له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستو ناورین؛ تورخم او سپین بولدک کې بې سارې ګڼه ګوڼه ده
په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د وتلو مهلت په چټکۍ سره رانژدې کېږي، د تورخم او چمن له دروازو څخه هېواد ته د کډوالو د راستنېدو راپورونه ورکول کېږي. باختر اژانس چې طالبان یې اداره کوي، پرون د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت په حواله راپور ورکړ چې په تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا اته زره افغان کډوال د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. د ملګروملتونو اړوندو ادارو د جمعې په ورځ وویل چې له دوه میلیون زیات افغان کډوال په پاکستان کې اوسي چې له دې ډلې لږترلږه شپږ لکه کسان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه وتلي دي. Читать дальше...