Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Ноябрь
2022

Новости за 15.11.2022

هغه ښار چې مخکې د سلګونو سیکانو کور و، اوس په کې یوازې یو سیک اوسېږي

Pa.azadiradio.com 

چرن سینګ د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار یوازینی سیک دی. د هغه ټولې کورنۍ دغه ښار پرېښی او ډېر یې په هند کې اوسېږي. پر سیک او هندو لږکيو د مرګونو بریدونو وروسته، د دغو مذهبي لږکيو ډېرو غړو له افغانستان څخه کډه وکړه. لسګونه کلونه وړاندې، افغانستان کې د سیکانو او هندوانو شمېر له سلو زرو زیات وو. ننګرهار یو له هغه ولایتونو څخه و چې ډېر شمېر سیکان او هندوان په کې اوسېدل.

په ۲۰۲۲ فوټبال نړيوال جام کې له ټکنالوژۍ څخه ګټه اخيستنه په کومه کچه ده؟

Pa.azadiradio.com 

فوټبال بې له شکه چې په نړۍ کې تر ټولو لوبو زیات مینه‌وال لري، تر تېرو څو کلونو پورې د فوټبال په مسابقو کې د څارنې لپاره له ټکنالوژۍ څخه کار نه اخیستل کېده خو اوس اوس په ځینو برخو کې دې کار ته اجازه ورکول کېږي. په ۲۰۱۴ او وروسته په ۲۰۲۲ کلونو کې په ځینو نړیوالو لوبو کې له ټکنالوژۍ کار واخيستل شو خو د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام له رانژدې کېدو سره دا پوښتنه په ذهنونو کې ګرځي چې په سږني جام کې به د ټکنالوژۍ کارول په کومه کچه وي؟ په پام کې ده هغه تخنیکي وسایل، چې د اروپا د فوټبال د اتلانو په لیګ... Читать дальше...

د طالبانو حکومت: پر پاکستاني ځواکونو د بريد په تړاو مو څېړنې پيل کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وایي، پر پاکستاني سرحدي ځواکونو د یو نامعلوم وسله‌وال له‌خوا د برید په تړاو یې څېړنې پیل کړي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي چې، د دې پېښې د څېړلو لپاره یې یو لوړ پوړی پلاوی ټاکلی. د مجاهد د ټویټ په یوه برخه کې راغلي، د طالبانو حکومت به هڅه وکړي چې له دې وروسته ورته پېښې رامنځته نه‌شي. دا په داسې حال کې ده چې له پېښې وروسته پاکستان د چمن سرحدې لار تړلې ده. په چمن کې د پاکستان کمېشنر عبدالحمید زهري امریکا غږ ته ویلي، تر هغو چې طالبان د دوی د عسکر قاتل ور ونه سپاري، د چمن لار به تړلې وي. Читать дальше...



د طالبانو حکومت: پر پاکستاني ځواکونو د بريد د څېړنې لپاره مو پلاوی ګمارلی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، په چمن کې پر پاکستاني امنیتي کسانو د برید د څېړنې لپاره یې یو "لوړ پوړی هیئت" ګمارلی دی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټوېټر پاڼې د سپین بولدک چمن پر لاره د وړمې ورځې پېښه د یو "نامعلوم کس کس له لوري پر پاکستاني امنیتي کسانو" ډزې بللي او ویلي یې دي چې په دې اړه "د څېړنو او عاملینو د پیدا کولو لپاره " ټاکل شوي هیئت پلټنې پیل کړي. د تېرې یکشنبې په ورځ د کندهار سپین بولدک چمن دروازه کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته رامنځته شوې وه. Читать дальше...

امریکا کې مېشتو افغانانو ته یو نوی پروګرام اعلان شوی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو په دغه هېواد کې مېشتو په شرایطو برابرو افغانانو ته یو نوی پروګرام اعلان کړی چې له مخې یې دوی کولای شي د خپلې کورنۍ ځینې غړي له افغانستانه امریکا ته وغواړي. د زمري پلار چې په کابل کې په یوه امریکایي اداره کې کار کاوه، د تېر جمهوري نظام له سقوط وروسته د کورنۍ له یو شمېر غړو سره د تخلیې په پروګرام کې قطر او وروسته امریکا ته لاړ،او څه باندې یو کال کېږې چې په متحده ایالاتو کې مېشت دی. خو زمری په کابل کې یواځې پاتې دی او په دې موده کې د داسې یو قانوني فرصت په لټه کې و چې له ده سره مرسته وکړي څو له خپلې کورنۍسره یوځای شي. Читать дальше...

اروپايي ټولنه: د ښځو د حقونو نقض د طالبانو د ژمنو خلاف عمل دی

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې په افغان مېرمنو د محدودیتونو دوام غندلی دی. د کابل اوسېدونکې ۶۵ کلنه شاه بي بي چې د لس کسیزې کورنۍ غړې ده په خبره يې د سهار له لوري به د خپل لمسي سره د قدم وهلو لپاره د کور ته څېرمه پارک ته تلله. خو هغه اوس وايي، له هغې ورځې راورسته چې طالبانو پارکونو ته د مېرمنو په ورتګ بندیز لګولی نو بیا يې لمسی پارک ته نه دی وړی. هغې له ازادي راډيو سره په خبرو کې دغه وضعیت اندېښمنونکی وباله. نوموړې زیاته کړه: " زما د ژوند یواځينې خوښي له لمسي سره مې پارک ته تګ وو، خو طالبانو له موږ دا خوښي هم واخیسته. Читать дальше...

امریکايي ځواکونو په خلیج کې تر ۷۰ ټنو ډېر چاودېدونکي مواد کشف او ضبط کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا سمندري ځواک وايي، د عمان په خلیج کې یې په یوه کښتۍ کې څو ټنه چاودېدونکي مواد، کشف او ضبط کړي دي. د امریکا سمندري ځواکونه وايي، په خلیج کې یې د کب نیولو په یوه کښتۍ کې ټنونه چاودېدونکي مواد کشف او ضبط کړي دي. په خلیج کې دېره د امریکا سمندري ځواکونو په یوه بیان کې چې نن خپور شو، ویلي، له اویا ټنه زیات چاودېدونکي مواد یې د عمان په خلیج کې چې په یمن کې حوثي یاغیانو ته د وسلو د ټرافیک مهمه لاره ده، موندلي دي. بیان زیاتوي چې د امونیم پرکلوریت په نوم مواد چې د راکټونو او میزایلونو د سونګ... Читать дальше...

له طالبانو سره د بشري حقونو د نقض په اړه د حساب کتاب غوښتنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، له طالبانو سره باید د بشري حقونو د نقض په اړه حساب کتاب وشي. په داسې حال کې چې د ادعا وو پر بنسټ د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو د نیول شویو فعالانو ظریف یعقوبي، فرحت پوپلزۍ او حمیرا یوسفي د خوشې کېدو برخلیک لا نه دی معلوم د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو د مدافعینو د نیونو وروستۍ څپه د هر ډول سوله ییزو لاریونونو او د طالبانو د هغو ظالمانه پالیسو پر وړاندې د مخالفتونو ځپل دي چې پر بنسټ يې له بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه کېږي. Читать дальше...



زلنسکي: روسي ځواکونو په خرسون کې ټولې مهمې ودانۍ ویجاړې کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر وایي، روسي ځواکونو په خرسون ښار کې ټولې مهمې ودانۍ ویجاړې کړي دي. ولودمیر زلنسکي تېر ماښام د نومبر په ۱۴مه خپله شپنۍ وینا کې وویل، روسي ځواکونو له ښاره د وتلو پر مهال په لوی لاس د برښنا، مخابراتو او تلوېزیون تاسیسات نړولي. د اوکراین پوځي چارواکو د تېرې جمعې په ورځ خبر ورکړ چې خرسون ښار یې له روسانو ونیوه او د دوی خپل ځواکونه په کې ځای په ځای شول. د اوکراین د انرژي شرکت پرون دوشنبه وویل، دوی هڅه کوي چې د ژمي په درشل کې د انرژۍ نړول شوي تاسیسات بېرته ورغوي.

د هلمند ځینې اوسېدونکي: تاریخي ابدات د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

په هلمند کې یو شمېر تاریخي ابدات د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي. د هلمند اوسېدونکي تاریخي ابدو ته ګواښ طبیعي پېښې، د حکومتونو نه پاملرنه او د عامو خلکو لخوا غصب یادوي. خلک د دغه تاریخې سیمو د ساتنې او بیارغونې غوښتنه کوي. نور تفصیل په دې راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

پاکستان د چمن دروازې خلاصون لپاره طالبانو ته شرط کېښود

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان یوه سرحدي چارواکي ویلي، تر هغو به د چمن دروازه نه خلاصوي چې طالبان د یوه پاکستاني سرتېري قاتل ور ونه سپاري. دغه دروازه د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه بنده شوه چې په ظاهره د طالبانو یوه وسله وال د پاکستان پر پوله ساتو سرتیرو ډزې وکړې او لږ تر لږه یو تن یې وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل. په چمن کې د پاکستان د کمېسارۍ مرستیال عبدالحمید زهري امریکا غږ ته ویلي، دغه لاره به د سوداګرۍ په وړاندې تر هغو بنده وي چې د برید مسوول نه وي ورته سپارل شوی. نوموړي ویلي، د چمن دروازه پرون ماذدیګر د لنډ... Читать дальше...

د افغانستان په ګډون ځینو هېوادونو ته ۲۱۰ میلیونه یورو ځانګړي شوي

Pa.azadiradio.com 

اروپايي کمېسیون اعلان کړی، چې د افغانستان په ګډون پنځلسو هېوادونو ته د خوراکي توکو د رسولو لپاره ۲۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي. دغه کمېسیون پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په افغانستان کې د خوراکي موادو له سخت کمښت سره د مقابلې لپاره ۷۵ میلیونه یورو ځانګړې شوي. ویل کېږي چې پاتې پیسې مالي، نایجر، چاد، جنوبي سوډان، ایتوپیا، سومالیا، یمن، سوریه، لبنان، وینزویلا، کولمبیا، اکوادور او پیرو سره مرسته کېږي. خبرپاڼه زیاتوي چې په افغانستان کې ۲۴ میلیونه وګړي کافي خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري. ژمی را... Читать дальше...

د افغانستان کرکټ بورډ د ښځو له کرکټ څخه د ملاتړ ژمنه بیا تکرار کړې

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي دي چې د افغانستان کرکټ بورډ ورسره د یو لړ اصولو په رڼا کې د ښځو له کرکټ څخه د ملاتړ ژمنه بیا تکرار کړې ده. د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان د کرکټ د وضعیت د څارنې لپاره له څو میاشتو راهیسې یوه خاصه کاري ډله ګمارلې ده. د کرکټ د نړیوالې شورا ناسته چې شنبه د اسټرالیا په ملیبورن کې شوې، د افغانستان په استازیتوب په کې د کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف ګډون کړی و. د افغانستان د کاري ډلې مشر عمران خواجه رسنیو ته ویلي، کرکټ بورډ خپلواکه اداره ده او دوی هڅه کوي ټولو ته د کرکټ کولو فرصت برابر کړي. Читать дальше...

استانبول کې د مرګوني برید په تړاو یوه ښځه نیول شوې

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې پولیسو ویلي چې د یکشنبې ورځې د مرګوني بمي برید په تړاو یوه ښځه نیولې ده. یکشنبه د استانبول په استقلال واټ کې یوې چاودنې لږ تر لږه شپږ کسان مړه او تر اتیاوو زیات نور کسان یې ټپیان کړل. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو اعلان وکړ،  چا چې بم ځای پر ځای کړی وو د پولیسو له خوا ونیول شوه. پولیسو ویلي ۱۲ سوه امنیتي کمرې یې کنټرول کړې، ۲۱ ځایونو باندې یې چاپې ووهلې او ۴۶ شکمن کسان یې د پوښتنو ګروېږنو لپاره ونیول. پولیسو د برید په تور اصلي نیول شوې ښځه د اهلام البشیر او د سوریې تبعه معرفي کړې. Читать дальше...

قطر کې د فوټبال نړیوال جام د ټکټونو پلور په تور ۳ بهرنیان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

قطري چارواکو اعلان کړی چې په دوحه کې یې په تور بازار کې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام د ټکټونو د پلور په تور دری بهرنیان نیولي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د قطر د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دغه کسان له بېلابېلو هېوادونو سره تړاو لري او د نړیوال جام له پرانیستلو شپږ ورځې مخکې نیول شوي دي. په بیان کې، وزارت زیاته کړې چې نیول شوي کسان به تر دوه نیم لکه ریاله پورې جریمه شي چې شاوخوا اته شپېته زره ډالره کېږي. د نیول شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی. خلک هره... Читать дальше...

تر دوو بریاوو وروسته افغان فوټباله لوبډله سبا ازبکستان سره سیالي لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان تر څوارلس کلنو کشره د فوټبال ملي لوبډله به په مرکزي اسیا کې سبا له ازبکستان سره لوبه وکړي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د مرکزي اسیا د څوارلس کلنو څخه د کم عمره ټیمونو په اتلولۍ جام کې شویو لوبو ته په کتو د دې تمه زیاته شوې چې افغان لوبډله اتلولي خپله کړي. افغانستان د مرکزي اسیا د فوټبال د څوارلس کلنو په اتلولۍ جام کې لومړی د ایران ټیم چې د اتلولۍ دعوې لري یو پر صفر وګاټه او بیا یې په دویمه لوبه کې د دوشنبې په ورځ د ترکمنستان لوبډله هم په ورته نتیجې له مخې لرې کړه. د فوټبال... Читать дальше...

ډیجټل ژورنال: طالبان په تدریج د خلکو حقونه او ازادۍ محدودوي

Pa.azadiradio.com 

ډیجټل ژورنال: ډیجټل ژورنال خپرونې د طالبانو د مشر له لوري په افغانستان کې د حدودو او قصاص د جاري کېدو په اړه لیکنه خپره کړې ده. دې خپرونې د طالبانو د حکومت د ویندوی ذبیح الله مجاهد په قول لیکلي، په دې حکم کې په عام محضر کې اعدام، سنګسار، دېوال چپه کول او د غله د بدن د غړیو غوڅول شاملېږي. له دې جلا د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه کښلي چې هبت الله اخوندزاده له قاضیانو سره په یوه ناسته کې وویل چې د غلو، یرغملګرو او فتنه اچوونکو دوسیې په غور وڅېړي، هغه دوسیې چې د شرعي حد او قصاس... Читать дальше...

په پاکستان کې د نیول شویو افغانانو شمېر شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستاني پولیسو له خوا په سند ایالت کې د نیول شویو افغانانو شمېر شاوخوا یو نیم زر کسانو ته رسېدلی. د کراچۍ ښار په یوه څنډه کې د ښځو او ماشومانو په شمول لسګونه افغانان په یوه بس کې د زندان په لور انتقالېږي. همابېګمه له خپلو ماشومانو سره پولیسو نیولې ده. هغې د ازادي راډیو خبریال ته وویل: "دلته راغلي یو له مجبورۍ. نه ډوډۍ لرو. نه کور لرو نه پټی لرو بچیانو مو په څه باندې وساتو؟ دلته له مجبوریته راغلي یو. خو پولیس مو نیسي. موږ له ناعلاجي راغلي یو داسې خو څوک نه کوي." په کراچۍ کې د نیول شویو... Читать дальше...

لسګونه افغان ښځینه فعالانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته لیکونه استولي

Pa.azadiradio.com 

شاوخوا سلو تنو افغان ښځینه فعالانو د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان ښځو او نجونو د حال په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته لیکونه استولي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغان ښځو له خوا په استول شویو لیکونو کې د ښځو هدفي وژنې، د ښځو سنګسار او وهل، جنسي تېري، په خپلسر نیول او ځورونې، جبري او کم عمره ودونه، اجباري حجاب، د نجونو د ښوونځیو تړل، د ښځو پرمخ د لوبغالو او تفریحي پارکونو تړل د ښځو د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په توګه یاد شوي. د څو پېژندل شویو ښځينه فعالانو په ګډون شاوخوا سلو ښځو دا لیکونه... Читать дальше...



Москва

На Мальдивы – без лишних трат


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: В июне в Москве пройдет цикл мероприятий для собак и их владельцев



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Игорь Бутман

Московский джазовый оркестр Игоря Бутмана выступит на площадке у Великой Китайской стены




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Сделано в СССР. Первое историческое ралли в Москве стартует 2 июня

Бойцовская лига «Наше Дело» представит спортивную зону на Дне России

При поддержке MR Group прошел полумарафон «ЗаБег.РФ»


Дарья Касаткина

Касаткина о романе Синнера и Калинской: рада, больше ничего не хочу говорить



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о скором выпуске препарата для лечения болезни Бехтерева



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России