Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2021

Новости за 06.08.2021

چین په سیمه ییزه کچه د کرونا ۸۰ مثبتې پېښې ثبت کړي

Pa.azadiradio.com 

چین نن جمعه (د زمري ۱۵مه) په محلي سطحه د کرونا ویروس ۸۰ مثبتې پېښې ثبت کړي دي.   دا تازه پېښې داسې مهال ثبتېږي چې دغه هېواد هڅه کوي، په پراخه کچه د کرونا ویروس د خپرې شوې څپې مخه ونیسي.  دغه مثبتې پېښې د ۲۰۱۹میلادي کال په وروستیو کې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیل راهیسې بې سارې بلل شوې دي.  چین له څو نورو هېوادونو سره هڅه کوي چې د کرونا ویروس یا کووېډـ۱۹ ناروغۍ د ډېلټا بڼې په وړاندې مبارزه وکړي چې په چټکۍ په خلکو کې خپرېږي.  په چین کې ۵۸ تازه پېښې په ختیځ ښار یانګژو او نورې په شپږو نورو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د نړۍ بېلابېلو برخو کې د اورلګېدنو پېښو د خلکو د مړینو لامل شوي

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ځنګلونو اورلګېدنې، د سیمو د جبري تخلیې، د ملکیتونو د تخریب او په ځینو مواردو کې د خلکو د مړینو سبب شوې دي.  تر ډېره چارواکو د دغو اورلګېدنو علت اقلیمي بدلون بللی دی.   له درېیو اوونیو د کلفورنیا په شمال کې د ځنګله اور یو تاریخي ښارګوټی تخریب کړی، ګڼ کورونه او تجارتي مرکزونه یې په ایرو کې ډوب کړي دي.  بل خوا په ترکیه کې هم پرون په یوه برښناکوټ کې د اورلګېدو له کبله په سلګونو کلي له خلکو تخلیه شوي دي.   په همدې حال کې د یونان د اور وژنې مامورین د المپیک یوې لرغونې... Читать дальше...

ابراهیم رئیسي د ایران د ولسمشر په توګه لوړه وکړه

Pa.azadiradio.com 

سخت محافظه کاره ابراهیم رییسي د قضا پخوانی مشر دی او امریکا ورباندې په زرګونو اعدامونو کې د لاس درلودو په تور بندیزونه لګولي او ویلي يې دي چې رییسي د قضا د مشر په توګه د خپل کار پر مهال له بشري حقونو سرغړونه کړې ده.  رییسي د لوړې د مراسمو پر مهال په خپلو خبرو کې وویل: "زه به ځان د خلکو خدمت، د هېواد عزت، د مذهب او اخلاقو ترغیب ته وقف کړم او د حقیقت او عدالت ملاتړ به کوم."   د اګسټ په درېیمه نېټه د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي د قضا دغه پخوانی ناندریز مشر د ولسمشر په توګه تایید کړ. Читать дальше...



بلخ چارواکي: مزارشریف کې ماین چاودنې ۱۲ تنه ټپیان کړل

Pa.azadiradio.com 

د بلخ د پولیسو ځايي چارواکي وايي چې د دې ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ماین په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ټپيان شول.   د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل د پنجشنبې(د زمري ۱۴مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښه پرون تر مازېګر مخکې د روضې شریف په لویديځه برخه کې د نظرګاه سیمه کې وشوه.   د ده په وینا، ماین په یوه بایسکل کې ځای پرځای شوی وو.   له بلې خوا د بلخ حوزوي روغتون مشر غوث الدین انوري وویل چې په ټپيانو کې کوچنیان او دوه نظاميان شامل دي.   د دې چاودنې مسوولیت تراوسه هېڅ چا نه دی منلی.

نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن جمعه (د زمري ۱۵مه) په افغانستان کې د طالبانو د مخ پر زیاتېدونکو حملو او پراخ تاوتریخوالي په اړه غونډه جوړه کړي. دا غونډه د هند په مشرتابه جوړیږي.   په ملګرو ملتونو کې د هند استازي ټي اېس تریمورتي د پنجشنبې په ورځ پر خپله ټويټر پاڼه د دې غونډې اعلان وکړ.   دا دوې ورځې وروسته له هغه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د سې شنبې په ورځ له خپل هندي سیال اېس جې شنکر سره ټیلیفوني خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د طالبانو د تاوتریخوالي د مخنیوي پر... Читать дальше...

اروپايي ټولنه: له بشري حقونو سرغړوونکو طالبانو سره دې حساب وشي  

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې لوړپوړي چارواکي وايي، له بشري حقونو سرغړوونکو طالبانو سره باید حساب وشي.   یادې ټولنې د پنجشنبې (د زمري ۱۴مه) په ورځ په افغانستان کې د یوه بېړني، پراخ او دایمي اوربند غوښتنه وکړه او ويې ویل چې سولې ته باید یو فرصت ورکړل شي.   د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېپ بورېل او د بحران د اداره کولو په چارو کې د اروپايي ټولنې کمېشنر یانیز لینارچیچ Janez Lenarcic په یوه ګډه اعلامیه کې په ټول افغانستان کې د طالبانو د تاوتریخوالي زیاتوالی وغانده.   دوی په اعلامیه کې زیاته کړې چې په... Читать дальше...

کاناډا: د افغان ترجمانانو او کابل کې د سفارت کارکوونکو لومړۍ ډله راورسېده

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا د کډوالو چارو وزیر خبر ورکوي چې د افغان ترجمانانو، په کابل کې د کاناډا سفارت د کار کوونکو او هغوی د کورنیو لومړۍ ډله کاناډا ته رسېدلې ده.   مارکو مینډیسینو د پنجشنبې(د زمري ۱۴مه) په ورځ په دې اړه یوه خبري کنفرانس ته وویل: "زه ټينګار کوم چې د دې پروګرام له لارې به کاناډا ته د زرګونو افغانانو هرکلی وشي. او د کورنۍ د غړیو د تعریف برخه کې مو پراخه تګلاره غوره کړې ده. د بېلګې په توګه ټول شموله تګلاره د کډوالۍ د دې ځانګړي پروګرام یوه مهمه برخه ده."   ډېری افغانانو چې په افغانستان کې يې د... Читать дальше...

د تاوتریخوالي زیاتوالی؛ عبدالله او بلېنکن: د سولې خبرې دې چټکې شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې (د زمري ۱۴مه) په ورځ د افغانستان د ملي مصالحې شورا له رییس سره د سولې د مذاکراتو او په هېواد کې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه خبرې کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وايي چې انتوني بلېنکن او عبدالله عبدالله په افغانستان کې د طالبانو د حملو د دوام، د بې ګناه افغانانو د وژل کېدو او ملکیانو د بې ځایه کېدو په اړه خپګان څرګند کړ. د اعلامیې له مخې، ښاغلي بلېنکن او ښاغلي عبدالله د افغانستان د سولې د مذاکراتو د چټکولو او یوې سیاسي حل لارې ته... Читать дальше...



معتاده مسعوده: د نشو په پرېښودلو سره مې هيلې پوره شوې

Pa.azadiradio.com 

مسعوده له هغو معتادانو څخه ده چې څو کاله د نشو درد ځورولې او په دې وروستیو وختونو کې يې نشه پرې ایښې ده. دا وايي، خپل مېړه په نشو اخته کړه، خو د ښځينه معتادينو د درملنې په روغتيايي مرکز کې يې تر ۴۵ ورځو بستري کېدو وروسته درملنه وشوه او بېرته عادي ژوند ته راوګرځېده. مسعوده وايي: "زه د کندز ولايت اوسېدونکې یمه، یو چا د معتادينو د علاج د مرکز پته راوښودله، زه هم راغلمه او دلته مې علاج وشو، يو څه موده مې په خپله خوښه له معاش پرته کار وکړ، وروسته ډاکټرانو لارښوونه راته وکړه چې دلته وظيفه اجرا کړم... Читать дальше...

چارواکي: سږ په هرات کې د معتادینو راټولولو پروګرام نه دی عملي شوی

Pa.azadiradio.com 

هرات د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې بهرنیو هېوادونو ته د نشه يي موادو د قاچاقو لاره بلل کېږي، ځکه نو په دې ولایت کې نشه يي مواد اسانه او ارزانه پيدا کېږي. د دې ولایت پر اصلي اوسېدونکو معتادینو سربېره د افغانستان د نورو ولایتونو زرګونه هغه معتادین هم د هرات پر واټونو شپې او ورځې تېروي چې له ایرانه را شړل شوي دي. د هرات ولایت د معتادینو د درملنې مرکزونو مسوول محمد عارف وايي چې سږکال په دې ولایت کې د معتادینو راټولولو هېڅ ډول پروګرام نه دی عملي شوی، ځکه خو په دې ښار کې معتادین ډېر شوي او خلک يې اندېښمن کړي دي. Читать дальше...

امریکا: ایران دې بېرته د اټمي مذاکراتو برخه شي

Pa.azadiradio.com 

امریکا له ایرانه غوښتي چې بېرته دې د اټمي مذاکراتو برخه شي.  دا مذاکرات د ایران او نړۍ د قدرتونو تر منځ د ۲۰۱۵میلادي کال د اټمي موافقې د ژغورلو په اړه شوي.   امریکا په ۲۰۱۸میلادي کال کې له ایران سره له اټمي موافقې ووته او پر دې هېواد یې نوي بندیزونه ولګول.   د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یوه خبري غونډه کې د پنجشنبې په ورځ وویل: "موږ ایران ته هیله کوو چې ژر دې مذاکراتو ته ستون شي."   د ایران نوي ولسمشر ابراهیم رییسي د پنجشنبې (د زمري ۱۴مه) په ورځ د خپلې لوړې په مراسمو کې وویل... Читать дальше...

د پاکستان پنجاب کې قهرجنو خلکو د هندوانو عبادتځای ته اور ورته کړ

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکو وروسته له هغې سیمې ته امنیتي ځواکونه ولېږل چې د پنجاب په رحیمیار خان ولسوالۍ کې د قهرجنو خلکو د هندوانو یوه عبادتځای ته اور ورته کړ.   رویټرز خبري اژانس د رحیمیار خان ولسوالۍ د پولیسو ویاند احمد نواز له قوله ویلي چې قهرجنو خلکو وروسته له هغې د هندوانو پر عبادت ځای حمله وکړه چې راپورونه خپاره شول چې یوه هندو هلک د یوه اسلامي ادارې په کتابتون کې متیازې کړي.   نواز ویلي چې پولیس په حمله کوونکو پسې ګرځي او په دې اړه تحقیق کوي چې په کتابتون کې کثافت خپروونکی توقیف شوی هلک هندو دی... Читать дальше...

اسراییل: د ایران پر وړاندې نظامي اقداماتو ته چمتو یو  

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل دفاع وزیر بني ګانتز وايي چې هېواد یې د ایران پر وړاندې نظامي اقداماتو ته چمتو دی.   اسراییل، امریکا او بریتانیا پر ایران په عُمان کې د جولای د ۲۹مه د اسراییلي شرکت پر یوه تېل وړونکې بیړۍ په حمله کې د لاس درلودو تور پورې کړی دی. تر اوسه هېڅ هېواد د دغو ادعاوو شواهد نه دي وړاندې کړي.   ایران په دې پېښه کې لاس درلودل رد کړي. امریکايي او نورو چارواکو ویلي چې دا حمله د ډرون په وسیله شوې ده.   په هغه حمله کې یو بریتانوی او یو رومانیايي وګړی ووژل شول.   اسراییل د ایران او نړۍ د قدرتونو تر منځ د اټمي موافقې د ژغورلو مخالفت کوي. Читать дальше...

د امریکا د نارینه وو باسکټ بال لوبډله فرانسې سره میدان ته وځي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده د امریکا د نارینه وو باسکټ بال ټيم له فرانسې سره میدان ته لاړ شي. دوی هڅه کوي چې څلورم د سرو زرو مډال وګټي.   امریکايي ټیم د پنجشنبې په ورځ (د اګست په پنځمه) اسټرالیا ته په نیمه پایلوبه کې په ۷۸-۹۷ ماتې ورکړه.   فرانسې بیا سلوانیا ته په ۸۹-۹۰ ماتې ورکړه چې فاینل لوبو ته ووځي.   د سرو زرو د مډال لوبې سبا د اګسټ په اوومه کېږي.

پولنډ: بلاروس غیر قانوني پناه غوښتونکي د ژوندۍ وسلې په توګه کاروي

Pa.azadiradio.com 

پولنډ پر بلاروس تور پورې کړی چې ګڼ شمېر پناه غوښتونکو ته یې اجازه ورکړې چې د پولنډ پر لور ورشي او دا کار يې د پولنډ د هغه اقدام په غبرګون کې کړی چې تېره اوونۍ يې د بلاروس ورزشکارې کرسټينا څيمانوسکایا ته پناه ورکړه.   څيمانوسکایا له توکیو المپیک لوبو څخه خپل هېواد ته له تګه ډډه وکړه او د پولنډ تر ډپلوماټيک خوندیتوب لاندې وارسا ته لاړه.   څیمانوسکایا پر خپله انسټاګرام پاڼه لیکلي وو چې ګڼې بلاروسۍ لوبغاړې د ډوپېنګ د ټېسټونو لپاره د کافي وسایلو د نشتوالي له کبله د توکیو له المپیک لوبو بې برخې شوې. Читать дальше...

کابل کې د هیرویینو ۳ قاچقبران ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

درې تنه داسې مهال ونیول شول چې له افغانستان څخه دباندې يې هيرويين قاچاق کول. يو تن چې غوښتل يې اووه کېلو او ۵۲۶ ګرامه هيرويين چې په سفري بکس کې يې پټ ايښي وو او غوښتل يې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر له لارې يې اندونيزیا ته قاچاق کړي، پولیسو ونيو. له ده څخه تر پوښتنو ګروېږنو وروسته د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د دې ډلې مشر هم ونيول شو.  له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنيو دفتر ازادي راډيو ته وويل، دوه تنه نور چې تر څلور کيلوګرامو ډېر هيرويين يې په خپلو جامو کې پټ کړي او غوښتل يې چې هند... Читать дальше...

کابل ته تر ۶ کيلو ډېرو ښیښې د قاچاقو مخه ونيول شوه

Pa.azadiradio.com 

کابل ولایت ته تر شپږو کيلوګرامو ډېرو ښیښې د قاچاقو مخه ونيول شوه. څلور کيلوګرامه ښیښه چې په کندهار ولايت کې په یوه موټر کې بار شوې او په پام کې وه کابل ولایت ته قاچاق کړل شي، د غزني ولايت له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په غزني ښار کې ونيوله. دغه ډول د ملي امنيت عمومي رياست کار کوونکو په کابل ښار کې دوه کيلو او ۳۰۰ ګرامه ښیښه داسې مهال ونيوله چې د کابل ښار ۱۲مې ناحيې ته قاچاق کېدله. د کورنيو چارو وزارت وياند ميرویس ستانکزي ازادي راډيو ته وويل چې د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور دوه تنه هم نيول شوي دي.

تخار او ننګرهار کې ۳۰ کيلو نشه يي توکي ونيول شول

Pa.azadiradio.com 

په تخار او ننګرهار ولايتونو کې نژدې دېرش کيلوګرامه نشه يي مواد ونيول شول. د ننګرهار پولیسو تر شلو کيلوګرامو ډېر چرس چې په يوه رېکشا کې پټ ايښودل شوي وو او په پام کې وه چې د دې ولايت يوې ولسوالۍ ته یې قاچاق کړي، په جلال اباد ښار کې یې ونيول . دغه ډول د تخار ولايت سرپرست امنيه قوماندان شمس الحق سادات ازادي راډيو ته وويل چې په تالقان ښار کې يو تن داسې مهال ونيول شو چې غوښتل يې څه اندازه هيرويين دې ښار ته قاچاق او پر معتادينو  وپلوري.



Москва

СЕНСАЦИОННЫЙ ДОКЛАД ПРО ДЕЛО СКРИПАЛЕЙ, САФРОНОВА, ГОЛУНОВА.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Активно укрепляем отношения с Китаем



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Антонио Вивальди

Вивальди под небом




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча


WTA

Самсонова выиграла турнир WTA в Хертогенбосхе



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Галина Ржаксенская впервые стала участником ПМЭФ в Санкт-Петербурге



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России