Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Октябрь
2022

Новости за 31.10.2022

کابل کې د يو شمېر مېرمنو اعتراض

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د ځواکمنو مېرمنو اصلي خوځښت د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې له طالبانو د زده‌کړو او په دولتي ادارو کې ښځو ته د کار  حق غوشتنه وکړه.   دغه مېرمنو او نجونو چې ډېری له پوهنتون فارغې وې خپل تحصیلي اسناد هم له ځانونو سره راوړي و.

افغان لوبغاړی 'حضرت الله ځاځی' د کرکټ د روان نړیوال جام له سیالیو بهر شو

Pa.azadiradio.com 

په استرالیا کې د کرکټ د روان جام سیالیو څخه د افغان لوبډلې پیلیز توپوهونکی حضرت الله ځاځی بهر او پر ځای یې ګلبدین نایب د لوبډلې برخه شو. د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د افغان کرکټ د ملي لوبډلې چپ لاسی پیلیز توپوهونکی یا اوپنر حضرت الله ځاځی له دې وړاندې د تمریناتو پر مهال د عضلاتو درد پيدا کړی واو پرون ورځ یې د تمریناتو پر مهال یو ځل بیا د پښتورګي دردونه پیدا کړي چې له امله به یې د پاتې لوبو برخه نه وي. د بورډ په خبره د ځاځي پرځای به ګلبدین نایب د لوبډلې برخه شي. افغانستان کرکټ لوبډله سریلانکا سره سیالي لري.

د مخکیني نظام د یوه جنرال زوی: طالبانو زما پلار 'محمد ابراهیم جهادیار' نیولی

Pa.azadiradio.com 

جنرال محمد ابراهیم جهادیار چې د تېر جمهوري حکومت د دفاع وزارت په مختلفو بستونو کې یې کار کړی، د کورنۍ غړي یې ادعا کوي وايي، چې نوموړی د تېرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د حکومت له لوري نیول شوی دی. د جنرال محمد ابراهیم جهادیار د کورنۍ غړي ادعا کوي وايي، نوموړی د پنجشنبې په ورځ د کابل په قلعه فتح الله سیمه کې نیول شوی او تر اوسه د نوموړي د ځای او وضعیت په اړه دوی ته هېڅ معلومات نه دي ورکړل شوي. د جنرال جهادیار زوی ظهور سیرت ازادي راډيو ته وویل، پلار یې د تېر حکومت د دفاع وزارت په بېلابېلو... Читать дальше...



رسنۍ: ترکیې د سږکال له پيله څه باندې ۴۰ زره افغان پناه غوښتونکي ایستلي

Pa.azadiradio.com 

ترکي رسنۍ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله وایي، د سږکال له پيله څلوېښت زره او پنځه سوه افغان پناه غوښتونکي له ترکیې ایستل شوي دي. د رسنیو د راپور له مخې، دغه شمېر پناه غوښتونکي د ۲۱۳ چارتر او څو نورو الوتکو په وسیله کابل ته لېږدول شوي دي. د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې ترکیې سږ کال ټولټال څه باندې ۹۷ زره کډوال له خپلې خاورې شړلي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي، دا مهال ترکیه د درې اعشاریه ۸ میلیونه کډوالو کوربه ده چې د نړۍ په کچه یوه هېواد کې د پنا غوښتونکو لوړ شمېر دی.

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ ایرلنډ له استرالیا ماتې وخوړه

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ په روان شل اوریز جام کې نن د استرالیا لوبډلې ایرلنډ ته ماتې ورکړه. استرالیا په شلو اورونو کې ایرلنډ ته د ۱۸۰ منډو هدف ټاکلی و. د ایرلنډ لوبډلې ونه شوای کړای چې دغه هدف ترلاسه کړي او په ۱۹م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ټولټال ۱۳۷ منډې وکړې او استرالیا دغه لوبه د ۴۲ منډو په توپیر وګټله. د دغو سیالیو په دوام سبا افغانستان له سریلانکا سره لوبه لري. له ایرلنډ او نیوزیلنډ سره د افغانستان لوبې د باران له کبله لغوه شوي او هرې لوبډلې ته یوه یوه نمره ورکړل شوې ده.

د اوکراین څه باندې درې سوه زره ټنه کرنیز محصولات تور سمندرګي ته واستول شول

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین څه باندې درې لکه او څلور پنځوس زره ټنه کرنیز محصولات په یوه بېړۍ کې تور سمندرګي ته واستول شول. د اوکراین چارواکو د ریکارډ په کچه د دغو غلو دانو د صادرولو خبر نن "دوشنبه" ورکړی دی. په اودیسې بندر کې پوځي چارواکو ویلي، په زیاته پیمانه دغه غله د اوکراین او روسیې ترمنځ د هغې هوکړې له مخې صادره شوې چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب ترلاسه شوې. روسیه اوس له دغې هوکړې په شا شوې او اوکراین یې تورن کړی چې په تورسمندرګي کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کوي. اوکراین بیا دا تورونه رد کړي دي.

جرمني ته د نوم‌ليکنې انلاين فورم بندېدو له خطر سره مخ افغان خبريالان اندېښمن کړي

Pa.azadiradio.com 

د روان لمريز کال د لړم میاشتې په لومړیو کې د جرمني دولت له خطر سره مخ افغانانو ته د پناه ورکونې د یو نوي پروګرام په اعلانولو سره وویل چې، د دې پروګرام په چوکاټ کې به د خبریالانو په ګډون هره میاشت زر کسان مني. خو تازه د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) د خبریالانو په ګډون له خطر سره مخ افغانانو د نوم لیکنې لپاره په خپله ځانګړې شوې وېب‌پاڼه د نوم ليکنې انلاين فورم په موقت ډول تړلى دى. په افغانستان کې مېشت د رسنیو ځیني کار کونکي او خبریالان وایي، د دې فورم تړل کېدو دوی اندېښمن کړي دي. د رحماني... Читать дальше...

زابل کې د ترافيکې پېښې له امله دېرش کسان ټپيان شوي دي

Pa.azadiradio.com 

په زابل کې یوې ترافیکي پېښې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه دېرش تنه ټپیان کړي دي. د زابل د عامې روغتیا مشر ډاکټر عبدالحکیم حکیمي وایي، پیښه د ورا د یوې مازدا ډوله موټر او ټېلر د ټکر له کبله شوې ده. نوموړی وايي: "د کاکړانو په سیمه کې د یوې مازدا ډوله موټر چې د واده خلک یې انتقالول او ټېلر ترمنځ سخت ټکر وشو، له امله یې شاوخوا دېرش تنه هېوادوال ژوبل شول، د ځینو حالت د اندیښنې وړ دی." ښاغلی حکیمي وایي، ټپیان تر لومړنیو خدماتو وروسته د کلات مرکزي روغتون کې بستر شوي او یو شمېر یې وینې ته اړتیا لري. Читать дальше...



پوليس جنوبي کوريا کې د ۱۵۰ کسانو د مړينې په اړه څېړنې کوي

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي کوریا پولیسو د دې هېواد په پلازمېنه سېول کې په ګڼه ګوڼه کې د څه باندې یونیم سل کسانو د مړینې په اړه تحقیقات کوي. ولسمشر یون سوک ییول Yoon Suk Yeol او د جنوبي کوریا ولس نن په سیول کې د هغې پېښې د قربانیانو روح ته درناوی وکړ چې دې هېواد یې په څو کلونو کې ساری نه‌دی لیدلی. د شنبې په ورځ د پلازمېنې سیول د ایتای وون Itaewon د غرنۍ ناحیې په یوه تنګه کوڅه کې د مسیحیانو د مذهبي جشن هالووین د نمانځنې پرمهال اله ګوله پېښه شوه چې په نتیجه کې یې ۱۵۴ کسان ترپښو لاندې مړه او ۱۴۹ نور ټپیان شول. په مړو کې ۹۸ ښځې وې. Читать дальше...

کابل کې معترضې مېرمنې: طالبان دې ښځو ته په دولتي ادارو کې دندې ورکړي

Pa.azadiradio.com 

نن په کابل کې یو شمېر افغان مېرمنو او نجونو د یوې اعتراضه غونډې په ترڅ کې له طالبانو د کار او تحصیل د حق غوښتنه وکړه. دغه مېرمنې او نجونې چې د (ځواکمنو مېرمنو د اصلي خوځښت) غړې وې، د کابل په شهرنو پارک کې راټولې شوې وې. دوی خپل تحصیلي اسناد هم له ځانونو سره راوړي وو. ددغه خوځښت مشرې مونسې مبارز د دغه اعتراض په اړه ازادي راډیو ته وویل، د اعتراض کوونکو شمېر لسګونو ته رسېده. اغلې مبارز وويل: "پیغام دا و چې موږ په ظرفیت، تحصیل او دانش سره د خپلو حقونو غوښتونکي یو. زموږ ادعا دا ده چې موږ د افغانستان... Читать дальше...

د ماشومانو د خونديتوب مؤسسه: افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر نيمايي ډېر شوی

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله موسسه وايي، په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر نږدې ۵۰ سلنه زیات شوی دی. کابل کې اندرا ګاندي روغتون چې لسګونه ماشومان په‌کې د خوارځواکۍ له امله د ناروغۍ په بستر پراته دي. زرغونه چې له ارزګانه تر کابله د خپل بچي د درملنې لپاره راغلې وايي، ډاکټرانو ورته ویلي چې زوی یې په خوارځواکۍ اخته دی. نوموړې وايي: "ماشوم مې سوءتغذي دی. د اوزې شېدې مې ورکولې. بیا چې پرې د اوزې شېدې بندې شوې، ګېډه یې داسې وپړسېده. خپلې شېدې مې نه‌دي ورکړي، ځکه نه وې. خپلې څاڅکی... Читать дальше...

ډاکټر عبدالله عبدالله له ټام وېسټ سره د نجونو د ښوونځيو پر پرانيستلو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله وايي، د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالاتو له ځانګړي استازي ټام وېست سره یې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پر بیا پرانیستلو ټلیفوني خبرې وکړې. ښاغلي عبدالله نن په خپل رسمي فېسبوک کې لیکلي، چې له ټام وېست سره یې په خبرو کې ویلي، چې د نجونو د ښوونځیو پرانیستل د افغانانو اړتیا او غوښتنه ده. څه باندې ۴۰۰ ورځې کېږي چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو پرمخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې تړلې دي. د عبدالله عبدالله په خبره... Читать дальше...

ايراني ځواکونه: د خبريال 'رضا حقيقت' مړی مو په پټه خاورو ته سپارلی

Pa.azadiradio.com 

د ایران سپاه پاسداران انقلاب د ازادۍ راډیو د ایرانۍ څانګې راډیو فردا د وفات شوي خبریال رضا حقیقت نژاد کورنۍ ته خبر ورکړی، چې د هغه مړی یې په پټه له شېراز بهر، خاورو ته سپارلی دی. راډیو فردا د حقیت نژاد د قبر هغه عکس پر خپل ټویټر خپور کړی، چې سپاه پاسداران د هغه پلار ته لېږلی دی. رضا حقیقت نژاد د سرطان ناروغۍ له کبله دوې اوونۍ مخکې په برلین کې مړ شو، چې تېره سې شنبه یې مړی تهران ته ولېږدول شو. د راډیو فردا د راپور له مخې، د شېراز په هوايي ډګر کې د سپاه پاسداران مامورانو د حقیقت نژاد مړی د هغه له کورنۍ غلا او نامعلوم لوري ته یووړ. Читать дальше...

په فلپین کې د وروستي توفان له کبله د مړو شمېر ۹۸ ته پورته شو

Pa.azadiradio.com 

د دغه هېواد د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې نن دوشنبه دا شمېر د نویو مړو تر موندل کېدو وروسته ورکړ. تر نیمايي زیات قربانیان د وروستيو سېلابونو او ځمک ښویېدنې دي، چې د جمعې په ورځ یې ګڼ کلي په جنوبي ټاپو مینداناو (Mindanao) کې ویجاړ کړي دي. د فلپین چارواکي وايي، ۶۳ کسان اوس هم ورک او ۶۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

پرون ايران کې د پوهنتون يو شمېر محصلانو لاريون وکړ

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د مظاهرو د اوومۍ اوونۍ په دوام بېګا د یو شمېر پوهنتونو محصلان په لاریون وتلي وو. په سنندج ښار کې د پوهنتون د محصلانو او پولیسو تر منځ د اخ او ډب او د پولیسو له خوا د ډزو راپورونه ورکړل شوي. په تهران کې د ازاد پوهنتون محصلانو د ایران د رهبر علي خامنه يي پر ضد شعارونه ورکول. ایراني مظاهره چیان د حکومت له ځپونکو اقداماتو سره سره خپلو مظاهرو ته دوام ورکوي. د ایران د بشري حقونو د سازمان د راپورونو په اساس څه باندې ۲۵۰ مظاهره چیان د حکومتي ځواکونو له‌خوا وژل شوي او زرګونه نور کسان بندیان شوي. Читать дальше...

هند کې د یوه پله د نړېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۱۳۲ ته لوړ شو

Pa.azadiradio.com 

د هند په ګجرات ایالت کې د یوه پله د نړېدو په پېښه کې د مړو شمېر د رویټرز اژانس په حواله ۱۳۲ ته لوړ شو. په لومړنیو راپورونو کې د لږ تر لږه ۱۲۰ کسانو د مړینې تایید وشو او ویره یې تله چې د وژل شویو کسانو شمېر لا پسې لوړ شي. د چارواکو په وینا، پرون ماښام (اکتوبر ۳۰مه) د پل په نړېدو سره تر ۴۰۰ ډېر کسان "ماچو" سیند ته ولوېدل. رسنیو د هندي چارواکو له قوله ویلي، چې ډېر کسان د پله په ماتو شویو برخو کې بند پاتې دي، چې له امله یې د ژغورنې چارې ستونزمنې شوې دي. تر اوسه د دغه پل د نړېدو لامل نه‌دی په... Читать дальше...

افغان کرېکټ لوبډله سبا له سرېلانکا سره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰ اوریزه کرېکټ نړیوال جام سیالیو په دوام سبا (د لړم په لسمه) له سرېلانکا سره لوبه وکړي. داسې وړاندوینه شته چې ښايي سبا به باران وشي او لوبه به بې پایلې وي. خو که لوبه وشي، نو د استرالیا په برسبین ښار کې به د افغانستان پر وخت سهار اته نیمې بجې لوبه پيلیږي. د افغانستان وروستۍ دوه لوبې له نیوزیلنډ او ایرلنډ سره د باران له امله ترسره نه‌شوې او له هرې لغوه شوې لوبې څخه ټولو لوبډلو یو یو امتیاز ترلاسه کړ. د افغانستان ټيم وړمه ورځ برسبېن ښار ته رسیدلی او هلته یې د لوبې لپاره چمتووالی پيل کړی. Читать дальше...

انګلستان د بورسيو لپاره د افغانانو د غوښتنليکونو موده غځولې

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان د چیوننګ بورسیو لپاره د افغانانو د غوښتنلیکونو موده پنځلس ورځې نوره هم غځول شوې ده. دا خبره د یادو تحصیلي بورسیو اړوندې ادارې پرون اعلان کړې. د چیوننګ معتبره تحصیلي بورسونو لپاره د غوښتنلیکونو موده معمولاً د نومبر په اوله ختمیږي خو د افغانانو لپاره یې د نومبر تر پنځلسمې وخت غځولی. د چیوننګ ادارې ویلي چې د راتلونکي تحصیلي کال لپاره یوازې د هغو افغانانو غوښتلیکونه مني چې له افغانستان راوتلي او د سیمې په هېوادونو کې مېشت وي. دلیل یې دا راوړی چې برېټانیا او د چیوننګ بورسیو اداره د... Читать дальше...

سوداګرۍ وزارت د ژمي په راتلو کابل ښاريانو ته ۴۰۰زره ټنه سکاره په تخفيف ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د ژمي په رارسېدو سره به د کابل ښاریانو ته ۴۰۰ زره ټنه سکاره په تخفیف ورکړي. د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د تېلو د بیو د کنټرول کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ به یو ټن سکاره په ۹ زره افغانیو پر خلکو پلورل کېږي. جواد زیاته کړه چې یو میلیون ټنه ډیزل او پټرول، ۵۰۰ زره ټنه مایع ګاز او دوه میلیونه ټنه اوړه او غنم چې له روسیې څخه پیرل شوي د عقرب د میاشتې تر پایه به افغانستان ته ورسېږي. تر دې وړاندې... Читать дальше...

د بښنې نړيوال سازمان د بدخشان پوهنتون ښځينه محصلانو سره د طالبانو زور زياتی غندلی

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان پر طالبانو تور پورې کړی چې د ښځو اعتراضونه یې ځپلي او هغوی ته یې سپکاوی کړی دی. د دې سازمان د افغان څانګې کمپاینرې سمیرا حمیدي ویلي چې طالبان هڅه کوي وښيي چې بشري حقونه یې نه‌دي نقض کړي او دا چې ښځې له کومې ستونزې پرته پوهنتونونو ته ورځي. خو حميدي زیاته کړې چې د طالبانو دا څرګندونې په کلکه درواغ دي، او یوازې یوه هڅه ده چې د دوى حکومت په رسميت وپېژندل شي. د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر په بدخشان کې د مظاهرو ځپل وغندل او ویې ویل چې افغانستان د ظلم او بې عدالتۍ قرباني شوی دی. Читать дальше...

پخواني پوځي چارواکي: روسيې د اوکراين جګړې لپاره يو شمېر افغان کمانډويان ګمارلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پخواني پوځ ځینې لوړپوړي چارواکي تأییدوي چې یو شمېر افغان کمانډویان/ځانګړي ځواکونه د روسیې له خوا د اوکراین د جګړې لپاره استخدام شوي. د پخواني نظام د دفاع وزارت د دفتر رئیس او د ظفر ۲۰۷ قول اردو قومندان جنرال عبدالروف ارغندیوال تأییدوي چې روسیه پلان لري زرګونه افغان ځانګړي ځواکونه استخدام کړي. هغه د یکشنبې په شپه ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې د روسیې د دغو هڅو یادونه وکړه. نوموړي وويل: "روسان د واګنر امنیتي شرکت له لارې او د کوربه هېواد (ایران) په همکارۍ چې د افغانستان... Читать дальше...

ملګرو ملتونو بېلابېلو هېوادونو کې د افغان پناه غوښتونکو په اړه اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو او په بهر کې د افغان پناه غوښتونکو په لوړ شمېر اندېښنه ښودلې. د پاریس په یوه څنډه کې څو بې اسناده افغانان او د نورو هېوادونو پناه غوښتونکي لالهانده ګرځي. پولیسو افغان او افریقايي پناه غوښتونکي له کمپه ایستلي او یو شمېر یې په سړکونو شپې سبا کوي. افغان پناه غوښتونکی امیر یو له دې کسانو دی چې د فرانسې له خبري اژانس سره یې د زړه خواله کړې. نوموړي ويلي: "شپږ میاشتې کېږي چې په سړکونو څملم. هر چېرته چې د مرستې غوښتنه کوم مرسته نه راسره کوي. راته وايي چې ته محکمې رد کړی یې. Читать дальше...

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

انډیپنډنټ: له بریتانیا خپرېدونکې انډیپنډنټ ورځپاڼې د کرکټ پر روان نړیوال شل اوریز جام د باران اغېزو ته کتنه کړې ده. مطلب کې راغلي، باران په دغه نړیوال جام کې تراوسه د افغانستان او ایرلنډ، افغانستان او نیوزیلنډ او دغه راز استرالیا او انګلستان لوبې لغوه کړي دي. د استرالیا د کرکټ لوبډلمشر ارون فینچ چې هېواد یې د سږني جام کوربه توب کوي وایي، سبا سه شنبه په بریسبېن ښار کې هم د باران اټکل شوی دی. د بریسبېن په ګهبه سټدیوم کې سبا د افغانستان - سریلانکا او انګلستان - نیوزیلنډ لوبې پلان شوي دي. که... Читать дальше...



Москва

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин назвал победителей конкурса «Педагоги года Москвы»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Антонина Арталевская

Маленьким пациентам центра трансплантологии рассказали о тех, кто спасает их жизни каждый день




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

Больше всего работников с креативными идеями работает в ритейле и спорте

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете


Сюзанн Ленглен

Матч Котова и Вавринки перенесли на корт Сюзанн Ленглен



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Виктор Цой

Песни Виктора Цоя исполнит оркестр в Хабаровске



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России