Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Октябрь
2022

Новости за 14.10.2022

حمدالله محب او احمد مسعود د 'افغانستان د وضعيت' په اړه خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود سره د 'افغانستان د وضيت په اړه' خبرې کړې دي. ښاغلي محب نن پر خپل ټويټر ليکلي چې له ښاغلي مسعود سره د خبرو اصلي تمرکز يې پر ولسواکۍ او جمهوري نظام ته پر ستنېدلو و چې د ده په وينا په‌کې د ملي بيرغ په ګډون ملي ارزښتونه خوندي وي. د ده په وينا، له احمد مسعود سره په خبرو کې "دواړو پر دې ټينګار کړی چې د افغانستان د اوسنۍ معضلې د حل لپاره سياسي اجماع ته اړتیا ده". احمد مسعود يا د ده تر مشرۍ لاندې د ملي مقاومت... Читать дальше...

راتلونکې يکشنبه اسټراليا کې د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام سيالۍ پيليږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې یکشنبې په استرالیا کې د کرېکټ د شل اورونو نړیوال جام لوبې پيل شي. د اوونۍ تر اخره به د لومړي پړاو لوبې په دوو ګروپونو کې ترسره شي، افغان لوبډله د غوراوي په پړاو کې ده چې دا لوبې راتلونکې اوونۍ شروع کېږي. د شل اورونو د کرېکټ نړیوال جام لومړی ځل په ۲۰۰۷ کال کې پیل شو، کوربه یې جنوبي افریقا وه. تر دې وروسته اووه ځله دا نړیوالې لوبې په بېلابېلو هېوادونو کې ترسره شوې دي. تر اوسه دا جام دوه ځله ویسټ اینډیز ګټلی دی، له دې پرته هند، پاکستان، انګلستان، سریلانکا او استرالیا یو یو ځل دا جام خپل کړی دی. Читать дальше...

بېلابېلو برخو کې پر ښځو له محدوديت وروسته؛ افغان مېرمنې د څه په لټه کې دي؟

Pa.azadiradio.com 

له هغې وروسته چې د افغان مېرمنو پر فعالیتونو محدویتونه وضع شوي او له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو منع شوې اوس یو شمېر مېرمنې او نجونې هڅه کوي د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره یوه لار ولټوي. یو شمېر افغان مېرمنې او نجونې چې دطالبانو د واکمنېدو راهیسې له خپلو فعالیتونو او زده‌کړو لرې پاتې دي، راټولیږي او د خپلې خوښې کتابونه لولي. د ښځې کتابتون د یو شمېر هغه مېرمنو او نجونو لپاره چې د طالبانو له واکمنېدو راهيسې له خپلو ټولو بنسټیزو حقونو محروم شوي د راټولیدنې په یو ځای بدل شوی. مریم چې هر ورځ دغه کتابتون ته ځي د شپږم ټولکي زده کونکې ده. Читать дальше...



کرېکټ بورډ: د کرېکټ نړيوال شل اوريز جام لپاره مو مالي ملاتړ کوونکی موندلی

Pa.azadiradio.com 

بالاخره د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې د ملي لوبډلې لپاره يې په نړیوال شل اوریز جام کې مالي ملاتړی موندلی. کرېکټ بورډ وايي، د سوپر کولا شرکت به په دې لوبو کې د افغانستان مالي ملاتړی وي. د افغان کریکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل: "خوشبختانه چې موږ د نړیوال جام سیالیو لپاره د ملي لوبډلې لپاره ښه سپانسر هم تر لاسه کړ. سوپر کولا (څښاک توليدونکي شرکت) د نړيوال جام لپاره د کرېکټ ملي لوبډلې د مالي ملاتړ کوونکي حقوق ترلاسه کړل." خو کرېکټ بورډ د هغو پیسو اندازه نه‌ده مشخصه کړې چې د... Читать дальше...

ايلن ماسک شرکت: نور اوکراين ته وړيا انټرنټ نه‌شو ورکولی

Pa.azadiradio.com 

د ایلن ماسک شرکت، سپېس ایکس، چې د سپوږمکۍ له لارې مځکې ته انټرنټ رسوي، وايي چې نور اوکراین ته وړیا انټرنټ نه‌شي ورکولی. ياد شرکت د امریکا له دفاع وزارته غواړي چې اوکراین ته د سپوږمکۍ له لارې د انټرنټ لګښت ورکړي. د سپېس ایکس کمپنۍ د سپوږمکۍ له لارې انټرنټي خدمات په داسې حال کې چې د روسیې د یرغل له کبله د دغه هېواد د ټیلفون او انټرنټ شبکې پرچاو شوې، د اوکراین د پوځ لپاره د ارتباطاتو په خاطر مهمه او حیاتي سرچینه ګڼل کېده.

د بشري حقونو يوه ډله: ايران کې د مظاهرو پر مهال ۲۲۴ تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د هرانا په نوم د ایران د بشري حقونو یوې ډلې اعلان وکړ چې د ایران په وروستیو اعتراضونو کې د ایران د امنیتي ځواکونو له لوري تر اوسه پورې ۲۲۴ تنه وژل شوي دي. د بشري حقونو دې څارونکې ډلې نن (جمعه) د ایران په ټولو سیمو کې د اعتراضونو د مرګ‌ژوبلو تازه شمېر خپور کړ. يادې ډلې ويلي چې، د سنبلې له ۲۹ څخه د میزان تر ۲۱ پورې په مظاهرو کې ۲۲۴ تنه وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۲۳ یې تر اتلس کلونو کشران دي. بل پلو د بښنې نړیوال سازمان وايي، په وروستۍ میاشت کې د ایران د پراخو اعتراضونو په لړ کې د لسګونو کسانو... Читать дальше...

د بښنې نړيوال سازمان: ايران کې د مظاهرو پر مهال ۲۳ ماشومان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په وروستۍ میاشت کې د ایران د پراخو اعتراضونو په لړ کې د لسګونو کسانو په منځ کې لږ تر لږه ۲۳ تنه ماشومان هم وژل شوي دي. دا سازمان وايي، د ایران د امنیتي ځواکونو له لوري په غیرقانوني ډول د لږ تر لږه ۲۳ تنو ماشومانو وژنه نور هم څرګندوي چې ایراني چارواکي غواړي چې پراخې مظاهرې د اعتراض کوونکو په وژلو پای ته ورسوي. تېره میاشت د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا اميني وژنې په ټول ایران کې پراخ اعتراضونه راپارولي چې د څو اوونیو راهیسې په دې هېواد کې روان دي. مهسا امیني د... Читать дальше...

د ترکيې نوی قانون: جعلي مالومات خپروونکي په ۳ کاله بند محکوميږي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې پارلمان یو نوی قانون تصویب کړ چې پر اساس یې هغه څوک چې جعلي معلومات خپاره کړي، تر ۳ کاله په بند محکوم کېدای شي. د بشري حقونو ډلو پر دې لایحې مخکې تر مخکې اعتراض کړی او هغه یې د راتلونکي کال تر انتخاباتو وړاندې د بیان د ازادۍ د مخنیوي لپاره هڅه بللې وه. دا قانون، چې پرون (پنجشنبه) تصویب شو، د ولسمشر رجب طیب اردوغان د واکمن ګوند له لوري وړاندیز شوی و.



د اروپايي ټولنې د مرستو يوه بله جوپه کابل ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولي وايي، د اروپايي ټولنې د بشري مرستو یوه بله جوپه د کابل هوايي ډګر ته ورسېده. نن جمعه دغې ادارې پر خپلې رسمي ټویټر پانه لیکلي، دغه بشري مرستې د افغانانو سره د اروپايي ټولنې د کومک یوه برخه ده. دا د دې ټولنې د بشرې مرستو ۲۴مه بسته ده چې افغانستان ته رارسیږي. دغې ادارې د خپلو شریکانو او هغو ډاکترانو هم مننه کړې چې افغانستان کې ورسره کار کوي. د اروپايي ټولنې دا مرستې داسې مهال افغانستان ته رسیږي چې د دې ټولنې هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسیمت نه‌دی پېژندلې خو افغانانو سره بشري مرستو ته ژمن دي.

زابل کې د 'توري' په نوم د بند د رغېدو چارې پيل شوې

Pa.azadiradio.com 

په زابل مرکز قلات کې د «توري» په نوم د لوی بند د رغېدو چاري پيل شوې. د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، ددغه بند پر رغېدو ۹۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې ۶۰۰ سوه هکټاره ځمکه به خړوبه کړي او هر کال به د شپږو میاشتو لپاره د سل مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت هم ولري. نور تفصیل د صادق رښتيني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

د هلمند يو شمېر هټيوال: لوړې ماليې مو پر کاروبار منفي اغېز کړی

Pa.azadiradio.com 

د هلمند هټیوال وايي د طالبانو د حکومت له‌خوا لوړ ټیکس او د توکو لوړو بیو يې پر کاروبار منفي اغېز کړی چې له امله يې په ګټې وټې کې له پنځوس څخه تر اویا سلنې کموالی راغلی دی. بل‌خوا په هلمند کې د طالبانو د حکومت د مستوفیت چارواکي د مالیاتو زیاتوالي نه‌مني او وایې د تېرو باقیاتو تحویلي خلکو ته د مالیاتو زیاتوالی ښکاري. نور تفصیل د صادق رښتيني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

اوکراين کې نن د دفاع ورځ نمانځل کېږي

Pa.azadiradio.com 

اوکراین نن د دفاع ورځ لمانځي، خو د دغه هېواد ولسمشر ولودومیر زلنسکي خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې د روسیې له هوایي بریدونو سره احتیاط وکړي. په ورته وخت کې اوکرایني سرتېرو له روسیي ځواکونو څخه د یو شمېر سیمو د نیولو خبر ورکړی دی. د اوکراین د موقتي اشغال شویو سیمو د بیا ادغام وزارت په وینا، اوکرایني پوځیانو د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې له روسي ځواکونو د استوګني تر شپږ سوه ډېر ځایونه بېرته نیولي دي. دا په داسې وخت کې ده چې مسکو د اوکراین پر لسګونو ښارونو بمباریو ته ادامه ورکړې ده چې یو شمېر ملکیان په‌کې وژل شوې دي. Читать дальше...

سره صليب نړيواله کمېټه: چاودېدونکي توکي او ماينونه د افغانانو لپاره جدي ګواښ دی

Pa.azadiradio.com 

دغې کمېټې اندېښنه ښودلې چې د روان میلادي کال له پیله په دې برخه کې قربانیان زیات شوي چې ۸۵ سلنه یې ملکي وکړي دي. د قدوس  چې کیڼ لاس او پښه فلج دي ازادي راډيو ته وویل، پنځه کاله وړاندې انګليسي کورس ته پر لاره د یو پخواني ماین د چاودنې له امله سخت ټپي شو. د خوست ولایت د نادر شاه ګوټ ولسوالۍ اوسیدونکی قدوس چې ۳۰ کاله یې عمر دی وايي، ماین د تېرو وختونو نه دلته پاتې شوی و. د هغه په خبره، په دغه چاودنه کې یې د بدن کیڼ برخه سر، لاس او پښه سخت ټپي شوه چې په لومړیو کې ډاکټرانو ورته د ښه کېدو ویلي و... Читать дальше...

د هرات ښاریان: د معتادینو ډېروالي زموږ رواني حالت زيانمن کړی دی

Pa.azadiradio.com 

د هرات ښاریان په دې ښار کې د معتادینو د ډېروالي له امله شکايت کوي او وايي چې، په ښار کې معتادینو دوی ته ستونزې جوړې کړي دي.  په هرات ښار کې د ترقي شهر په نوم د پارک يوه برخه کې ليدل کېږي چې، څو معتادینو پر سر پټو غوړولی او په ډله‌ييز ډول د هيرويينو نشه کوي. د هرات خواجه کلا، ترقي پارک، د ښار دننه عمومي سړکونو ګلدانونه او هرات پخوانۍ فرقه د هغو معتادینو د راټولېدو په سيمو اوښتي چې څو میاشتې مخکې زندان ته وړل شوي وو، خو اوس له زندان څخه تر راخوشې کېدو وروسته بېرته په نشو اخته شوي دي. د هرات ښار... Читать дальше...

منقاد: هیله لرو چې د معتادینو د درملنې په برخه کې بهرنۍ مرستې بېرته پيل شي

Pa.azadiradio.com 

د معتادینو د درملنې په برخه کې د بهرنیو مالي او تخنيکي مرستو له بندېدو سره، په افغانستان کې د معتادینو د درملنې بهير له معیاري حالت څخه وتلی دی. خو اوس تازه په کابل کې د معتادینو د درملنې ابن سينا زر بستريز روغتون چارواکي وايي چې، د معتادینو د درملنې بهير بېرته خپل عادي حالت ته راګرځېدلی دی. د دې روغتون مشر ناصر منقاد ازادي راډيو ته وويل، دوی هيله لري چې د معتادینو د درملنې په برخه کې بهرنۍ مرستې له سره پيل شي، ځکه د هوا په سړېدو سره د دوی مراجعین نور هم ډېرېږي. نوموړی وايي: "تر اوسه زموږ... Читать дальше...

کابل کې کارګر ماشوم: که کار ونه‌کړم وږی پاتې کېږم

Pa.azadiradio.com 

ماشومه شازیه هره ورځ په کابل کې د خښتو په یوه بټۍ کې کار کوي. هغه ښوونځي ته له تګ محرومه ده، ځکه د بې‌وزلۍ له امله مجبوره ده کار وکړي او پیسې پيدا کړي. دغه راپور کې په کابل کې د هغو ماشومانو سخت ژوند انځور شوی چې د خښتو په بټیو کې کار کوي.

پر کاج ښوونيز مرکز بريد کې د وژل شويو شمېر ۵۵ ته رسېدلی دی

Pa.azadiradio.com 

دا شمېرې د دې ښوونیز مرکز یو استاد ازادي راډيو سره شریکې کړي، خو ځینې نورو رسنیو بیا ادعا کړې چې دې برید کې ۵۸ تنه وژل شوي او ۱۲۶ نور ټپيان دي. حسن پویا په دشت برچي کې پر کاج ښوونیز مرکز په برید کې د ټپې شوې نجیبې د تره زوی دی. نجیبه د بامیانو اوسېدونکې ده، خو له تېرو نهو کلونو راهیسې، د کابل په لوېدیځ کې دخپل کاکا په کور کې د زده‌کړو د دوام لپاره اوسېده. په کاج ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید پر مهال یوه چره د نجیبې د سر په شاتنۍ برخه ولګېده او سخته ټپي شوه. هغه یې دوه ورځې مخکې له روغتون کور ته راويستې، خو اوس هغه پخوانۍ نجیبه نه‌ده. Читать дальше...

ازادي راډيويي مجله؛ د نوبل ادبي جايزه سږ کال يوې فرانسوۍ ليکوالې ته ورکړل شوه

Pa.azadiradio.com 

د نوبل د ادبي جايزې ګټونکې فرانسوۍ ليکوالې په اړه د استاد نجيب منلې مرکه، د افغان ادبي بهير د يوې غونډې حال، د چاپيريال په اړه د يو کتاب چاپ، انګليسي ته د افغان مېرمنو د داستانونو له ژباړونکې سره خبرې، تاريخي ځايونو ته د زده‌کوونکو د تګ په اړه مالومات او د نورستان نکلونه. نننۍ خپرونه کې مو يو شمېر نورو ادبي مطالبو ته هم ځای ورکړی دی. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:


Музыкальные новости
Игорь Бутман

Трансляции концертов оркестра Бутмана в Китае посмотрели более 50 млн человек





Rss.plus
РЭС

«Россети Новосибирск» продолжает конструктивный диалог с бизнесом по вопросам подключения к электрическим сетям




ВСК: 29% травм несовершеннолетних – спортивные

«России будут противостоять тысячи единиц техники»: в польской прессе перечислили перспективный ударный состав армии страны

В челябинском горсаду откроется фестиваль песочной скульптуры

Врач: не всегда галлюцинации свидетельствуют о наличии психического расстройства




د ازادي راډيو عمومي مشر: بشکېک کې دې زموږ خبريالانو ته ګواښونه وڅېړل شي

Pa.azadiradio.com 

د ازادې اروپا / ازادي راډیو مشر د قرغزستان له چارواکو غوښتي چې د دې ادارې د خبریالانو په وړاندې د شویو ګواښونو پلټنه وکړي. پرون د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې یوه ډله خلکو د یوه لاریون پر مهال د ازادې اروپا راډیو د قرغزي څانګې ازاتیک راډیو او ځینو نورو رسنیو له هغې ډلې کلوپ رسنۍ د دفترونو په تړلو ټینګار وکړ. د علم بیک اسراییلوف په نوم د مظاهره چیانو یوه تنظیموونکي ګواښ وکړ چې د ازادي راډیو په خبریالانو به تېل واچوي او له زور به ورسره کار واخلي. د ازادې اروپا / ازادي راډیو عمومي مشر جیمي فلای... Читать дальше...

اوچا: د افغانستان چاپيريال ساتنې عوامل بشري اړتياوې ډېروي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر، OCHA وايي، په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې عوامل ورځ تر بلې بشري اړتیاوې زیاتوي. پرون، پنجشنبه، اوچا د ناورین د اثراتو د کمولو د نړیوالې ورځې په اړه په ټوېټ کې ټينګار وکړ چې په دې مسله کې سمدستي اقدام مهم دی. اوچا داسې وخت د چاپیریالي عواملو له امله د بشري اړتیاوو د زیاتېدو مسلې ته اشاره کړې چې ژمی را روان دی او ورسره د هوا د ککړتیا او تړلیو ستونزو له هغې ډلې ناروغیو اندېښنې زیاتیږي.

غور کې يوې سنګسار کېدونکې ښځې ځان وژنه کړې

Pa.azadiradio.com 

هغې ښځې، چې ټاکل شوې وه په غور کې یې طالبان سنګسار کړي، ځان غرغره کړی دی. په دې ښځې تور وو چې له یوه سړي سره د غور په دولینه ولسوالي کې تښتېدلې وه. نارینه پرون (پنجشنبه) د طالبانو له لوري په ډزو ووژل شو او وټاکل شوه چې ښځه نن (جمعه) د خلکو په وړاندې سنګسار شي. په غور کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالرحمان په دې اړه وویل: "په دو لینه ولسوالي کې د ښځو توقیف ځای د نه‌شتون له کبله د هغې د ورور په کور کې په ضمانت اوسېده او تحقیقات روان و، خو تېره شپه یې هلته په خپل دسمال ځان غرغره... Читать дальше...

امريکا د ايران خلکو ته د انټرنټي اسانتياو د برابرولو هڅه کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا حکومت وايي، هڅه کوي چې په ایران کې خلکو ته انټرنټ برابر کړي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي پرون ناوخته وویل، د امریکا د ټکنالوژۍ صنعت هلې ځلې کوي چې ایرانیانو ته انترنیټ مهیا کړي. تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي و چې، د انترنیټ له یو شمېر کمپنیو څخه یې غوښتي چې د ایران خلکو ته د انترنیټي خدماتو د وړاندې کولو په اړه د ولسمشر جو بایډن له اجازې ګټه واخلي. د ایران حکومت د مظاهرو او اعتراضونو د مخنیوي لپاره وېبپاڼې بلاک کوي او د انترنټ سرعت ورو کوي.

قطر د افغانستان تر لسو زياتو غلا شويو اثارو د ليلام کېدو مخه نيولې

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې مورخان وايي چې، د افغانستان تر لسو د زیاتو غلا شویو لرغونو اثارو د لیلام کېدو مخه یې نیولې ده. د برېتانیا ارټ ورځپاڼې پرون په دې اړه په راپور کې لیکلي چې، د قطر د نړیوال ګمرکي سازمان او د دوحې د ملي کتابتون ټیم د انترپول یا نړیوالو پولیسو په همکارۍ یو شمېر قلمي نسخې، چې له درېیمې تر شلمې پېړیو پورې تړاو لري او په لویو نړیوالو لیلام خونو کې خرڅلاو ته وړاندې شوې وې، وپېژندلې. دا خطي نسخې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ غلا شوې وې. تر دې مخکې د افغانستان بېلابېل لرغوني اثار مختلفو هېوادونو ته قاچاق شوي.

د جوزجان په مرکز شبرغان کې يو کتابتون پرانيستل شو

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې پرون (پنجشنبه) یو ستر کتابتون پرانیستل شو. دا کتابتون ۲۵ زره ټوکه علمي، دیني، ادبي، ټولنیز، اقتصادي، تاریخي اوسیاسي کتابونه لري. له دې یوه ورځ وړاندې په جلال اباد کې د ماشومانو لپاره د ۲ لکه ډالرو په لګښت د یوه کتابتون د جوړولو چارې پیل شوې. افغانستان کې دا ډول کتابتونه ډېر پرانيستل کېږي، خو د لږ وخت په تېرېدو بېرته وتړل شي.



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» легально изготавливает армии и спецслужбы. 6 серия. СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин посетил фестиваль "Москва – на волне. Рыбная неделя"



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Певица

Певица Валерия и Иосиф Пригожин улетели из России в Турцию




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

Вышел второй подкаст онлайн-лектория «Иннагрика» о возможностях аграрной генетики для молодых исследователей


Надежда Петрова

Теннисистка Петрова: Карацеву не хватает игровой уверенности



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России