هشت صبح: د 'الله اکبر' نارې طالبانو پر وړاندې د خلکو د نفرت غبرګون و
له کابله چاپېدونکو ورځپاڼو تر ډېره د سولې په نامعلوم برخلیک، د جګړې په روان وضعیت او د ولس په غبرګونونو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي. د ازادي راډیو خبریال د دغه ورځپاڼو غورچاڼ په یوه راپور کې رانغاړلی دی. هشت صبح هشت صبح لیکلي، افغانانو انتخاب کړی چې د طالبانو زور، ظلم او ستم ته نه تسلیمېږي، که دغه ډله د سولې د دروازې له لارې ټولنې ته داخله شي، د خلکو له تود هرکلي سره به مخ شي. په سرمقاله کې راغلي، طالبانو اوس د جګړې لاره خپله کړې، په لویو ښارونو یې بریدونه کړي چې ورسره وینه بهېدنه زیاته شوې ده چې تر ډېره یې زیان ملکیانو ته اوړي. Читать дальше...