له تفريحي ځايونو د افغان ښځو منع کولو په تړاو غبرګونونه دوام لري
د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له لوري پارکونو او تفریحي ځایونو ته د افغان مېرمنو د نه پرېښودو په غبرګون کې ویلي، د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې وروستي بندیزونه هغه څه دي چې د دوی لاسرسی عمومي چاپېریال ته لنډوي. فرزانه د کابل ښار په یوه څنډه کې ژوند کوي. هغه د طالبانو له لوري پر افغان مېرمنو له وروستیو محدودیتونو ناخوښه ده. فرزانه وايي، د طالبانو له لوري پارکونو، تفریحي ځایونو، ورزشي کلپونو او حمامونو ته د مېرمنو نه پرېښودل نه یوازې دا چې پر دوی بلکې د دوی په ماشومانو یې هم اغېز کړی. Читать дальше...