د کاج پر ښوونیز مرکز برید ګڼې کورنۍ د ویر په ټغر کېنولي
د کابل لوېدیځ کې پروني خونړي برید ګڼې کورنۍ د ویر په ټغر کېنولي دي. یوه هم د عظیمي کورنۍ ده. حسنیه عظیمي په پروني برید کې ووژل شوه.
د کابل لوېدیځ کې پروني خونړي برید ګڼې کورنۍ د ویر په ټغر کېنولي دي. یوه هم د عظیمي کورنۍ ده. حسنیه عظیمي په پروني برید کې ووژل شوه.
نن په کابل کې د معترضو ښځو راټولېدنه د طالب ځواکونو په هوايي ډزو سره وپاشل شو. دغو ښځو د کابل په لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید له امله مظاهره کړې وه. هممهاله یو شمېر نورو ښځو چې د کابل په ښوونې او روزنې پوهنتون کې راټولې شوې وې د "تعلیم زموږ حق دی" شعارونه ورکول.
پاکستان پر نړیوالو دریځونو په وروستیو کې دا خبره راپورته کړې ده چې افغان طالبان لاهم د نړیوالو ترهګرو کوربانه دي. د طالبانو یوه چارواکي دا تور په کلکه رد کړ، د اسلام اباد ادعا او د طالبانو د یوازې یوه چارواکي عکس العمل د دې څرګندونه کوي چې د دواړو لوریو تودې اړیکي په سړیدو دي؟
د کرکټ د شل اورونو د نړیوال جام لومړۍ لوبه د اکټوبر په ۱۶مه د سریلانکا او نامیبیا ترمنځ ده. د شل اورونو د کرکټ نړیوال جام لومړی ځل په ۲۰۰۷ کال کې پیل شو، کوربه یې جنوبي افریقا وه. تر دې وروسته اووه ځله دا نړیوالې لوبې په بېلابېلو هېوادونو کې ترسره شوې دي. تر اوسه دا جام دوه ځله ویسټ انډیز ګټلی دی، له دې پرته هند، پاکستان، انګلستان، سریلانکا او اسټرالیا یو یو ځل دا جام خپل کړی دی. په تېرو نږدې شپږو پېړیو کې چې د کرکټ لوبې د انګلستان له جنوب ختیځه پيل شوې چې بیا د بریتانیا له امپراتورۍ سره... Читать дальше...
د اوکراین په ختیځ کې د ځواکونو ویاند سیرهي چیرواتي نن خبر ورکړ چې په دونیڅک کې د لیمان د ریلګاډي د مرکز له مهمې سیمې سره دوی روسیي پوځیان محاصره کړې دي. د چیرواتي له اټکل سره سم د محاصره شویو روسیي پوځیانو شمېر نږدې پنځه زرو ته رسېږي. دا یوه له هغو سیمو څخه ده چې روسیې په غیرقانوني توګه له خپلې خاورې سره د هغې د یوځای کېدو ادعا کړې ده. روسانو د دونیڅک په شمال کې د عملیاتو لپاره د لیمان د ریلګاډي له مرکزه د لوژیستیک عملیاتو لپاره استفاده کوله. مسکو تر اوسه په دې سیمه کې د محاصره شویو روسیي پوځیانو په اړه څه نه دي ویلي.
د کابل پروني خونړي برید ګڼې کورنۍ د ویر په ټغر کېنولې. زینب د کابل په پروني خونړي برید کې خپله ځوانه خور له لاسه ورکړه. حسنیه عظیمي د «کاج» کورس زده کوونکې وه چې پرون په کابل کې له خپلو ګڼو نورو ټولګیوالو سره د یوه خونړي برید هدف وګرځېده. د حسنیې مرګ د هغې کورنۍ او خپلوان د ویر په ټغر کېنول. د حسنیې خور زینب عظیمي وویل: "سهار له کوره ووته چې په ازموینه کې برخه واخلي. ورته ومې ویل چې مه ځه خو ټینګار یې درلود چې ځي. نهه بجې وې چې خبر شوو چاودنه شوې." تر چاودنې وروسته د ګڼو قربانیانو جسدونه نه پیدا کېدل. Читать дальше...
ځینې څارونکي وايي، لا هم شک لري چې له افغانستان سره د امریکا د متحدو ایالتونو د یو اعشاریه یو میلیارد ډالرو په اندازه بشري مرسته دې په شفاف ډول لګول شوي وي. د افغانستان امریکايي پوهنتون یو استاد، په دې باور دی، چې په کار ده له افغانستان سره د کېدونکو بشري مرستو د څار لپاره یوه درېیمګړې اداره جوړه شي. عبید اله بهیر له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده، چې ښايي د دغسې یوه میکانیزم د نه موجودیت په صورت کې مالي فساد ته لار اواره شي. هغه وویل: "غوره لار دا وه چې د دواړو لوریو له خوا یو ګډ... Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما وايي، د کابل په پرونۍ چاودنه کې ۳۵ تنه وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان دي. په کابل کې د تېرې ورځې چاودنې انساني تلفات لوړ شوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما تازه د تېرې ورځې چاودنې د تلفاتو ارقام خپاره کړل. یوناما په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د دوی پلټنو او موندنو پر بنسټ په کابل کې د جمعې په ورځ چاودنه کې ۳۵ تنه وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان دي. یوناما وړاندې لیکي چې په وژل شویو کسانو ډېری برخه ځوانې نجونې او مېرمنې دي. له بلې خوا بیا د طالبانو... Читать дальше...
د خبريالانو نړيوال فدراسيون په افغانستان کې د رسنيو د بندېدو او وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې. د خبریالانو نړیوال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د رسنیو د فعالیتونو د بندېدو د پرلپسې دوام په اړه اندېښنه ښودلې ده. دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان رسنیو د خوندیتوب لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي. د دغه فدراسیون په اعلامیه کې په خوست کې د رڼا غږ راډیو د بندیدو په اړه هم ویل شوي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې "رڼا غږ" راډیو د سپټمبر په ۲۲مه د اقتصادي ننګونو له امله خپلې دروازې تړلي. Читать дальше...
په کابل او ولایتونو کې وروستیو ناامنیو افغانان اندېښمن کړي او وايي، دې بریدونو او چاودنو وښوده چې د طالبانو هغه ادعا سمه نهده چې وايي، افغانستان کې بشپړ امنیت راغلی. کابل نن یو ځل بیا د یوې بلې چاودنې شاهد و، د هغو پېښو تکرار چې د جمهوري نظام پر مهال یې کابل مېشتي شاهدان وو او حکومتي چارواکو به یې پړه پر طالبانو اچوله. د کابل امنیه قوماندانۍ په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي، خو سیمه کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته د پېښې له ځایه یو تصویر رالېږلی چې ښيي چاودنه پر یوه سراچه موټر شوې. د معلوماتو پر... Читать дальше...
د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون وايي، په افغانستان کې د رسنیو د بندېدو په دوام کې په خوست ولایت کې د رڼا غږ راډیو فعالیت ودراوه. د دغه فدراسیون له خبرپاڼې سره سم، چې پرون شنبه یې خپره کړې ده، رڼا غږ د مالي ستونزو له کبله د سپټمبر په دېرشمه خپرونې ودرولې. د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون زیاته کړې چې په افغانستان کې د رسنیو د بندېدو د دوام له کبله اندېښنه لري.
زرګونه عراقیانو نن په بغداد کې د ایران پر ضد لاریون وکړ او د خپل هېواد په چارو کې یې د ایران د لاسوهنې د پای ته رسېدو شعارونه ورکول. د عراق د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، لاریون کوونکو د فساد او د حکومتي سیستم د سهامي توب پر ضد هم شعارونه ورکول. فرانس پریس خبري اژانس وايي، د لاریون کوونکو شمېر زرګونه تنه وو او اکثره ځوانان وو. دوی له عراق څخه د ایران د وتلو او له ایران سره د برابرۍ غوښتنه کوله.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوټرش د کابل په یوه ښوونیز مرکز کې پرونۍ حمله په کلکه وغندله. سرمنشي د وژل شویو کسانو د کورنیو له غړیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو د ژر تر ژره رغېدو هیله کړې ده. ګوټرش ټینګار کړی چې تعلیم یو اساسي حق دی او د تلپاتې سولې او پرمختګ لپاره ضروري دی. له بلې خوا د ملګروملتونو امنیت شورل هم دا برید په کلکه غندلی دی.
ترکیې هم د روسیې له خاورې سره د اوکراین د څلورو برخو د یوځای کېدو لپاره د مسکو هڅه وغندله. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، روسیې په جدي ډول د نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې ده. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سپټمبر په دېرشمه یو سند لاسلیک کړ چې د خپل هېواد له خاورې سره د اوکراین د دونیڅک، لوهانسک، خرسون او زاپروژیا د یوځای کېدو هڅې ته رسمیت ورکوي. امریکا، بریتانیا، جرمني، سویډن او پولنډ دا اقدام غندلی دی.
روسیې د دغه هېواد له خاورې سره د اوکراین د خاورې د یو شمېر برخو د یوځای کېدو په محکومیت کې د ملګروملتونو امنیت شورا ته د امریکا او البانیا له لوري وړاندیز شوی پرېکړه لیک ویټو کړ، خو چین دغه پرېکړه لیک ته سپینه رایه ورکړه. په امنیت شورا کې د پرېکړه لیک پر سر تر رای اخیستلو مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان وکړ چې د اوکراین څلور غصب کړې سیمې یې د خپل هېواد له خاورې سره یوځای کړي دي. د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جوبایډن د روسیې ولسمشر پوتین ته خبرداری ورکړ چې د روسیې له خاورې سره د اوکراین... Читать дальше...
د ازادي راډیويي مجلې د دې اوونې په خپرونه کې اورئ چې جرمني کې افغانانو مشاعره کړې. دغه راز خپرونه کې اورئ چې پنځو شاعرانو ته جایزې ورکړل شوي. د ګردېز بالاحصار د خرابېدو ګواښ سره مخ ده. په خپرونه کې نور مطالب هم شته چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:
شمال کوریا نن د جاپان لور ته په سمندر کې دوه بالستیک توغندي وتوغول. دا په تېره یوه اونۍ کې څلورم ځل دی چې پیونګ یانګ توغندي ازمایي. د جنوبي کوریا پوځ د نننیو توغندیو د ازموینې خبر ورکړ، خو په دې اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی. جاپان وویل چې دې توغندیو د پنځه دېرشو او پنځوس کیلومترو په لوړوالي د درې سوه پنځوس او څلور سوه کیلومترو ترمنځ واټن وواهه. د ملګرو ملتونو په یو شمېر پرېکړه لیکونو کې بیا بیا له پیونګ یانګ نه غوښتنه شوې ده چې د بالستیک توغندیو له ازموینو لاس واخلي. یو شمېر کتونکي په... Читать дальше...
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د روسیې ولسمشر ته خبرداری ورکړ چې د روسیې له خاورې سره د اوکراین د خاورې د څلورو سیمو یو ځای کېدل به کله هم په رسمیت ونه پېژني. ولسمشر جو بایډن په واشنګتن کې خبرې غونډې ته وویل: "د پوتین کارونه د ده د ستونزه نښه ده، له شرمه ډکه ټولپوښتنه یې ترسره کړه او متحدایالتونه به کله هم دا په رسمیت ونه پيژني. صادقانه ووایم نړۍ به یې هم ونه پېژني، دی نه شي کولی د خپل ګاونډي خاوره ونیسي او په دې سادګۍ ورسره وتښتي." جو بایډن پرون وروسته تر دې په واشنګټن کې دا خبرې وکړې چې تر... Читать дальше...
کابل کې په کاج ښوونیز مرکز د برید په اعتراض، نن یو شمېر نجونو او ښځو لاریون کړی. معترضو نجونو او ښځو نن له ټولو محدودیتونو سره سره خپل غږ پورته کړ. د دوی د لاریون موخه، د کابل په لوېدیځ کې په کاج ښوونیز مرکز د برید غندل او د عدالت غوښتنه ده. د لاریون یوې ګډونوالې ژولیا پارسي د لاریون پر مهال ازادي راډیو ته وویل: "زموږ نننی اعتراض په کاج ښوونیز مرکز کې د قرباني شویو نجونو په اړه دی. هدف مو دا دی چې نسل وژنه باید پای ته ورسېږي. یو بدلون باید راشي چې له مخې یې نسل وژنه پای ته ورسېږي. تر هغه... Читать дальше...
د افغانستان پلازمېنه کابل کې د «کاج» په نوم پر یو ښوونیز مرکز له بريده وروسته د غبرګونونه دوام لري. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش په دې اړه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "د کابل ښار په یوه ښوونیز مرکز کې په وحشتناک برید کې لسګونه نجونې او هلکان ووژل شول. چارواکي باید د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي او د قومیت او جنسیت په پام کې نیولو پرته باید زده کړو ته په خوندي توګه د لاسرسي زمینه برابري کړي." بلخوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه بیان کې د دې پېښې د عاملینو د نیولو غوښتنه کړې ده. په دې بیان کې راغلي... Читать дальше...
د کندهار اوسېدونکي وايي، په دې ورستیو کې د ښار په بېلابېلو برخو کې د کثافاتو زیاتوالي د ښار ښکلا کمه کړې ده. دوی له اړونده ادارو غواړي چې پر وخت د کثافاتو او د ښار پاکوالي ته پام ډېر کړي. بلخوا د کندهار ښاروالي وايي، د همکارو مؤسسو په مرسته یې د دغه ښار د پاکوالي او سرسبزۍ په برخه کې شپږ میاشتنی پروګرام پيل کړي چې پهکې زرګونه کسان د ښار د پاکوالي په برخه کې په کار بوخت دي. نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په اسټرالیا کې د قرنطین پنځلس ورځنۍ موده تېروي، خو په ترڅ کې یې د نړیوال جام لپاره تمرینات پیل کړي دي. افغان لوبډله د پنجشنبې په ورځ له متحد عربي اماراتو څخه اسټرالیا ته روانه شوه چې په نړیوال جام کې برخه واخلي. نړیوال جام درې اونۍ وروسته پیلېږي. د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک اسټرالیا ته د ملي لوبډلې وار له مخه تګ ګټور وباله. هغه وویل: "لوبغاړي د اسټرالیا له هوا، پیچونو او وخت سره بلدتیا ترلاسه کړي، د لوبغاړو مورال اوچت دی که خدای کول په ښه چمتوالي... Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوی یا یوناما وایي، د کابل د پروني خونړي برید عاملان دې عدالت ته راکاږل شي. یوناما په یوه ټویټ کې چې تیره شپه ناوخته یې خپور کړ، وویل چې طالبان باید خپلې ژمنې د ټولو افغانانو د خوندیتوب په برخه کې عملي کړي. د یوناما په وینا، معارف باید په افغانستان کې د شخړو او تبعیض ځای نه وي. د طالبانو د رسمي شمېرو له مخې د کابل په دشت برچي سیمه کې په پروني برید کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او نږدې ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي. د دې برید پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې،... Читать дальше...
د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي وایي، سږکال یې په هرو پنځو افغانانو کې له دوو تنو سره مرسته کړې ده. ډبلیو ایف پي په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په ۲۰۲۲م کال کې یې ۲۱ میلیونه افغانانو ته مرستې رسولي دي. د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا د دوی بنسټ پر افغانانو د وچکالۍ د منفي اغېزو مخنیوی تر یوه بریده کړی دی، خو وایي چې راروان ژمی به اسانه نه وي، نو له افغانانو سره باید مرستې وشي.
د ایران د استخباراتو وزارت د تېرو څو ورځو په لړ کې د مظاهرو پر مهال د نهه تنو بهرنیانو د نیولو خبر ورکړ. د دې وزارت خبرپاڼه پرون ایرنا رسمي اژانس خپره کړه، په دې کې راغلي دي چې په نیول شویو کې د جرمني، پولنډ، ایټالیا، فرانسې، هالنډ او سویډن اتباع شامل دي. په ایران کې پراخې مظاهرې وروسته تر دې پیل شوې چې څه باندې دوې اونۍ مخکې دوه ویشت کلنې مهسا امیني د پولیسو د وهلو له امله ساه ورکړه. د ایران پولیس وایي، پر مهسا د زړه حمله راغلې وه او په دې اړه تحقیقات کوي. د مهسا تر مرګ وروسته د اعتراضونو په ترڅ کې نږدې اتیا کسان وژل شوې دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости