ټاکل شوې راتلونکې يکشنبه قطر کې د فوټبال نړيوال جام لوبې پيل شي
ټاکل شوې ده چې د یکشنبې په ورځ په پلازمېنه دوحه کې د فوټبال نړیوال جام لوبې پیل شي. لومړۍ مسابقه د کوربه، قطر او ایکوادور ترمنځ ده، دا مسابقه د کابل په وخت د شپې اته نیمې بجې شروع کېږي. دا لوبې په اتو ګروپونو کې ویشل شوې دي، چې په هر ګروپ کې څلور ټیمونه دي. د دې لوبو تر پیلېدو مخکې یوه وړاندوینه داسې شوې ده چې برازیل تر بل هر هېواد د دې لوبو د ګټلو چانس ډېر لري. له نولس سوه دېرشم کال راهیسې چې د فوټبال نړیوال جام لوبې پيل شوې دي برازیل یوازینی هېواد دی چې هر ځل یې په دې جام کې برخه اخیستې... Читать дальше...