اردوغان: په استانبول کې د چاودنې له امله ۶ کسان وژل شوي او ۵۳ ټپیان دي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تایید کړه چې د لومړنیو معلوماتو په اساس په استانبول کې چاودنې ۶ کسان وژلي او ۵۳ نور ټپیان کړي. ولسمشر اردوغان نن ماښام په یوه کنفرانس کې دا خبره وکړه. هغه زیاته کړه چې دا یو مشکوک ترهګریز عمل دی او د ترهګرۍ له لارې د ترکیې او د ترکیې د ملت د نیولو هڅې نتیجه نه ورکوي. اردوغان زیاته کړه چې د معلوماتو له مخې په استقلال واټ کې دا چاودنه یوې ښځې ترسره کړی. چاودنه د استانبول په یوې له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې استقلال واټ باندې د مازیګر په شاوخوا ۴ او ۲۰ دقیقو باندې شوې.