Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Ноябрь
2022

Новости за 08.11.2022

پاکستاني چارواکو تورخم کې د يوې افغانې مېرمن غیر اخلاقي ځورول تأييد کړل

Pa.azadiradio.com 

په تورخم کې پاکستاني چارواکو تأیید کړې چې دغلته د پاکستان د ملي تحقیقاتي ادارې یو کارکونکي له خوا یوه افغان مېرمن په غیرې اخلاقي ډول ځورول شوې ده. په خیبر پښتونخوا کې د ازادي راډیو خبریال د پاکستان د ملي تحقیقاتي ادارې د یو بیان په حواله ویلي چې، د یوې افغان مېرمنې سره د ناسم چلند په خاطر یې د خپل یو کار کونکې دنده ځنډولې ده. تر دې مخکې د یوې افغان مېرمنې ویډیو خپره شوې وه چې ویل یې پر تورخم د پاکستاني مامور له خوا د تالاشۍ پر مهال ځورول شوې ده. په پېښور کې د بشري حقونو یوې فعالې ناهید اپریدۍ... Читать дальше...

متحده عربي اماراتو او مصر د باد له انرژۍ څخه د برېښنا د توليد موافقه لاسليک کړه

Pa.azadiradio.com 

د سه شنبې په ورځ د لړم په ۱۷مه متحده عربي اماراتو او مصر د هغې پروژې موافقه لاسلیک کړه چې په نړۍ کې به د باد له انرژۍ د برېښنا د تولید تر ټولو لوی تاسیسات وي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به مصر هر کال نژدې اته څلوېښت زره ګیګاواټه پاکه انرژي ترلاسه کړي. دا خبر د اماراتو خبري اژانس WAM ورکړی خو دا یې نه‌دي ویلي چې دا پروژه به څومره وخت کې بشپړه شي. په بیان کې راغلي چې د دې انرژي په مرسته به د مصر له چاپېریال څخه ۲۳،۸ میلیون ټنه کاربن دای اکساید چې د چاپېریال د ککړتیا اصلي ماده بلل کېږي، لیرې شي. Читать дальше...

د کندهار يو شمېر معلولين: له سختو اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ يوو

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې معلولین د ستونزو شکایت کوي. د دغه ولایت معلولین وايي، له سختو اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ دي. دوی د طالبانو له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې د مرستو تر څنګ ورته د کار زمینې هم برابري کړي. معلولین داسې مهال د ستونزو خبره کوي چې د ترکيې هېواد یوه خیریه بنسټ تازه په کندهار کې پر پنځه سوه معلولینو ویلچرونه ووېشل. نور جزييات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:



د اوکراین ختیځ کې روسي ځواکونو ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا شوې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پوځ نن ادعا وکړه چې د دې هېواد په ختیځه دونباس سیمه کې یې روسي سرتېرو ته درانه تلفات اړولي دي. د اوکراین د پوځ ستردرستیز د جګړې د ورځنیو راپورونو په لړ کې وویل روسي ځواکونو په ختیځو سیمو بخموت، افدییفکا او نوو پافلیفکا چې په وروستیو څو اونیو کې په دونېڅک کې د روسیې د عملیاتو مهمې برخې وې حملو ته دوام ورکړی. د اوکراین پوځ په عین حال کې دا هم ویلي دي چې روسي ځواکونو د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې پر مهمو عامه تاسیساتو او د ملکيانو د استوګنې پر سیمو راکټي حملې هم نه دي درولي. ولسمشر... Читать дальше...

ملګري ملتونه: افغانستان د خوړو د مصرف له درکه لا هم په ټيټه کچه کې دى

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړیواله اداره وايي، افغانستان په نړۍ کې د پوره خوړو د مصرف له درکه لا هم په تر ټولو ټيټه کچه کې دى. نږدې پنځوس کلنه لیلما د کابل په لارو او کوڅو کې سوال کوي. لیلما د اته کسیزې کورنۍ لپاره هره ورځ د نفقې د پیدا کولو په هڅه د کابل لارې، کوڅې ګز ګام کوي وايي، تر ماښامه ایله سل یا یو نیم سل افغانۍ پیدا کړي. هغه وايي: "کار نه شته چې کار وکړو او ډوډۍ پیدا کړو، له مجبوریته د سر په سر سوال کوو، یتیمان لرم. پنځه کاله کېږي چې خاوند مې مړ شوی دی. ایران ته هم لاړو له هغه ځایه رد مرز شو، له خدایه غیر هیڅ نه لرو. Читать дальше...

امریکا د سولې په لور د ارمنستان او اذربایجان هڅې وستایلې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د سولې په لور د ده په ټکو د ارمنستان او اذربایجان "زړور ګامونه" ستایلي دي. بلېنکن پرون د ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو له وزیرانو آرارات میرزویان او جیحون بایرامف سره په واشنګټن کې وکتل. بلېنکن ویلي، امریکا شاهده ده چې دغه دواړه هېوادونه تېر وختونه هېروي او تلپاتې سولې لپاره کار کوي. د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې خبرې له جګړې څو اوونۍ وروسته ترسره کېږي. دغه تازه شخړې د نګورنو قره باغ پر سر له ۲۰۲۰ کال را هیسې تر ټولو خونړۍ بلل شوي دي.

د افغانستان په ۶ ولایتونو کې د سخت باران او واورې اټکل شوی

Pa.azadiradio.com 

د هوا پېژندنې د ادارو له اټکل سره سم نن په بدخشان، تخار، کندز، بغلان، پنجشېر او پروان ولایتونو او همداراز په سالنګونو کې د سخت باران او د واورې اټکل کېږي. په دې ولایتونو کې د باران د ورېدو اندازه له لسو تر دېرشو ملي مترو پورې اټکل شوې او له لسو تر دېرش سانتي مترو پورې د واورې اټکل کېږي. په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې له ورښتونو وروسته سېلابونو ځاني او مالي زیانونه واړول. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې د یوه کال په ترڅ کې د اقلیم بدلون افغانستان ته تر دوه میلیارده ډالرو ډېر زیان اړولی دی.

ډنمارک کې پر یوې افغانې ښځې د برید په تور یو افغان نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

د ډنمارک پولیسو هغه ۲۴ کلن افغان نیولی چې پر یوې ۳۷ کلنې امېدوارې افغانې ښځې یې د چړې مرګونی برید کړی دی. د جرمني 'ډي پي اې خبري اژانس ویلي، پولیسو د دوشنبې په سهار مشکوک کس نیولی دی. په راپور کې راغلي چې دغه کس تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی او نن سې شنبه یې محکمه په اړه پرېکړه کوي. د راپور له مخې، پر دغې مېرمنې د تېرې پنجشنبې په ورځ د کوپنهاګن په لوېدیځ کې د چړې ګوزارونه شوي او روغتون کې يې ساه ورکړې ده. د قاتل او مقتول نومونه نه دي یاد شوي او تر دې مهاله د پېښې لامل هم روښانه شوی نه دی.



طالبانو په کندز کې عملیات ترسره کړي

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې طالبان د عملیاتو د ترسره کېدو خبر ورکوي. په کندز کې د طالبانو د استخباراتو ریاست پرون وویل چې د عملیاتو پرمهال یې په ارچي ولسوالۍ کې وسلې او مهمات ترلاسه کړې دي، همداراز یې نشه اي مواد کشف او ضبط کړې دي. خو دوی دا نه دي ویلي چې دا عملیات یې د چا پر ضد کړي او د دې عملیاتو پرمهال یې څوک نیولي دي.

کابل ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي مرستو بله کڅوړه رسېدلې

Pa.azadiradio.com 

کابل ته د دوشنبې په ورځ ۴۰ میلیونه امریکایي ډالر ولېږدول شول. د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې د دې بشري مرستو د ستاینې ترڅنګ د لازیاتو همکاریو غوښتنه شوې ده. افغانستان ته د طالبانو له واکمنۍ وروسته د بشري مرستو دا ۴۵مه کڅوړه ده چې په نغدي ډول کابل ته رسېږي او یوه تجارتي بانک ته د بشري مرستو لپاره لېږدول کېږي. تېره اوونۍ هم د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو دوه کڅوړې د افغانستان یوه سوداګریز بانک ته لېږدول شوې وې.

د کرکټ نړیوال جام؛ سبا لومړۍ نیمه پایلوبه د پاکستان او نیوزیلنډ ترمنځ ده

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د کرکټ د شل اورونو په نړیوال جام سیالیو کې سبا لومړۍ نیمه پایلوبه د پاکستان او نیوزیلنډ ترمنځ وشي. دا لوبه د استرالیا په سیډني کې ترسره کېږي. د دې نړیوال جام دویمه نیمه پایلوبه د پنجشنبې په ورځ د هند او انګلستان ترمنځ ده. د دې دواړو لوبو ګټونکي به د یکشنبې په ورځ د دې نړیوال جام په پایلوبه کې په میلبرن کې سره مخامخ شي.

په ایران کې د ناکراریو د مخنیوي په موخه د نویو انتخاباتو وړاندیز شوی

Pa.azadiradio.com 

د ایران د حکومت یوه اپوزسیون ګوند د ناکراریو د مخنیوي لپاره د نویو انتخاباتو د ترسره کولو وړاندیز کړی دی. د اسلامي ایران د مشارکت ګوند عمومي منشي اذر منصوري پرون په ټوېټر کې ولیکل چې د هېواد چارواکي د دې په ځای چې بهرنیان ملامتوي د اعتراضونو ریښو ته دې پام وکړي. اغلې منصوري بیا دا پوښتنه مطرح کړې ده چې ایا له ازادو انتخاباتو پرته بله لاره شته؟ په ایران کې د توقیف پرمهال د سپټمبر په شپاړسمه د دوه ویشت کلنې مهسا امیني تر وژلو وروسته مظاهرې روانې دي. مظاهره چیان د ازادیو او د ښځو د حقونو غوښتنه کوي. Читать дальше...

په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ حکومت ضد لاریون وځنډېد

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان په مشرۍ د حکومت پر ضد لاریون چې ټاکل شوې وه نن به بېرته پیلېږي، دوې ورځې وځنډېده. دا لاریون تېره اونۍ پنجشنبې وروسته تر دې ګډوډ شو چې په پنجاب کې ډزې پرې وشوې او عمران خان په کې په پښه ولګېد. اویا کلن عمران خان د یکشنبې په ورځ له روغتونه رخصت شو او اوس په لاهور کې په خپل کور کې دی. د پنجاب حکومت ویاند او د تحریک انصاف ګوند یوه چارواکي مسرت چیمه په ټوېټر کې لیکلي دي چې د پنجشنبې په ورځ د نومبر په لسمه به خامخا د ازادي په نوم لاریون شروع کېږي. د عمران... Читать дальше...

د افغانانو په ګډون نړۍ کې ۷۰ سلنه کډوال د اقلیم بدلون له امله دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې یا" یو این ایچ سي ار' په وینا د افغانانو په ګډون په نړۍ کې اویا په سلو کې کډوال د اقلیم د بدلون له امله مجبوره شوي دي چې خپلې سیمې پرېږدي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي د اقلیمي تغییراتو په اړه د ملګرو ملتونو ۲۷مې غونډې ته وویل چې په میلیونونو بېځایه شوي د بدل شوي اقلیم ستونزو ته نه شي پرېښودلی. د کډوالۍ نړیوال سازمان د سږکال په پیل کې ویلي و چې په افغانستان کې نږدې شپږ میلیونه کسان په کور دننه بېځایه شوې دي. د ملګرو ملتو عمومي... Читать дальше...

نېشنل انټرسټ: ایا د افغانستان له ناوړه اقتصادي وضعیته د وتلو لاره شته؟

Pa.azadiradio.com 

نېشنل انټرسټ: ایا د افغانستان له ناوړه اقتصادي وضعیته د وتلو لاره شته؟ دا د نېشنل انټرسټ مجلې د یوې مقالې سرلیک دی. د مقالې لیکوال د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مرستیال معصوم جان معصومي دی. هغه لیکلي، د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې نړیوالو افغانستان ته یو اعشاریه اته میلیارده ډالره بشري مرسته لېږلې، خو لا هم ۲۵ میلیونه افغانان له شدیدې لوږې سره مخامخ دي. وړاندې راغلي، اوسنی وضعیت په ډاګه کوي چې د نړیوالو بشري مرستې د لنډ وخت لپاره ګټورې وې، خو د لیکوال په باور دا مرستې په بشپړ ډول... Читать дальше...

پاکستان کې د افغانانو پر زنداني کېدو غبرګونونه؛ کاکړ: ځینې یې قانوني اسناد هم لري

Pa.azadiradio.com 

وروسته تر دې چې په پاکستان کې د سلګونو افغان کډوالو د نیولو خبرونه خپاره شول، د طالبانو د حکومت ویاند ازادي راډیو ته وویل چې دا موضوع به وڅاري. د ازادي راډیو یوه اورېدونکي په پيغام ثبتونکي ماشین کې پرته له دې چې خپل نوم واخلي په خپل پیغام کې ویلي: "په مرکزي زندان او د کراچۍ په لنډهي جېل کې په سلګونو کسان زما د زوی په شمول بندیان دي. زه د هغه لیدو ته ورغلی وم. یوازې د لیدو لپاره پنځه زره کلدارې اخلي. کله چې پنځه زره کلدارې ورکړې بیا یې راولي چې خبرې ورسره وکړې." دا کس زیاتوي چې د زندانیانو د ژوند شراط ډېر خراب دي. Читать дальше...



Москва

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин назвал победителей конкурса «Педагоги года Москвы»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

Тимати проучил нового владельца “Black Star Burger” и перепродал его долги




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)


Сюзанн Ленглен

Матч Котова и Вавринки перенесли на корт Сюзанн Ленглен



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России