готовил еду из своих жертв

Зачем офицеры НАТО и дипломаты ЕС рыщут по регионам Дальнего Востока

МиГ-31 морально устарел и сильно износился. Скоро появится первый МиГ-41, самый обсуждаемый сверхсекретный истребитель-перехватчик!

BP получила лицензию США на добычу природного газа на месторождении Manakin-Cocuina




د ايران د پارلماني چارو مرستيال وزير له متقي سره د ترانزيت پر زياتېدو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو د کونسلي او پارلماني چارو مرستیال وزیر پرون په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره د دوو هېوادونو ترمنځ د ترانزیت پر زیاتېدو خبرې کړي. دا په یوه اوونۍ کې درېیم ایراني چارواکی دی چې کابل ته سفر دی. تېره اوونۍ د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان او د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي کابل ته تللي وو او له طالب چارواکو سره یې د اوبو په اړه خبرې کړې وې. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه وياند حافظ احمد تکل په دې اړه وويل... Читать дальше...

له ښوونځي لرې؛ د زده‌کوونکو نجونو د زړه خبرې

Pa.azadiradio.com 

په دې برخه کې د هغو افغان نجونو چې له یو کال راهیسې یې ښوونځي تړلي هیلې درسره شریکوو. دوی ازادي راډیو ته هغه رسامۍ استولي چې دوی په‌کې له ښوونځي لرې خپله مأیوسي انځور کړې. د دوی د هیلو دا انځورونه او د زړه خبرې پرله‌پسې په دې ټولګه کې خپرېږي.

زابل کې د سېلابونو له امله ۳ کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

په زابل ولایت کې لږ تر لږه درې تنه په سېلونو او ۳ ماشومان د نس ناستې په ناروغۍ مړه شوي دي. له وړمې شپې څخه د زابل په بېلابېلو برخو کې په تېره بیا میزانې ولسوالۍ کې سېلونه راوتلي او خلکو ته یې ډېر مالي زیانونه هم اړولي دي. په زابل کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي په نس ناستي د درو ماشومانو د مړینې په اړه تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "په خواشینۍ سره درې ماشومانو د شینکۍ ولسوالۍ په اکازو کلي کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی. همدا راز په میزانې ولسوالي کې د شدیدو سېلونو... Читать дальше...

اتريش کې يو شمېر افغانانو د طالبانو د واک د يو کلنۍ په اړه مظاهره وکړه

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغانانو پرون (یکشنبه) د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د طالبانو د واک ته رسېدو په اعتراض کې مظاهره وکړه. مظاهره چیانو، چې شمېر یې لسګونو کسانو ته رسېده، د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول او له امریکا، اروپايي هیوادونو، د ملګروملتو امنیت شورا او ناټو څخه یې غوښتل چې د افغانستان لپاره نوې ستراتیژي جوړه کړي. نن د پخواني جمهوري نظام د پرځېدو او واک ته د طالبانو د بيا ځلي رسېدو کال پوره شو. په کابل او د نړۍ په يو شمېر نورو هېوادونو کې هم افغانانو د طالبانو د حکومت په ضد مظاهرې کړې دي.

کندهار: د طالبانو او داعش وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۵ تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار ښار کې پرون (یکشنبې) ناوخته د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه ۵ تنه ووژل شول. د راپورونو له مخې، په دې نښته کې، چې یو ساعت یې دوام وکړ، د کندهار ښار په دوهمه امنیتي حوزه کې وشوه او په لړ کې یې دوه طالبان او ۳ داعشیان وژل شوي دي. طالبانو د دې نښتې په اړه د دې خبر د چمتو کېدو تر شېبې څه نه دي ویلي. که څه هم طالبانو څو څو ځل افغانستان کې د داعش وسله والو د شتون راپورونه رد کړي دي او ويلي يې دي چې دا ډله يې ځپلې ده، خو نړيوالو افغانستان کې د داعش ډلې د ګواښونو په اړه اندېښنې ښودلي دي.

د امريکا استخبارات: القاعده شبکه افغانستان کې بېرته منظم شوې نه‌ده

Pa.azadiradio.com 

د امریکا استخباراتي ادارې وايي، القاعده شبکې په افغانستان کې ځان بېرته منظم کړی نه دی. دا ارزونه په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته شوې ده. ځینې پخواني پوځي چارواکي له دې ارزونې سره موافق نه دي او په کابل کې د ایمن الظواهري شتون او وژل کېدا د دې نښه بولي چې طالبان له القاعده سره اړیکو ته دوام ورکوي. سره له دې چې یو شمېر هغه پوځي چارواکي چې په افغانستان کې یې د ناټو او امریکايي پوځیانو په چوکاټ کې ماموریت کړی دی، له افغانستانه د ځواکونو پر ایستلو انتقاد کوي... Читать дальше...



Москва

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин назвал победителей конкурса «Педагоги года Москвы»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Певица

Певица Рита Дакота заявила, что лицо покрылось прыщами после совета косметолога




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Волонтеры Президентской академии в Санкт-Петербурге вносят свой вклад в развитие и повышение доступности спорта для граждан

На ВДНХ пройдет Удмуртский национальный праздник Гербер


Ролан Гаррос

Мирра Андреева вышла во второй круг Открытого чемпионата Франции



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Мода

«585*ЗОЛОТОЙ» выступила партнером медиафестиваля творческой молодежи YOUPITER



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России