په نشهيي توکو د روږدي یوه ۱۲ کلن هلک تیاره برخلیک
نعمتالله، چې ۱۲ کاله عمر لري، سرپناه نه لري او په سختۍ کې شپې سبا کوي. د هغه له پنځه کسیزه کورنۍ څلور کسان په نشهيي توکو روږدي دي. نور په ویډیو کې:
نعمتالله، چې ۱۲ کاله عمر لري، سرپناه نه لري او په سختۍ کې شپې سبا کوي. د هغه له پنځه کسیزه کورنۍ څلور کسان په نشهيي توکو روږدي دي. نور په ویډیو کې:
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وایي، اسټرالیا د هرات زلزله ځپلو ته د یو میلیون استرالیایي ډالرو نوره مرسته برابروي. دغې ادارې پرون پر خپله ایکس شبکې د استرالیا له دغې مرستې هرکلی کړی دی. اوچا وړاندې ویلي، اسټرالیا له ۲۰۱۴ کال راهیسې د افغانستان د بشرپالنې له صندوق سره ۷۰ میلیونه اسټرالیایي ډالره مرسته کړې ده. هرات په دې وروستیو کې د څو زلزلو شاهد و چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې شاوخوا ۱۵ سوه کسان په کې مړه او دوه زره نور ټپيان شول. اوچا وایي، دغو زلزلو په څو ولسوالیو کې څه باندې ۶۶ زره کسان متاثره کړي دي.
د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین کمپاین پرون پای ته ورسېد. دغه کمپاین په کابل، کنړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، کندز، تخار، بغلان، پروان او کاپیسا ولایتونو کې د تېرې دوشنبې په ورځ پیل شوی و. افغانستان او ګاونډی پاکستان یې د نړۍ په کچه یوازني دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس ریښې په کې پاته دي. په افغانستان کې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال له پيل راهیسې د پولیو ۶ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټولې یې ننګرهار ولایت کې دي. پولیو هغه ویروسي ناروغي ده... Читать дальше...
اوکراین د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې غواړي د کوپیانسک ښار له نږدې سیمو څخه سلګونه ماشومان تخلیه کړي. دا په داسې حال کې ده چې روسیې پر دغې سیمې بریدونه ډېر کړي دي. اوکرایني ځواکونو کوپيانسک او د خارکیف شاوخوا سیمې د تېر ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې بېرته له روسي ځواکونو ونیولې. د اوکراین چارواکو ویلي، د خارکییف سیمې پوځي اداره غواړي له لسو ښارونو څخه د ماشومانو د اجباري تخلیې پلان اعلان کړي. د چارواکو په خبره، یوازې له کوپیانسک او شاوخوا سیمو څخه به یې ۲۷۵ ماشومان چې د جګړې له کرښې سره اته کیلو متره واټن لري، تخلیه شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د حماس وسله والې ډلې یو پلاوی مسکو ته تللی چې له روسي چارواکو سره د غزې پر وضعیت خبرې وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخروا ویلي، دا تاییدوي چې د فلسطیني حرکت استازي د مسکو په سفر بوخت دي. د زخروا په خبره، همدا پرون پنجشنبه د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر علي باقري کني هم مسکو ته سفر کړی دی. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې د حماس د دغه پلاوي مشري د هغوی سیاسي مشر موسی ابو مرزووق کوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته... Читать дальше...
په افغانستان کې متقاعدین یوځل بیا د طالبانو له حکومته غواړي چې حقوق او امتیازات یې ورکړي. په افغانستان کې د ژمی په رانږدې کېدو متقاعدین اندېښمن دي او وایي، له درېیو کلونو راهیسې یې حقوق نه دي ورکړل شوي. جان محمد خوګیاڼی د همدې تقاعد شویو کسانو له ډلې دی. هغه ازادي راډیو ته وویل چې د معاشونو نه ورکړې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي دي. نوموړي زیاته کړه: "په نننیو شرایطو کې د افغانستان د ټولنې تر ټولو بې وزله قشر متقاعدین دي. هېڅ شی نه لري. د کار وس هم نه لري. هر څه یې چې کور کې درلودل... Читать дальше...
د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدو په هدف یو عالي کمېسیون جوړ کړی دی. پاکستاني چارواکي وایي، راتلونکې چهارشنبه د نومبر لومړۍ نېټه ناقانونه افغان کډوالو ته د مهلت وروستۍ ورځ ده او تر هغه وروسته هېڅ ډول جوړجاړي ته چمتو نه دي. دغه مهلت ته له نږدې کېدو سره همهاله د پاکستان په بېلابېلو ځایونو کې د کډوالو د نیولو لړۍ پيل شوې او په دوی کې هغه کسان هم شامل دي چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد لري. یوه افغان کډوالو چې نوم یې نه دی اخیستی پرون پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دوی او... Читать дальше...
نړیوالو ورځپاڼو د طالبانو له زندان څخه د زده کړو د حقونو د فعال او قلم لار بنسټ مشر مطیعالله ویسا د خوشې کېدو او په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره د دې هېواد څخه د ایستل کېدو د مهلت په رانږدې کېدو لیکنې او راپورونه خپاره کړي دي. سیټل ټایمز: له امریکا خپرېدونکې سیټل ټایمز ورځپاڼې د طالبانو له بند څخه د مطیعالله ویسا د خوشې کېدو په اړه د اسوشېټېډپرېس راپور خپور کړی چې په یوه برخه کې یې د بخښنې د نړیوال سازمان په حواله ویل شوي، مطیعالله ویسا چې د نجونو د زده کړو د حق لپاره یې کار کوه باید نه وای نیول شوی. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости