Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Октябрь
2022

Новости за 12.10.2022

اسټن: پر اوکراین د روسیې د حملو زیاتوالي نړیواله ټولنه لا سره متحده کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن وایي، پر اوکراین د روسیې د حملو زیاتوالي له اوکراین څخه د پوځي ملاتړ به برخه کې نړیواله ټولنه لا سره متحده کړې ده. د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن وایي، د روسیې د یرغلګرو پر وړاندې په وروستیو کې د اوکراین پوځي بریاوې د پام وړدي او د مسکو د وروستیو توغندویي بریدونو سره سره د جګړې پر لوري اغېز کړی دی. هغه دا څرګندونې نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناتو په مقر کې یوې غونډې ته وکړې. اسټن د اوکراین د تماس د ډلې د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو او نورو چارواکو غونډې... Читать дальше...

عبدالسلام حنفي: امن لرونکی افغانستان د ټولې نړۍ لپاره مهم دی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، یو امن لرونکی افغانستان د ټولې اسیا او نړۍ لپاره مهم دی. د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد د ټوېټ له مخې حنفي نن د علومو د اکاډمۍ یوه سیمنار ته په وینا کې دا خبره کړې او ویلي یې دي چې که: "خدای مه کړه افغانستان نا امن وي، پر ټولې اسیا به منفي اغېزې ولري." د هغه په خبره افغانستان په اسیا کې مهم رول لري او اسلامي امارت هم د سیمه ییز اتصال ملاتړ کوي. خو په عین حال کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس... Читать дальше...

د خوړو نړیوال پروګرام فاریاب کې ۷ زره بېوزله کورنیو سره مرسته کړې

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستو په ترڅ کې په فاریاب کې په زرګونو بېوزلو کورنیو سره د مرستې خبر ورکوي. د افغانستان لپاره د دې پروګرام څانګې په یوه ټوېټ کې ویلي چې تېره اونۍ یې په دې ولایت کې له اوو زره هغو کورنیو سره د خوراکي موادو مرستې کړي دي چې د خوړو خوندیتوب نه لري. په عین حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په یوه ټوېټ کې ویلي چې د افغانستان نوي سلنه وګړي د خوړلو لپاره کافي خواړه نه لري. دغې ادارې ویلي چې ۷۸ سلنه وګړو د ژوندي پاتې کېدو... Читать дальше...



عبدالباقي حقاني ته د افتخاري دوکتورا ورکړه د علمي معیارونو خلاف وبلل شوه

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار پوهنتون د سې شنبې په ورځ د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته افتخاري دوکتورا ورکړه. د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت پر خپله وېبپاڼه لیکلي، ننګرهار پوهنتون عبدالباقي حقاني ته د علمي او اکاډمیکو خدمتونو له امله د فقې او قانون په برخه کې د دوکتورا افتخاري ډيپلوم او د خدمت ایوارډ ورکړ. خو د تېر جمهوري حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند او د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد حامد عبیدي، عبدالباقي حقاني ته د افتخاري دوکتورا ورکړه د اکاډمیکو معیارونو خلاف عمل بولي. هغه وویل... Читать дальше...

پروان کې د طالبانو یو امنیتي مسوول وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې د طالبانو په خپلمنځي ډزو کې د دغې ولسوالۍ د جنایي جرمونو د مبارزې مدیر وژل شوی دی. په پروان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند کامران حبیبي وایي، پېښه نن د اکتوبر ۱۲مه د نه همغږۍ له کبله داسې شوې چې د طالبانو دوه ګزمې سره مخامخ او یو بل ته لاس په ماشه شوي دي. هغه وايي: "د مجاهدینو دوه ډلې چې په ګزمه بوختې وې، د نه همغږۍ له کبله یې پر یو بل ډزې کړي. په خواشینۍ سره باید ووایو چې د جبل السراج ولسوالۍ جنایي امر قاري صاحب نجیب الله او یو همکار یې په شهادت رسېدلي دي."... Читать дальше...

فعالانو د افغان ښځو او نجونو اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ وباله

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان له طالب چارواکو سره د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپـور ورکونکي ریچارډ بنیټ وروستۍ ليدنو، کتنو ته په اشارې سره د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی. وروسته له هغې چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بنیټ په افغانستان کې د بشري حقونو د بېلابېلو مسایلو په اړه له طالب چارواکو سره وکتل، اوس په افغانستان کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان په ځانګړې ډول د ښځو د حقونو فعالان وايي چې دا ډول هڅې باید ونه درول شي.

سويس کې د نارينه‌و له حقونو د سرغړونې تورونه راپورته شوي

Pa.azadiradio.com 

سویس هغه هېواد دی چې د نولس سوه یو اویایم کال د فبروري تر اوومې نېټې پورې په‌کې مېرمنو ته اجازه نه وه چې رایي ورکړي او په انتخاباتو کې ګډون وکړي. د اروپایي ټولنې د بشري حقونو محکمې د تقاعد د معاشونو په برخه کې پر سویس تور لګولی دی چې د نارینه‌و حقونه یې تر پښو لاندې کړې دي. د سویس په قانون کې د اوس لپاره هغو مېرمنو ته چې مېړه یې مري د عمر تر اخره د تقاعد پیسې ورکول کېږي خو نارینه تر هغو د تقاعد پيسې اخیستلی شي چې ماشومان یې تر اتلس کلونو لږ عمر لري. د اروپایي ټولنې د بشري حقونو د محکمې کنوانسیون... Читать дальше...

روسيې کريميا لور ته پر غځېدلي پله د چاودنې په تور د ۵ کسانو د نيولو خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې امنیتي فدرالي ادارې نن د کریمیا لورته په غځېدلي پله د چاودنې په تور د پنځو کسانو د نیولو خبر ورکړ. روسیه وایي چې درې تنه د اوکراین او یو د ارمنستان دی. د روسیې او له روسیې سره د الحاق شوې کریمیا ټاپوزمې ترمنځ د غځېدلي پله پر سر د شنبې په ورځ چاودنه وشوه. د روسیې د امنیتي فدرالي ادارې په بیان کې راغلي دي چې، د دې چاودنې طرحه د اوکراین دفاع وزارت جوړه کړې وه. اوکراین په رسمي ډول په دې چاودنه کې لاس لرل نه‌دی تأیید کړي، خو یو شمېر اوکرایني چارواکو پر دې چاودنه خوښي څرګنده کړې وه.



بايډن: پوتين پر اوکراين د بريد په اړه يو مخ ناسم اټکل کړی و

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په اوکراین باندې د روسیې د برید په اړه یو مخ ناسم اټکل کړی و. جو بایډن ويلي چې، د دې سربېره دی په دې باوري نه‌دی چې مسکو به د وروستیو څنګزنو ګواښونو سره سره د خپل ګاونډي پر ضد تاکتیکي اټومي وسلې استعمال کړي. ولسمشر بایډن دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي چې د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي د اوکراین پر ښارونو له دوو ورځو پرله‌پسې خونړیو بمباریو وروسته چې د دې هېواد پر ملکیانو او د انرژي پر تاسیساتو شوې دي له لوېدیځ څخه غوښتې... Читать дальше...

رينا اميري: طالبان تر هغو مشروعيت نه‌شي ترلاسه کولی ترڅو د مېرمنو او نجونو حقونه ور نه‌کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د طالبانو حکومت تر هغه د نړیوالې ټولنې مشروع غړی نه‌شي کېدلای چې، دوی د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی و نه‌کړي. د طالبانو حکومت بیا په ځلونو ویلي چې، د ټولو افغانانو حقونه د اسلام په چوکاټ کې رعایت کوي. رينا اميري پر خپل ټوېټر لیکلي دي، طالبان باید پوه شي چې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو حقونو ته له درناوي پرته د نړۍوالې ټولنې غړي کېدلای نه‌شي او دا د مخکې تګ لپاره بنسټیزه موضوع ده. Читать дальше...

د نړۍ له ۷ لويو صنعتي هېوادونو د زلنسکي غوښتنه: روسيه منزوي کړئ

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د نړۍ پر اووه لویو صنعتي هېوادونو غږ کړی چې روسیه منزوي کړي. ښاغلي زلنسکي د سه شنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۱مه د اوکراین پر ښارونو د روسیې د خونړیو توغندويي حملو په دوهمه ورځ چې لږ تر لږه ۱۹ کسان یې ووژل د جي اوه ډلې آنلاین سرمشریزې ته وینا کې وویل، د روسیې د تېلو او ګاز د صادراتو د بیو لپاره باید یو نهايي حد وټاکل شي. هغه زیاته کړه چې روسیه باید له سیاسي پلوه پوره منزوي شي او د بندیزونو د لګولو له لارې سزا وویني. زلنسکي وویل چې یوازې له دې لارې سوله نژدې کېدای شي.

افغانستان د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا کې غړيتوب ترلاسه نه‌کړی شو

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې د اسیا پاسیفیک سیمې د څلورو څوکیو لپاره په سیالۍ کې ماتې وخوړه. پرون د ملګروملتونو په عمومي اسمبله کې د بشري حقونو د شورا د ۱۴ انتخابي غړو د غوراوي لپاره د رایو ورکولو پر مهال افغانستان، جنوبي کوریا، بنګله‌دېش او مالدیو د اسیا پاسیفیک حوزې د څلورو څوکیو لپاره سیالي وکړه. د سيالۍ په نتیجه کې بنګله‌دېش د ۱۶۰ رایو، مالدیو د ۱۵۴ رایو، ویتنام د ۱۴۵ رایو او قرغزستان د ۱۲۶ رایو په ګټلو سره ګټونکي اعلان شول خو جنوبي کوریا د ۱۲۳ رایو او افغانستان د ۱۲ رایو په اخیستو سره ماتې وخوړه.

افغانستان کې د وروستيو ځانمرګو بريدونو په اړه د 'ايروشيا ريويو' ورځپاڼې تبصره

Pa.azadiradio.com 

ایروشیا ریویو: د ایروشیا ریویو خپرونې په افغانستان کې په وروستیو خونړیو ځانمرګو بریدونو تمرکز کړی دی. د خپرونې په باور په تېرو دوو میاشتو کې لږ تر لږه پنځه بریدونه په کابل کې شوي دي چې لسګونو کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده. ددې بریدونو تر ټولو خونړۍ هغه د کابل په لوېديځ کې د کاج پر تعلیمي مرکز برید و چې په کې د ۴۵ ښځینه زده‌کونکو په شمول پنځوس تنه ووژل شول. په لیکنه کې وړاندې د روسیې د سفارت په دروازه کې، په خیرخانه مېنه کې د صدیقیه په جومات کې او تر هغې مخکې په یوه مدرسه کې د چاودنو یادونه... Читать дальше...

د اسرائيل صدراعظم: له لبنان سره د سمندري پولو په تړاو پر موافقه سلا شوي يو

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل صدراعظم یائیر لاپید (Yair Lapid) پرون وویل، هېواد یې له لبنان سره د سمندري پولو په تړاو پر یوه «تاریخي موافقه» سلا شوی دی. دا موافقه د امریکا په منځګړیتوب د څو میاشتو تر بحثونو وروسته کېږي او دا د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو لوی پرمختګ بلل شوی دی. د دې موافقې په اړه لبنان تبصره نه‌ده کړې. اسرائیل او لبنان په ۱۹۴۸م کال کې د اسرائیل تر ایجاد وروسته په خپلو کې په جګړه کې وو. د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستۍ موافقه بیا هم په اسرائیل کې د یو لړ کلیدي قانوني او سیاسي چلنجونو له کبله له ځینو خنډونو سره مخامخ دی. Читать дальше...

د برېتانيا يو چارواکی : اوکراين کې د روسيې پوځي ستراتېژي ناکامه شوې ده

Pa.azadiradio.com 

د برېتانیا یو چارواکی وايي، په اوکراین کې د روسیې پوځي ستراتیژي ناکامه شوې ده. د برېتانیا د دولتي امنیت د ارتباطاتو او استخباراتي ادارې مشر، جرمي فلېمینګ (Jeremy Fleming) پرون سې شنبه په لندن کې یوه انستیتیوت ته په وینا کې وویل: "په پخوانیو دوو پوځي ستراتیژیو کې تر ناکامۍ وروسته د پوتین پلان د اوکراین له زړورتیا د ډکې دفاع له واقعیت سره مخامخ شو او له لږو موثرو داخلي ازمېښتونو سره- سره د پوتین تصمیم نیمګړی ثابت شو، پرون هم پر کییف او ټول اوکراین حملې یې بله بېلګه ده." پر اوکراین د روسیې غیرموجه... Читать дальше...

ريچارد بېنيټ له طالب چارواکو سره د نجونو پر زده‌کړو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو چارواکي وايي، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي سره یې د نجونو پر تعلیم، د اقلیتونو پر خوندیتوب او نورو مسایلو خبرې وکړې. په بېلابېلو اعلامیو کې ویل شوي، چې د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون له ریچارد بېنیت سره د هندوانو او سېکهانو د خوندیتوب تر څنګ، د نجونو د تعلیم پر حق، د ښځو پر حقونو، بشري حقونو او د رسنیو پر فعالیت بحث وکړ. د طالبانو د عدلیې سرپرست مولوي عبدالحکیم شرعي هم له ریچارد بېنیت سره د قوانینو پر جوړولو، د ټروریزم... Читать дальше...

د رسنيزو سرغړونو د ارزونې کمېسيون د رسنيو د قانون د تصويب عاجله غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د ارزونې کمېسیون په پرونۍ غونډه کې په عاجل ډول د رسنیو د قانون د تصویب غوښتنه وشوه. د باختر اژانس په حواله، چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پرون د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د ارزونې کمېسیون په درېیمه غونډه کې پر دې موضوع بحث وشو. د اژانس په حواله، په دې غونډه کې چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین حیات اله مهاجر فراهي یې مشري کوله، غوښتنه وشوه، چې د رسنیو هره اړونده موضوع دې د همدې کمېسیون له لارې تعقیب شي. له کله چې طالبانو شا و خوا ۱۵ میاشتې مخکې پر افغانستان... Читать дальше...

هيدر بار: افغانستان کې د جنسيت پر بنسټ د نجونو د زده‌کړو مخه نيول شوې ده

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د حقونو د برخې مرستیاله هیدر بار وايي، یوازې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د نجونو د تعلیم مخه نیول شوې ده. مېرمن بار پرون د وړو نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې لیکلي، څه باندې کال کېږي چې طالبانو د نجونو منځني ښوونځي او لېسې تړلي دي. د وړو نجونو په مناسبت پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پرون په یوه اعلامیه کې لیکلي: "د هېواد له ټولو نجونو غواړم چې په قوي اراده او نه ستړې کېدونکو هڅو زده‌کړې وکړي." بل‌خوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي... Читать дальше...

د ناټو سرمنشي: روسيه په اوکراين کې د ماتې په حال کې ده

Pa.azadiradio.com 

د ناټو سرمنشي وايي، اوکرایني ځواکونو خپلو پام‌وړ لاسته راوړنو ته دوام ورکړی او روسیه د ماتې په حال کې ده. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، څرګند پیغام دا دی، چې ناټو به د اړتیا تر حده د اوکراین تر څنګ وي او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین چې دغه جګړه پیل کړې، له اوکراین څخه د خپلو ځواکونو له ایستلو سره دغه جنګ پای ته ورسوي. سټولټنبرګ پرون سې شنبه (د اکتوبر ۱۱مه) په بروکسل کې یوه کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل: "د عمل ابتکار د اوکراین په لاس کې دی او خپلو پام وړ لاسته راوړنو ته دوام ورکوي. حال دا... Читать дальше...

امریکا پر طالبانو تازه بندیزونه ولګول

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو له ښځو سره د چلند په خاطر پر طالبانو تازه بندیزونه ولګول. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون د اکټوبر په ۱۱مه د ماشومو نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر هغو اقداماتو رڼا واچوله چې له مخې یې د طالبانو پر مشرانو او نورو هغو کسانو چې د سختو پالېسیو او تشدد له لارې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي د ویزې بندیز لګول کېږي. ښاغلي بلېنکن وویل له څه باندې یو کال راهیسې افغانستان د نړۍ یوازنی بد مثال دی چې له شپږم د پورته ټولګیو زده‌کوونکې نجونې په‌کې په سیستماتیک ډول ښوونځي... Читать дальше...

جوزيپ بوريل: افغانستان له خلکو هېر دی او د رسنيو په سرليکونو کې نه‌راځي

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې د امنیتي پالیسیو او بهرني سیاست مشر، جوزیپ بوریل وايي، افغانستان نور د رسنیو د خبرونو په سرلیکونو کې ځای نه لري او له پامه اچول شوی دی. د هغه په وینا په افغانستان کې اوس هم د تېر په څېر ستونزې شته، خو هېڅوک یې په باب خبرې نه‌کوي. جوزیپ بوریل پرون سې شنبه، په بروکسل دې د اروپايي ټولنې د سفیرانو په کلني کنفرانس کې دا خبره وکړه. نوموړي وويل: "تېر کال ټولو پر افغانستان خبرې کولې. افغانستان یوه لویه موضوع وه، چې د ۲۰۲۱م کال په اګست او سپټمبر میاشتو کې مو په یاد و، خو اوس افغانستان... Читать дальше...

يونېسف: افغان نجونې دې پياوړې او راتلونکي ته دې هيله‌منې اوسي

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، چې افغانستان نن سبا په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی، چې نجونې په کې له زده‌کړو راګرځول شوي دي. په افغانستان کې د یونېسف د ارتباطاتو مشرې، سم مورت پرون ازادۍ راډیو ته وویل، چې یونېسف به د افغان نجونو تر څنګ وي او د دوی ملاتړ ته به دوام ورکوي. نوموړې وويل: "دا د منلو وړ نه‌ده چې افغانستان دې په نړۍ کې یوازنی هېواد وي، چې نجونې په‌کې منځنیو ښوونځیو او لېسو ته له تګ منع شوي دي. په ټول افغانستان کې مو نجونو ته پیغام دا دی، چې یونېسف... Читать дальше...



Москва

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Число пользователей портала «Малый бизнес Москвы» превысило 200 тысяч



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Песня

Продвижение Музыки. Раскрутка Музыки. Продвижение Песни. Раскрутка Песни.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Больше всего работников с креативными идеями работает в ритейле и спорте

Волонтеры Президентской академии в Санкт-Петербурге вносят свой вклад в развитие и повышение доступности спорта для граждан

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России


Виктория Азаренко

Андреева назвала важнейшей в карьере победу над Азаренко на "Ролан Гаррос-2024"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Game News

Today's Wordle answer for Thursday, May 30



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России