Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Ноябрь
2022

Новости за 10.11.2022

يو شېر معترضې مېرمنې: طالبانو بله مبارزه مېرمن فرحت پوپلزۍ بندي کړې ده

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له‌خوا د معترضه مېرمنو د نیولو په دوام ادعا کېږي، چې طالبانو یو بله معترضه مېرمن فرحت پوپلزۍ هم نیولې ده. د افغانستان د (خود جوشه مبارزه مېرمنو ټولنې) د ټولنیز رسنیو مسوله او د دغه خوځښت له بنسټ ایښودنکو راضیه بارکزۍ ادعا کوي، چې همکاره یې فرحت پوپلزۍ د سه شنبې په ورځ د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوې ده. هغې ازاد راډیو ته وویل: "فرحت پوپلزۍ درې ورځې وړاندې له خپل پلار سره د طالبانو له‌خوا ونیول وشوه، مبایل یې ترې واخیسته او د طالبانو په کنټرول کې و، موږ ته ميسج راغی چې فرحت له... Читать дальше...

د کندهاري سندرغاړي 'نجيب شريف' وهلو ټکولو فرهنګيان او فعالان غوسه کړي دي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د یو محلي سندرغاړي نجیب شریف وهلو او شکنجه کولو یو شمېر افغان فرهنګیان او د بشري حقونو فعالان غوسه کړي دي. لیکوال او مدني فعال نثار صالح وايي په زور کلي نه‌کېږي. هغه په کندهار کې د طالب چارواکو له‌خوا د نجیب شریف په نوم د سیمه‌يیز سندر غاړي وهلو او شکنجه کولو ته په اشارې وايي؛ هنر او موسیقي د انساني ټولنې ضرورت دي او د هنرمندانو وهل او شکنجه کول دا ښيې چې اوس هم په افغانستان کې صحرايي محکمې روانې دي. نوموړی وايي: "که څه هم د انجينر شریف د وهلو او شکنجه کولو دقیق علت لا معلوم نه‌دی... Читать дальше...

د افغانستان بانک پخواني چارواکي: د نويو افغاني بانک‌نوټونو ساتنه بايد وشي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک پخواني چارواکي افغانستان ته د تازه بانک‌نوټونو په رسېدلو سره سم ټینګار کوي، چې نوي بانک نوټونه باید سم وساتل شي او دغه کار سره له دې چې د هېواد په اقتصاد کې مهم رول لري ساتنه یې د پېسو د چاپ له اساسي اصولو هم ګنل کېږي. د تېر جمهوري نظام د افغانستان بانک پخواني مرستیال خان افضل هډه وال په دې اړه د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په افغانستان کې د پېسو ناسم ساتل او دا چې سمه استفاده ترې نه‌کېږي د دې لامل کېږي چې نوي بانک‌نوټونه چاپ شي چې زیات لګښت غواړي. نوموړي وويل: "د پېسو... Читать дальше...



ښځې: د پارکونو له بنديز سره د ورزش ځای نه‌لرو

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې طالبانو پارکونو ته د ښځو پر تګ بندیز ولګاوه، په کابل کې يو شمېر ښځې وايي، چې پارکونه دوى ته د ورزش لپاره یوازینی مناسب او هوسا ځای و. پلازمېنې کابل کې مېشه يوه مېرمنې وايي، د خپلې ناروغۍ له امله هره ورځ ورزش کوي او قدم وهي. خو زياتوي، دا چې هره ورځ کور ته نږدې پارک ته، د قدم وهلو لپاره تلله نوره نه‌شي تلی. دا مېرمن چې نه‌غواړي د امنيتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې خپور شي وايي، د کابل پر سړکونو د قدم وهلو او تمرين پر مهال ځان ډېر نا امنه ګڼي. نوموړې وايي: "زما وزن... Читать дальше...

پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورونې دوام؛ د طالبانو حکومت پرې غبرګون وښود

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د هغه هېواد د پولیسو له‌خوا د افغان کډوالو ځورول دوام لري، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې د افغانانو ځورونه ودروي او د یوه مسلمان ګاونډي په توګه دې د افغانانو ښه کوربه‌توب وکړي. يوه ويډيو چې په ټولنیزو رسینو کې خپره شوې او په‌کې ښکاري چې د پاکستاني پولیسو له‌خوا یو شمېر نیول شوي افغانان چې په رسۍ تړل شوي، د پولیسو ماموریت ته بیول کېږي. په دغو شاوخوا شلو افغانانو کې یو شمېر یې ماشومان دي. په هغه هېواد کې مېشت... Читать дальше...

د کرېکټ نړيوال جام؛ انګلستان هند ته ماتې ورکړه او پايلوبې ته ووت

Pa.azadiradio.com 

د اډېلېد ښار اووال سټډېوم د نړیوال جام د تر ټولو حساسې او چټکې لوبې کوربه و. انګلستان د ۲۰۲۲ کال د نړیوال شل اوریز جام په دویمه نیمه پایلوبه کې هند مات کړ. هندي لوبغاړو لومړی توپوهنه کړې وه او په ۲۰ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه. د انګلستان ټیم په داسې حال کې دا هدف پوره کړ چې هېڅ لوبغاړی یې ونه سوځېد. لوبډلمشر جاس بټلر ۸۰ او ورسره خوا کې الېکس هېلس ۸۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. الېکس هېلس د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. نوموړي وويل: "دا له ویاړ ډکه شېبه ده. ډېر خوشاله یم چې ښه لوبه مې وکړه. Читать дальше...

جانز هاپکينز پوهنتون: افغانستان کې د مور او ماشوم روغتيايي خدمات له بد وضعيت سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

جانز هاپکینز پوهنتون وايي په افغانستان کې د مور او ماشوم لپاره د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کول له ناوړه وضعیت سره مخ دي او ښځینه روغتیا پالانې تر سختو شرایطو لاندې کار کوي. فوزیه چې د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکې ده وايي، نږدې یوه میاشت وړاندې يې د زېږون پر مهال ماشوم مړ شو. فوزیه يې لامل په سیمه‌ییز کلینیک کې د ښځینه روغتیاپالې نه موجودیت یادوي. نوموړې وايي: "کله يې چې شفاخانې ته وروستم، دا چې هلته ښځینه ډاکټره نه وه او ما هم شدید درد درلود، له زېږون وروسته زما ماشوم مړ شو، اوس... Читать дальше...

"کاشکې ټولو نجونو ته د خپلې خوښې تحصیلي رشتې د انتخاب اجازه ورکړل شوې وی"

Pa.azadiradio.com 

فاطمه امیري چې د کاج پر روزنیز مرکز برید کې ټپي شوې وه او یوه سترګه‌یې له لاسه ورکړې، بالاخره‌يې تېره اوونۍ د کانکور ازموینه کې ګډون وکړ. هغه د ۳۱۳ نمرو په ترلاسه کولو سره وتوانېده چې د کابل پوهنتون کمپیوټر ساینس فاکولتې ته بریالۍ شي، هغه تحصیلي رشته چې فاطمې یې هیله درلوده.



کرېکټ؛ انګلستان هند ته ماتې ورکړه او پايلوبې ته ووت

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان د کرېکټ ملي ټیم نن په یوه چټکه لوبه کې هند ته ماتې ورکړه او د نړیوال جام پایلوبې ته ووت. لوبه د اسټرالیا په اډېلېډ ښار کې وشوه. انګلستان وتوانېد په ۱۶ اوورنو کې د هند د ۱۶۹ منډو هدف پوره کړي. د انګلستان هېڅ لوبغاړی ونه سوځېد. پیلیزو لوبغاړو جاس بټلر ۸۰ او ورسره الېکس هېلس ۸۶ منډې جوړې کړې. په دې ترتیب انګلستان را روانه یکشنبه د نومبر په دیارلسمه له پاکستان سره د نړیوال جام پایلوبه ترسره کوي.

ټوېټر کې د نوي سيستم په معرفي کېدو سره د جعلي اکاونټ جوړولو چانس ډېر شوی

Pa.azadiradio.com 

د ټوېټر ګن شمېر کارونکو له هغې وروسته بیا د مشهورو څېرو په نوم د جعلي اکونټونو جوړولو چانس ترلاسه کړ چې، د ټوېتر مالک ایلان ماسک د ټوېټر اکونټ د تأیید لپاره نوی سیستم معرفي کړ. په تېر کې سیاستوال، ژورنالېستان او نورې نوموتې څېرې اړ وې چې په ټوېټر اکونټ کې د ابي نښې ترلاسه کولو لپاره د خپل هویت ثبوت وړاندې کړي. د ټوېټر په نوي سیستم کې ټول هغه د ټوېټر کارونکي چې په دې ټولنیزه شبکه کې د اته ډالرو میاشتنی ګډون ولري، اکاونټ به یې د ابي نښې په لرلو تأیید شي. ایلان ماسک تاکید کړی چې د اکونټ د تأییدلو... Читать дальше...

د خوړو سازمان: افغانستان په ۲۰۲۱ کې له بې‌ساري اقتصادي ناورين سره مخ و

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په یو تازه راپور کې ویلي، افغانستان په سیمه کې یو له هغه درې هېوادونو څخه دی چې په تېر ۲۰۲۱ کال کې له سخت اقتصادي او خوراکي ناورین سره مخ شوی دی. ۳۰ کلن روح الله چې د هرات ولایت اوسېدونکی او د ۳ کسیزه کورنۍ مشري ورتر غاړې ده وايي، په تېر یو کال کې یې د ژوند سختې شپې او ورځې تېرې کړي او دا وضعیت لا هم روان دی. روح الله وايي، په تېر جمهوري نظام کې د دولت کارکونکی و او په خبره یې، په خپل میاشتني معاش به یې د خپل کور ټولې اقتصادي ستونزې حلولې. نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل... Читать дальше...

د کرېکټ شل اوريز جام؛ هند انګلستان ته ۱۶۹ منډې هدف وټاکه

Pa.azadiradio.com 

د کرېکټ په نړیوال شل اوریز جام کې هند د انګلستان ټیم ته د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه. دا په روان نړیوال جام کې دویمه نیمه پایلوبه ده. لوبه د اډېلېډ ښار په اووال سټډیوم کې روانه ده، د هند لپاره په نننۍ لوبه کې هارډیک پانډیا په ۳۳ بالونو ۶۳ منډې وکړې چې په‌کې ۵ شپږیزې هم شاملې دي. ویرات کوهلي هم پنځوسیزه جوړه کړه. تر دې مخکې د نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې پاکستان د نیوزیلند په ماتولو فاینل ته لار پیدا کړې. د هند او انګلستان تر منځ د نننۍ لوبې ګټونکی به را روانه یکشنبه له پاکستان سره پایلوبه کوي.

امريکا: د اوکراين په جګړه کې د دواړو خواو تر۲۰۰زرو ډېرو پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالتونه وايي، په اوکراین باندې د روسیې په یرغل سره دواړو خواو ته تر ۲۰۰ زرو ډېر پوځيان وژل شوي یا ټپیان دي. د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي پرون وویل چې، په روانه جګړه کې نږدې سلو زرو روسي او سلو زرو اوکرایني پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې. دا احصایه د اوکراین په جګړه کې د یوه لوېدیځ چارواکي له‌خوا د ورکړل شویو تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره بلل کېږي. میلي وویل چې د اوکراین په روانه جګړه کې شاوخوا ۴۰ زره ملکیان هم وژل شوي دي. تر اوسه دغه احصایه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

پاکستاني پوليسو کراچۍ ښار کې ۳۱ افغان کډوال نيولي دي

Pa.azadiradio.com 

د راپورونو له‌مخې پاکستاني پولیسو دا افغانان د اسنادو د نه درلودلو او پاکستان ته د ناقانونه تګ په خاطر نیولي. پاکستاني رسنیو د کراچۍ د کیماړي سیمې د پولیسو مشر فداحسین جانوري په حواله ویلي چې د ناقانونه کډوالو د نیولو لپاره یې هڅې روانې کړي. له پاکستانه په خواله رسنیو یوه ویډیو هم شریکه شوې چې په‌کې لسګونه لاس تړلي کسان ښکاري. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم د نیولو شویو کسانو د یوه عکس په خپرولو سره لیکلي چې، باید د افغانانو نیول او سپکاوی بند شي. پښتین همدا راز زیاته کړې چې... Читать дальше...

بايډن د منځ‌مهاله ټاکنو پر مهال: د ډيموکراسۍ او امريکا لپاره دا يوه ښه ورځ ده

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن منځ‌مهاله انتخابات د ډیموکراسۍ لپاره یوه ښه ورځ وبلله او ویې ویل، د ډیموکراټ ګوند غړیو یې وکولای شول چې د جمهوري غوښتونکو د بریا د هغې څپې چې تمه یې کېده، مخه ونیسي. بایډن دا ومنله چې د انفلاسیون او نورو اقتصادي مسلو په اړه رایي ورکونکي مایوسه و خو ویې ویل چې، د امریکایانو لوی اکثریت چې د نومبر په اتمه یې رایې ورکړې، د ده د اجنډا ملاتړ وکړ. بایډن په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل: "زما په فکر دا یوه ښه ورځ وه د ډیموکراسۍ لپاره. او زه فکر کوم چې دا... Читать дальше...

اروپايي ټولنه: د پراخ بنسټه سياسي پروسې لپاره دې د افغان مېرمنو غږ واورېدل شي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري په افغان مېرمنو او نجونو ورځ تر بلې محدودیتونه زیاتیږي اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې د یوې پراخ بنسټه سیاسي پروسې لپاره مهمه ده چې د افغان مېرمنو او نجونو غږ واورېدل شي او حقونه يې ورکړل شي. د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي پالیسۍ مسول جوسف بورل پر خپل ټوېټر لیکلي دي، چې په همدې تړاو يې له یو شمېر بهر مېشتو افغان مېرمنو سره کتلي دي. نوموړي لیکلي: "د افغان ښځینه رهبرانو په ناسته کې موږ نن په افغانستان کې د یوې پراخ بنسټه... Читать дальше...

د 'فارمولا ون' سياليو يو فراري موټر په څه باندې ۱۳ مليونه ډالرو وپلورل شو

Pa.azadiradio.com 

هغه فیراري موټر چې په‌کې د فارمولا ون موټرو د دوه زره درېیم کال اتلولي د دې لوبې بې‌ساري اتل مایکل شومایخر ګټلې وه، په څه باندې دیارلس میلیونه ډالرو وپلورل شو. دا موټر پرون په بروکسل کې لیلام ته کېښودل شوی و. تر دې مخکې د فارمولا ون تر ټولو ګران بییه موټر د شومایخر د دوه زره اوولسم کال د اتلولۍ موټر و چې په لیلام کې په اووه نیم میلیونه ډالرو خرڅ شوی و.

روسي او ايراني چارواکو د اوکراين پر جګړه خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د روسې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پتروشیف د ایران د ملي ځواکونو د شورا له مشر علي شمخاني سره د اوکراین پر جګړه، امنیت او نورو اړوندو مسلو خبرې کړي دي. دا خبره د روسیې امنیت شورا پرون خپره کړې او ویلې یې دي، پتروشیف څلور ورځې وروسته تر هغه تهران ته سفر کړی چې ایران د لومړي ځل لپاره ومنله چې روسیي ته یې بې پیلوټه الوتکې ورکړي دي. د ایران چارواکو ویلي، دوی د اوکراین د جګړې له پيل مخکې روسیې ته بې پیلوټه انتحاري الوتکې ورکړي دي. روسیې د ایران په انتحاري بې پیلوټه الوتکو چې په کمیکازه مشهورې دي، د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو بریدونه کړي دي.

امريکايي پوليس: اروپا کې د خپلې مېرمنې په وژنه تورن افغان نيول شوی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې پولیسو ویلي، هغه افغان چې دغلته د خپلې مېرمنې په وژنه تورن دی، د اروپا دننه نیول شوی دی. د واشنګټن د پولیسو یوه چارواکي مارک ګریګوري پرون خبریالانو ته وویل چې، له اروپا امریکا ته د دغه مشکوک افغان وحید کاشفي د استرداد هڅې روانې دي. ګریګوري ویلي، دغه افغان ۲۰۱۹ کال کې د امریکا دننه خپله مېرمن وژلې وه او وروسته له دغه هېواده تښتېدلی و. د پولیسو چارواکو ویلي، مشکوک قاتل د اکتوبر په نهه ویشتمه په اروپا کې د خپل هستوګن‌ځای دننه نیول شوی، خو دا نه‌دي ویل شوي چې د اروپا کوم ځای کې.


Музыкальные новости
Элвис Пресли

Дом Элвиса Пресли атаковали аферисты





Rss.plus
Чемпионат

Представитель “Лайм-Займ” одержал победу на XII Чемпионате СФО по управленческим переговорам "Сила Сибири"




Террористов из «Крокуса» могут помиловать. Россияне предупреждают: реакция народа будет жесткой

Путь к женщине мечты: как открыть в себе ресурсность через четыре базовые роли

Экс-глава Томска Ратнер организует футбольный турнир для ветеранов

Тыловая база. Почему Владивосток – город воинской славы




د ناټو سرمنشي د جمهوري غوښتونکو له بريا سره له اوکراين د نه ملاتړ خبره رد کړه

Pa.azadiradio.com 

د ناټو سرمنشي دا خبره رد کړه چې د امریکا په منځ‌مهاله انتخاباتو کې به د جمهوري غوښتونکو له بریا سره، د لوېدیځ له لورې د اوکراین پوځي ملاتړ ټکنی شي. ینس ستولتنبرګ پرون د برېتانیا له صدراعظم ریشي سوناک سره د لیدو پر مهال وویل چې، له اکراین څخه به د ناټو د متحدانو ملاتړ ادامه پیدا کړي، همدا راز د خرسون ښار په جګړې کې به د اوکراین ترڅنګ وي. د راپورونو له مخې روسیې خپلو ځواکونو ته امر کړی دی چې د اوکراین په جنوب کې د خرسون له ښاره ووځي. ستولتنبرګ وویل، دی نه‌شي کولی چې د امریکا د منځ‌مهاله دورې... Читать дальше...

د اروپايي ټولنې يوه کمېشنره: د افغان ښځو غږ بايد واورېدل شي

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې یوه چارواکې وایي، د افغان ښځو غږ باید واورېدل شي. د نړیوالو چارو د مشارکت په برخه کې د اروپایي ټولنې کمېشنره جاټا ارپیلیانین پرون له یو شمېر افغان مېرمنو سره تر لیدو کتو وروسته په خپل ټویټر کې ولیکل چې له افغان مېرمنو به د اروپایي ټولنې ملاتړ ادامه پيدا کړي. اروپایي ټولنه د طالبانو له بیا واکمنۍ راوروسته د افغان ښځو یوه له مهمو ملاتړ کوونکو څخه ده. طالبانو په بېلابېلو برخو کې پر افغان مېرمنو سخت محدوديتونه لګولي دي.

روسيه کې راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه غونډه جوړيږي

Pa.azadiradio.com 

روسیې طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړې. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون د روسیې تاس خبرې اژانس ته وویل چې، د ماسکو فارمټ په نوم غونډه به راتلونکې اوونۍ چهارشنبې ترسره شي چې په‌کې به د روسیې ترڅنګ د چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، هند، قرغزستان او قزاقستان استازي برخه واخلي. طالبانو ویلي دي چې د مسکو په غونډه کې د دوی نه ګډون پر دوه اړخیزه تعامل منفي اغېز کولی شي او د دوی له ګډون پرته به دا غونډه نیمګړې وي. روسیې ورته غونډه پروسږ... Читать дальше...

کرېکټ؛ دويمه نيمه پايلوبه کې نن هند او انګلستان مخامخ کېږي

Pa.azadiradio.com 

په استرالیا کې د کرېکټ د شل اورونو د نړیوال جام دوهمه نیمه پایلوبه نن د انګلستان او هند د ملي ټیمو ترمنځ ده. پرون په دې نړیوال جام کې په لومړۍ نیمه پایلوبه کې پاکستان د نیوزیلنډ لوبډلې ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. ټاکل شوې ده چې پایلوبه د یکشنبې په ورځ د استرالیا په میلبرن کې د پاکستان او د نننۍ لوبې د ګټونکي ترمنځ وشي.

برېتانيا په افغانستان کې د وژل شويو ماشومانو کورنيو ته د غرامت پيسې ورکړې دي

Pa.azadiradio.com 

برېتانیا د سلګونو هغو افغان ماشومانو کورنیو ته د غرامت پیسې ورکړې دي چې د برېتانیایي ځواکونو د عملیاتو پر مهال په افغانستان کې وژل شوې دي. د وسله‌وال تاو تریخوالي پرضد په لندن کې یوې مېشتې خیریه موسسې خبر ورکړ چې برېتانیا د هغو څلور شپېته افغان ماشومانو کورنیو ته د غرامت پیسې ورکړې دي چې په افغانستان کې د برېتانیا د پوځي عملیاتو پر مهال وژل شوې دي. د دې موسسې په راپور کې چې پرون خپور شو، راغلي دي چې دې ماشومانو له یوه کاله تر پنځلس کلونو پورې عمر درلود چې په افغانستان کې د برېتانیا د اته کلن... Читать дальше...

کابل ته په ميلياردونو نوي افغاني بانک‌نوټه رسېدلي

Pa.azadiradio.com 

دا افغانۍ مخکې چاپ شوې وې خو طالبانو نه شوای کولی چې افغانستان ته یې انتقال کړي، اوس د امریکا متحد ایالتونو دې ته لاره برابره کړه چې دا پیسې ولېږدوي. د افغانستان بانک مسؤلينو په وینا وروسته تر دې چې د امریکا متحد ایالتونو د افغانستان دې مرکزي بانک ته د نړیوالو بانکي سیستمونو له لارې د پیسو د ورکړې لاره هواره کړه، کابل ته په پولنډ کې چاپ شوې افغاني بانک نوټونه ورسېدل. د رویټرز اژانس د راپور له‌مخې د نویو افغاني بانک نوټونو چاپ د افغانستان له مرکزي بانک سره په چلند کې د بدلون څرګندونه کوي، ځکه... Читать дальше...



Москва

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин посетил парад кадетского движения «Не прервется связь поколений!»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Юрий Башмет

В Самарской области пройдут мероприятия детской музыкальной академии Башмета




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Волонтеры Президентской академии в Санкт-Петербурге вносят свой вклад в развитие и повышение доступности спорта для граждан

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России


Дарья Касаткина

Касаткина о романе Синнера и Калинской: рада, больше ничего не хочу говорить



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Елена Рыбакина

В России отреагировали на "скрытую баранку" и достижение Рыбакиной на Ролан Гаррос



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России