د فوټبال نړيوال جام کې د ايران د لوبې پر مهال مخالفتونه او ناندرۍ
د فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې پرون ایران ولز ته دوه د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه. په دوحه کې د احمد بن علي لوبغالي کې ایرانیان په دوو ډلوویشل شوي و؛ یو د ایران د حکومت پلویان او بله يې مخالفان وو. د اسوشتید پریس د راپور پر بنسټ؛ د ایران د فوټبال ملي ټیم یو شمیر مینهوالو، له هغو کسانو څخه چې د دې هېواد د انقلاب مخکې دورې بیرغونه يې په لاسونو کې وو احمد بن علي لوبغالي ته له داخلېدو وړاندې واخیستل او د هغو کسانو چې لنډ کالي يې اغوستي وو او د "ښځې، ژوند او ازادي" شعارونه يې ورکول په ضد يې نارې ووهلې. Читать дальше...