د کډوالو ۲ نړیوالو ادارو له پاکستان څخه د زیانمنیدونکو افغانانو د خوندیتوب د دوام غوښتنه وکړه
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان له پاکستان غوښتي، څو د هغو زیانمنیدونکو افغانانو خوندیتوب ته دوام ورکړي، چې خپل وطن ته په ستنېدو له احتمالي ګواښ سره مخ کېږي. دې دواړو ادارو نن سهار په یوه ګډه اعلامیه کې چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپله ویبپاڼه خپره کړې لیکلي، افغانستان د بشري حقونو په برخه کې له ډېرو ننګونو؛ په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له سخت بشري بحران سره مخ دی او دا ډول پلان به د ټولو هغو کسانو لپاره بدې پایلې ولري چې د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي. Читать дальше...