Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Октябрь
2022

Новости за 24.10.2022

'ریشي سوناک' د بریتانیا د محافظه کار ګوند د مشرۍ سیالي وګټله

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د ماليې پخوانی وزیر ریشي سوناک نن د محافظه کار ګوند د مشرۍ سیالي وګټله او په دې توګه تمه ده چې د دې هېواد راتلونکی صدراعظم شي. هندي الاصله ریشي سوناک به چې د بریتانیا د محافظه کار ګوند د مشرۍ لپاره سیالۍ وګټله په نژدې دوو پېړیو کې د بریتانیا تر ټولو ځوان صدراعظم وي. سوناک چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۵ کال کې د پارلمان غړیتوب ته غوره شو او د مالیې وزیر هم پاتې شوی دی، د محافظه کار ګوند د مشر په توګه له لیز تروس څخه د چارو واګي ترلاسه کوي او دا په داسې حال کې ده چې بریتانیا له سخت اقتصادي بحران څخه د تېرېدو په حال کې ده. Читать дальше...

په کینیا کې د پاکستان پېژندل شوی خبریال 'ارشد شریف' وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پېژندل شوی خبریال ارشد شریف د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې د پولیسو په ډزو وژل شوی دی. پولیسو دا پېښه یوه اشتباه بللې. د پولیسو په خبره د دغه خبریال موټر هغه موټر سره ورته و چې د یوه ماشوم په تښتونه کې یې لاس درلود. د پاکستان دغه ۴۹ کلن خبریال د پاکستان د پوځ سرسخت انتقادکوونکی و چې په پاکستان کې د نیول کېدو له ډاره په کینا کې اوسېده. ارشد یوسف د پخواني صدراعظم عمران خان له ملاتړو و.

ایران کې د اسراییلو استخباراتو سره د اړیکو په تور ۱۰ کسان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

ایران وايي، شاوخوا ۱۰ کسان یې نیولي چې د ادعا له مخې د ارتباطي کسانو په توګه یې د اسراییلو له استخباراتو یا موساد سره کار کاوه. دغه کسان په اذریجان غربي ولایت کې نیول شوي دي. د ایران قضایه قوې د دغو کسانو د نیول کېدو اعلان نن دوشنبه وکړ، خو د هغوی هویت په باب یې څه نه دي ویلي، دا یې هم نه دي په ډاګه کړې چې دغه کسان کله نیول شوي دي. د ایران د قضایه قوې په خبره دغو کسانو د موساد د استخباراتي افسرانو تر مستقیمې لارښوونې لاندې د ایران امنیتي ځواکونه تثبیت کړي وو او غوښتل یې د دوی شخصي اطلاعات... Читать дальше...



د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ بنګله دېش هالنډ ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

په استرالیا کې د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې نن په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش هالنډ ته ماتې ورکړه. دویمه لوبه کې جنوبي افریقا له زیمبابوې سره مخامخ شو. دغه لوبه د باران له کبله څو څو وارې وځنډېده. که څه هم لوبه ۹ اوروونو ته راکمه شوه او زیمبابوې وتوانېد د ۵ لوبغاړو په سوځېدو په ۹ اورونو کې ۷۹ منډې وکړي، جنوبي افریقا په داسې حال کې چې ۵۱ منډې یې کړې وې، د باران له کبله د لوبې له دوام راوګرځول شو. لوبه بالاخره بې نتیجې پای ته ورسېده. افغانستان به د چهارشنبې په ورځ د دغه جام دویمه رسمي لوبه له نیوزلنډ سره وکړي. Читать дальше...

شمال کې نښتې؛ مقاومت جبهې او طالبانو بیا یو بل ته د درنو مرګ ژوبلو اړولو ادعا وکړه

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان او تخار کې طالبان او د د ملي مقاومت جبهه یو بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کوي. بدخشان یو له هغو ولایتونو دی چې په دې وروستیو کې په کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ نښتو زور اخیستی. په دې جګړه کې دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کوي. په سیمه کې یوې سرچینې د خپل نوم نه ښودلو او غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، جګړه لس ورځې وړاندې وروسته تر دې پیل شوه چې طالبانو د ارغنجخواه او دروازها ولسوالیو په یو شمېر سیمو کې د ملي مقاومت جبهې پر ضد عملیات پیل کړل. د... Читать дальше...

یونېسف: ‌ډېر شمېر افغان ماشومان د پولیو ناروغۍ له جدي ګواښ سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یا یونېسف د پولیو پروګرام مسوولان وايي، اوس هم په افغانستان کې زیات شمېر ماشومان د پولیو ناروغۍ له جدي ګواښ سره مخ دي. په افغانستان د پولیو نړیواله ورځ داسې مهال رارسېږي چې لا هم زیات شمېر ماشومان د پولیو یا ګوزڼ له ګواښ سره مخ دي. په افغانستان کې ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د وجهي صندوق یا یونېسف د پولیو واکیسن پروګرام مسوولان وايي، سره له دې چې د پولیو پېښې په افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله کمې شوي، خو اوس هم زیات شمېر ماشومان د دغې ناروغۍ له جدي ګواښ سره مخ دي. Читать дальше...

بې دندو شوي افغان خبریالان په کور دننه او بهر له کړاونو ډک ژوند تېروي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغان خبریالان چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته بې دندې شوي، وايي درنو کارونو ته یې مخه کړې ده. په ایران کې د افغان خبریال سیف الرحمن غریبیار کار ځای چې د ده په ګډون نور کارګر هم په کې د یوې ودانۍ پر جوړولو بوخت دي. غریبیار چې کلونه په لوګر کې له سیمه ییزو راډيوګانو سره کار کړی، په وروستیو کې په کابل کې د پنجرې ورځپاڼې خبریال و، خو کله چې د غبرګولي میاشتې په وروستیو کې د طالبانو لخوا د وضع شویو محدودیتونو له امله دا ورځپاڼه وتړل شوه، غریبیار هم بې دندې شو. نوموړی له څو میاشتنۍ اوزګارتیا... Читать дальше...

کرېکټ؛ بنګله‌دېش هالنډ ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

په استرالیا کې د کرېکټ په شل اوریز نړیوال جام کې نن هم دوې لوبې پلان شوې دي. په لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش هالنډ ته ماتې ورکړه او دویمه لوبه د جنوبي افریقا او زیمبابوې ترمنځ کېږي. افغانستان به د چهارشنبې په ورځ د دغه جام دویمه رسمي لوبه له نیوزلنډ سره وکړي. دغه راز تېره ورځ د کرېکټ په نړيوال جام کې پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.



کارن ډیکر: قطر کې اسلامي موزيم راته الهام بښونکی و

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره وايي، قطر کې د اسلامي نندارتون کتل ورته الهام بښونکی و. کارن ډیکر وايي، په قطر کې د اسلامي هنرونو د موزیم د یوه نندارتون کتل ورته الهام بښونکی و، چې د افغانانو هنري کارونه هم په کې نندارې ته ایښوول شوي وو. کارن ډیکر نن په خپل ټویټر کې لیکلي، د ویډیوګانو، عکسونو او تصاویرو له لارې د افغانانو بیان شوې کیسې د زرګونو کلونو لپاره په هنري برترۍ کې د افغانستان نقش په ډاګه کوي. د هغې په وینا هرڅوک باید د سفر په نوم دغه نندارتون وګوري.

ننګرهار کې ۲۵۰ مېرمنو د خياطۍ زده‌کړې کورس بشپړ کړ

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې ۲۵۰ ښځو او نجونو د خیاطۍ زده کولو په هغو ټولګیو کې ګډون وکړ، چې د دې ادارې له‌خوا جوړ شوي و. يادې ادارې ويلي، د خياطۍ کورس کې ګډون کوونکو مېرمنو ته د میاشتې ۷۷۰۰ افغانۍ معاش هم ورکول کېده. د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې نن په یوه ټویټ کې ویلي، د ۲۰۲۲م کال له پیل په افغانستان کې تر ۵۰زرو ډېرې نجونې او ښځې د بېلابېلو مهارتونو په برخه کې روزل شوي دي. پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼې ښځې له دولتي... Читать дальше...

طالب چارواکي: بدخشان کې د عملياتو پر مهال ۳۸ مخالفين وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان لپاره د طالبانو چارواکي وايي، په تېره یوه اوونۍ کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال د دوی په ټکو ۳۸ بغاوت کوونکي وژل شوي او ۷۸ تنه نور یې نیول شوي دي. باختر ژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس معز الدین احمدي په وینا خبر ورکړی، چې دغو عملیاتو کې ۳ طالبان هم وژل شوي او ۵ تنه یې ټپیان شوي دي. په وروستیو کې له بدخشانه د مقاومت جبهې د غړو او طالبانو ترمنځ د جګړو راپورونه ورکول کېدل. د دې جبهې ویاند صبغت احمدي، د جمعې ناوخته په ټویټر کې ادعا وکړه، چې طالبانو د... Читать дальше...

صافۍ: طالبان ښايي د استخباراتي کړیو په اشاره پر ښځو فشارونه راولي

Pa.azadiradio.com 

د ملگرو ملتونو یوې ادارې یو وار بیا د افغان نجونو او ښځو د وضعیت په باب اندېښنه وښوده. دا اندېښنه داسې مهال ښوول کېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر ښځو محدودیتونه او فشارونه په زیاتېدو دي. زموږ همکار، صالح محمد صالح له گلالۍ صافۍ څخه چې په تېر جمهوري نظام کې یې د ولسي جرگې د استازې په توگه هم دنده ترسره کړې، د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې، چې د نړیوالو ادارو دا اندېښنې څومره جدي دي؟ د اغلې ګلالۍ صافۍ مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

د برېتانيا د صدراعظمۍ ټاکنې؛ د هندي الاصله ريشي سوناک د ټاکل کېدو احتمال زيات دی

Pa.azadiradio.com 

برېتانیا پخوانی صدراعظم بوریس جانسن پرون- یکشنبې پر خپله پخوانۍ دنده د غوره کېدو له سیالۍ ووت او په دې توګه د هغه سیال د مالیې پخواني وزیر ۴۲ کلن ریشي سوناک ته لاره خلاصه شوه چې راتلونکی صدراعظم شي او امکان لري چې دا کار نن وشي. د محافظه کار ګوند د اصولو له مخې که یو کاندید په یوازې ځان د دې ګوند د سلو وکیلانو ملاتړ ولري نو د صدراعظمۍ د څوکۍ لپاره نومول کېږي او که دوه کاندیدان انډول رایې وګټي نو بیا د ګوند غړي د جمعې په ورځ د راتلونکي صدراعظم د غوره کولو لپاره رایې ورکوي. جانسن په خپلو پرونیو... Читать дальше...

د اندېښنو دوام؛ د کډوالو عالي کمېشنرۍ افغان مېرمنو ته د حقونو د ورکړې غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري د افغان نجونو او ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بولي. د دې سازمان د اسیا پاسیفیک څانګې نن سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، اوسني وضعیت د افغان نجونو او ښځو په ژوند خورا بد اغېز کړی. دې ادارې لیکلي: "افغان نجونې او ښځې د سفر، زده‌کړو او کار د محدودیت په ګډون، له سختو ګواښونو سره مخ دي چې د دوی په خوندیتوب او هوساینه یې بده اغېزه کړې ده." د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري زیاتوي، د افغانستان د راتلونکې او سوکالۍ لپاره باید د دوی حقونه خوندي وساتل شي. Читать дальше...

د برېتانيا د صدراعظم په توګه د 'ريشي سوناک' د ټاکل کېدو احتمال زيات دی

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې د برېتانیا پخوانی صدراعظم بوریس جانسن د نوي صدراعظم په توګه له کاندیدۍ تېر شو، د مالیې پخواني وزیر ریشي سوناک ته د دې ډېره زمینه برابره شوې چې نن د برېتانیا د نوي صدراعظم په توګه وټاکل شي. دا وروسته له هغې چې د برېتانیا پخوانۍ صدراعظمې لیز ټراس تېره اوونۍ خپله استعفا اعلان کړه. د فرانسپرس اژانس د راپور له مخې د صدراعظمي څوکۍ ته د کاندېدو لپاره یو کاندید د پارلمان لږ تر لږه د سلو غړیو ملاتړ ته اړتیا لري چې ښاغلي سوناک د تېرې جمعې تر ورځې پورې د نږدې ۱۵۰ کاندیدانو ملاتړ ترلاسه کړی و. Читать дальше...

د روسيې دفاع وزير له خپل امريکايي سيال سره ټليفوني خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو له خپل امریکایي سیال لوید اسټن سره ټليفوني خبرې کړي دي. دا خبرې داسې مهال کېږي چې د مسکو له‌خوا په اوکراین کې د جګړې احتمالي شدت ته اندېښنې ښودل کېږي. د روسیې دفاع وزارت پرون یکشنبه یوه خبرپاڼه کې وویل، تېرو دریو ورځو کې دا دویم ځل دی چې دفاع وزیر یې له امریکایي سیال سره خبرې کوي. خبرپاڼه کې راغلي چې شویګو له ترکي، برېتانیایي او فرانسوي سیالانو سره هم خبرې کړي دي. د راپورونو له مخې، روسیه په اوکراین کې له پر له‌پسې ماتې خوړولو وروسته اوس د جګړې د شدت په فکر کې... Читать дальше...

کرېکټ؛ نن بنګله‌دېش له هالنډ او جنوبي افريقا له زيمبابوې سره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

په استرالیا کې د کرېکټ په شل اوریز نړیوال جام کې نن دوه لوبې ترسره کېږي. په لومړۍ لوبه کې چې د کابل په وخت سهار مهال ترسره کېږي، بنګله‌دېش د هالند په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي. دویمه لوبه غرمه مهال د جنوبي افریقا او زیمبابوې ترمنځ کېږي. افغانستان به د چهارشنبې په ورځ د دغه جام دویمه رسمي لوبه له نیوزلنډ سره وکړي.

د طالبانو حکومت د کابل لپاره نوی والي وټاکه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت ملا محمد عیسی اخند د کابل د نوي والي په توګه ټاکلی دی. د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د کابل د نوي والي د ټاکل کېدو حکم ورکړی دی. تر دې وړاندې شیخ ندا محمد ندیم د طالبانو د حکومت د کابل والي و. نوموړی اوس اوس د طالبانو د لوړو زده‌کړو د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

ملا هبت الله: بنديانو سره دې شرعي چلند وشي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده پر خپلو ځواکونو غږ کړی چې له بندیانو سره "شرعي چلند وکړي او ناروا سزواې ور نه‌کړي." د طالبانو د اعلامیې له مخې، اخندزاده دغه څرګندونې پرون د دفاع وزارت د استخباراتو معینیت او د قل اردوګانو د مسولانو غونډې ته په وینا کې کړي دي. د اعلامیې په حواله هبت الله اخندزاده له طالبانو غوښتي چې خپلې لیکې تصفیه او نا مطلوبه کسان باید په دندو ونه ګماري. څو ورځې وړاندې د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي هم یوې غونډې ته وویل " له اسیرانو سره بد چلند او د هغوی وژل" په هیڅ صورت د منلو نه‌دي. Читать дальше...

د پکتيا يو شمېر مشرانو کرزي سره ليدنه کې د ښوونځيو د پرانيستلو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا یو شمېر مشرانو له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتنه کې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځیو د پرانيستو غوښتنه کړې ده. حامد کرزي پرون یکشنبه پر خپله ټویټرپاڼه دا خبر ورکړی دی او له خپله اړخه یې هم پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره د نجونو بند ښوونځي پرانیزي. سبا د اکتوبر ۲۵مه، څلور سوه ورځې کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته اکثرو نجونو باندې د ښوونځیو دروازې بندې کړي دي. پر طالبانو د نجونو د ښوونځیو د بندولو له کبله له فشار سره سره لا هم معلومه نه‌ده چې دا ښوونځي به څه وخت پرانيستل کېږي.

افغانستان ته د ريچارد بېنيټ سفر؛ خلکو ورته د جدي بشري سرغړونو شکايتونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بېنيټ وایي، دغه هېواد ته یې د سفر پر مهال له خلکو د بشري حقونو د جدي سرغړونو خبرې اورېدلي دي. نوموړی وایي، دغه هېواد ته یې د سفر پر مهال د ښځو او نارینه‌و په ګډون د څو ولایتونو له مدني فعالانو سره کتلي دي. ریچارد بېنیټ پرون "د لړم میاشتې په لومړۍ نېټه" یو لړ ټویټونو کې ویلي، د پنجشېر د خلکو استازو د طالبانو له‌خوا په پراخه کچه د ملکیانو د ځپنې او د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي په ګډون د بشري حقونو د سرغړونو یادونه ورته کړې. Читать дальше...

د روغتيا سازمان: افغانستان تر بل هر وخت د پوليو ويروس له منځه وړلو ته نږدې شوی دی

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې نړیوال سازمانونه د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت پرله‌پسې اندېښنې ښېي، د روغتیا نړیوال سازمان دغلته د وژونکې ناروغۍ ګوزڼ په وړاندې د پرمختګ خبره کړې ده. د دغه سازمان د افغانستان څانګې پرون یکشنبه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، افغانستان تر بل هر وخت اوس د پولیو بشپړ له منځه وړلو ته نږدې شوی دی. د طالبانو د حکومت روغتیایي مسؤلين د واکسین ښه او پر وخت تطبیق د پولیو د قابو کولو یوازنی لامل بولي. په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو د ملي بېړني عملیاتي مرکز مشر نیک ولي شا مومن ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...

رسنۍ: ځینو هېوادونو کې افغان پناه غوښتونکي خورا سختې شپې او ورځې تېروي

Pa.azadiradio.com 

ټورنټو سټار: ټورنټو سټار ورځپاڼې د هغو یو شمېر افغان ښځو پر وضعیت مقاله خپره کړې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره له افغانستانه وتلو ته اړې شوي. سټار لیکلي، دا افغان پناه غوښتونکي په پاکستان، ایران او ترکیې کې خورا سختې شپې او ورځې تېروي. لومړی یې د نیلوفر په نوم د یوې افغان مېرمن اوسني وضعیت ته پام کړی چې استانبول کې د کډوالۍ او بېوسۍ په سخت حالت کې ده. نیلوفر په کابل کې له انجینیرۍ فارغه وه او د ابرساني د یوې پروژې په ډیزاین بوخته وه چې طالبان واک ته ورسېدل. د ټورنټو سټار په لیکنه نیلوفر... Читать дальше...



Москва

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин посетил парад кадетского движения «Не прервется связь поколений!»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Игорь Бутман

Трансляцию концертов оркестра Бутмана в Китае посмотрели более 50 млн человек




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Волонтеры Президентской академии в Санкт-Петербурге вносят свой вклад в развитие и повышение доступности спорта для граждан

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России


Ролан Гаррос

Белорусские теннисистки проведут стартовые встречи открытого чемпионата Франции



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Елена Рыбакина

В России отреагировали на "скрытую баранку" и достижение Рыбакиной на Ролан Гаррос



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России