Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2023

Новости за 18.10.2023

ارمنستان له اذربایجان سره د ناګورنو قره‌باغ سیمې پر سر سولې ته چمتووالی ښودلی

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان له اذربایجان سره د ناګورنو قره‌باغ د سیمې پر سر سولې ته چمتووالی ښودلی. هغه پرون په ستراسبورګ کې د اروپا د پارلمان غونډې ته په وینا کې وویل چې له اروپايي منځګړو سره د شوې موافقې او د دواړو خواوو د ملي حاکمیت او ارضي تمامیت د رسمیت پېژندنې په اساس د ده هېواد د روان کال تر پایه د سولې د موافقې لاسلیک ته چمتو دی. ارمنستان او اذربایجان د ناګورنوقره‌باغ سیمې پرسر لانجه سره لري او تراوسه یې څو ځلې په خپلو کې جګړې کړې دي.

د امنیت شورا غړي د اسراییلو او حماس جګړې په اړه یو پرېکړه‌لیک ته رایې ورکوي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن هغه پرېکړه‌لیک ته رایې ورکړي چې پر اسراییل د حماس برید د یوه بوږنوونکي عمل په توګه او همداراز د ملکي وګړو پر وړاندې تشدد او ترڅنګ یې د غزې میلیونونه اوسېدونکو ته چې مرستو ته سترګې په لاره دي، په بشري مرستو کې ځنډ غندي. د برازیل له‌خوا د وړاندې شوي دې پرېکړه‌لیک د مسودې د کلماتو او ژبې د څرنګوالي په اړه خبرې دوام لري او هغه متن یې چې باید رایې اخیستو ته وړاندې شي پرون سې شنبې بشپړ نه شو. امنیت شورا له دې مخکې د دوشنبې په ورځ د روسیې له‌خوا وړاندې شوې... Читать дальше...

د هرات د زنده‌جان اوسېدونکي سرپناه ته بېړنۍ اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د زنده‌جان ولسوالۍ اوسېدونکي چې د وروستیو مرګونو زلزلو له کبله یې کورونه ویجاړ شوي وايي، سرپناه ته بېړنۍ اړتیا لري. هغوی وېره لري چې ګنې د ژمي په رارسېدو او د هوا په سړېدو سره به یې د ماشومانو ژوند ګواښ سره مخ شي.



په کندهار کې بې سرپرسته ماشومان د حرفوي زده کړو او مالي ملاتړ غوښتنه کوي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې بې سرپرسته ماشومان د حرفوي زده کړو او مالي ملاتړ غوښتنه کوي. دغه ماشومان چې شمېر یې زرګونو ته رسېږي د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې په درنو کارونو بوخت دي. دوی د طالبانو له حکومت او مرستندویه موسسو څخه غواړي چې د حرفوي زده کړو زمینه ورته برابره کړي او یا دې مالي ملاتړ وکړي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

په بلجیم کې د دوو سویډني وګړو د وژنې پړه داعش ډلې ومنله

Pa.azadiradio.com 

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې پر دوو سویډني وګړو د پروني وژونکي برید پړه اسلامي دولت ډلې یا داعش ومنله. دې ډلې د اعماق په نوم په خپل ټلګرام چینل کې ویلي چې پرونۍ حمله د دې ډلې یوه جنګیالي کړې ده. بلجیمي چارواکو ویلي، د فوټبال د دوو مینه‌والو په وژنه او د یوه بل په ټپي کولو مشکوک کس یو ۴۵ کلن تونسي وګړي دی چې په دې هېواد کې یې د سیاسي پناه غوښتې رد شوې وه، خو دی لاهم په غیرقانوني ډول هلته اوسېده. مشکوک تورن پرون د بروکسل د شمال په یوه کافې کې په ډزو ووژل شو.

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو پلان وځنډوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستانه غوښتي چې له دې هېواده په ډله‌ییز ډول د افغان کډوالو د ایستلو پلان وځنډوي. د کارپوهانو دې ډلې چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ یې هم غړی دی په خپل راپور کې چې پرون د ملګرو ملتونو پر ویبپاڼه خپور شو ویلي چې پاکستان باید افغانستان ته د شاوخوا ۱۴ لکه افغان کډوالو د ایستلو پلان فسخ کړي. په راپور کې یادونه شوې چې دا پرېکړه به په تېره هغه شاوخوا ۱،۴ میلیون افغانان زیانمن کړي چې په افغانستان کې د جدي بشري سرغړونو... Читать дальше...

ازادي راډیويي مجله؛ د هرات یو شمېر لرغونې ابدې زیانمنې شوي

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیويي مجلې په دې خپرونه کې به واورئ چې د هرات یو شمېر لرغونې ابدې زیانمنې شوي دي. د هرات ناورین ته شعر شته، د شاعرې پروین ملال نوې شعري ټولګه چاپ شوه. په خپرونه کې اورئ چې یو شمېر ځوانانو د ماشومانو لپاره شل کتابونه چاپ ته چمتو کړي او د پکتیا په یوې لرې غرنۍ سیمه کې د هنرونو نندارتون په اړه خبرېږئ. دغه خپرونه چې احمد شیبر چمتو کړې، د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

د غزې تړانګې په یوه روغتون کې چاودنه؛ د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰۰ تنه ښودل شوی

Pa.azadiradio.com 

د غزې د تړانګې په هغه روغتون کې پرون یوه درنه چاودنه وشوه چې له ټپیانو او هغو فلسطینیانو ډک وو چې د اسراییلو له بمباریو یې هلته پناه راوړې وه. د غزې د روغتیا وزارت چې مشري یې د حماس ډله کوي وايي، په دې چاودنه کې سلګونه کسان وژل شوي دي. دې چارواکو د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰۰ تنه ښودلی دی. حماس د دې حملې پړه پر اسراییلو اچولې، خو د اسراییلو پوځ په دې حمله کې لاس لرل رد کړي ویلي یې دي چې دا خلک د حماس د یوه توغندي په چاودونه کې وژل شوي دي. په یوه ویډیو کې چې د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور... Читать дальше...



دووال: د افغانستان د کشالې د حل‌لارې لټول لا هم د هند په لومړیتوب کې ده

Pa.azadiradio.com 

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال ویلي، د افغانستان د روانې کشالې د حل لارې لټول لا هم د هند لپاره په لومړیتوب کې ده. اجیت دووال چې په قزاقستان کې د هند او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو په دویمه ناسته کې ګډون کړی وو پرون ویلي، له افغانانو سره په بشري مرستو سربېره باید ټولو ته دا مهمه وي چې هلته یو ټولشموله او استازي حکومت تشکیل شي، له ترهګرۍ سره مبارزه او همدارنګه د ښځو او لږکیو حقونه اعاده شي. اجیت دووال دا هم ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي. هغه په... Читать дальше...

نن د چین په کوربه توب د لارې کمربند نوښت درېیمه لویه غونډه جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

نن د چین په کوربه توب د لارې،کمربند نوښت درېیمه لویه غونډه جوړېږي. د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین په ګډون د سیمې د لرو او نږدې هېوادونو د شاوخوا شلو دولتونو مشران او لوړپوړي چارواکي دې غونډې ته ورځي. لارې کمربند نوښت چې د چین د ولسمشر شي جین پنګ له‌خوا پيل شوی په تېرو لسو کلونو کې یې په سیمه کې لویې بنسټيزې پروژې ترسره کړي. د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم په دې غونډه کې ګډون لري. د طالبانو حکومت وايي په دې بحث کوي چې له چین سره د واخان له لارې مستقیمه لار پیدا کړي. اقتصادي... Читать дальше...

د امریکا ولسمشر اسراییل او اردن ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جوبایډن په داسې حال کې اسراییل او اردن ته ځي چې غزې ته د بشري مرستو مخه تر ډېره نیول شوې ده. په داسې حال کې چې بایډن د سه شنبې په ورځ اکټوبر۱۷مه سیمې ته د تګ لپاره تیاری نیوه، امریکا د غزې په تړانګه کې د میلیونونو ایسارو ملکي وګړو لپاره د مرستو رسولو په برخه کې هڅې کوي. دا خلک د حماس او اسراییل د جګړې له پیل راهیسې په محاصره کې دي. د اسوشېټېډپرېس د راپور له مخې د اسراییل الوتکو پرون سهار د غزې په تړانګې حملې کولې او د محاصره شوې سیمې په جنوب کې په لسګونو کسان وژل شوي. اسراییلو... Читать дальше...

په هند کې د 'سید جمال‌الدین افغان' په نوم د افغان کډوالو ښوونځی تړل شوی

Pa.azadiradio.com 

د هند په پلازمېنه کې د سید جمال‌الدین افغان په نوم د افغان کډوالو یو ښوونځی د مالي ملاتړ د نشتوالي په خاطر تړل شوی دی. د سید جمال‌الدین افغان ښوونځی په بهوګل کې چې د هند د پلازمېنې ډیلي په زړه کې موقعیت لري، له اوږدې مودې راهیسې د بهر مېشتو افغانانو لپاره د هیلو څراغ و. دا ښوونځی په ۱۹۹۴ کې تاسیس شوی و او په یو وخت په کې څه باندې دوو سوو افغان کډوال زده کونکو له لومړي تر دولسم ټولګي پورې زده کړې کولې. د کلونو لپاره د افغان کډوالو ماشومانو دا یوازېنی ښوونځي د افغان حکومت له‌خوا تموېلېده، چې... Читать дальше...

د کرکټ نړیوال جام؛ شهیدي: افغان لوبغاړي د نیوزیلنډ پر وړاندې لوبې ته چمتو دي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د کرکټ په نړیوال جام کې خپله څلورمه لوبه د نیوزیلنډ پر وړاندې ترسره کوي. د هند د چینای ښار د کرکټ سټډيوم د افغانستان او نیوزیلنډ کوربه دی. د افغان ټيم لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي سه شنبه ناوخته په چینای کې یوه کنفرانس ته وویل چې لوبغاړي د انګلستان په ماتولو له لوړ مورال برخمن دي او د نیوزیلنډ پر وړاندې لوبې ته پوره چمتو دي. شهیدي زیاته کړه: "موږ باور درلود او لا هم باور لرو لکه تر اوسه پورې زموږ درې لوبې شوي او شپږ لوبې پاتې دي. له هر چا سره چې زموږ لوبه وي انشاالله کوښښ کوو چې میدان ته د ګټې په نیت ورښکته شو. Читать дальше...

زاپوریژیا کې د روسي اډو له منځه وړل؛ زیلینسکي له خپلو ځواکونو مننه کړې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې د نیواکګرو لوژیستیکي زېرمې او اډې یې له منځه وړي دي. پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل د ۶۰۰ ورځو په تېرېدو د دغه هېواد ولسمشر ولودومیر زیلینسکي له خپلو متحدینو او همکارانو مننه وکړه. زیلینسکي د سه شنبې په ورځ د اکټوبر ۱۷مه له کییف څخه په یوه ویډیويي بیان کې وویل: "زه له هغو کسانو مننه کوم چې زموږ په خاوره کې د نیواکګرو لوژستیک او اډې په موثره توګه له منځه وړي دي. نتیجه یې ورکړې. زه هم له خپلو ځینو همکارانو څخه د یوې اغېزمنې وسلې لپاره لکه څنګه... Читать дальше...

انډپنډنټ: د هرات زلزله کې د لسګونو تی خوړونکو ماشومانو میندې هم مړې شوي

Pa.azadiradio.com 

انډپنډنټ ورځپانې په هرات ولایت کې د وروستیو زلزله ځپلو په اړه یو مطلب خپور کړی دی. ورځپانې په مطلب کې لیکلي، لسګونو هغه ماشومانو چې د مور شیدې خوري، میندې له لاسه ورکړي. میلیونونه کسان بې کوره شوي ځکه د ورځپانې په وینا، په افغانستان د بېړنۍ مرستې رسولو سیستم له منځه تللی دی. وړاندې لولو چې د هرات د تیرې اونۍ په زلزلو کې څه باندې ۲۰ زره کسان په ۳۰ ولسوالیو کې زیانمن شوي او شاخوا دوه زره نور وژل شوي دي. په افغانستان کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې مشرې سلما بن عیسی انډپنډنټ ته ویلي، د ژغورنې د عملیاتو... Читать дальше...



Москва

В Москве произошла драка с участием 15 человек, двое в больнице


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин принял решение о расширении мер поддержки промпредприятий



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

Редакция АН «Между строк» разыгрывает 2 билета на Басту и ещё 8 сертификатов среди подписчиков своего Telegram-канала




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

«Молитесь, друзья»: сын олимпийского чемпиона Ивана Стретовича погиб во время родов в Новосибирске


WTA

Рахимова прошла во второй круг турнира WTA в Рабате на отказе Таунсенд



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Game News

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России