د پاکستان د لوی درستیز د کاري دورې پای او د نوي کس پر ټاکلو ناندرۍ
په داسې حال کې چې د پاکستان د لوی درستیز د کار د دورې وخت پوره شوی، د نوي لوی درستیز د ټاکلو پر سر د سیاستوالو ترمنځ ناندرۍ په زیاتېدو دي. د پاکستان د پیپلز ګوند مشر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د هېواد ولسمشر عارف علوي ته خبرداری ورکړی چې د لوی درستیز په ټاکنه کې د ستونزې د پېښولو ناوړه عوقب به د ده په غاړه وي. د پاکستان له قوانینو سره سم، ولسمشر که څه هم اجرايي صلاحیت نه لري او تر ډېره یې دنده تشریفاتي ده، خو د لوی درستیز په شان چارواکي که سره له دې چې د صدراعظم له لوري نومول کېږي د ولسمشر توشیح ته اړتیا لري. Читать дальше...