امریکايي بې پیلوټه الوتکې ننګرهار کې پر یوه داعشي برید کړی
د داعش پر یوه غړي په ننګرهار کې د بې پیلوټه الوتکې برید شوی دی. د امریکا د مرکزي قومانداني یوه مسوول، بل اوربان په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې دا کس نن ووژل شو. د دې کس نوم تر اوسه نه دی افشا شوی. د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې په کابل کې د پنجشنبې د ورځې د چاودنې مسوولیت منلی دی. د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن تر دې چاودنې وروسته وویل چې د دې حملې عاملین به له پښو وغورځوي. په دې برید کې چې د حامد کرزي هوایي ډګر مخې ته وشو، یو سل او اویا افغانان او دیارلس امریکایي سرتیرې ووژل شول.