کندهار کې د 'ميانکو' په نوم د اوبو يو بند ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
د کندهار ښار په شمالي برخه کې د ميانکو په نوم پر دغه بند ۱۷ ميلیونه افغانۍ لګښت راغلی او د يوه کال په موده کې جوړ شوی. د طالبانو د حکومت د کليو او پراختيا وزارت چارواکي وايي، دغه بند به په کندهار ښار کې د سېلابونو راوتلو مخه ونيسي او باراني اوبه به په زياته اندازه ذخيره کړي. نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: