په هرات کې زلزله ځپلي تر هر څه مخکې د سرپناه غوښتنه کوي
په هرات کې زلزله ځپلي وايي، تر هر څه مخکې باید دوی ته سرپناوې جوړې شي. د هرات بې کوره زلزله ځپلي له شاوخوا لسو ورځو راهیسې بهر شپې سبا کوي. دوی وايي چې مرستندویان باید تر هر څه مخکې د دوی د سرپناه غمه وخوري. سدګله، چې په زنده جان ولسوالۍ کې د خپل وران شوي کور په خاورو او ډبرو کې ناسته ده رویټرز اژانس ته وايي، باید ورسره مرسته وشي چې خپل کور جوړ کړي. هغه زیاتوي: "له دې چې ژمی راروان دی موږ سره باید مرسته وشي چې خپل کورونه جوړ کړو. موږ او ماشومان مو بې کوره او اواره شوي یو. دومره هم وسایل نه... Читать дальше...