د استرالیا په سدني کې بارانونه؛ د نورو سختو ورښتونو اټکل شوی دی
د استراليا په سيدني کې په راتلونکو درې ورځو کې د سختو بارانونو اټکل شوی دی چې د سېلونو د بهېدو خبرداری ورکړل شوی دی. د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کوي چې د دې کال تر اخره به د سیدني او شاوخوا سیمو هوا باراني وي. د استرالیا په ستر ښار سیدني کې په تېرو یو سل او څلور شپیته کلونو کې دومره بارانونه نه و ورېدلي لکه سږ کال چې تر اوسه ورېدلي دي. د کال هم نژدې درې میاشتې لا پاتې دي. د پنځو میلیونو استوګنو په دې ښار کې دا باران لا هم روان دی. د نیو سوت ویلز ایالت د بېړنیو چارو وزیره سټیف کوک وایي... Читать дальше...