د میرویس ظاهر جنازه په کابل کې خاورو ته وسپارل شوه
د افغانستان د پخواني پاچا محمدظاهرشاه د زوی میرویس ظاهر مړی پرون د کابل په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو.
میرویس چې د ظاهر شاه د کورنۍ تر ټولو ځوان زوی و، د جمعې په ورځ د ۶۶ کلونو په عمر په کابل کې ساه ورکړه.
د طالبانو د حکومت سیاسي کمیسیون پرون په یوه بیان کې د میرویس ظاهر د مړینې له کبله د هغه له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړه.
له هغه مخکې د افغانستان ډېری سیاستوالو هم د هغه پر مړینه خپګان ښودلی و.
نوموړی چې په ۱۳۵۲ه.ل کال کې د پاچاهي نظام پرضد د سردارمحمدداود تر کودتا وروسته له خپلې کورنۍ سره په ایټالیا کې اوسېده، په ۱۳۸۱ کال کې هېواد ته تر راستنېدو وروسته تراوسه په کابل کې استوګن و.