Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2021

Новости за 09.08.2021

اروپايي ټولنې د لوکاشینکو پر وړاندې د نورو اقداماتو خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې د بلاروس د زورواکي، الکساندر لوکاشینکو پر وړاندې د نورو اقداماتو خبرداری ورکړ.  د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر، جوسیپ بورېل پرون یکشنبه (د زمري ۱۷مه) وویل، دا چې د بلاروس رژیم نړیوالو تعهداتو ته ښکاره بې احترامي کوي، نو اروپايي ټولنه، دې موضوع ته په پام پر نورو اقداماتو غور کولو ته تیاره ده.  د تېر کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د لوکاشینکو ټاکل کېدل د اپوزیسیون او لوېدیځ له خوا رد شوي دي.   پر مظاهره چیانو د فشارونو کمولو، له اپوزیسیون سره د خبرو او د نویو خپلواکو ټاکنو لپاره لوېدیځ... Читать дальше...

د بلوڅ بېلتون غوښتونکي پوځ بلوچستان کې د وروستیو حملو پړه ومنله

Pa.azadiradio.com 

د بلوڅ بېلتون غوښتونکي پوځ (BLA) په بلوچستان ایالت کې د وروستیو دوو حملو مسوولیت ومانه.  دوه پاکستاني پولیس پرون یکشنبه (د زمري ۱۷مه) د بلوچستان په مرکز کوټه کې په یوه چاودنه کې ووژل شول او  ۸ نور ټپیان شول.  په هغه اعلامیه کې چې په محلي رسنیو او ایمیلونو کې لاس په لاس کېږي، د بلوڅانو دغې بېلتون غوښتونکې ډلې د پاکستان د خپلواکۍ ورځې په تړاو چې د اګسټ پر ۱۴مه لمانځل کېږي، د نورو حملو خبرداری هم ورکړی.   د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند لیاقت شهواني په یوه اعلامیه کې ویلي چې بمب په یوه موټر سایکل... Читать дальше...

چین: د وهان ښار ۱۱میلیونه خلک د کرونا ویروس لپاره معاینه شوي

Pa.azadiradio.com 

د چین په مرکزي ښار وهان کې چارواکي وايي، د دغه ښار څه باندې ۱۱ میلیونه اوسېدونکي د کرونا ویروس د تازه پېښو تر زیاتېدو وروسته معاینه شوي دي.   د وهان جګپوړې چارواکې لي تاو پرون یکشنبه (د زمري ۱۷مه) یوه کنفرانس ته وویل، دغو معایناتو چې تر شپږکلنۍ واړه ماشومان ورڅخه مستثنی دي، اساساً د ښار ټول اوسېدونکي تر پوښښ لاندې راوستلي.  دولتي اژانس سینهوا راپور ورکړی چې د ډله ییزو معایناتو پرمهال هم په وهان ښار کې د کرونا ویروس ۳۷ مثبتې پېښې ثبت شوې او په ۴۱ نورو کسانو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ نښې ولیدل شوې.... Читать дальше...



د خوست-کابل لویه لار؛ مسافر: د جګړو له امله په ساعتونو-ساعتونو تړلې وي

Pa.azadiradio.com 

د خوست او کابل ترمنځ په لویه لاره یو شمېر تلونکي مسافر وایي، دغه لاره نږدې هره ورځ په ساعتونو-ساعتونو د افغان حکومت او د وسله والو طالبانو تر منځ د جنګ جګړو له امله د تګ راتګ پر وړاندې بندیږي. دوی وایي، دغو بریدونو په دې لاره تلونکي مسافر او ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ اړوند د تنګي واغجان سیمه له کومې چې د خوست ـ کابل عمومي لاره تیریږي.دلته د افغان ځواکونو پر هغو پوستو چې د دې لویې لارې د امنیت د خوندیتوب لپاره د کابل ـ ګردېز د لویې لارې په اوږدو کې جوړې... Читать дальше...

ځینې پکتیا مېشتي خلک: افغان حکومت د سقوط شوېو ولسوالیو د نیولو اراده نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر محمد اشرف غني  ۲۸ ورځې وړاندې د جولای میاشتې په لسمه ڼېته په خوست کې د ولسي خلکو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، هغه نظامي افسران چې د پکتیا سقوط شوي ولسوالۍ بېرته ونیسي، په نظامي رتبو به یې ونازوي. که څه هم ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې دغې وینا په جریان کې د امنیتي ځواکونو رهبرۍ ته د یادو ولسوالیو د ژر نیولو او په بدل کې یې د نظامي رتبو د ترلاسه کولو مبارکي هم ورکړه، خو لا هم دغه ځواکونه نه دي توانیدلي چې په پکتیا کې د وسله والو طالبانو په لاس د سقوط شوېو ولسوالیو له منځه کومه ولسوالۍ بېرته ونیسي. Читать дальше...

کونړ کې بورې او کونډې میندې: له جګړو او جنازو تنګ شوي یو، یتیمان نه شو مړولی

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې په جګړو کې د قرباني شوېو کسانو کورنۍ سوله غواړي او له حکومت او وسله والو طالبانو د جګړې پر ځای د سولې خبرو ته دوام، اوربند او تل پاتې سوله راوستل غواړي. د دوی په خبره چې له جګړو، جنازو او ویرونو په تنګ شوي او د هغې ورځې په هيله دي چې طالب او عسکر سره غاړه په غاړه وګرځي او د ورورۍ ژوند تېر کړي. ۳۰ کلنې حلېمه وايي، پنځه کاله وړاندې یې د جګړې له امله د ژوند ملګری له لاسه ورکړ خو اوس له ډېرو ستونزو سره مخ ده: "کونډه یم، درې یتیمان بچي لرم دا څو کاله کېږي چې کونډه شوې یم، هېڅ هم نه لرم... Читать дальше...

نا معلومه وسله والو د پکتیا غږ راډیو مشر توپان عمري وژلی

Pa.azadiradio.com 

نا معلومه وسله والو پرون یکشنبه(د زمري ۱۷مه) د پکتیا غږ راډیو مشر توپان عمري وژلی دی.  عمري په پکتیا ولایت کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې 'نی' ولایتي مسوول و او له دې سره هم مهاله یې په لویه څارنوالۍ کې د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې له جرمونو سره د مبارزې ریاست کې هم دنده درلوده.  د نی اجرایي مشر مجیب خلوتګر له ازادي راډیو سره خبرو کې د عمري وژنه پر رسنیو یو ګزار وباله او غوښتنه یې وکړه چې عاملین یې باید پيدا شي: "د دوی وژنه د رسنیو او څارنوالانو لپاره یوه بله صدمه او ضربه ده، زموږ غوښتنه... Читать дальше...

طالبانو هلمند کې د بُست راډیو نشراتي مسوول نعمت الله همت برمته کړی

Pa.azadiradio.com 

وسله والو طالبانو د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د بُست په نوم د یوې محلي راډیو د نشراتو مسوول نعمت الله همت برمته کړی دی.  په جنوب کې د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې مسوول عبدالسمیع غیرتمل ازادي راډیو ته وویل، همت په ناوې ولسوالۍ کې خپل کور ته تللی و چې پرون طالبانو له کوره ایستلی او له ځان سره یې بیولی دی.  غیرتمل زیاته کړه: "د بُست راډیو د نشراتو مسول او د غرغښت ټلوېزیون خبریال طالبانو نیولی دی او له طالبانو سره دی. د هغه تفاهم او ژمنې پر اساس چې دوی له رسنیو سره کړې، زموږ غوښتنه او هیله دا... Читать дальше...



افغان ولسمشر سوداګرو ته: تر یوې میاشتې به ګمرکي تعرفې درته معاف شي

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر د خصوصي سکټور سوداګرو ته ویلي چې تر یوې میاشتې پورې به یې په ازمیښتي ډول ګمرکي تعرفې ورته معاف کړي.  محمد اشرف غني دا خبره پرون په ارګ کې د افغانستان د اتاقونو د فدراسیون له غړو او سوداګرو سره په یوه غونډه کې وکړه.  غونډه په دې هدف جوړه شوې وه چې سوداګر د لومړنیو خوراکي توکو او د هغو د وارداتو په برخه کې د رامنځته شوېو ستونزو د هواري پر لارو چارو خبرې وکړي.  دوی ته دا ستونزې وروسته تردې ډېرې شوې چې طالبانو د افغانستان په لویدیځ، شمال او جنوب ختیځ کې لږ تر لږه شپږ سوداګریز بندرونه ونیول. Читать дальше...

افغانستان کې د تنکیو ځوانانو د کرکټ روزنیز کمپ پای ته ورسید

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو څخه د کم عمره لوبغاړو روزنیز کمپ له ملي لوبډلې سره د همدې لوبغاړو په تمریناتي سیالۍ پای ته ورسېد.  دا روزنیز کمپ د دوو اونیو په مخه په کابل کې ترسره شو چې هدف یې د بنګله دیش په وړاندې راتلونکو لوبو ته د لوبغاړو چمتو کول و.  د افغانستان کرکټ بورد په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دې روزنیز کمپ کې ۲۶ لوبغاړو ته د توپ وهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې لارې چارې وښودل شوې.  د افغانستان او بنګله دیش د ۱۹ کلنو لوبډلې پنځه یو ورځنۍ او یوه څلور ورځنۍ لوبه کوي، خو کرکټ بورډ د دې لوبلړۍ د پيل کره نېټه نه ده یاده کړې.

د ایران نوي ولسمشر محمد مخبر د خپل لومړي مرستیال په توګه وټاکه

Pa.azadiradio.com 

د ایران نوي ولسمشر ابراهیم رییسي د یوه حکم له مخې محمد مخبر د خپل لومړي مرستیال په توګه وټاکه.  مخبر له تېرو شااوخوا ۱۴ کلونو راهیسې د 'فرمان امام اجرایي ستاد' مشر و چې نوم یې د امریکا د بندیزونو په لېست کې هم شامل دی.  د ایران د ولسمشرۍ دفتر پرون په یوه خبرپاڼه کې دا خبر خپور کړی دی.  د ایران نوي ولسمشر ابراهیم رییسي تېره اوونۍ لوړه وکړه او له امریکا نه یې وغوښتل چې پر دغه هېواد لګول شوي بندیزونه پای ته ورسوي.  رییسي پرون په یوه جلا فرمان کې غلام حسین اسماعیلي د خپل دفتر د مشر په توګه وټاکه.

د سربیا ځنګله کې اور؛ شمال ختیځ کې دوه کلي له خلکو تخلیه شوي

Pa.azadiradio.com 

د سربیا په شمال ختیځ کې هغه دوه کلي د تخلیه کېدو په حال کې دي چې دغلته په ځنګله کې د بل شوي اور له ګواښ سره مخامخ دي.  د دغو کلیو اوسیدونکي خوندي ځایونو ته لېږدول کېږي او د ژغورنې کار کوونکو د بل شوي اور نیمایي برخه کنټرول کړې ده.  په دې سیمه کې له یو سل او پنځوسو په ډېرو سیمو کې اور بل شوی دی چې یوه ځای کې یې ۳۱ کورونه او یو شمېر نورې ودانۍ ویجاړې کړي دي.  د دغې اور لګېدنې لامل د اقلیمي بدلون له کبله رامنځته شوې موسمي ګرمي بلل شوې ده.  د یونان او ترکیې په یو شمېر ګرمو ټاپوګانو کې هم له تېرو... Читать дальше...

توکیو کې المپیکي لوبې د کرونا تر سیوري لاندې پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

د توکیو د ۲۰۲۰ میلادي کال المپیکي سیالیو کې د سرو زرو تر ټولو ډېر مډالونه امریکا او بیا په دویم او درېیم ګام کې چین او جاپان وګټل. دا سیالۍ چې د کرونا له کبله په یوه کال ځنډ ترسره شوې، پرون یکشنبه پای ته ورسېدې. د المپیک نړیوالې کمېټې مشر توماس باخ د دې شپاړلس ورځنیو سیالیو د پای په مراسمو کې وویل، د کرونا تر سیوري لاندې دې سیالیو نړیوالو ته هیلې وبښلې. باخ ویلي: "د کرونا تر خپرېدو وروسته لومړی ځل دی چې نړیوال سره راټول شول. ورزش بیا اصلي صحنې ته راغی او د نړۍ په کچه میلیاردونه کسان له یوه... Читать дальше...

امریکا سفارت: طالبان د بریدونو په دوام نړیوال مشروعیت نه شي ترلاسه کولی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو د جګړې له پراخېدو سره روان وضعیت ته کورنۍ او نړیوالې اندېښنې هم په ډېرېدو دي. طالبان همدا پرون یکشنبه (د زمري ۱۷مه) د درېیو ولایتونو کندز، سرپل او تخار مرکزونو ته ننوتل او ګڼې دولتي ادارې یې لاندې کړې. تردې وړاندې طالبان د جوزجان او نیمروز مرکزونو شبرغان او زرنج ته هم ننوتلي او د کندهار، لښکرګاه او هرات ښارونو په منځ او شااوخوا کې یې هم جګړې کړې دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی وایي، حکومت به ژر طالبان له دې ښارونو په شا کړي: "د خوست، کندهار، هلمند او هرات... Читать дальше...

ډيپلومات: درې خیالي باورونه یا افسانې چې د افغانستان د سولې خبرې يې غرقې کړې

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان جګړې ته پام کړی او په دې اړه‌یې پر کندز ښار د طالبانو د وروستیو حملو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. طالبان د یکشنبې په ورځ کندز ښار ته ننوتل چې د نظامي چارواکو په وینا د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ دي. طالبان ادعا کوي چې دا ښار یې نیولی دی. د واشنګټن پوسټ د مقالې په وینا کندز ښار ته ننوتل د دې ډلې لپاره د افغانستان په شمال کې یو ستراتېژیکه لاسته راوړنه ګڼل کېدای شي.   د کندز هوايي ډګر ته نږدې نظامي اډه د افغان ځواکونو په کنټرول کې ده، خو طالبان دې ښار ته رسېدلي دي. Читать дальше...



Москва

За прошедшую неделю подмосковные росгвардейцы обеспечили безопасность более 200 мероприятий


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин прибыл в Китай с рабочим визитом



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Александр Розенбаум

"Звездач": певец Александр Розенбаум проиграл суды на 386 тыс. рублей




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы


ATP

Теннисисты Медведев и Рублев сохранили позиции в рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Обмен электронными транспортными накладными стал доступен участникам «Биржи грузоперевозок ATI.SU»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России