ارګ: قطر کې پیل شوې مذاکرې به د سولې پروسې د چټکتیا لامل شي
د افغانستان جمهوري ریاست هیلهمن دی چې په قطر کې پیل شوي درې ورځني مذاکرات به د سولې پروسې له چټکتیا سره مرسته وکړي. د جمهوري ریاست مرستیال ویاند، محمد امیري پرون سې شنبه (د زمري ۱۹مه) رسنیو ته وویل: "د افغانستان دولت د جګړې پر ختمېدو او د سولې خبرو پر چټکتیا باور لري. تمه مو دا ده چې د قطر غونډه د سولې پروسې چټکتیا ته لازمې زمینې برابرې کړي." په کابل کې د امریکا سفارت پرون په یوه ټویټ کې په قطر کې د مذاکرو له دواړو لوریو غوښتي چې د مذاکرو پر مهال دا ټکی په ذهن کې ولري چې د افغانانو ژوند هم اهمیت لري. Читать дальше...