جوزیپ بورېل: د افغانستان حالات مخ په خرابېدو دي
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ ريیس وايي، د افغانستان حالات مخ په خرابېدو دي. جوزیپ بورېل نن په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د پراختیايي وزیرانو د غونډې په درشل کې وویل: "د افغانستان د وضعیت په اړه به خبرې وکړو، هلته چې ډېر موارد سمې خوا ته نه درومي. د بدترېدو لور ته روان دي په تېره بیا د ښځو او نجونو لپاره. یو کال وروسته به د افغانستان حالات لا خراب شي." تر دې وړاندې د اروپايي اتحادیې چارواکو پر ښځو د بندیزونو په خاطر اندېښنې ښکاره کړې وې. طالبان افغان نجونو ته اجازه نه ورکوي چې له شپږم ټولکي... Читать дальше...