Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Октябрь
2022

Новости за 27.10.2022

طالبان په هرات ولایت کې د یهودو عبادت‌ځای بېرته رغوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت پرېکړه کړې چې په یو شمېر ولایتونو کې لرغوني ځایونو په ځانګړي ډول د یهودو عبادت ځایونه "کنیسه ګانې" بېرته ورغوي. د هرات ولایت د اطلاعاتو فرهنګ ریاست د سېلانیانو برخې امر وحیدالله سلطاني ازادي راډیو ته وویل، په نږدې راتلونکي کې به د دغو لرغونو ځایونو د بیا رغولو چارې پیل شي. نوموړي وويل: "د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لومړیتوب په هېواد کې د لرغونو ځاینو ساتنه او بېرته رغونه ده چې د دې له ډلې یوه یا دو کنیسه ګانې دي چې په هرات ولایت کې موقیعت لري او دغه ځایونه به راتلونکي کې د سېلانیانو... Читать дальше...

لوړ پوړی روسي چارواکی: د اوکراين جګړه کې ښکېلې سپوږمکۍ ښايي په نښه شي

Pa.azadiradio.com 

د روسې د بهرنیو چارو د وسلو د کنټرول او نه خپراوي ډیپارټمینت مرستیال کونسټاټین ورنستوو د اکټوبر په ۲۶مه ملګرو ملتونو کې وویل، د لوېدیځ هغه سپوږمکۍ چې په یو ډول نه یو ډول د اوکراین د جګړې سره مرسته کوي خورا خطرناکې دي. هغه وویل، پر دې ظاهرا غیر نظامي جوړښتونو کېدای شي هدفي ځوابي بریدونه وشي. هغه د ملګرو ملتونو لومړی کمېټې ته وویل، د اوکراین د جګړې لپاره د لوېدیځ سپوږمکۍ کارول پارونکی دي. ورنسټوو که څه هم په مشخص ډول د کوم شرکت نوم یاد نه‌کړ خو زیاته يې کړه، موږ د ټولو هغو غیر نظامي جوړښتونو... Читать дальше...

د يوې چاودنې له امله د الفاروق قول اردو ۵ روغتيايي کارکوونکي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په لوېدیځ کې یوې چاودنې د طالبانو د دفاع وزارت اړوند الفاروق قول اردو ۵ صحي پرسونل وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي. دفاع وزارت په خپل ټوېټر دا خبره تایید کړې ده. په بیان کې د چاودنې دقیق ځای نه‌دی په ډاګه شوی. د بیان له مخې برید نن سهار د ناپېژاندو وسله والو له‌خوا د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د روغتیاپالانو په یوه کاسټر ډول موټر وشو. الفاروق قول اردو په هرات کې مېشته د افغانستان د څو لوېدیځو ولایتونو لپاره د طالبانو تر ټولو یوه لویه پوځي اډه ده.



د خصوصي پوهنتونو ټولنه: سږ کال د محصلانو جذب کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو ټولنه وايي، چې سږکال خصوصي پوهنتونونو ته د محصلینو د جذب په برخه کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی او دغه پوهنتونونه له بد اقتصادي وضعت سره مخ دي. فیصل چې تېر کال په کابل کې له دولسم ټولکي څخه فارغه شو وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې ونه‌شو کړای چې د خصوصي پوهنتونونو په کانکور ازموینه کې له ګډون او لوړې زده‌کړې وکړي. د نوموړي په خبره، د بېلابېلو لاملونو له امله دولتي پوهنتونونو ته لاره پیدا کول سخت دي خو هیله یې درلوده، چې په خصوصي پوهنتون کې لوړې زده‌کړې وکړي. نوموړی وايي... Читать дальше...

کرېکټ؛ جنوبي افريقا بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د کرېکټ په نړیوال شل اوریز جام کې نن جَنوبي افريقا په لوی توپیر بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه. جَنوبي افریقا لومړی بېټنګ وکړ په شلو اورونو کې یې ۲۰۵ منډې وکړې. د بنګله‌دېش ټول ټیم په ۱۰۱ منډو وسوځېد. د جَنوبي افریقا لوبغاړي ریلي روسو سلیزه ووهله او کونټن ډیکاک څه باندې شپیته منډې جوړې کړې. د نن په دویمه لوبه کې هند له هالند لوبه وګټله. د هند ټیم هالندي لوبغاړو ته د ۱۸۰ منډو هدف ورکړ، هالند په ټاکلو اورونو کې یوازې ۱۲۳ منډې جوړې کړای شوې. دمګړۍ په نړیوال جام کې د پاکستان ټیم له زمبابوې سره مخ دی. Читать дальше...

۶۶۰ تنه افغان کډوال پرون کاناډا ته ورسېدل

Pa.azadiradio.com 

دا افغانان له تاجکستان او پاکستانه په دوو پروازونو کې د تورنتو او ادمنتون هوايي ډګرونو ته انتقال شوي. د کاناډا د کډوالو چارو وزیر شان فریزر تازه ورغلو افغانانو ته ښه راغلاست ویلی او ټینګار یې کړی چې هېواد یې د لږ تر لږه ۴۰ زرو افغانانو د ورغوښتلو او هلته د مېشتولو هوډ لري. شان فریزر په خپل ټوېټر باندې په یوه بیان کې ویلي چې د افغانانو د بیا مېشتولو پروګرام کال ته بشپړوي. د کاناډا د کډوالو چارو د وزیر په خبره له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر دې دمه ۲۳۵۰۰ افغانان کاناډا ته رسېدلي او په خوندي توګه هستوګن شوي.

د ايران په لوېديځ کې په يوه زيارت کې د بريد له امله ۱۵ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران په لوېدیځ کې کې د شیعه مسلمانو پر یو زیارت برید کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي. دا خبره د ایران دولتي رسنیو کړې او د داعش وسله‌والې ډلې یې مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی. برید د شیراز په ښار کې د شاه چراغ په مقبره کې د ماښام د لمانځه پر مهال شوی دی. د ایران دولتي ټلوېزون وايي برید ګر یو وسله‌وال و چې ۱۹ کسان یې نور ټپیان کړي هم دي. ایراني چارواکو ویلي، بریدګر یې نیولی دی. تر دې مخکې راپورونو کې ویل شوي وو چې برید د درې وسله‌والو له‌خوا شوی، چې ۱۳ کسان په‌کې وژل شوي او څلوېښت نور ټپیان شوې دي. Читать дальше...

روسيې نن پر کييف او زاپوريژيا بريدونه کړي دي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې پوځیانو نن د اوکراین په پلازمېنه کیف او زاپوریژیا ښار کې تازه بریدونه کړي دي. د کیف سیمه‌ییز والي اولیکسي کولیبا پر خپل ټیلګرام چینل لیکلي، د ژغورنې ټیمونه په پلازمېنه کې د بریدونو سیمو ته رسیدلي، خو د بریدونو اصلي موقعیتونه یې نه‌دي یاد کړي. نوموړي زیاته کړې، روسان د شپې له‌خوا کیيف له وحشت سره مخامخوي او په خبره یې د بریدونو ځای کې د اورونو د مړه کېدو او نورو پاتې شونو د پاکېدو هڅې لا روانې دي. روسیې په دې وروستیو کې پر اوکراین هوایي او توغندیز بریدونه ډېر کړي، خو اوکرایني چارواکو... Читать дальше...



ريچارد بېنيټ: د افغان مېرمنو او نجونو شاتګ د افغانستان په تاريخ کې بې‌ساری دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنيټ وايي، د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو اوسنی شاتګ ښايي د دې هېواد په تاریخ کې بې‌سارې وي. نوموړي د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه له راپور ورکولو وروسته یو خبري کنفرانس ته وویل، افغانان په ځانګړي ډول مېرمنې او نجونې احساس کوي چې له نړۍ هېر شوي دي. ښاغلي بېنيټ وویل چې په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې د شاه تګ له خطر سره مخ شوې دي. نوموړي وويل: "لومړی خو دا... Читать дальше...

د طالبانو حکومت په نا مستقيم ډول د ريچارد بېنيټ راپور ته غبرګون ښودلی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت په نا مستقیم ډول د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنیټ وروستي راپور ته غبرګون ښودلی دی. که څه هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د ښاغلي بېنیټ نوم نه‌دی راغلی، خو دوی د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د یو شمېر څیړونکو بنسټونو پر تګلارو نیوکه کړې. دغه وزارت تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د بشري حقونو او بشري وضعیت د څار لپاره ګمارل شویو ادارو او اشخاصو ته د بې پرې موندنو شرایط برابر کړي دي. خبرپاڼه کې نیوکه شوې چې د همکارۍ... Читать дальше...

د ايران شيراز ښار کې د پروني بريد مسؤليت داعش وسله‌والې ډالې ومانه

Pa.azadiradio.com 

د ایران د شیراز ښار پر شاه چراغ حرم د پروني وسله‌وال برید مسؤلیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش ومانه. رویټرز خبري اژانس ویلي چې داعش پر خپل ټیلګرام چېنل د دې برید مسؤلیت، چې لږ تر لږه ۱۵ تنه په‌کې ووژل شول، منلی دی. برید کې له شلو زیات کسان ژوبل شوي هم دي. د ایران ځایي خبري اژانسونو ویلي چې د بریدګرو شمېر درې تنه وو. د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي ویلي، دغه شرارت به قطعا بې ځوابه پاتې نه‌شي.

روسيې پرون د اوکراين پر څلوېښت سيمو بريدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

روسیې د اوکراین په مختلفو سیمو کې خپلو بریدونو ته ادامه ورکړې ده او پرون یې هم یو شمېر ملکیان په نښه کړل. د اوکراین د پوځ په وینا پرون روسیي ځواکونو په لږ تر لږه څلوېښت سیمو حمله وکړه. په دې ترڅ کې اوکرایني ځواکونه د خیرسون پر ستراتیژیک ښار د برید لپاره چمتو کیږي. بل لور ته کییف یو ځل بیا له خپلو غربي متحدانو وغوښتل چې د اوکراین هوایي دفاع پیاوړې کړي.

د لاريونوالو د ځپلو له امله امريکا پر يو شمېر ايراني چارواکو نوي بنديزونه ولګول

Pa.azadiradio.com 

واشنګتن په یو شمېر ایراني چارواکو د سوله‌ییزو مظاهرو د ځپلو او د انټرنټ د سانسورولو په خاطر نوي بندیزونه ولګول. د امریکا خزانې وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، دوی د ایران د سپاه پاسدران انقلاب اسلامي پر چارواکو، د استخباراتو پر چارواکو، د تهران او ایالتي زندانونو پر مسؤلينو او پر هغو ادارو او خلکو بندیزونه لګولي دي چې انټرنټ سانسوروي. په ایران کې پرون اعتراض کوونکو د مهسا امیني د څلوېښتمې د ویر په ترڅ کې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړ. دوه ویشت کلنه مهسا امیني د حجاب د نه رعایت په تور په توقیف کې ووژل شوه. Читать дальше...

د خوړو نړيوال سازمان: راتلونکې مياشت به افغانستان ته دېرش زره ټنه اوړه ولېږدول شي

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال سازمان څرګندوي چې راتلونکې میاشت به افغانستان ته د دېرش زره ټنه اوړو لومړۍ برخه انتقال شي. د خوړو نړیوال سازمان اتیا زره ټنه غنم له اوکراین څخه اخیستې دي چې له اړه کېدو وروسته شپېته زره ټنه کېږي. د دې مرستو پوره نیمایي افغانستان ته بېله شوې ده. د ملګرو ملتو دا موسسه اټکل کوي چې په افغانستان کې شاوخوا نولس میلیونه افغانان خوراکي مصونیت نه‌لري. د خوړو نړيوال سازمان له‌خوا د اوړو د لېږد دا خبر داسې مهال ورکول کېږي چې افغانان د ژمي په درشل کې له سختې بې‌وزلۍ او لوږې سره مخ دي.

د کرېکټ په شل اوريز نړيوال جام کې نن درې لوبې ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

د کرېکټ د شل اورونو په نړیوال جام کې نن د (ب) ګروپ درې لوبې دي، جنوبي افریقا له بنګله‌دېش سره، هند له هالنډ سره او پاکستان له زیمبابوې سره مخامخیږي. هند او بنګله‌دېش تر اوسه یوه یوه لوبه کړې ده او ګټلي یې دي. پاکستان خپله لومړۍ لوبه بایللې ده، د جنوبي افریقا او زیمبابوې لوبه د باران له امله مساوي شوې ده. پرون د افغانستان او نیوزیلنډ لوبه هم مساوي شوه چې دواړو لوبډلو یو یو امتیاز خپل کړ، سبا به افغان لوبډله په دې جام کې له ایرلنډ سره مسابقه وکړي چې پرون یې د انګلستان ټیم ته ماتې ورکړه. نړیوال... Читать дальше...

ملګرو ملتونو ته د ريچارډ بېنيټ راپور: د افغانستان وضعيت هيچا ته د منلو نه‌دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتو ځانګړي راپور ورکوونکي له افغانستان څخه تر کتنې وروسته خپل راپور د ملګرو ملتو عمومي غونډې ته تېره شپه وړاندې کړ. ریچارډ بېنیټ په افغانستان کې د نجونو او ښځو، اقلیتونو، مدني فعالانو او خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل چې دا وضعیت د هیچا لپاره د منلو نه‌دی. نوموړي وويل: "په عمومي ډول د بشري حقونو له پلوه، وضعیت د خرابېدو پر لور درومي، په ځانګړي توګه افغانستان په ټوله نړۍ کې، تقریبا د نجونو او ښځو لپاره تر ګردو بد هېواد دی." په پرونۍ... Читать дальше...

د کرېکټ په نړيوال جام کې د افغانستان لپاره کومه لوبه مهمه ده؟

Pa.azadiradio.com 

په استرالیا کې د شل اورونو د کرېکټ د نړیوال جام لوبو په ترڅ کې نن د پاکستان لپاره او سبا د افغانستان لپاره لوبه ډېره مهمه ده. که پاکستان نننۍ لوبه بایلي له خپل ګروپه یې د وتلو چانس کمیږي، افغانستان کې سبانۍ لوبه بایلي له ګروپه یې د وتلو چانس تقریبا له منځه ځي. افغان لوبډله په الف ګروپ کې ده، تر اوسه یې یوه لوبه له انګلستان سره بایللې ده، بله یې پرون د باران له امله له نیوزیلنډ سره مساوي شوه چې یو امتیاز یې ترلاسه کړ. که چېرته افغانستان سبا ایرلنډ ته ماتې ورکړي نو له دریو لوبو به درې امتیازه ترلاسه کړي. Читать дальше...

رسنۍ: روسیه د اوکراین جګړې لپاره د تېر نظام افغان کمانډویان ګوماري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه فارن پالیسي: فارن پالیسي خپرونه لیکي، روسیه د اوکراین جګړې ته هغه پخواني افغان کمانډویان ګوماري چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو او په دې هېواد کې د پخواني جمهوري نظام له ړنګېدو سره یوازې پرېښودل شوي دي. د فارن پالیسي خپرونې په لیکنه د افغانستان د پخوانۍ کمانډویي ځواکونو د قول اردو یو شمېر غړیو ویلي چې ورسره تماسونه نیول شوي چې له روسي ځواکونو سره د اوکراین په جګړه کې یوځای شي. د ورځپاڼې په لیکنه یو شمېر افغان پوځي او امنیتي سرچینو ویلي... Читать дальше...

د ګالوپ سروې: افغانستان په ۲۰۲۱ کې تر ټولو نا امنه هېواد و

Pa.azadiradio.com 

د ګالوپ د سروی له مخې په دوه زره یو ویشتم میلادي کال کې په افغانستان کې دوه دېرش فیصده نارینه و د شپې په مخه د ګرځېدو پر مهال د خوندیتوب احساس کاوه او په ښځو کې دا فیصدي دولسو ته رسېده. د دې تحقیقاتي مرکز په وینا یو کال مخکې تر دې دا شمېرې ټیتې وې، د نارینه و د خوندیتوب کچه شپاړس په سلو کې وه او د مېرمنو اته په سلو کې وه. وروسته له دې چې د پروسږ کال تر نیمایي وروسته طالبانو کابل ونیو، په ځانګړې توګه د ښځو د امنیت په تړاو راپورونه زیات خپاره شوې دي. یو شمېر ښځینه مدني فعالانو ادعاوې کړې دي چې د طالبانو له لورې له ګواښ سره مخامخ دي. Читать дальше...



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» легально изготавливает армии и спецслужбы. 6 серия. СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: 10 тыс. человек получили медпомощь в обновленных приемных отделениях



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Булат Окуджава

Виктор Астафьев, Булат Окуджава, Юлия Друнина, Борис Васильев – 100-летие литераторов-фронтовиков отметили в Стамбуле




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Волонтеры Президентской академии в Санкт-Петербурге вносят свой вклад в развитие и повышение доступности спорта для граждан

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)


Елена Рыбакина

Елене Рыбакиной поставили неожиданный «диагноз»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Молодежь Чехова сразилась в «Крокодила»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России