Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Октябрь
2022

Новости за 04.10.2022

د پرتګال پلازمېنه کې د افغاني موسیقۍ انګازې

Pa.azadiradio.com 

له يوې اوږدې چوپتيا وروسته د پرتګال پلازمېنه کې د افغاني موسیقۍ انګازې وې. د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتوت ارکستر د روانې اوونۍ په پیل کې د پرتګال په پلازمېنه لیزبن کې د سټېج پر سر راڅرګند شو او موسیقي یې وغږوله.

په تروريستي حملو کې ولې په ځانګړي ډول د نجونو ټولګي په نښه کېږي؟

Pa.azadiradio.com 

د تېرې جمعې په ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه ښوونیز مرکز د خونړۍ حملې د غندنې لپاره پر ټولنیزو شبکو لوی کمپاین پیل شوی. پر ټویټر او فېسبوک د دې کمپاین په ترڅ کې عامو خلکو او یو شمېر مخکښو شخصیتونو پر افغان هزاره ګانو د دې حملو د بندیدو غوښتنه کړې. احمد تکل په دې اړه له افغان سیاستوالې شکریې بارکزۍ سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي دي چې په دې تروریستي حمله کې ولې په ځانګړي ډول د نجونو ټولګی په نښه شو؟ د اغلې بارکزۍ مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

اندېشه: ملګري ملتونه دې افغانستان کې د خونړيو پېښو د حساب ورکونې مېکانېزم رامنځته کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی نصیراحمد اندېشه وایي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان خلک د زوال پر لوري روان دي. نوموړي چې نن یې د دې شورا په غونډه کې څرګندونې کولې وویل، طالبان په افراطي مفکورې او انتحاري حملو سره په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې، القاعده او نورو ترهګرو ډلو د پیاوړي کېدو سبب شوي دي. نوموړي وويل: "د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، څو فرهنګي او ملتي ټولنه په سرعت د نابودۍ خواته روانه ده. د هندوانو، سېکهانو، یهودانو، مسیحانو په څېر مذهبي... Читать дальше...



نی د طالبانو له‌خوا د دوو رسنيو د وېب پاڼو تړل کېدل غندلي

Pa.azadiradio.com 

د دو افغان رسنیو وېب پاڼې چې خبرونه، خپرونې او اړوند مطالب به یې په‌کې خپرول، د طالبانو د حکومت له له لوري د دوشنبې په ورځ د اکتوبر په ۳مه نېټه تړل شوې دي. دا دوه رسنۍ هشت صبح ورځپاڼه او زاویه میډیا دي. د هشت صبح ورځپاڼې مسؤل مدیر محمد محق ازادي راډیو ته وویل، چې د دوی د ورځپاڼې وېب پاڼه ځکه د طالبانو د حکومت د مخابراتو وزارت له لوري تړل شوې ده، چې په خبره یې د دغې رسنۍ محتویات او راپورونه د طالبانو په خوښه برابر نه‌دي او بې سانسوره خپرېږي. ښاغلي محق ازادي راډیو ته وویل: "هشت صبح ورځپاڼه خپلواکه... Читать дальше...

د افغانستان د موسيقۍ ملي انستيتيوت په پرتګال کې لومړنی کنسرت ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت په بهر کې خپل لومړنی کنسرټ د پرتګال په پلازمېنه لیزبن کې ورکړ. د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت چې له څه باندې یوه کال راهیسې یې غږ چپ و، په یوه نوي ځای، د پرتګال په پلازمېنه لیزبن کې موسیقي وغږوله. د افغانستان د ملي سرود غږیدا په سالون کې د ډېرو افغانانو اوښکې توی کړې. د سید انور هاشمي په نوم يو افغان وايي: "والا موږ خو ډېر خوشحاله شو چې خپل ملي سرود مو واورېد. دلته موږ ټولو ملګرو ځانونه نشوای ټینګولای چې اوښکې مو رانشي." په سالون کې راټول شویو افغانانو اونورو نندارچیانو ډېر د خوښۍ او ویاړ احساس کاوه.

پر بايسکل د حج په تکل وتلی راز محمد له خپلې کورنۍ تري تم دی

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان ته د حج په نیت پر بایسکل له کوره د وتلي راز محمد کورنۍ وايي، ورځ تر بلې یې د نوموړي په اړه اندېښنې مخ په ډېرېدو دي. راز محمد د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، هغه شخص چې د حج فریضې د ادا کولو په نیت پر بایسکل روان شو او له افغانستان لومړی ایران او بیا عراق ته واوښت. اوس یې ورور نېک محمد ازادي راډیو ته وايي، راز محمد ته په عراق کې پولیسو سعودي عربستان ته د ننوتو اجازه ور نه‌کړه او هغه هملته پاتې شو. د نېک محمد په خبره، له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې ورور له دوی سره هیڅ ډول اړیکه نه‌ده نیولې. Читать дальше...

د ناامنیو زیاتېدو د کانکور ازموینو ځینې ګډونوال اندېښمن کړي

Pa.azadiradio.com 

له ښوونځیو څخه یو شمېر فارغ شوي زده کونکي چې ټاکل شوې سږ کال د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي وایي، د خپل ځان د امنیت په اړه اندېښمن دي. د ښوونځیو یو شمېر هغه فارغان چې غواړي سږ کال په کانکور ازموینو کې ګډون وکړي وايي، له ډار او اندېښنو سره به ازموینې ته ځي. د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت په وینا، د سږ کال کانکور ازموینه به د میزان میاشتې په ۱۳، ۱۴ او ۱۵ په ټول افغانستان کې پیل شي. د ښونځیو دا فارغان وایي، چې د خپل ځان د امنیت په اړه اندېښمن دي. فرهاد چې سږنۍ کانکور ازموینې ته یې نوم... Читать дальше...

د طالبانو سیمه ییز مسوولان: مقاومت جبهې د بدخشان د شُکۍ ولسوال نیولی

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان ولایت د شُکۍ ولسوالۍ د سقوط په اړه اوس هم بېلابېلې څرګندونې کېږي. د طالبانو پر ضد د جنګېدونکې وسله والې ډلې، د ملي مقاومت جبهې له لوري د بدخشان د شُکۍ ولسوالۍ د نیولو ادعاو کړه. د ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت احمدي تېره ورځ ناوخته په خپله توېټر پاڼه د یادې ولسوالۍ د مرکز د نیولو ادعا وکړه. د ملي مقاومت جبهې له لوري دغه شان په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د امنیه قومندان محمد اکرم په ګډون لس طالبان هم د دوی ځواکونو ژوندي نیولي دي. په ټولنیزو رسنیو... Читать дальше...



ملګرو ملتونو افغانستان ته څه باندې یو میلیارد ډالره لېږدولي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما وایي، ملګرو ملتونو په تېر یوه کال کې څه باندې یو میلیارد ډالره افغانستان ته لېږدولي چې له میلیونونو هغو افغانانو سره چې سخت بشري مرستو ته اړ دي، د ژوند ژغورنې مرستې وشي. یوناما نن په یوه ټوېټ کې د دغو مرستو وضاحت ورکړی او ویلي یې دي دغه نغدي مرستې یوه سوداګریز بانک ته ورکړل شوي نه د طالبانو چارواکو ته اوس پر افغانستان واکمن دي. د دغو مرستو په دوام د افغانستان بانک پرون افغانستان ته د نورو ۴۰ میلیون ډالرو مرستې د رسېدو خبر ورکړ. د... Читать дальше...

د اوکراین ولسمشر: له روسي ځواکونو ډېرې سیمې ازادې شوې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي له روسي ځواکونو سره د جګړې په لومړیو کرښو کې د پرمختګ خبر ورکوي او وایي چې پرون هم ډېرې سیمې له روسي ځواکونو ازادې شوې. د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وایي، د اوکراین وسله وال ځواکونه په یو شمېر سیمو کې د نورو ښارونو له ازادولو وروسته د روسي ځواکونو پر وړاندې د پرمختګ په حال کې دي. زیلینسکي تېره شپه په ویډیویي وینا کې په دې اړه نور جزییات ورنه کړل، خو وې ویل چې پرون دوشنبې د دوی د پوځ او د ټولو مدافعینو یرغلیزو عملیاتو دوام وکړ. خو اوکرایني چارواکو او... Читать дальше...

ملګري ملتونه: افغان نجونې او ښځې هېڅ ځا‌ی خوندي نه‌دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله او د ښځو لپاره د دې سازمان مشره سیما باهوس وايي، افغان نجونې او ښځې هېڅ ځا‌ی خوندي نه‌دي. محمد عامر په کاج ښوونیز مرکز کې د خپلې وژل شوې لور وحیدې په قبر اوښکې تویوي. هغه وايي، د لور له وژل کېدو وروسته يې، دا نړۍ ورته په جهنم بدله شوې ده. نوموړي وویل: "ډېره راته سخته ده. دا دوه ورځې راته دا نړۍ جهنم ګرځېدلې. د شپې خوب نه راځي. هر څومره چې ځان ته ډاډ ورکوم، نه کېږي، زړه مې چوي. وایم داسې یو ځای وي چې چیغې ووهم. زړه مې وحیدې پسې ټوټه ټوټه کېږي." وحیده... Читать дальше...

د ایران مشر په دې هېواد د روانو نارامیو لامل بهرنۍ لاسوهنه وبلله

Pa.azadiradio.com 

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي په دغه هېواد کې د روانو نارامیو لامل بهرنۍ لاسوهنه وبلله. پرون روانو مظاهرو ته د خامنه یي په لومړني علني غبرګون کې نوموړي مظاهره کوونکي له امریکا او اسراییلو او له ایرانه بهر د ده په ټکو" دسیسه ګرو" ایرانیانو سره تړلي وبلل. په ایران کې مظاهرې وروسته له هغه پیل شوي چې د اخلافي امنیت پولیسو یوه نجلۍ مهسا امیني د حجاب دسم نه مراعاتولو په تور توقیف او بیا یې تر شکنجې لاندې سا ورکړه. چارواکو ویلي، مهسا د زړه د حملې له کبله مړه شوې، خو کورنۍ او ملاتړي یې بیا دا ادعا نه مني.

پر کاج ښوونیز مرکز د بريد په غبرګون د بلخ پوهنتون يو شمېر محصلانو لاريون

Pa.azadiradio.com 

د بلخ پوهنتون يو شمېر محصلانو د دوشنبې په ورځ پر کاج ښوونیز مرکز د جمعې د بريد په غبرګون کې لاريون وکړ او د عدالت غوښتنه‌يې وکړه. لاريون کوونکو د "عدالت او تعليم زموږ حق دی" شعارونه ورکول او د کابل پر کاج ښوونیز مرکز يې بريد وغانده او د عاملينو د سزا غوښتنه‌يې وکړه.

طالبان ولې له معترضو ښځو وېره لري؟

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، طالبان له معترضو ښځو وېره لري. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو څو ورځو کې د کابل په ګډون سلګونه ښځو په هرات، بلخ، بامیان او غزني کې مظاهرې وکړې. په ځینو مواردو کې له مظاهره چیانو سره د طالبانو د پوځیانو د زورزیاتي راپورونه هم ورکړل شوي دي. دا چې طالبان ولې له معترضو ښځو وېره لري او په دې اړه د بشري حقونو د څار سازمان اندېښنه څومره پر ځای ده؟ په همدې تړاو زمونږ همکار اسداله لودین د پخوانۍ ولسي جرګې غړي شینکۍ کړوخیل پوښتلې. د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ... Читать дальше...

ډيپلومات: پر کاج ښوونیز مرکز حمله د افغان ښځو لپاره لویه غمیزه بلل کېږي

Pa.azadiradio.com 

ډيپلومات: ډيپلومات خپرونې د کابل په دشت برچي کې پر یو ښوونیز مرکز د جمعې ورځې د برید په اړه یو مطلب خپور کړی چې عنوان یې دی، د کابل په هزاره مېشته سیمه کې پر یوه ښوونیز مرکز په برید کې زده کوونکي وژل شوي. په مطلب کې دا حمله د افغانستان او ښځو لپاره یوه لویه غمیزه بلل شوې. په مطلب کې راغلي، د کابل په دشت برچي سیمه کې هغه صحنه پېښه شوه چې پخوا هم ټول ورسره آشنا وو، یعنې په یوه انتحاري حمله کې نه یوازې ملکيان بلکې زده کوونکي په نښه شول. ډيپلومات زیاتوي چې د کاج په نوم دې ښوونیز مرکز کې هغو نجونو... Читать дальше...

مقاومت جبهې د بدخشان د شُکی ولسوالۍ د نیولو ادعا کوي خو طالبان یې نه مني

Pa.azadiradio.com 

د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې چې د دوی جنګیالیو په بدخشان کې شُکی ولسوالۍ له طالبانو نیولې ده. د طالبانو د حکومت دې وسله والې مخالفې جبهې دوشنبه ناوخته په یوه اعلامیه کې د شُکی د نیولو ادعا کړې. په اعلامیه کې زیاته شوې چې د ملي مقاومت جبهې همدارنګه د شُکی ولسوالۍ لپاره د طالبانو د امنیه قومندان محمد اکرم په شمول لس تنه طالبان نیولي. خو د طالبانو حکومت د بدخشان د شٌکې ولسوالۍ سقوط رد کړ. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د ولسوالۍ د سقوط په اړه خپرې شوې ادعاوې بې اساسه دي. Читать дальше...

د هشت صبح ورځپاڼې د ویب پاڼې بندولو غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان د هشت صبح ورځپاڼې د ویب پاڼې د بندولو په اړه غبرګون وښود. دغه سازمان وايي، پر ازادو رسنیو، د بیان پر ازادۍ او د غونډې پر حق د طالبانو پرله پسې بریدونه هغه لاملونه دي، چې ښيي دوی خپل مخالف نظریات ځپي. هشت صبح ورځپاڼه وايي، طالبانو د سیاسي دلایلو له مخې د دوی ویب پاڼه ور بنده کړې ده. خو طالبانو د دوشنبې په ورځ وویل چې د ورځپاڼې ویب پاڼه یې د دوی په خبره د کاذبو راپورونو د خپرولو په خاطر تړلې ده.

طالبانو 'ډاکتره سیمین مشکین مهمند' د رابعه بلخي روغتون مشره ټاکلې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت ډاکتره سیمین مشکین مهمند د رابعه بلخي روغتون د مشرې په توګه وټاکله. د روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې اغلې مهمند د هغې د وړتیا په اساس دې دندې ته معرفي شوې ده او خلکو ته د ښو صحي خدماتو د وړاندې کولو تمه ترې کېږي. یمین مشکین مهمند د طالبانو په حکومت کې دویمه ښځه ده چې د یوه روغتون د مشرې په توګه ټاکل کېږي. تر دې مخکې ډاکتر ملالۍ فیضي د ملالۍ زیژنتون د مشرې په توګه ټاکل شوې وه. د طالبانو د واکمنۍ څه باندې یو کال تېر شو خو لا هم ګڼې ښځینه کارمندانې بې برخلیکه دي او یواځې په محدودو برخو کې ښځې کارونو ته ورځي. Читать дальше...

استرالیا کې د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغان لوبډلې تمرینات پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په استرالیا کې نړیوال جام ته د چمتووالي په هدف تمرینونه کوي. تمه ده دا لوبډله د جمعې په ورځ یوه تمریني لوبه هم وکړي. د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نړیوال جام ته د ښه چمتووالي په هدف په استرالیا کې خپل تمریناتي کمپ په لاره اچولې. د یادولو وړ ده چې د کرکټ ملي لوبډله به د اکتوبر په اوومه نېټه خپله تمریناتي لوبه ترسره کړي." د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو په لړ کې تر خپلې لومړۍ رسمي لوبې مخکې د پاکستان او بنګله دېش پر وړاندې دوه تمریناتي لوبې کوي.

ایران کې ناکرارۍ؛ کاناډا په لسګونه ایراني چارواکو او ادارو بندیزونه ولګول

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د ناکراریو له دوام سره جوخت، کاناډا په لسګونو ایراني چارواکو او ادارو باندې نوي بندیزونه ولګول. کاناډا د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني د وژل کېدو له امله پر یو شمېر ایراني امنیتي چارواکو نوي بندیزونه ولګول. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي پرون وویل چې دا بندیزونه د اخلاقي امنیت د پولیسو پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د وژل کېدو په ګډون د بشري حقونو د سختو سرغړونو په غبرګون کې پر ایراني چارواکو لګول شوي دي. په دې اقدام کې کاناډا د سپاه پاسداران د لوړپوړو چارواکو... Читать дальше...

افغانستان کې خونړي بریدونه؛ متقي: داعش بې دفاع افغانان هدف ګرځوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن کابل ته تللی او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي. د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن تر یوې اوږدې مودې وروسته کابل ته ستون او له طالب چارواکو سره یې خبرې کړي. نیکلاسن داسې وخت کابل ته سفر کړی چې تېره جمعه د کاج په نوم په یوه ښوونیز مرکز باندې مرګوني برید کې ۵۳ تنه اکثر نجونې ووژل شوې او ۱۱۰ تنه نور ژوبل شول. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي له امیرخان متقي سره په... Читать дальше...

د بشري حقونو څار سازمان: طالبان له معترضو ښځو په وېره کې دي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان هیومن رایټس واچ وايي، طالبان له معترضو ښځو په وېره کې دي. د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د طالبانو له ځپونکو اقداماتو سره سره سلګونه افغان نجونې د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره په لاریون وتلې دي. د دغه سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار ازادي راډیو سره په خبرو کې د معترضو نجونو په وړاندې د طالبانو اقدامات له تاوتریخوالي ډک وبلل. هغې زیاته کړه: "په وروستیو څو ورځو کې چې کومې مظاهرې موږ ولیدلې او ټولې یې د ښځو له خوا وشوې په څو میاشتو کې بې سارې دي. ځینې مسایل په کې... Читать дальше...



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» легально изготавливает армии и спецслужбы. 6 серия. СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

В Москве выбрали лучших педагогов в рамках городского конкурса — Собянин



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

The Beatles

100 лучших сольных песен The Beatles - 6




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

Волонтеры Президентской академии в Санкт-Петербурге вносят свой вклад в развитие и повышение доступности спорта для граждан

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете


Миомир Кецманович

Кецманович отказался от борьбы в игре с Медведевым на "Ролан Гаррос"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В РУМЦ МГППУ действует правовой просветительский лекторий для студентов с инвалидностью и сотрудников вузов-партнеров



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России