Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Ноябрь
2022

Новости за 03.11.2022

يو شمېر کورنۍ: پاکستاني پوليس افغان کډوال ځوروي او بډې ترې اخلي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغانې کورنۍ شکایت کوي چې پاکستاني پولیس رشوت اخلي بیا د دوی کورنیو ته هغه هېواد ته د ننوتلو اجازه ورکوي، او یا هم افغان کډوال ځوروي.  شیردل چې د کابل ښار اوسېدونکی دی وايي، د چهارشنبې په ورځ يې دوه وروڼه د سپين بولدک له لارې پاکستان ته د درملنې په موخه تللي وو او په داسې حال کې چې له ځانه سره يې طبي اسناد هم درلودل، د پاکستاني پوليسو له‌خوا ځورول شوي دي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، وروڼه یې پاسپورټونه لري، خو پاکستاني پولیسو له هر یوه څخه ۵۰۰۰ پاکستاني کلدار رشوت اخیستی... Читать дальше...

د باميانو اوسېدونکي: د خوړو نړيوال پروګرام راباندې بې کيفيته خوراکي توکي وېشلي

Pa.azadiradio.com 

د بامیانو او دایکندي ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له‌خوا د بې کیفته موادو له وېش شکایت کوي. حسین چې د بامیانو ولایت اوسېدونکی دی وايي، له ده سره مرسته شوي ځني مواد د استفادې وړ نه‌دي. د حسین په خبره، د خوړو نړېوال پروګرام «WFP» له‌خوا یې چې خوراکي مواد ترلاسه کړي چې اوړه یې چینچي لري. ښاغلی حسين وايي: "درې ورځې وړاندې چې WFP مؤسسې له‌خوا چې سروې شوې وه، نور مواد یې ښه و، خو اوړو یې ستونزه درلوده، ډوډۍ يې خرابه او توره ده، د اوړو په منځ کې چینچي دي،هیڅ ترې استفاده نه‌کېږي."... Читать дальше...

پر عمران خان بريد؛ نوموړی ژوبل او يو ملاتړی يې مړ شوی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان نن په یوه برید کې ټپي شوی. په پاکستان کې ددې هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان د موټرو په کاروان ډزو کې نوموړی برسېرن ټپي شوی او د هغه یو ملاتړی مړ شوی دی. د عمران د تحریک انصاف ګوند او پولیسو ویلي چې، د یو بریدګر له‌خوا د پنجاب ایالت په وزیر اباد کې په دې ډزو کې څو تنه نور هم ټپیان شوي دي. تحریک انصاف ګوند او پاکستاني رسنیو ویلي دي، عمران خان او د د ګوند یو بل مخکښ یې سناتور فیصل جاوېد دواړه د نومبر درېیمې په پېښه کې سرسري ژوبل شوي دي او روغتیايي وضعیت یې ښه دی. Читать дальше...



د کرېکټ نړيوال جام؛ پاکستان جَنوبي افریقا ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

دا په نړیوال جام کې د پاکستان څلورمه لوبه وه. پاکستان د ۳۳ منډو په توپیر لوبه وګټله او وتوانېد د دویم ګروپ دریم مقام ته ورسیږي. پاکستان لومړی ۱۸۶ هدف ورکړی و او د باران له کبله هدف ۱۴۲ ته راټيټ خو شو بیا هم جَنوبي افریقا د دې منډو په جوړولو ونه توانېده. جَنوبي افریقا لا هم د جدول په دویم ځای کې دی او بله لوبه یې له هالند سره ده. د پاکستان بله لوبه به د بنګله دېش په وړاندې وي چې ګټل یې خورا اړین دي. که پاکستان او جنوبي افریقا خپلې لوبې وګټی سیمي فاینل ته د تګ لپاره به پرېکړه د منډو په اوسط کېږي.

عمران خان په یو وسله وال برید کې ټپي شوی دی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان نن په یوه برید کې ټپي شوی. د تحریک انصاف ګوند یوه چارواکي اسدعمر رسنیو ته تایید کړې چې خان په پښه لګېدلی او ډېر نه دی ژوبل. چا د دې برید مسؤلیت نه دی منلی. د برید په نتیجه کې د عمران خان یو شمېر پلویان هم ژوبل شوي. خان او پلویان یې د ختیځ پنجاب په وزیر اباد سیمه کې اسلام اباد ته په لار تر برید لاندې راغلي. دوی د یوه لاریون لپاره په څو موټرو او کاروانو کې د پلازمېنې پر لور روان وو. خان چې له کومه وخته بې واکه شوی د پاکستان ځواکمن پوځ او استخباراتو کې... Читать дальше...

د کرېکټ په شل اوريز نړيوال جام کې پاکستان له جنوبي افريقا سره مخامخ دی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان او جَنوبي افریقا د کرېکټ ملي ټیمونه نن په نړیوال جام کې سره مخ دي. پاکستان لومړی توپوهنه کړې په شلو اورونو کې یې ۱۸۵ منډې جوړې کړي. پاکستان په روان نړیوال جام کې د پرمختګ لپاره باید د دې او راتلونکې لوبې ګټلو ته سخته اړتیا لري. جَنوبي افریقا بیا د دې لوبې په ګټلو سره په جدول کې لومړی مقام تر لاسه کوي او تر ډېره نیمه پایلوبې ته خپل ورتګ تضمینوي.

د جانز هاپکينز پوهنتون څېړنه: ۸۱سلنه ښځينه روغتيايي کارکوونکې د طالبانو له‌لوري زورول کېږي

Pa.azadiradio.com 

جانز هاپکینز پوهنتون په یو څېړنیز راپور کې ویلي دي، په افغانستان کې په سلو کې ۸۱ ښځینه روغتیايي کارکونکي کار ته د تګ پر مهال د طالبانو له لوري زورول کیږي. يوه روغتیا پاله چې د کابل په یو خصوصي روغتون کې دنده لري، وايي د خپلې کورنۍ لپاره یوازینۍ نفقه ګټونکې ده. نوموړې چې د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم يې په دې راپور کې واخیستل شي وايي، نږدې هره ورځ کار ته د تګ پر مهال ورسره د شرعي محرم د نه موجودیت له امله په لاره د طالبانو له‌خوا زورول کیږي. نوموړې وايي: "د دې لپاره چې زه محرم نه‌لرم... Читать дальше...

ملګري ملتونه: ۷۹سلنه افغانان د ژمي لپاره سون‌توکي نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا UNFPA خبرداری ورکوي چې ۷۹ په سلو کې افغانان په راتلونکې ژمي کې د کورونو د ګرمولو لپاره سون‌توکي نه‌لري. د کابل ښار اوسېدونکی عبدالله چې لاسي کراچۍ ګرځوي وايي، ژمی رارسېدلی خو د کور د ګرمېدو لپاره د سون توکو د اخیستو اقتصادي توان نه‌لري. نوموړی وايي: "ژمی راورسېدو کورونو کې سون توکي نه‌لرو، لرګي هم نه‌شو اخیستلای، د خوراکي موادو بیې هم لوړې شوې دي، په لاس ګاډي ایله شل دېرش افغاني پیدا کوم چې هیڅ پرې نه‌کیږي." خو دا یوازې عبدالله نه‌دی، بلکې دا د ډېری کابل مېشتو اندېښنه ده، چې سوړ ژمی یې مشهور دی. Читать дальше...



زلنسکي له اوکراين د غلو دانو د صادراتو په اړه د نوي جوړ جاړي هرکلی کړی

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې د روسیې دفاع وزارت وویل، روسیه له اوکراین څخه د غلو دانو د صادراتو موافقې ته بېرته ورستنیږي، د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي د دغه نوي جوړ جاړي هر کلی وکړ. د روسیې دفاع وزارت پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل، مسکو دغې موافقې ته وروسته له هغې بېرته ورګرځي چې له پوځي تحرکاتو د سمندري کوریدور یا دالان د خوندي ساتلو په اړه یې له کییف څخه کافي تضمینونه ترلاسه کړل. د روسیې دفاع وزارت ویلي، په اوس وخت کې دغه ضمانتونه کافي دي چې د اوکراین د غلو د صادراتو موافقه بېرته عملي شي. ولسمشر... Читать дальше...

د نړۍ ۷ ستر صنعتي هېوادونه نن له اوکراين په ملاتړ بحث کوي

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران له اوکراینه د لا ملاتړ په همغږۍ نن بحث کوي. د جرمني په کوربه‌توب د "جي ۷" غونډه داسې مهال جوړیږي چې د روسیې وروستیو توغندیزو بریدونو د اوکراین د برښنا تاسیسات په پراخه اندازه زیانمن کړي او د ډېرو سیمو برښنا ورسره پرې شوې. رویټرز خبري اژانس ویلي چې، دغه دوه ورځنۍ غونډه د جرمني په لوېدیځ ښار مونستر کې جوړیږي. کاناډا، امریکا، فرانسه، جرمني، برېتانیا، ایټالیا او جاپان د جي ۷ سازمان غړي هېوادونه دي.

بلېنکن د شمالي کوريا له‌خوا د بالستيک توغنديو توغول غندلي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو له وزیر پارک جین سره تليفوني خبرو کې د شمالي کوریا له‌خوا د بالستیک توغنديو توغول وغندل. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، له دغو توغندیو یو هغه یې په خطرناک او بېباکانه ډول د جنوبي کوریا ساحلي کرښې ته نژدې ولګېد. خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي بلېنکن د جنوبي کوریا بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې متحده ایالتونه د خپلو متحدانو د امنیت لپاره ټول اړین اقدامات په پام کې نیسي. بلېنکن ویلي،... Читать дальше...

قطر په کابل کې د مرستو يو خيريه دفتر پرانيزي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د قطر سفیر وایي، هېواد یې غواړي له افغان یتیمانو، کونډو او اړمنو لپاره د مرستې یو خیریه دفتر پرانیزي. د راپورونو له مخې، د قطر سفیر مبارک الخیارین دغه خبره تېره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې کړې ده. نوموړي ویلي، هېواد یې د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت سره تر هوکړې وروسته د دغه دفتر پرانستې ته چمتو دی. تر دې وړاندې د اسلامي همکاریو سازمان او اسلامي هېوادونو باندې نیوکه شوې چې د امریکا او لویدیځ پرتله یې د افغانستان د بشري ناورین په کمولو کې د پام وړ ونډه نه ده اخیستې.

روسيه له اوکراين څخه د غلو دانو صادراتو موافقې ته بېرته ورستنېږي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې دفاع وزارت وایي، روسیه له اوکراین څخه د غلو دانو د صادراتو موافقې ته بېرته ورستنیږي. ياد وزارت پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل، مسکو دغې موافقې ته وروسته له هغې بېرته ورګرځي چې له پوځي تحرکاتو د سمندري کوریدور یا دالان د خوندي ساتلو په اړه یې له کییف څخه کافي تضمینونه ترلاسه کړل. د روسیې دفاع وزارت ویلي، په اوس وخت کې دغه ضمانتونه کافي دي چې د اوکراین د غلو د صادراتو موافقه بېرته عملي شي. روسیه دغه اعلان وروسته له هغې کوي چې د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د خپل هېواد پارلمان ته وویل،... Читать дальше...

چين او پاکستان د چټک ريل‌ګاډي پروژې پيلولو موافقه کړې

Pa.azadiradio.com 

د چین ولسمشر شي‌جین‌پینګ او د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف پرون چهارشنبې موافقه وکړه چې د ډېر چټک ریل‌ګاډي یوه پروژه به پیلوي چې لګښت یې ۹،۸ ملیارډ ډالره اټکل شوی دی. د پاکستان د صدراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، دواړو مشرانو په پیکینګ کې په غونډه کې موافقه وکړه چې دا ستراتیژیکه مهمه پروژه ، سملاسي پرانيستل شي. د دغې پروژې په ترڅ کې د مستعمرې د وخت د ریل‌ګاډي ۱۸۷۱ زړه کرښه چې له کراچۍ تر پېښوره غځېدلې، نوې کیږي او پر چټک ریل‌ګاډي سمبالیږي. پاکستان د روانې اوونۍ په پیل کې اعلان... Читать дальше...

کرېکټ؛ افغانستان سبا له اسټراليا سره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د کرېکټ په شل اوره نړیوال جام سیالیو کې سبا جمعه له استرالیا سره لوبه کوي. دغه لوبه به د افغانستان په وخت د غرمې په دولس نیمو بجو د استرالیا د ادیلاید ښار د کرېکټ په لوبغالي پیل شي. دا به په دې جام کې د افغانستان وروستۍ لوبه وي. تردې مخکې افغان لوبډلې د څلورو لوبو څخه هیڅ یوه یې نه‌ده ګټلې. له ایرلنډ او نیوزیلنډ سره دوه لوبې یې د باران له امله لغوه شوي اودوه نورې يې انګلستان او سرېلانکا ته یې بایللي دي. د دې جام لوبو په ترڅ کې نن پاکستان له جنوبي افریقا سره لوبه کوي.

د روغتيا نړيوال سازمان: افغانستان کې د پوليو د له‌منځه وړلو هڅې کوو

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO وایي، تر هغو به په افغانستان کې د پولیو پر ضد هڅو ته دوام ورکړي ترڅو دغه ناروغي یو مخ له افغانستانه ورکه شوي نه وي. د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان څانګې پرون چهارشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ ورکېدا به له موږ سره مرسته وکړي چې له نړۍ څخه یو مخ د دغې ناروغۍ ورکېدو ته نږدې شو. په اوس وخت کې پر افغانستان سربېره پاکستان هم د ماشومانو له دغې فلج کونکې ناروغۍ سره مخامخ دی. سږ کال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې او... Читать дальше...

توماس وېسټ په نبراسکا پوهنتون کې د افغانستان په اړه د امريکا پر پاليسۍ خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي د امریکا د اوماها په نبراسکا پوهنتون کې یې د یوې غونډې ګډونوالو ته د افغانستان په اړه د امریکا د پالیسۍ اړوند ستونزو او پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل چې له سختو پوښتنو سره مخامخ شو. توماس وېسټ پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې، دا غونډه د نبراسکا د پوهنتون او د دې پوهنتون د افغانستان د مطالعاتو د مرکز د مشر شیر جان احمدزي په بلنه جوړه شوې وه چې په‌کې د ياد پوهنتون د محصلانو، استادانو، څېړونکو، افغانانو او نورو په ګډون د اوهاما ټولنې غړیو برخه اخیستې وه.... Читать дальше...

سيګار: د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسې امريکا له افغانستان سره ۱،۱ مليارد ډالر مرسته کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش په خپل درې میاشتني راپور کې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په برخه کې متحده ایالات ستر مرستندویه بللی دی. په راپور کې ویل شوي چې ۱،۱ ملیار ډالره په بشري چارو کې د افغانستان له خلکو سره مرسته شوې او هیڅ پیسې د دې هېواد بیارغونې ته نه‌دي ځانګړې شوي. دلیل یې هم د امریکایي ادارو ترمنځ د همغږي نشتوالی ښودل شوی دی. سیګار انتقاد کړی چې د امریکا د نړیوالې پرمختیا ادارې USAID او د خزانې وزارت د افغانستان د بیا رغونې لپاره له ځانګړي سرمفتش جان سوپکو سره همکاري نه‌ده کړې. Читать дальше...

"د طالبانو په لیدو مې وینه وچېږي"؛ د یو افغان جنس‌بدلي وېره

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په دې هېواد کې د جنس‌بدلو ژوند تر پخوا زیات ستونزمن شوی دی. طالبان همجنسګرايي جرم ګڼي او وايي چې مخه به‌یې ونیسي. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي له جنسیت‌بدلو سره‌یې د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي ډېر موارد ثبت کړي دي.

د بښنې سازمان: د جرمونو نړيواله محکمه دې افغانستان کې د جګړې ټول اړخونه وڅېړي

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان وایي، د جرمونو نړیواله محکمه باید له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې، په افغانستان کې د جګړې د ټولو اړخونو له لوري د ترسره شویو جرمونو په اړه څېړنه وکړي. د بښنې د نړیوال سازمان یا امنیستي انترنشنل د جنوبي اسیا د برخې مشرې یمیني میشرا د جرمونو د نړیوالې محکمې د روانې اوونۍ د پرېکړې په غبرګون کې ویلي، دا په افغانستان کې د عدالت د تامین په اړه چې له اوږدې مودې یې خلک په تمه دي، په تېره د هغو په مینځ کې څه ناڅه هیلې بېرته را ټوکوي چې د طالبانو او ورسره د تړلې حقاني شبکې له لوري د ترسره شویو جنایتونو قربانیان دي. Читать дальше...

بلومبرګ له افغانستان سره د مرستو په تړاو لیکنه خپره کړې

Pa.azadiradio.com 

بلومبرګ: د کاناډا بلومبرګ خبري شبکې له افغانستان سره د مرستو په تړاو د سیګار په نویو اندېښنو یوه لیکنه خپره کړې. لیکنه کې راغلي، له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، امریکا د افغانانو د ملاتړ لپاره یو اعشاریه یو میلیون ډالره بشري مرسته افغانستان ته لېږلې. وړاندې راغلي، د سیګار مشر جان سوپکو غواړي چې د دغو پیسو د لېږد او لګښت څرنګوالی وڅېړي، خو سوپکو نیوکه کړې چې د بایډن ادارې دا څېړنه له خنډ سره مخامخ کړې. لیکنه کې د جان سوپکو هغه راپور ته اشاره شوې چې سې شنبه ناوخته خپور شوی او په کې راغلي، د... Читать дальше...



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» спасает население от борьбы с перенаселением, 5 серия, СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Число пользователей портала «Малый бизнес Москвы» превысило 200 тысяч



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Оззи Осборн

Лучшие сольные песни Оззи Осборна (Ozzy Osbourne)




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Больше всего работников с креативными идеями работает в ритейле и спорте

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России


Ролан Гаррос

Белорусские теннисистки проведут стартовые встречи открытого чемпионата Франции



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


#123ru.net

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» спасает население от борьбы с перенаселением, 3 серия, СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России