پولیسو په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې لسګونه افغانان نیولي دي
د اسلام اباد يو پوليس افسر، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وويل، ګرفتارۍ به روانې وي. هغه افسر زیاته کړه چې د نیول شویو له ډلې څخه یې ځینې ویزې نه لري، د ځينو ویزې ختمې شوې دي او تمدید کړې یې نه دي او د ځينو نورو "اسناد مشکوک" دي.