جرمني: ایران دې اټمي تړون ته د ورګرځېدو لپاره لازم نرمښت وښيي
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس پرون چهارشنبه (د زمري ۲۰مه) له ایرانه وغوښتل چې د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون د بیا ژوندي کولو لپاره بېرته د ویانا خبرو ته ور وګرځي. ده چې په برلین کې له خبریالانو سره خبرې کولې وویل، نه شي کولای چې له ایران سره تر ابده خبرو ته دوام ورکړي. ښاغلي ماس وویل، که خبرې اوږدېږي، هغه لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ کېږي چې تراوسه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې ترلاسه شوي دي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر غوښتنه وکړه چې ایران باید ژر تر ژره له "چمتوالي او لازم نرمښت سره " د خبرو میز ته حاضر شي. Читать дальше...