Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2021

Новости за 18.08.2021

د افغانستان په روان وضعیت د ملګرو ملتونو د مرستندویه ټولنو اندېښنې

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو مرستندویه ټولنو په افغانستان کې روان وضعیت په تېره د بشري حقونو او د ملکیانو د ژوند د خوندیتوب له پلوه د اندېښنې وړ بللی. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ، د روغتیا د نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې صندوق یا یونېسف مسولینو پرون د اتریش په پلازمېنه ویانا کې په یوه مجازي کنفرانس کې ګډون کړی و. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ وایي، د ملګرو ملتونو غړیو... Читать дальше...

طالبان: افغانستان کې جګړه پای ته رسیدلې د مقابل لوري کسان بښل شوي

Pa.azadiradio.com 

طالبان وایي، په افغانستان کې نوره جګړه پای ته رسېدلې او ټول هغه کسان چې په مقابل لوري کې ولاړ و، عفوه شوي او په نښه به نه شي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې په لومړني خبري کنفرانس کې وویل، نوره جګړه پای ته رسېدلې او دوی نور له هېچا سره دښمني نه لري. مجاهد زیاته کړه: "اسلامي امارت له هېچا سره دښمني نه لري. سر له ننه له ټولو اړخونو او جهتونو سره دښمني پای ته رسېدلې. موږ نه غواړو په دښمني کې ژوند وکړو او طبیعي خبره ده چې هېڅ ملت هم خپل په مقابل کې دښمنان نه غواړي، نه داخلي او نه بهرني."  ... Читать дальше...

امرالله صالح: د افغانستان د جمهوري ریاست مشروع سرپرست یم

Pa.azadiradio.com 

امرالله صالح چې په کابل کې د پخواني حکومت د ولسمشر لومړی مرستیال و، ادعا کوي چې د افغانستان د جمهوري ریاست مشروع سرپرست دی.  ښاغلي صالح تېر ماښام په یوه ټویټ کې ویلي چې د افغانستان د اساسي قانون د حکم له مخې د ولسمشر په نه موجودیت کې یې لومړی مرستیال سرپرست ولسمشر دی. د اساسي قانون په ۶۰ ماده کې ویل شوي چې د ولسمشر په غیاب، یا استعفا او یا هم د وفات په صورت کې لومړی مرستیال به د سرپرستي دنده مخ ته وړي.  هغه په دې ټویټ کې ویلي چې د افغانستان په دننه کې دی او د دغه مقام د اعاده کېدو لپاره د دې هېواد له مشرانو سره سلا او مشورې کوي. Читать дальше...

کاناډا: نیت نه لرو چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنو

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو وایي، هېواد یې نیت نه لري چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او زیاته یې کړه چې کاناډا تر اوسه طالبان یوه ترهګره ډله بولي.  ښاغلي ټروډو پرون سې شنبې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې طالبانو په زوره د افغانستان د ډموکراټیک حکومت ځای نیولی چې د کاناډا د قوانیونو پر اساس هغه تر اوسه یوه ترهګره ډله ده.  تر دې مخکې د امریکا متحدو ایالاتونو د دوشنبې په ورځ ویلي و چې یوازې په هغه صورت کې به په کابل کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني چې د بشري حقونو درناوي وکړي او له ټولو تروریستي ډلو سره اړيکې پرېکړي. Читать дальше...

بورېل: اړ یو افغانانو سره د مرستې لپاره طالبانو سره اړیکې وپالو

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل وایي، که دا ټولنه طالبان د افغانستان د مشروع واکمنانو په توګه په رسمیت ونه پېژني، بیا هم اړ ده چې له افغانانو سره د مرستې لپاره ورسره اړیکې وپالي.  ښاغلي بورېل دغه څرګندونې په بروکسل کې د افغانستان د وضعیت په اړه د دې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.   هغه زیاته کړه، زه دا نه وایم چې طالبان باید په رسمیت وپېژنو بلکې د ټولو مسایلو په اړه باید له هغوی سره خبرې وکړو. دې ته هم اړ یو چې د ښځو او نجونو د خوندیتوب لپاره له هغوی سره اړیکې وپالو. Читать дальше...

د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړه له پاکستانه د بریتانیا غوښتنه

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن د پاکستان له صدراعظم عمران خان څخه وغوښتل چې په افغانستان کې هر ډول حکومت چې رامنځته کېږي، باید د نړیوالو نورمونو پر اساس په رسمیت وپېژندل شي.  د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دواړو مشرانو پرون سې شنبه د ټیلیفون له لارې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړې. په عین حال کې د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر چوهدري فواد حسین ویلي چې هېواد به یې له سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو سره له سلا و مشورو وروسته په افغانستان کې د طالبانو د راتلونکي حکومت د په رسمیت پېژندلو په اړه پرېکړه وکړي. Читать дальше...

"د کابل له هوایي ډګره د امریکايي همکارانو لېږد تر ۲ اونیو بشپړیږي"

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون چارواکي وایي چې د دې هېواد پوځ به له طالبانو سره په همغږۍ د کابل له هوایي ډګره د امریکایانو او د هغوی د همکارانو د لېږدولو بهیر تر راتلونکو دوو اونیو پورې بشپړ کړي.  د پنټاګون ویاند جان کربي پرون سې شنبه په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې طالبانو ورته ډاډ ورکړی چې له کابل هوایي ډګره د خلکو د ایستلو په پروسه کې به مداخله ونه کړي، خو نوموړي په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.  هغه زیاته کړه چې د امریکایي قوماندانانو او طالبانو ترمنځ د ورځې څو ځلي تماسونه نیول کېږي. Читать дальше...



Москва

Топ-5 самых ярких зарубежных архитектурных проектов на первичном рынке Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о росте турпотока из Китая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Иоганн Себастьян Бах

«Бах vs Чайковский» под величественными сводами Петрикирхе.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады


Людмила Самсонова

Людмила Самсонова не отдала голландскую траву // Она продолжила серию российских побед на теннисном турнире в Хертогенбосе



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Московский аэропорт Домодедово и Всероссийское общество инвалидов заключили соглашение о сотрудничестве



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России