متحده عربي امارات ۵ زره افغانانو ته موقتي ځای ورکوي
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا د متحدو ایالاتونو په غوښتنه ۵ زره افغانانو ته موقتي ځای ورکوي. امریکا هغه افغانان چې خپلې خاورې ته یې بیايي، د هغو د مهاجرت د پروسې تر بشپړېدو پورې، په درېیم هېواد کې مېشتوي. متحده عربي امارات وايي، له کابله به زرګونه افغانان په راتلونکو ورځو کې په امریکايي الوتکو کې دې هېواد ته ولېږدول شي. پر متحده عربي اماراتو سربېره قطر او بحرین هم امریکا ته د تلونکو افغانانو موقتي کوربه توب منلی دی.