Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2023

Новости за 01.11.2023

پاکستاني پولیسو د پاتې غيرقانوني افغان کډوالو نيولو ته دوام ورکړی

Mashaalradio.com 

د پاکستان پولیسو د هغو افغان کډوالو نيول پيل کړي دي چې د دوی په وينا د قانوني اسنادو د نه درلودو او د حکومتي خبرتياوو سربیره هم تر اوسه له دغه ملکه نه دي وتلي. په اسلام اباد کې د افغان بستي په نوم کورونه ړنګ شوي او په لنډمهالي کمپونو کې د ستنېدونکو کډوالو ساتل دوام لري. تلونکي افغانان وايي چې په افغانستان کې کورونه نه لري او مجبور دي چې له خپلو خپلوانو سره واوسېږي. ملګرو ملتونو پر پاکستان غږ کړی چې د افغانانو په زور ایستل دې بس کړي خو هلته نګران حکومت وايي چې دغه پرېکړه یې حتمي ده. په دې اړه دا ويډيو راپور وګورئ چې افغانان پکې خپلې کیسې کوي. Читать дальше...

نړیوال جام؛ سویلي افریقا نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د روان پنځوس اوریز نړیوال جام په ۳۲مې سیالۍ کې سویلي افریقا د ۱۹۰ منډو په تفاوت نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه. سویلي افریقا د توپوهنې لومړۍ پاڼۍ کړې وه او یو وار بیا یې تر درې سوو د زیاتو ۳۵۷ منډو هدف ټاکلی و. د یادې لوبډلې پیلیز توپوهونکي کوانټین ډیکاک په روانو سیالیو کې خپله څلورمه سلیزه هم ووهله، هغه نن ۱۱۴ او د لوبډلې بل ملګري رسي وانډر ډوسن ۱۳۳ منډې وکړې چې د ننۍ سیالۍ د غوره او اغېزناک لوبغاړي جایزه یې هم وګټله. د نیوزیلینډ په لوبډله کې یوازې ګلين پیليپي وتوانېد چې ۶۰ منډې وکړي او نوره... Читать дальше...

د بشري حقونو څار بنسټ له پاکستانه د افغانانو ایستل ناورین وباله

Pa.azadiradio.com 

د "بې اسناده افغان" کډوالو ایستلو لپاره د پاکستان د مهلت پای ته رسېدو سره سم سلګونه کورنیو د دواړو هېوادونو تر منځ پرتو دروازو سره راټول شوي تر څو له پولې واوړي. زرګونه نور کسان په تېرو څو ورځو کې افغانستان ته ستانه شوي. له دې سره سم د بشري حقونو څار بنسټ د افغانانو ایستل " یو ناورین" بللی دی.



د طالبانو حکومت: بلخ کې مو ۳ داعش وسله وال وژلي

Pa.azadiradio.com 

په بلخ کې د طالبانو د حکومت امنیه قومنداني وایي، د داعش درې وسله وال د دوی د استخباراتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي. د امنیه قومندانۍ ویاند اصف وزیري نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه پیښه تېره شپه د بلخ ولسوالۍ په چهارسرکه سیمه کې رامنځته شوې ده. وزیري وایي، وژل شویو کې دوه بهرني اتباع دي چې یو موټر او یوه اندازه وسلې ورڅخه ترلاسه شوي دي. داعش چې د طالبانو له حکومت سره وسله وال مخالفت کوي، وخت نا وخت د طالبانو او ملکي افغانانو پر اهدافو بریدونه کوي. تېره اونۍ د کابل په لویدیځ کې پر یوه... Читать дальше...

پاکستان نه د افغان کډوالو اېستل؛ د محصلانو برخلیک به څنګه شي؟

Pa.azadiradio.com 

له پاکستان څخه د افغان کډوالو په را اېستلو کې ډېری هغه افغان محصلان هم شامل دي چې د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونو کې يې زده‌کړې کولې. افغانستان ته يو شمېر تازه راستانه شوي دا محصلان وايي، دوی د خپلو زده‌کړو په اړه له نامالوم برخليک سره مخ دي. سهېل چې په پاکستان کې د طب پوهنځي محصل و، ازادي راډيو سره يې د خپلو زده‌کړو د دوام په اړه اندېښنه داسې شريکه کړه: "ما خپله هلته د طب پوهنځي پيل کړی و، ډېر په خوارۍ او زحمت مې تر يو ځای رسولی و، بې‌وزلي هم وه، سختې، تنګې او لوږې مو پر ځان تېرې کړې. اوس چې... Читать дальше...

غزه کې ټپي شوي ۷۰ بهرنیان مصر ته ورسېدل

Pa.azadiradio.com 

له غزې نه د بهرنیو اتباعو لومړنۍ ډله او یا هغه کسان چې ژور ټپي شوي دي، نن مصر ته ورسېدل. د دغو کسانو لېږد د مصر، حماس او اسراییل ترمنځ د هغې هوکړې له مخې کیږي چې د قطر په منځګړیتوب شوې ده. رویټرز خبري اژانس د مصري رسنیو او سرچینو په حواله ویلي چې دغه کسان د امبولانسونو په وسیله د رفح پر بندر مصر ته بېول شوي دي. دا کسان داسې مهال مصر ته لېږدول کیږي چې پرون سې شنبه د بې ځایه شویو فلسطینیانو پر یوه پنډغالي د اسراییل په برید کې لږ تر لږه پنځوس تنه ووژل شول. اسراییل ادعا کړې چې دغه برید کې يې... Читать дальше...

د افغان کډوالو د اېستلو د مهلت وروستۍ ورځ؛ پاکستان نه یې خپل هېواد ته ستنیدل ګړندي شوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو مهلت نن د نومبر په لومړۍ نېټه پای ته رسیږي، له پاکستانه د کډوالو د ستنولو بهیر ګړندی شوی دی. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په رسمي وېبپاڼه کې کډوالو ته د ورکړل شوي مهلت وروستۍ نېټه د اکتوبر ۳۱مه ښودل شوې، خو د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي د پاکستان خصوصي تلویزیون جیو ته ویلي، دا مهلت د نومبر په لومړۍ نېټه پای ته رسیږي. بوګټي ویلي، دوی به د نومبر له دویمې یا سر له سبا د بې اسناده افغان کډوالو د ستنولو بهیر په رسمي ډول پیل کړي. ... Читать дальше...



ډاکتر محمد عرفان الله وايي پښتانه نفسیاتي ستونزو ته زیات پام نه کوي

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې مو په پېښور کې د رواني یا نفسیاتي ناروغیو له متخصص ډاکتر محمد عرفان الله سره خبرې کړې دي. نوموړی له لسیزو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو روغتونونو کې کار کړی دی او اوسمهال په پېښور کې په نشه يي توکو د روږدو او په رواني ناروغیو د اخته کسانو د درملنې لپاره خپل شخصي روغتون چلوي. دی وايي، د پښتنو په ټولنه کې خلک رواني ناروغیو ته زیاته توجه نه ورکوي چې همدا د هغو رنځونو د زیاتوالي لامل دی. بشپړه مرکه واورئ.

ایران کې د یوې نجلۍ مړینې مظاهرې پارولې دي

Mashaalradio.com 

په ایران کې تر هغې وروسته بیا مظاهرې پیل شوې دي چې د ګشت ارشاد پولیسو یوه ۱۷ کلنه نجلۍ د حجاب نه کولو په تور نیوله چې هغه بېهوښه شوه او څه موده وروسته په روغتون کې مړه شوه. د آرمیتا ګراوند په جنازه کې لسګونه کسانو ګډون وکړ. ایرانیو چارواکو د هغې کورنۍ له خبریالانو سره له خبرو منع کړې ده. په ۲۰۲۲ز کال کې د حجاب قانون سرغړونې په تور د مهسا امیني ګرفتارۍ او بیا مړینې په ایران او د نړۍ په یوشمېر برخو کې پراخې مظاهرې پارولې وې. د مشال راډیو د مرکزي څانګې له ویډیو جوړ رپورټ.

اسلام اباد کې د ټاکل شوي مهلت له پوره کیدو مخکې د افغان کډوالو کورونه ونړول شول

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکو په اسلام اباد کې د اکتوبر په ۳۱مه، د افغان کډوالو وتو ته د ټاکلي مهلت له پوره کیدو یوه ورځ مخکې د دوی خټین کورونه نړولي. پاکستان ۱،۷ میلیونه هغو افغان کډوالو ته چې دوی یې «ناقانونه» بولي، خپل هېواد ته د ستنیدو امر کړی.

پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري: د افغان کډوالو په جبري ستنولو ژوره اندېښنه لرو

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو.ان.ایچ.سي.ار) وایي، له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر بهیر ژوره اندېښنه لري. په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د دغې ادارې ویاند قیصر اپریدي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغانستان ته په لېږل کېدونکو کډوالو کې داسې کسان هم شته چې افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی. نوموړي زیاته کړه: " هلته په افغانستان کې خپله هم بشري ننګونې شته. د نجونو د ښونځیو مسله ده. پاکستان کې داسې پروفایل والا کسانشته چې هغوی نه شي کولای بیرته افغانستان ته ولاړ شي. ځکه... Читать дальше...

کراچۍ مېشتي اسناد لرونکي افغانان وايي پولیس یې ځوروي

Mashaalradio.com 

د کراچۍ په کیمپ کې مېشت افغانان وايي چې پر اسنادو لرلو سربېره یې پولیس ځوروي. دوی وايي، د کار لپاره ښار ته نه شي تللی او تور پورې کوي چې پولیس یې نیسي او ورڅخه پیسې اخلي. پولیس دا تور ردوي او ټینګار کوي چې یوازې بې اسناده بهرنيان، چې لوی اکثریت یې د افغانانو دی، نیسي. دا په داسې حال کې ده چې د نومبر له لومړۍ څخه له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهیر پیل شوی دی. ویډیويي رپورټ.

د افغان کډوالو د اېستلو د عملیاتو د پيل اعلان؛ بګټي: پاکستان جدي دی

Pa.azadiradio.com 

په یوه ویډیو کې چې له اسلام‌اباده یو افغان کډوال ازادي راډیو ته رالېږلې، لیدل کېږي چې پولیسو یو افغان نیولی او غواړي کمپ ته یې له انتقال وروسته، افغانستان ته ولېږي. د دې ویډیو اخیستونکي زبیرالکوزي ازادي راډیو ته وویل، نیول شوي کس پاسپورټ او ویزه هم درلوده، خو پاکستاني پولیسو بیا هم ونیوه. الکوزی زیاتوي: "سهار یې ۷ بجې او ۱۵ دقیقې د اسلام‌اباد په D-94 سیمه کې د صمیم په نوم زموږ یو دوست له ویزې او پاسپورټ سره یو ځای ونیوه. " ده دا هم وویل چې د اسلام‌اباد په F-17 سیمه کې دوه تنه نور افغان کډوال... Читать дальше...

د پوهنتونونو استادانو په اسلام اباد کې مظاهره کړې ده

Mashaalradio.com 

د پاکستان د بېلابېلو دولتي پوهنتونونو په سلګونو استادانو په اسلام اباد کې د لوړو زده کړو د کمېشن (هایر اېجوکېشن کمېشن) دفتر مخې ته مظاهره کړې ده. د اکتوبر ۳۱مې د مظاهرې ګډونوالو له کمېشنه د دندو او خدماتو د جوړښت او د ترقۍ پالیسۍ عملي کولو غوښتنه وکړه. د کمېشن چارواکي وايي چې استادان باید د احتجاج پر ځای د فیصلې انتظار وکړي. ویډیويي رپورټ.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پیل؛ ځینو سازمانونو او سیاستوالو پرې غبرګونونه ښودلي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان موقت حکومت له‌خوا بې اسناده افغان کډوالو ته له دې هېواده د وتلو لپاره د ورکړل شوي مهلت له پای ته رسېدو سره سم، بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او سیاستوالو د پاکستان د دغه پرېکړې په اړه غبرګونونه ښودلي دي. په داسې حال کې چې په پاکستان کې بې اسناده افغان کډوالو ته د دې هېواد له لوري د وتلو لپاره ورکړل شوی یو میاشتنی مهلت تېره ورځ پای ته ورسېده، د پلازمېنې اسلام اباد پولیسو ویلي چې د ناقانونه کډوالو د ایستلو عملي چارې پیل شوي دي. د اسلام اباد پولیسو نن په خپل ایکسپاڼه يو بیان کې ویلي چې په... Читать дальше...

له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهیر پیل شوی دی

Mashaalradio.com 

چارواکي کیمپ ته وررسېدونکي ټول افغانان د وګړو د ثبتولو، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ګرځنده مرکزونو کې ثبتوي او د ګوتو نښې او انځورونه (بایومیټرک) یې اخلي، بیا یې د ګمرک دفتر ته استوي چې هلته یې د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې کارکوونکي تالاشي اخلي او بیا یې په حکومتي ګاډو کې سپروي.


Музыкальные новости
Валерий Гергиев

Во Владимире прозвучал симфонический оркестр Мариинского и Большого театров под руководством Валерия Гергиева





Rss.plus
Шапка

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)




Доверяй, но проверяй: в Калачеевском районе власти экологическую проблему решили исключительно на бумаге

Бесплатный музей с редким ЗИЛами в Москве дорабатывает последние дни: арендную плату подняли в пять раз

Выставка работ подмосковных художников открылась в Химках

Дюжина трофеев: «Зенит» всухую обыграл «Динамо» в финальной серии и защитил титул чемпиона России по волейболу




پاکستان نن افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ پیل کړه

Pa.azadiradio.com 

پاکستان نن افغانستان ته د څه باندې ۱.۷ میلیونه افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په رسمي ډول پيل کړه. په پېښور کې د ازادي راډیو خبریال وایي، افغان کډوال او د هغوی کډې لومړی په لنډي کوتل سیمه کې جوړ شوي مرکز ته لېږدول کېږي او هلته له بایومټریک او ثبت وروسته تورخم ته روانېږي. نن چهارشنبه شاوخوا سل کورنۍ او د هغوی کډې د لنډي کوتل د ساتنې مرکز ته رسېدلي او د ازادي راډیو د خبریال په وینا لسګونه نورې کډې دې ځای ته پر لاره دي. د کډوالو او د هغوی د کډو د ثبت ټول بهیر د لنډي کوتل په کمپ کې ترسره کېږي او بیا... Читать дальше...

یهودان وایي په داغستان کې ځانونه خوندي نه ګڼي

Mashaalradio.com 

یهودان وايي، تر هغې وروسته د روسيې په داغستان کې ځانونه خوندي نه ګڼي چې د اکتوبر پر ۳۰ مه د هغې سیمې د مرکز مخاچکلا پر هوايي ډګر بلوه ګر ورننوتل او هلته یې د یهودانو لټون کاوه. هغه مهال د اسراییلو له تل ابیبه د مساپرو یوې الوتکې پر هوايي ډګر ناسته کړې وه. اخوا روسي چارواکي وايي چې د بلوې په تړاون یې تر ۶۰ زیات کسان نیولي دي. نور د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډیو په جوړ رپورټ کې.

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې نن نیو زیلینډ او جنوبي افریقا یو بل ته مخامخ شوي دي

Mashaalradio.com 

په هند کې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړيوال جام په سیاليو کې د نیو زیلینډ او جنوبي افریقا لوبډلې یو بل ته مخامخېږي. د نومبر پر لومړۍ د پونې په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پیل شوه چې پکې پچه نیو زیلینډ وګټله او جنوبي افریقا ته یې د بیټېنګ کولو بلنه ورکړه.  تر دې یوه ورځ مخکې پاکستان بنګلادېش ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه. د کلکتې په لوبغالي کې په سیالۍ کې لومړی بیټېنګ بنګلادېش وکړ او ټوله لوبډله یې په ۴۶م اوور کې په ۲۰۴ منډو وسوځېده. په ځواب کې د پاکستان... Читать дальше...

د بولېویايي ښځو ځواکمنولو لپاره د بایسېکل ځغاسته

Mashaalradio.com 

په بولېویا کې د یو ځانګړي فرهنګ لرونکو ښځو ترمینځ د بایسېکل ځغاستې سیالي شوې ده. هغو ښځو دودیزې جامې اغوستې وې او په ښار کې یې بایسېکلونه ځغلول. د سیالۍ موخه د هغو ښځو ځواکمنتیا او حقونو لپاره مبارزه ده. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

خوستوالو د افغان کرکټ لوبډلې بریا ولمانځله

Mashaalradio.com 

په خوست کې خلکو په روان پنځوس اووره کرکټ نړیوال جام کې پر سري لنکا د افغانستان بریا لمانځلې ده. خلک د شپې سړکونو ته راوتلي وو او اتڼنونه یې کول. نور حال یې د نجيب الله الوخېل په ويډيو راپور کې وګورئ

له کندهاره د ۹۵ میلیون ډالرو په ارزښت ۳۰زره ټنه وچه مېوه صادر شوې

Pa.azadiradio.com 

له کندهاره د ۹۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۰زره ټنه وچه مېوه صادر شوې ده. د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولان وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې له دغه ولایت څخه د ۹۵ میلیونه ډالره په ارزښت بهرنیو هېوادونو ته د وچې مېوې صادرات شوي چې کشمش یا ممیز، ابجوشي، بادام، انځر، شکرپاره، پسته او ځینې نور په کې شامل وو. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:



Москва

Первый в России электромобиль Tesla Cybertruck заметили на Москве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин назвал современные технологии, которые используют в городском хозяйстве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

Нашёлся ещё один пострадавший от криминальных схем бывшего жениха Волочковой




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Личка — о самой дорогой покупке в Москве: два дня назад решил купить самокат за 60 тысяч рублей

ЭСК указала на ошибки главного арбитра дерби ЦСКА — «Спартак» Казарцева

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами


Даниил Медведев

Медведев сыграет с Бубликом в Мадриде 



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


WTA

16-летняя теннисистка Андреева обновила рекорд турниров WTA-1000



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России