Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2023

Новости за 30.09.2023

د افغان نجونو والیبال لوبډلې د قزاقستان پر وړاندې ماتې وخوړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د نجونو د والیبال ټیم په چین کې د اسیايي لوبو پر مهال د قزاقستان د نجونو د ټیم په وړاندې درې د صفر په مقابل کې ماتې وخوړه. دغو ټیمونو نن په D ګروپ کې په خپلو کې لوبه وکړه. د اسیا د والیبال فډراسیون د راپور له مخې، د قزاقستان ټیم دغه لوبه وګټله. ټاکل شوې د افغانستان د نجونو د والیبال ټیم د جاپان په وړاندې سبا لوبه وکړي او بل سبا به د هانګ کانګ په وړاندې مسابقه ولري. د افغانستان د نجونو د والیبال ټیم له ایرانه په اسیایي لوبو کې ګډون کړی دی. د دې لوبډلې روزونکی وايي، چې د نجونو... Читать дальше...

لیبیا له ۱۰ کلن ځنډ وروسته ایټالیا ته هوایي الوتنې پیل کړې

Pa.azadiradio.com 

په طرابلس کې چارواکي وايي، نن شنبه له لسو کلونو وروسته له لیبیا یوه الوتکه د ایټالیا د پلازمېنې روم په نیت روانه شوه. دغه الوتنې د اروپايي ټولنې د بندیزونو له کبله ځنډول شوې وې. دغې ټولنې په ۲۰۱۴م کال کې هغه الوتنې چې د لیبیا د هوايي شرکتونو له خوا کېدې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو فضايي قلمرو ته له ننوتلو منع کړې. په هغه وخت کې د شمالي افریقا په دغه هېواد کې جګړې روانې وې. نننۍ الوتنه د طرابلس له میتیګا هوايي ډګره وشوه او په لیبیا کې دېره میدسکي هوايي شرکت به په اوونۍ کې دوه واري د ایټالیا پلازمېنې روم ته الوتنې کوي.

اذربایجان: د یوه سرتېري له وژل کیدو وروسته مو د ارمنستان بر وړاندې ځوابي اقدامات پيل کړي

Pa.azadiradio.com 

د اذربایجان دفاع وزارت نن شنبه وویل، چې د ارمنستان د ځواکونو له خوا یې د یوه سرتېري تر وژل کېدو وروسته ځوابي اقدامات پیل کړي دي. د اذربایجان په وینا دغه سرتېری یې د ارمنستان د نښه ویشتونکو له خوا د دواړو هېوادونو پر پوله ویشتل شوی دی. ارمنستان دغه تور سم د لاسه رد کړی او ویلي یې دي، دا واقعیت نه لري، چې د دوی ځواکونو دې د اذربایجان پر سنګرونو ډزې کړې وي. دا ادعاوې داسې وخت کېږي، چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې اوج ته ورسېد چې اذربایجان تېره اوونۍ لانجمنه سیمه نګرنو-قره... Читать дальше...



متحده ایالات: د سوریې شمال کې د داعش یو اسانتیا برابرونکی وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ ځواکونو د سوریې په شمال کې د چاپې پر مهال د اسلامي دولت ډلې یا اداعش یو اسانتیا برابروونکی نیولی دی. دغې قوماندانۍ نن شنبه ویلي،د ابراهیم الحاجي شیخ د نیولو لپاره دغه چاپه د پنج شنبې په ورځ د څرخي الوتکې په مرسته اچول شوې ده. د امریکا مرکزي قوماندانۍ تېره دوشنبه په سوریه کې د داعش د عملیاتي او اسانتیا برابروونکي مسوول ابو خلیل الفذاني د نیولو خبر هم ورکړی و، چې ګومان کېږي په سیمه کې یې د داعش له ټولې شبکې سره ارتباط درلود. دغه قوماندانۍ وايي په دواړو عملیاتو کې ملکیانو ته زیان نه دی اوښتی.

رینا امیري: نړیوال د افغان ښځو او نجونو ملاتړته دوام ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې یو وار بیا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د نړیوالو ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ. رینا امیري وايي، چې په وروستیو کې د هغې او د هغو هېوادونو د استازو ترمنځ چې اکثریت اوسېدونکي یې مسلمانان دي، موافقه وشوه، چې د افغانستان د ملاتړ لپاره نړیوال پیوستون دوام وکړي او په افغانستان کې دننه د ډیبلوماتیکو او څرګندو هڅو له لارې د ښځو او نجونو ملاتړ دوام ومومي. رینا امیري تېره شپه په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي، دغه کتنې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اته اویایمې غونډې په څنډه کې شوې دي. Читать дальше...

د کابل پر کاج ښوونیز مرکز د برید لومړۍ کلیزه، اصلي عاملین یې لا نه دي پېژندل شوي

Pa.azadiradio.com 

تېر کال د میزان په اتمه یا د سپټمبر پر ۳۰مه په داسې حال کې دکابل په لویدیځ کې د "کاج" پر ښوونیز مرکز انتحاري حمله وشوه، چې په دغه مرکز کې لسګونه هلکانو او نجونو د کانکور ازمایښتي ازموينه ورکوله. هغه مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په دغه برید کې د ۵۳ کسانو وژل کیدل او ۱۱۰ نوروټپي کېدل اعلان کړه. د دغه برید قربانیان اکثره ښځینه زده کوونکې وې. د یادې پېښې یوه ټپي شوې زده کونکې زینب عطايي وايي، چې کله یې له برید وروسته یې سترګې پرانیستې په وینو کې ډوبه پرته وه. نوموړې... Читать дальше...

د سولې نوبل جایزې وروستي نوملړ ته د محبوبه سراج لار موندل؛ د افغان ښځینه فعالانو غبرګونونه څه دي؟

Pa.azadiradio.com 

د اوسلو د سولې څېړنیز انستیتیوت د جمعې په ورځ په خپله وېب‌پاڼه کې د نوبل د سولې د جایزې د نوماندانو وروستی نوم‌لړ اعلان کړ. د نوبل د سولې د جایزې د نوماندانو په وروستي نوم‌لړ کې ۵ تنو نوم‌لیکنه کړې او د افغانستان د ښځو او بشري حقونو فعاله محبوبه سراج او د ایران د بشري حقونو فعاله نرګس محمدي په ګډه د دې جایزې له نوماندانو څخه دي. د اوسلو د سولې څېړنیز انسټیټیوټ لیکلي چې، مېرمن سراج د پوهنې، روغتیا او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې او د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي په برخو کې فعاله وه. د اوسلو د... Читать дальше...

د پاکستان انتخاباتي کمېشن وايي رایه ورکوونکي د اکتوبر تر ۲۵مې خپل معلومات تازه کولی شي

Mashaalradio.com 

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن په دې لړ کې د سېپټېمبر پر ۲۹مه یوه خبرپاڼه هم خپره کړې وه او ويلي يې وو چې د رايو ورکوونکو د تفصيلاتو د تازه کولو لپاره يې مرکزونه هم جوړ کړي دي.



ارمنستان: له ناګورنو قره باغ څخه مو د ۸۱ زره راغلو کسانو نومونه ثبت کړي؛ اذربایجان: ملګري ملتونه دې سیمې ته پلاوی واستوي

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان د صدراعظم نیکول پاشنیان دفتر نن سهار خبر ورکړ، چې چارواکو تر اوسه د هغو یولک څلور سوه اوولس کسانو له ډلې څخه چې ناګورنو قره باغ سیمه یې پرې ایښې ده، د یو اتیا زره یوسل او نهه دیرش کسانو نومونه ثبت کړي دي. دا شمېره د ناګورنو قره باغ د ټول نفوس له درېیو څه باندې یوه برخه جوړوي. د ارمني کډوالو دا نوې شمیرې څو ساعته وروسته تر دې اعلان شوې، چې ارمنستان وویل چې د ملګرو ملتو د عدالت په نړیواله محکمه( ای سي جي) کې یې خپل شکایت ثبت کړی دی چې اذربایجان په ناګورنو قره باغ کې ارمنیان په نښه کوي او باید د دې مخه ونیول شي. Читать дальше...

یو شمېر معلولیت لرونکي ورزشکاران: د پار المپیک ریاست مو ستونزو ته پام نه کوي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر معلول افغان ورزشکاران چې ځانونه د پارالمپيک په بېلابېلو څانګو کې د ملي لوبډلو فعال غړي معرفي کوي، شکايت کوي چې د دې رياست مسوولين يې وړتياوې له پامه غورځوي او ستونزو ته يې پاملرنه نه کوي. د پارالمپیک د لامبو وهلو د ملي لوبډلې یو ورزشکار چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله يې په راپور کې نوم ياد شي، د خپلو ستونزو په اړه آزادۍ راډيو ته وویل: "د معلولينو ورزش اوس بېخي په ټپه ولاړ دى، د تمرين زمينه نه ده برابره، زه خپله د ملى لوبډلې لامبوزن يم، خو تراوسه موږ تههېڅ داسې یو ځاى چې هلته د اوبو... Читать дальше...

د بشري حقونو یو بنسټ: طالبانو فراه کې یوه مېرمنه په درو وهلې

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت پر افغان ښځو د محدودیتونو له امله په نړیواله کچه د بشري حقونو په پراخه نقض تورن دی، د افغانستان د ښځو او ماشومانو د هوساینې د پیاوړتیا بنسټ ادعا کوي، چې طالب وسله والو تازه په فراه ولایت کې یوه مېرمن په عام محضر کې په درو وهلې ده. د بشري حقونو دغه بنسټ چې په ۱۹۹۶ زېږدیز کال کې یې له افغانستانه خپل فعالیتونه پیل کړي، تېره ورځ په خپله ایکس شبکه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې دا کار د بشري حقونو له ټولو قوانینو سرغړونه ده. په خپره شوې ویډیو کې یوه ډله وسله وال... Читать дальше...

مسکو فارمېټ غونډه کې له طالبانو د ټولګډونه حکومت جوړولو غوښتنه شوې

Mashaalradio.com 

په تېرو دوو کلونو کې هېڅ یوه هېواد د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د افغانستان اوسنیو واکمنانو د یوه جامع حکومت د جوړېدو او د بشري حقونو، په تېره بیا د ښځو او نجونو د زده کړو او کار د حق د رعایت په اړه د نړۍ غوښتنې نه دي منلي.

ایټالیا: ساحلي ځواکونو ۱۰۷ تنه له یوې اور اخیستې بېړۍ وژغورل

Pa.azadiradio.com 

د ایټالیا ساحلي ځواکونو نن یوسل او اووه اویا کسان له یوې بېړۍ څخه چې اور پکې بل شو، وژغورل. په ژغورل شویو کې اووه ویشت کسان د بېړۍ عمله دي.  په دې کښتۍ کې درې اتیا کډوال هم سپاره وو.  دا بېړۍ له لمپادوسا ټاپو څخه د سیسلي یو بندر ته روانه وه.

ارمنستان: پر ناګورنو قره باغ د اذربایجان له ولکې وروسته تر یو لک ډېرو کسانو دا سیمه پرېښې

Pa.azadiradio.com 

ارمنستان وایي، تر یولک ډېر کسان له ناګورنو قره باغ سیمې د څه باندې یوې اونۍ په ترڅ کې چې دا سیمه اذربایجان نیولې ده، وتلي دي.  ایروان له ملګرو ملتو غوښتي ، چې د دوی له ادعا سره سم، د باکو مخه ونیسي چې ارمنيان په نښه کوي.  د ارمنستان د صدراعظم نیکول پاشنیان دفتر نن سهار خبر ورکړ، چې چارواکو تر اوسه د هغو یولک څلور سوه اوولس کسانو له ډلې څخه چې ناګورنو قره باغ سیمه یې پرې ایښې ده، د یو اتیا زره یوسل او نهه دیرش کسانونو نومونه ثبت کړي دي.  دا شمېره د ناګورنو قره باغ د ټول نفوس له درېیو څه باندې یوه برخه جوړوي. Читать дальше...

لغمان: سېلونو تېره شپه یو شمېر کورونه ویجاړ کړي

Pa.azadiradio.com 

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې تیره شپه له بارانونو وروسته سیلونه بهیدلي، چې یو شمیر کورونه یې ویجاړ کړې دي.  تر اوسه د دې سېلونو له امله د ځاني تلفاتو خبر نه دی ورکړل شوی، خو د دغې ولسوالۍ مرکز ته یوشمیر غځیدلې لارې سیلونو وړي دياو په سلګونو څاروي تلف شوي دي.  په لغمان کې د طالبانو د پیښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي رییس قاري خیر محمد غازي رسنیو ته ویلي ديؤ چې له مرسته کوونکو ادارو څخه یې  له ځپل شویو کسانو سره د لومړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

مسکو او کییف د یو بل د لسګونو بریدونو د شنډولو ادعا کړې ده

Pa.azadiradio.com 

ماسکو او کییف نن وویل، چې په هوا کې یې د مخالف لوري په لسګونو بریدونو شنډ کړي دي.  د روسیې دفاع وزارت وایي، ځواکونو یې په لویدیځ کې د بلګراد په فضا کې د اوکراین نهه اوراګان توغندي ویشتلي دي.  بل لور ته: د اوکراین د پوځ یوې ویاندې ناتالیا همینیوک وویل، چې روسانو تیره شپه د ډرون تر شلو ډیر بریدونه په جنوبي او مرکزي سیمو باندې وکړل، خو نژدې شل الوتکې یې نسکورې شوې.  له نولس میاشتو راپه دې خوا چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی، په هغو سیمو کې چې جګړې سخته دي، وخت په وخت د یو بل خلاف د لاسته راوړنو ادعاوې کیږي. Читать дальше...

سلواکیا نن پارلماني ټاکنې لري

Pa.azadiradio.com 

په سلواکیا کې چې پنځه نیم میلیونه نفوس لري نن پارلماني انتخابات دي.   د کیڼ اړخي پخواني صدراعظم رابرت فیکو او لویدیځ پلوه لیبرالانو ترمنځ سیالي روانه ده.  فیکو هغه څوک دی، چې له ګاونډي اوکراین سره یې د پوځی مرستو د پای ته رسولو ژمنه کړې ده.  د نظرپوښتنو له مخې ښکاري، چې دواړه لورې سره ډیر نژدې دي. ګټونکی به د هغه سرپرست حکومت ځای ونیسي، چې د مې له میاشتې راهیسې واکمن دی.

د ویسا کورنۍ: طالبانو د هغه دوسیه خپلې محکمې ته لېږلې، جبري اعتراف اخیستو ته یې اندېښمن یوو

Pa.azadiradio.com 

د قلم لار بنسټ د مشر او د زده کړو برخې د فعال، مطیع الله ویسا کورنۍ وايي، چې د نوموړي قضیه وروسته له شپږو میاشتو محکمې ته استول شوې ده. د ښاغلي ویسا ورور، عطا الله ویسا ازادي راډیو ته وویل، چې د نوموړي د نیولو او بندي کولو د قضیې په اړه ورته نور هیڅ ډول جزییات نه دي ورکړل شوي. مطیع الله ویسا شپږ میاشتې وړاندې، د روان کال د وري میاشتې په ٧مه نېټه د طالبانو لخوا په کابل کې ونیول شو. که څه هم د طالبانو حکومت د نوموړي د نیولو لامل خپل‌سري او مشکوکه فعالیتونه بللي وو، خو د ښاغلي ویسا همکاران او... Читать дальше...

د افغانستان پر یو شمېر سیمو ورښتونه؛ د سالنګ بدیله لاره خاوک هم څو ځایه تړل شوې وه

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د مني د موسم په رارسېدلو سره، په يو شمېر ولايتونو کې ورښتونه شوي، چې خلکو ته یې زیانونه اړوي او له ستونزو سره یې مخ کړي دي. د ننګرهار ولایت اوسېدونکی ګل‌الرحيم په خپله سيمه کې د ږلۍ ورېدو او خلکو ته د اوښتو زيانونو په اړه ازادي راډيو ته وايي: " ډېره خطرناکه ږلۍ وشوه، زموږ په اتمه ناحيه بهسودو کې، رسېدلي فصلونه لکه: شولې، سبزي، بېنډۍ، بانجان يې ډېر زيانمن کړل. خلکو ته يې مالي زيانونه واړول، ډېرې زياتې سولري ښېښې يې ماتې کړې." د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د ډاګ صفدرې سيمې اوسېدونکی محمد... Читать дальше...


Музыкальные новости
Анастасия Ивлеева

Анастасия Ивлеева удалила из Instagram все фотографии и видеоролики





Rss.plus
Владимир Путин

Президент России Владимир Путин подтвердил проведение XVI Международного военно-музыкального фестиваля «Спасская башня»




Блогера Диану Шурыгину задержали в Москве

Российская империя в фото 40

В Москве попрощались с народной артисткой РСФСР Зоей Зелинской

Семейная династия из Химок отработала на «Энергомаше» 349 лет




صومالیایۍ نجونه وايي تعمیراتي انجینري یوازې د سړیو کار نه دی

Mashaalradio.com 

د صومالیا په پلازمېنه موګادېشو کې په وروستیو کې د نویو ودانیو جوړولو کاروبار وده کړې ده. په هغه څانګه کې زیاتره کارکوونکي سړي دي خو دوه نجونه هم پکې د انجینرانو دنده پر مخ وړي، سړیو ته لارښوونه کوي او وايي، په دې توګه په ټولنه کې د ښځو مخې ته د دودونو په بڼه ولاړ خنډونه لیرې کوي. په اړه یې د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.

محبوبه سراج د سولې د نوبل جایزې د نوماندانو وروستي نوملړ کې شامله شوه

Pa.azadiradio.com 

د نجونو، ښځو او بشري حقونو افغانې فعالې محبوبه سراج د اوسلو د سولې څېړنيز انسټيټيوټ"Peace Research Institute Oslo" (PRIO) د ۲۰۲۳ کال د سولې نوبل جایزې د نوماندې په توګه وروستي نوم‌لړ ته لار موندلې ده.  دې انسټيټيوټ پرون د جمعې په ورځ په خپله ویب‌پاڼه د ۲۰۲۳ کال لپاره د سولې نوبل جایزې لپاره خپل لنډ نوم‌لړ اعلان کړی چې  د بشري حقونو فعالان یې په سر کې دي.  د اوسلو د سولې څېړنيز انسټيټيوټ محبوبه سراج د ماشومانو د روغتیا، زده‌کړو، له فساد سره د مبارزې او د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې یوه... Читать дальше...

رینا امیري: نړۍ باور لري، چې د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه افغانستان ته ویجاړوونکي دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د هېوادونو اکثریت مشران په دې موافق وو، چې د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه له نړۍ سره په ټکر او د دې هېواد لپاره ویجاړونکي دي. هغې نن په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، دوی هوکړه کړې چې د افغانستان په ملاتړ نړیواله همغږي وساتل شي او تر خوا یې د ډیپلوماتیکو او کوټلو هڅو له لارې په افغانستان کې دننه او بهر د افغان ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکړل شي.  اغلې امیري زیاته کړې، په افغانستان... Читать дальше...

شهزاده میرویس ظاهر نن په کابل کې خاورو ته سپارل کیږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر د زوی شهزاده میرویس ظاهر جنازه نن (سپتمبر ۳۰) په کابل کې خاورو ته وسپارل شي. د شهزاده میرویس ورور مصطفی ظاهر تېر ماښام په خپل فیسبوک کې لیکلي، چې د جنازې مراسم به نن سهار لس بجې په تپه مرجان کې ترسره شي. په ورته وخت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله په ټولنیزو شبکو کې په خپلو پیغامونو کې د شهزاده میرویس مړینه یوه ضایعه بللې ده. د ځینو راپورونو له مخې، شهزاده میرویس ۶۶ کلن و او له ډېرې مودې راهیسې په کابل کې اوسېده.

هندي رسنۍ: د افغان سفارت له تړل کیدو سره د ممبیي او حیدراباد کونسلګرۍ خپل فعالیت ته دوام ورکوي

Pa.azadiradio.com 

هندي رسنۍ وايي، په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د تړلو له اعلان وروسته د هند په ممبۍ او حیدراباد کې د دغه هېواد کونسلګریو ویلي چې خپلو فعالیتونو ته به دوام ورکړي. د "هندو" ورځپاڼې په ګډون د ګڼو رسنیو په حواله، په ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیې وردک هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې په هند کې به د افغانستان ټول ډیپلوماټیک ماموریتونه وتړل شي. په ورته وخت کې د «وایر» په نوم یوې بلې هندي رسنۍ په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفیر فرید ماموندزي له خولې ویلي، چې د سفارت ټول کارونه به نن (سپتمبر ۳۰) ودرول شي. Читать дальше...

د افغان ښځو والیبال لوبډله نن له قزاقستان سره لوبیږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ښځو د والیبال ملي لوبډله نن (سپتمبر ۳۰) په اسیایي سیالیو کې له قزاقستان سره لوبه کوي. دا د چین په هانګژو کې د دوی لومړۍ لوبه ده. په اسیايي لوبو کې د افغانستان په استازیتوب هغو نجونو برخه اخیستې، چې بهر اوسیږي ځکه طالبانو په دې سیالیو کې د افغانستان دننه هیڅ نجونو ته د ګډون اجازه نه ده ورکړې. په ورته وخت کې کیمیا یوسفي د افغانستان په استازیتوب د ۱۰۰ متره ځغاستې په لوبو کې نهم/وروستی ځای خپل کړی دی. هغې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي په دې سیالیو کې د مقام په نسبت هغې ته په دې سیالیو کې د افغان نجونو استازیتوب مهم وو. Читать дальше...



Москва

Операция "Кольцо" 33 года спустя: Государственный терроризм на территории Республики Армения


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Московская неделя предпринимательства начнется 16 мая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Брановицкий

Выездной Фотограф для всех желающих, ну и конечно Артистов и Музыкантов.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Спартак» обыграл «Динамо» 2:0 в полуфинале Пути регионов Кубка России

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова


Елена Рыбакина

Названы победительницы матчей Рыбакиной и Путинцевой за четвертьфинал турнира в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Настроение

Музеи Твери. Лисичкины сказки



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России