Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Октябрь
2022

Новости за 05.10.2022

طالبان له روسیې نفتي توکي او غنم واردوي

Pa.azadiradio.com 

طالبانو له مسکو سره د تېلو، ډیزلو او غنمو د وارداتو تړون لاسلیک کړی دی. روسیه به د دې په بدل کې له افغانستانه چې پیسې نه لري، څه ترلاسه کړي؟ طالبان له اقتصادي کړکېچ څخه د وتلو لارې چارې لټوي او د دوی حکومت چې نړیوالې ټولنې په رسمیت نه دی پېژندلی، روسیه او ایران یې د لېواله شریکانو په توګه موندلي دي. له روسیې او ایران سره د نړیوالو بندیزونو له امله تجارت محدود دی. د طالبانو د تجارت او صنعت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي تېره اونۍ ویلي و چې افغانستان به له روسیې سره د نوي تړون له مخې هر کال یو... Читать дальше...

د طالبانو له لوري د دوو رسنیو د ویبپاڼو بندولو خبریالان اندېښمن کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې اعلان وکړچې د هشت صبح ورځپاڼې او زاویه میډیا یې په دې تورچې جعلي خبرونه یې خپرول او انډول یې نه ساته، بندې کړې. دغه اقدام د خبریالانو او رسنیو د مدافع ټولنو له تندو غبرګونونو سره مخامخ شو. احمد تکل د دغه اقدام د پایلو په اړه په افغانستان کې د جنوبي آسیا د خبریالانو د ټولنې له ریس ضیا بومیا سره د سکایپ له لارې مرکه کړې ده.

طالبان: کابل کې جومات دننه د چاودنې له امله ۴ کسان وژل شوي او ۲۵ ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، نن له غرمې وروسته د دې وزارت یوه فرعي جومات کې دننه د چاودنې له امله ۴ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وویل: "په تاسف سره باید ووایو چې نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه نیمه بجه د کورنیو چارو وزارت په یوه فرعي جومات کې چاودنه رامنځته شوه. په یاده چادنه کې ۴ تنه لمونځ کوونکي په شهادت ورسېدل او ۲۵ تنه نور هم زخمیان دي. دپېښي په اړه پلټنې رواني دي چې کله پلټنې پای ته ورسېدې جزییات به یې له رسنیو سره شریک کړو." هغه... Читать дальше...



ایمرجنسي روغتون: کابل کې د چاودنې له امله ۲ تنه وژل شوي او ۱۸ ټپيان دي

Pa.azadiradio.com 

د ایمرجنسي روغتون وايي، په کابل کې د چاودنې له امله ۲ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي. دا روغتون چې د ایټالیا د یوې غیردولتي موسسې په مرسته چلېږي، په خپل ټوېټر کې لیکلي دي چې تر چاودنې وروسته دوی ته ۲۰ تنه وروړل شوي دي چې دوو یې روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده. د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالنافع ټکور رسنیو ته په استولي پیغام کې هغه راپور رد کړی چې مخکې ویل شوي و چې دا چاودنه د کورنیو چارو د وزارت دننه په جومات کې شوې ده. دی وایي چې د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه په یوه جومات کې دا... Читать дальше...

يوناما پنجشېر ته له بشري حقونو د سرغړونو د پلټنو لپاره پلاوی استولی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (UNAMA) پرون ناوخته پر خپل ټوېټر پاڼه ولیکل، چې پنجشېر ولایت ته یې یو پلاوی استولی چې په دې ولایت کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه څېړنې وکړي. یوناما دغه شان ویلي، چې د سیاسي او بشري حقونو څانګې غړو یې یې په پنجشېر کې د طالبانو د حکومت له والي محمد نسیم نوري سره هم لیدلي دي. یوناما وروسته له هغه په پنجشېر کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د پلټنو خبر ورکوي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دې ولایت کې د طالبانو او د مقاومت ملي جبهې ترمنځ په جګړو... Читать дальше...

د ښوونکي ورځ؛ ځينې ښوونکي له جدي اقتصادي ستونزو شکایت لري

Pa.azadiradio.com 

نن د اکټوبر پنځمه چې د میزان میاشتې له ۱۳مې سره سمون خوري د ښوونکي له ورځې سره برابره ده. ازاده د کاپیسا ولایت یوه له هغو ښځینه ښوونکو څخه ده چې له کال زیاته موده کېږي په کور ناسته ده. نوموړې ازادي راډیو ته وویل ، مېړه يې هم وزګار دى او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده. ازاده وايي، په جمهوري نظام کې یوه اندازه معاش ورکول کېده، چې خپلې او د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې یې پرې هوارولې. نوموړې زیاتوي: "له تېر یو کال راهیسې موږ له اقتصادي ستونزو سره مخ یوو. په کرايي کور کې اوسېږم، مېړه مې هم وزګار دی او دا مهال له معلمۍ سره ډېره لېواتیا لرم. Читать дальше...

ننګرهار کې معترضې نجونې: موږ پښتانه هزاره ګان يو د خپلو خويندو غچ به اخلو

Pa.azadiradio.com 

د ننگرهار په مرکز جلال‌اباد کې نن سهار یو شمېر نجونو او ښځو پر کاج ښوونیز مرکز‌ د برید په غبرگون‌ کې اعتراض‌ کړی‌. دوی په هغو بېنرونو‌ کې چې له ځان سره یې لېږدول لیکلي و «موږ پښتانه هزاره‌گان‌ یوو او د خپلو خویندو او وروڼو غچ به اخلو.» معترضینو نجونو او ښځو همدا ډول د افغانانو ترمنځ د یووالي شعارونه ورکول او د عدالت غوښتنه یې کوله‌. دا له کابل، هرات، بامیان او مزار شریف وروسته، په جلال‌اباد کې د ښځو راټولېدنه ده چې د افغانانو د خونديتوب او د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي‌. د تېرې جمعې په... Читать дальше...

سيف ده چلډرن: افغانستان کې د ماشومانو زده‌کړييز بهير د سقوط له ګواښ سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې يا سیف ده چلډرن، ویلي دي افغانستان د هغو سلو هېوادونو په سر کې دی چې د ماشومانو (نجونو او هلکانو ) د زده کړو بهیر يې د سقوط له ګواښ سره مخ دی. ځلا چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکې او د لسم ټولګي زده کوونکې ده، پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره په کور ناسته ده او ښوونځي ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي. وايي هیله يې درلوده، چې په راتلونکې کې لوړې زده‌کړې او د خپلو خلکو خدمت وکړي. نوموړې وايي: "دا چې زه د دولسم ټولګي زده کوونکې یم، تر اوسه لا هیله لرم چې زموږ په... Читать дальше...



پوتين نن د روسيې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې تصويب شوې لايحه توشيح کړه

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه سند لاسلیک کړ چې د اوکرايین څلور سیمې، خرسون، زاپروژیا، لوهانسک او دونیڅک له خپلې خاورې سره یو ځای کړي. په ورته وخت کې پرون د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن د اوکرایين له جمهور رئیس ولودومیر زلنسکي سره په ټیلفون خبرې وکړې او له کییف سره یې د شپږ سوه پنځه ویشت میلیونه ډالرو په ارزښت د نویو پوځي مرستو ژمنه وکړه. د دې مرستې له اعلان وروسته مسکو خبرداری ورکړ چې اوکرایين ته د نورو وسلو ورکړه د روسیې او لویدیځ ترمنځ د مخامخ جګړې خطر زیاتوي. د اوکرايین ولسمشر... Читать дальше...

د بښنې نړيوال سازمان: طالبان د ښځو له حقونو په انکار سره د هغوی له منځه وړلو هڅه کوي

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان د يو راپور په خپرولو د افغان ښځو او نجونو د روان وضعیت په اړه د اندېښنې د څرګندولو تر څنګ ادعا کړې، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په دې موده کې د افغان ښځو او نجونو له حقونو ځکه سرغړونې کړي، چې غواړي له ټولنې یې ګوښه کړي. د بښنې نړیوال سازمان دا راپور نن د اکتوبر په ۵مه نېټه يې خپور کړی، چې په یوه برخه کې یې راغلي: "د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې کابل ته د طالبانو له بیا راتلو وروسته، د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو سیستماتیک تېری، شکنجې او د ناوړه چلند په ګډون د تاوتریخوالي کارول... Читать дальше...

لوړو زده کړو وزارت: سبا له کابل پرته ټول افغانستان کې کانکور ازموينه اخيستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

سبا پنجشنبه د روانې تلې یا میزان ۱۴ مه د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه پیلیږي. د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د سږ کال کانکور ازموینه به درې ورځې دوام وکړي. د دې وزارت د ازموینو د ملي ادارې سرپرست عبدالقدیر خموش ازادي راډيو ته وویل، په هغه ولایتونو کې چې د زده‌کوونکو شمېر يې کم دی په یو یا دوه خو په لویو ولایتونو کې چې د ګډون کوونکو شمېر په کې زیات دی درې ورځې دوام کوي. دی وايي، د سږ کال د کانکور ازموینې د ګډون کوونکو ۳۵ سلنه يې نجوني دي. په همدې حال کې د لوړو... Читать дальше...

طالبان: د داعش ډلې د بهرنيو اړيکو مالي مسؤل مو نيولی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت استخبارات وايي، د پوځي عملیاتو په ترڅ کې یې د 'خوارجو' د ډلې د بهرنیو اړیکو او مالي چارو مسؤل نیولی دی. طالبان د خوارجو اصطلاح د اسلامي دولت ډلې یا داعش د غړو لپاره کاروي. په یوه بیان کې چې بېګا د استخباراتو پر رسمي ټویټر خپور شو ویل شوي چې د مالکي په مستعار نوم دې تورن کس د اوکرايین، جرمني او اسپانیا په ګډون له نورو هېوادونو څخه مالي مرستې د دوی په وینا د خوارجو ډلې ته راوړلې او د دې ډلې د جلب او جذب مسوول هم و. طالبانو د دوحې په تړون کې له متحدو ایالتونو او نړیوالې ټولنې... Читать дальше...

امريکا: اوکرايين ته نږدې د روسيې له‌خوا د اټومي وسلو کارولو ته تياری نه‌شو تأييدولی

Pa.azadiradio.com 

امریکايي چارواکي وايي، داسې معلومات نه‌لري چې د رسنیو هغه راپورونه تأیید کړي چې ګنې روسیه به په اوکرایين کې یا اوکرايین ته نږدې د جګړې په ډګر کې د اټومي تاکتیکي وسلو کارولو ته د تیارۍ په حال کې وي. د امریکا د دفاع وزارت مرستیالې لارا کوپر پرون (د اکتوبر ۴مه) وویل دې، په دې اړه چې روسیې ښايي تاکتیکي اټومي وسلې په اورګاډي کې لېږدولي وي، تر اوسه یوازې د ښکاره سرچینو په اساس راپورونه لیدلي دي او زیاته یې کړه چې د امریکا پوځ داسې څه نه‌دي لیدلي چې د خپلو اټومي وسلو په دریځ کې بدلون راولي. په دې اړه... Читать дальше...

د افغانستان پر وضعيت د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

Pa.azadiradio.com 

فارن افېير خپرونه: د بهرنیو چارو یا فارن افېیر خپرونې په یوه تحلیلي مطلب کې په افغانستان کې د القاعده شبکې له‌خوا پېښو پخوانیو او اوسنیو ګواښونو ته کتنه کړې او لیکي چې په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري په وژل کېدو سره هغه پاڼه چې امریکا د سپټمبر د یوولسمې عاملانو ته د سزا ورکولو لپاره پرانیستې و، وتړل شوه. د مطلب په دوام کې راغلي دي چې الظواهري د افغانستان له خاورې د جهاد ستراتیژي چې د دې شبکې پخواني مشر اسامه بن لادن عملي کوله تر ډېره حده پرېښوده. فارن افېیرز لیکي، الظواهري چې په ۲۰۱۱... Читать дальше...

انګېلا ميرکل د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې معتبره جايزه وګټله

Pa.azadiradio.com 

د جرمني پخوانۍ صدراعظمې انګېلا میرکل پرون سې شنبه، د نانسن (Nansen) په نوم د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې معتبره جایزه وګټله. د هغې ستاینه وشوه، چې د خپل قدرت پر مهال یې د پناه غوښتونکو د خوندیتوب لپاره کلک هوډ درلود. جرمني په ۲۰۱۵م او ۲۰۱۶م کلونو کې یو ميلیون او ۲سوه زره پناه غوښتونکو ته هرکلی ووایه. دا په سوریه کې تر جګړې وروسته د کډوالو تر ټولو لوی بحران ګڼل کېږي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ د مېرمن میرکل جرئت او زړه سوی وستایه. انګیلا میرکل چې ۱۶ کاله یې د جرمني رهبري... Читать дальше...

بلغاريا کې د وسلو په فابريکه کې د چاودنې له امله ۳ کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د بلغاریا په مرکزي برخه کې د وسلو په یوه فابریکه کې چاودنې لږ تر لږه ۳ کسان ووژل او درې تنه نور ټپیان کړل. سي نیوز (SeeNews) خبري اژانس راپور ورکړی، چې چاودنه د کازانلاک ښار د وسلو د تولید په فابریکه کې پرون شوې ده. چارواکو ویلي چې د چاودنې د علت په باب څه ویل تر وخت مخکې خبره ده. د دوی په خبره ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

افغان کرېکټ ملي لوبډله له پاکستان او بنګله دېش سره دوه تمريناتي لوبې کوي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم، د پاکستان او بنګله دېش په وړاندې د نړیوالو شل اووره مسابقو په لړ کې دوه تمریناتي لوبې وکړي. د کرېکټ نړیوالې شورا د خپاره شوي مهالوېش له مخې د سږ کال تر شل اووره مسابقو مخکې به د افغانستان ټیم د اکتوبر پر ۱۷مه د بنګله دېش او د اکتوبر پر ۱۹مه د پاکستان په وړاندې مسابقه وکړي. په اسټرالیا کې دغه شل اووره نړیوالې مسابقې د اکتوبر میاشتې پر ۱۶مه پیلېږي او د نوامبر میاشتې تر ۱۳مې دوام کوي. افغانستان به خپله لومړۍ رسمي مسابقه د اکتوبر پر ۲۲مه د انګلستان په وړاندې وکړي.

پاکستان له افغانستان سره د تجارتي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی، چې د پاکستان مالیې وزیر محمد اسحاق دار د کابل لپاره له خپل نوي سفیر عبید الرحمن نظاماني سره د طالبانو له حکومت سره د تجارتي اړیکو پر پراختیا ټلیفوني خبرې کړي. په راپور کې ویل شوي، چې د دواړو هېوادونو ښو اړیکو ته په پام سره، اړتیا ده چې د دواړو لوریو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې هم پیاوړې شي. د یوه کال له تېرېدو وروسته هم د پاکستان په ګډون، چې د طالبانو په ملاتړ تورن دی، د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

اف او ای: د افغانستان په ۱۴ ولايتونو کې د غواګانو د پوستکي ناروغي ثبت شوې ده

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره یا (FAO) وايي، د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د غواګانو د پوستکي د دانې یا لمپي سکین (Lumpy Skin Disease) ناروغي ثبت شوې ده. دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، ياده ناروغي د دې سبب شوې، چې د غواګانو د شیدو تولید او وزن کم شي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، دوی د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې د غواګانو د واکسین پروګرام پیل کړی او روانه میاشت شا و خوا لس زره غواګانې یوازې په بلخ ولایت کې واکسین شوي دي. په لومړیو کې څو میاشتې مخکې په خوست، پکتیا او... Читать дальше...


Музыкальные новости
Булат Окуджава

Музыка и стихи: концерт к 100-летию со дня рождения Булата Окуджавы состоится в Троицке





Rss.plus
Сергей Собянин

Собянин анонсировал большую летнюю спортивную программу




Российское зерно найдет новых покупателей вместо европейцев

Распределяй и управляй: водители «Грузовичкоф Бизнес» – о преимуществах работы и трудовых буднях  

Чем заняться на фестивале День соседа на Хлебозаводе

Останется на улице? Чем кончится разбирательство театра Маяковского и Макогона




د خوړو نړيوال پروګرام: اړو کسانو سره د مرستې لپاره ۱،۱ ميليارد ډالرو ته اړتيا لرو

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، یو اعشاریه یو ميلیارد ډالرو ته اړتیا لري، چې وکړای شي د ۲۰۲۳م کال تر مارچ میاشتې پورې اړو کسانو ته د خوراکي توکو مرسته ورسوي. په افغانستان کې د دې ادارې ویاند، وحید اله اماني ازادې راډیو ته وویل، دوی غواړي له روانې اکتوبر میاشتې د خوراکي توکو د مرستې رسونې چارې ګړندۍ کړي. نوموړي وويل: "يو اعشاریه یو ملیارد ډالرو ته اړتیا لرو، باور مو دا دی چې زموږ نړیوال شریکان او نړیواله ټولنه به دغه مرسته زموږ په واک کې راکړي، چې وکړای شو د خپل پلان مطابق ۱۵ ملیون کسانو ته د خوراکي... Читать дальше...

نن په ټول افغانستان کې د کانکور ازموينه پيليږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وايي، په ټول افغانستان کې به د سږ کال د کانکور ازموینه د تلې میاشتې پر ۱۳مه، ۱۴مه او ۱۵مه دوام کوي. د لوړو زده کړو وزارت د امتحانونو ملي ادارې د سرپرست عبدالقدیر خموش په وینا راپور ورکړل شوی، چې د سږ کال په کانکور کې به د دوولسمو ټولګیو نږدې ۱۴۵زره فارغان برخه واخلي، چې له دې ډلې به ۸۰زره د لوړو زده کړو په موسسو کې جذب شي. تر دې مخکې د امتحانونو ملي ادارې ویلي وو، چې د ۱۴۰۱ل کال کانکور به د وږي/ سنبلې تر پایه واخیستل شي، خو دغه ازموینه تلې/ میزان میاشت ته وځنډول شوه.

اروپايي ټولنه د اعتراض کوونکو په ځپلو کې د ښکېلو ايراني چارواکو شتمني کنګلوي

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې، کاټرین کولونا (Catherine Colonna) پرون سې شنبه وویل، چې اروپايي ټولنه د هغو ایراني چارواکو د شتمنیو د کنګل کولو او پر سفرونو د بندیز هڅه کوي، چې د اعتراض کوونکو په ځپلو کې لاس لري. د رویټرز اژانس په وینا، مېرمن کولونا د فرانسې د پارلمان غړو ته وویل، د اروپايي ټولنې په همغږۍ د دې اقدام هدف دا دی، څو پر هغو کسانو باید بندیز ولګول شي، چې د اعتراض کوونکو په ځپلو کې لاس لري او په دې ډول د خپلو اقداماتو له کبله حساب کتاب ورسره وشي. هغې زیاته کړې چې دغه بندیزونه به د رژیم... Читать дальше...

د خوړو نړيوال پروګرام له ۱۵ ميليونه افغانانو سره د خوراکي توکو مرستې پيلوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) وايي، په پام کې لري، په افغانستان کې اړو کسانو ته د خوراکي توکو د مرستو د وېش پروګرام پراخ کړي. په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند، وحید الله اماني پرون سې شنبه (د تلې۱۲مه) په دې اړه ازادۍ راډیو ته وويل: "پلان مو دا دی چې د روان کال له اکتوبر میاشتې د ۲۰۲۳م کال د مارچ میاشتې تر پای پورې وکولی شو هره میاشت تر ۱۵ ملیون ډېرو کسانو ته د خوراکي توکو مرستې ورسوو. د خوراکي توکو په دغو مرستو کې د ۱۵۰زره ټنه په شا و خوا کې د خوراکي توکو ذخیره کول په... Читать дальше...

خلک د توکو د بيو له لوړوالي شکايت کوي؛ طالبان: د خوراکي موادو او تېلو بيې ټيټې شوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې افغانستان له اقتصادي کړکېچ او بشري بحران سره مخامخ دی، واکمنو طالبانو یې د روسیې او ایران په څېر له هغو هېوادونو سره سوداګرۍ ته لېوالتیا ښوولې، هغه دوه هېوادونه چې له سختو نړیوالو بندیزونو سره مخامخ دي. تر تهران وروسته مسکو هم له طالبانو سره معاملې ته لېوالتیا وښوده او تېره اوونۍ یې ورسره د لومړنیو توکو قرارداد لاسلیک کړ. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې له روسیې سره د شوې موافقې له مخې به افغانستان د کاله یو ملیون ټنه پټرول، یو... Читать дальше...



Москва

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Фонд музея-заповедника «Царицыно» собрал 61 тыс. произведений искусства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Булат Окуджава

Музыка и стихи: концерт к 100-летию со дня рождения Булата Окуджавы состоится в Троицке




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

Больше всего работников с креативными идеями работает в ритейле и спорте

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете


Ролан Гаррос

Арина Соболенко повторила уникальное достижение Азаренко на турнирах «Большого шлема»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Азербайджан

Всеармянский союз «Гардман-Ширван-Нахиджеван» осуждает лживое заявление президента Азербайджана Алиева



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России