پر کاج ښوونيز مرکز د بريد له امله د قرباني زدهکوونکو په ياد غونډه
د کاج ښوونیز مرکز یو شمېر زدهکونکو پر دغه مرکز د تېرې اوونۍ د چاودنې له امله د قرباني شویو کسانو یادغونډه جوړه کړې وه. زهرا هغه زده کونکې ده چې د (کاج) پر ښوونیز مرکز د انتحاري حملې پر مهال خپله ټپي شوه او په وړاندې یو شمېر ملګري او ټولګیوال ووژل شول. زهرا وايي، د پېښې په ورځ په کاج ښوونیز مرکز کې د ازمایښتي کانکور په ازموینه کې د زدهکونکو شمېر د نورو ورځو په پرتله ډېر و. نوموړې وايي: "هغه څه چې ما ولیده، لومړۍ یې د دروازې ګاردان وویشتل چې موږ هم اول د ډزو غوږونه واورېده، له هغې وروسته... Читать дальше...