موټر چلوونکي او خلک: له ۱۰ ورځو راهیسې طالبانو د ارزګان-کندهار لار تړلې
د ارزګان-کندهار د لويې لارې پرسر تلونکي مسافر او موټر چلوونکي وايي، دا لاره نن لسمه ورځ ده چې طالبانو د ملکي خلکو پر مخ تړلې چې له امله یې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي. که څه هم د لارې تړل کېدو له امله ګڼ شمېر موټرونه او مسافر په ترینکوټ ښار کې بند پاتې، خو یو شمېر موټر چلوونکي وایي چې د خلکو د مجبورۍ پر اساس کندهار ته دوه شپې او دوه ورځې مزل کوي. ۳۸ کلن محمد رحیم د ارزګان او کندهار ترمنځ د لویې لارې پر سر موټر چلوي وايي، کله چې طالبانو ورباندې یاده لار وتړله، نه یوازې دا چې ګټه يې نه ده کړې، بلکې ورته څو چنده زیان رسیدلی دی. Читать дальше...