Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2021

Новости за 23.08.2021

مېرکل: له ګازه دې د جیوپولټیکي وسلې په توګه کار نه اخیستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدراعظمه انګېلامېرکل وايي چې له طبیعي ګاز څخه هېڅکله باید د جیوپولټیکي وسلې په توګه کار وانه خیستل شي. مېرمن مېرکل پرون یکشنبه (د زمري په ۳۱مه) په کییف کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، له اوکراین سره د انرژۍ هغه تړون باید بیا تمدید شي چې د اعتبار موده یې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې پای ته رسېږي. مېرمن مېرکل د نورډ سټریم دوه په نوم د اروپا او روسیې ترمنځ د ګاز د نللیکې د ملاتړ له کبله له انتقادونو سره مخامخ وه ځکه واشنګټن او کییف استدلال کوي چې دا نللیکه... Читать дальше...

یوې اوکراینۍ الوتکې د افغانانو په ګډون ۸۳ کسان کییف ته رسولي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین یوې پوځي الوتکې پرون یکشنبه (د زمري په ۳۱مه) د لسګونه افغانانو په ګډون ۸۳ کسان پلازمېنې کيیف ته ورسول. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیتري کولېبا په بوریسپیل هوايي ډګر کې د دې کسانو د هرکلي پر مهال خبریالانو ته وویل چې په دې کسانو کې ۳۱ د اوکراین وګړي هم شامل دي. نوموړی وايي: "په دې ډله کې ۳۱ تنه هغه اوکراینیان دي چې د الوتکې د الوتو له شېبې مخکې د کابل هوايي ډګر ته په رسېدو بریالي شوي وو." په پاتې کسانو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر افغان ژورنالیستان او فعالان شامل دي.

د روغتیا سازمان او یونسیف: افغانستان کې دې هوایي دهلېز جوړ شي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان 'WHO' او یونسېف په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو  لپاره د یو هوايي دهلېز د جوړېدو غوښتنه کړې، څو اړو افغانانو ته سمدستي درمل  او  نورې  مرستې ورسوي.  د ملګرو ملتونو دې دوو اړوندو ادارو په یوه بیان کې چې پرون یکشنبه (د زمري په ۳۱مه) خپور شو ژمنه کړې چې په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکوي، څو د دې هېواد وګړو  ته بشري مرستې ورسوي، خو دوی زیاتوي  چې اوسمهال کابل ته هېڅ  راز ملکي  الوتنې  نه شته نو ځکه دوی اړو افغانانو ته د مرستو د رسولو هېڅ لاره نه لري.   د دوی بیان زیاتوي... Читать дальше...



د سوداګرۍ خونه: پاکستان سره د سوداګرۍ کچه ۵۰ سلنه لوړه شوې 

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو چارواکي وايي چې له ټرانزیټي ستونزو سره سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه په روانه اوونۍ کې په سلو کې پنځوس سلنه لوړه شوې ده. د دې ادارې مرستیال خان جان الکوزي پرون یکشنبه (د زمري په ۳۱ مه) ازادي راډیو ته وویل چې د هېواد د بانکي سیسټم د شنډېدو او د پیسو په لېږد کې د ستونزو له کبله په ټرانزيټي برخه کې ستونزې پرځای پاتې دي. ښاغلي الکوزي همدا راز په روانه اوونۍ کې له پاکستان سره سوداګري له نورو ګاونډیانو سره پرتله کړ. الکوزي زیاته کړه: "له پاکستان... Читать дальше...

د روسیې ولسمشر له افغانستانه د کډوالو د وتلو د مخنیوي غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر ولادیمیر پوتین له افغانستانه د کډوالو د وتلو د مخنیوي غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې ښايي افراطي وسله وال د کډوالو په جامه کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ننوځي. د زمري په ۲۴مه په کابل کې د طالبانو له واکمنېدو په را وروسته ورځو کې زیات شمېر خلک د کابل د هوايي ډګر په شااوخوا کې په دې هیله راټول شوي چې له افغانستانه ووځي. ښاغلي پوتین پرون یکشنبه (د زمري په ۳۱مه) د واکمن ګوند واحدې روسیې له چارواکو سره په کتنه کې وویل، لویدېځ هېوادونه غواړي دا کډوال مخکې له دې چې د امریکا او نورو هېوادونو ویزې ترلاسه... Читать дальше...

طالبان وايي، د پنجشېر پر لور یې پرمختګ کړی خو له جګړې پرته

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي چې وسله وال یې د پنجشېر ولایت پر لور روان دي او تر اوسه له کوم مقاومت سره نه دي مخامخ شوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې طالبان د پنجشېر خوا ته د پرمختګ په حال کې دي خو تر اوسه یې پر وړاندې جګړه نه ده شوې. دی وايي: "زموږ ځواکونو د بدخشان، تخار او د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ له لارو د پنجشېر خوا ته پرمختګ کړی دی، نژدې شوي دي خو تر اوسه له کوم نښتې سره نه یو مخامخ شوي." ښاغلي مجاهد که څه هم وویل چې په پنجشېر کې د طالبانو له مخالفانو سره... Читать дальше...

احمد مسعود: له طالبانو سره خبرو ته هیله مند دی 

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د مخالفې وسله والې ډلې مشر احمدمسعود وايي، هیله من دی چې له طالبانو سره به سوله ییزې خبرې وکړې، خو نوموړی په عین حال کې خبرداری ورکوي چې که نه شوه د ده وسله وال جګړې ته چمتو دي. احمد مسعود چې د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود زوی دی، په پنجشېر ولایت کې له خپل مرکزه رویټرز خبري اژانس ته په ټیلیفوني مرکه کې ویلي، دی غواړي طالبان په دې پوه شي چې خبرې د پرمختګ یوازینۍ لاره ده او ټېنګار یې وکړ چې د جګړې بیا پیل نه غواړي خو زیاته یې کړه چې که طالبان د پنجشېر د نیولو هڅه وکړي نو دفاع ته چمتو دی. Читать дальше...

د 'او. ای.سي' سازمان استازي افغانستان ته راځي څو د بحران حل ته کار وکړي

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان پرون یکشنبې د افغانستان د وضعیت په اړه د بحث لپاره فوق العاده غونډه وکړه. 'او. ای.سي' پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته په افغانستان کې د رامنځته شوي کړکېچ د حل لپاره د ټولشموله ډیالوګ غوښتنه وکړه. د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له پرونۍ غوندې وروسته په یوه بیان کې د افغانستان له راتلونکې مشرتابه او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان باید بېا هېڅکله د تروریستي ډلو په خوندي ځای بدل نه شي او تروریستانو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې په افغانستان کې د پښو د اېښودلو ځای ومومي. Читать дальше...

بریتانیا: د افغانستان په اړه دې د 'جي ۷' د سرمشریزه جوړه شي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن وايي چې سبا سې شنبې د وږي یا سنبلې په دوهمه نېټه یې د افغانستان د وضعیت په اړه د بېړني بحث لپاره د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو سرمشریزه رابللې ده. ښاغلي جانسن پر ټویټر په یوه بیان کې چې پرون ماښام خپور شو ویلي، مهمه دا ده چې په دې انلاین غونډه کې نړیواله ټولنه ګډ کار وکړي، څو له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو او هغو کسانو خوندي اېستل یقیني کړي چې په افغانستان کې د پوځي حضور پر مهال یې له نړیوالو ځواکونو سره کار کړی، په افغانستان کې د بشري بحران مخه ونیسي او د تېرو شلو... Читать дальше...



Москва

За прошедшую неделю подмосковные росгвардейцы обеспечили безопасность более 200 мероприятий


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о росте турпотока из Китая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Александр Розенбаум

Александр Розенбаум проиграл суды коммунальщикам на 386 тысяч рублей




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады


WTA

Самсонова выиграла турнир WTA в Хертогенбосхе



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В Москве движение на участке Боровского шоссе перекрыли из-за осадков



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России